نړۍ

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وايي، د ده د انتخاباتي کمپاین او روسیې تر منځ د اړیکو د څېړنې په باب د «اف. بي. ای» د واک د سو استفادې په اړه د کانګرس د جمهوري غوښتونکو یادداشت ده ته بشپړ بری ورکوي.هغه پرون شنبه ناوخته په دې اړه ټوېټ وکړ.ټرمپ په خپل ټوېټ کې وویل چې…
د مسکو زرګونه اوسېدونکو پرون شنبه د حکومت له لورې په تنظیم شوی کنسرت او د"مسکو زما په زړه کې دی" په نوم لاریون کې ګډون وکړ.کرملين ته مخامخ، د پروني لاریون یو هدف دا و چې د ستالینګراد په جګړه کې د روسیې د بري ۷۵ مه کلیزه ولمانځل شي.د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال، د ستالینګراد په جنګ کې…
 روسیې منلې چې یوه پوځي الوتکه یې په سوریه کې ويشتل شوې ده. د روسیې ددفاع وزارت وایي په پېښه کې یوپيلوټ وژل شوی دی. په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم مخالفې وسله والې ډلې ددغه برید مسوولیت منلی دی. روسیه وايي الوتکه په مزایل ويشتل شوې ده او پيلوټ د الوتکې تر لوېدو مخکې ځان غورځولی دی،…
د خيبر پښتونخوا ايالت په سوات سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢٤ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد پرون له ماښام وروسته د سوات په کبل سيمه کې شوى دی.سرچينې زياته کړې چې پلي ځانمرګي بريدګر د کبل…
 قطري الوتکي په عراق او افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه لري. د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه دا څرګندونې له امریکایي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړې. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ډیری هېوادونه پر قطر د ترهګرۍ د ملاتړ…
د امریکا متحدو ایالتونو پر شپږو کسانو او اوو هغو تجارتي شرکتونو بندیز ولګاوه چې د لبنان له حزب الله ملېشه ډلې سره ارتباط لري.د امریکا خزانې وزیر سټیفن منوچین پرون وویل، دا بندیزونه پر حزب الله ډلې د راتلونکي کال د وارېدونکو فشارونو لومړۍ څپې دي.منوچین زیاته کړه چې د هغو شبکو پرضد به په ټوله نړۍ کې سختې…
د ډونالد ټرمپ اداره غواړي چې د هغه هېواد اټمي وسله تون «سلاکوټ» نوی کړي او د ټيټې کچې نوې اټمي وسلې جوړې کړي.د امریکا حکومت دا کارتر ډېره حده د روسیې د هغو فعالیتونو په وړاندې په غبرګون کې کوي چې په وروستیو کلونو کې یې کړي دي.د امریکا د "اټمي پروګرامونو وضعیت ته بیاکتنه" کې د جمهور رئيس…
 پاکستان د سپينې ماڼۍ په وروستیو څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر ویلي، امریکا نه شي کولی د پاکستان په خاوره کې عملیات او بریدونه وکړي. سپينې ماڼۍ په دې وروستیو کې ویلي چې امریکايي ځواکونه کولی شي په افغانستان او پاکستان دواړو کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي. خو د سپینې ماڼۍ دغه…
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تراکتورونو او کمباین جوړولو له فابریکې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې که په راتلونکو ټاکنو کې ونه ټاکل شي د کمباین (د محصولاتو را ټولولو ماشین) ډاریوري به کوي. د ان ټي وي د راپور له مخې د روسیې ولسمشر پرون له دې فابریکې څخه لیدنه کړې ده او د کمباین له…
د ایران پولیسو ۲۹ تنه ښځې د اجباري حجاب په وړاندې د اعتراض په خاطر ونیولې.تسنیم خبري اژانس پرون وویل، پولیسو ادعا کړې دا ښځې د یوه کمپاین له لارې چې د بهر مېشتو ایرانیانو له خوا په لار اچول شوې، دوکه خوړلې او خپل ټیکری یې له سره لېرې کړی و.د دغو ښځو د نیولو ځای نه دی په…
تمه ده نن د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په والګاګراد ښار کې د دویمې نړیوالې جګړې د تر ټولو خونړي جنګ د یادښت پنځه اویایم دور مراسمو کې برخه واخلي.والګاګراد ښار پخوا د ستالینګراد په نوم یادېده.شاوخوا یو نیم زر پوځیان او پنځوس الوتکې په دې مراسمو کې برخه واخلي چې د ښار په مرکز کې ترسره کېږي.په ۱۹۴۲…