نړۍ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن دوشنبه په مسکو کې د اسرائیلو له صدراعظم بینیامین نتیاهو سره وګوري.د سوریې کړکېچ او په دې هېواد کې د ایران حضور به د دواړو مشرانو په خبرو کې له شاملو موضوعاتو څخه وي.پر دې سربېره تمه کېږي چې پوتین او نتنیاهو به د روسیې او اسرائیلو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او…
د ترکيې ولسمشر ژمنه وکړه چې له سوريې سره به خپل ټول سرحد له هغو کسانو چې ده "ترورېستان" وبلل تصفيه کړي.رجب طيب اردوغان دا خبره پرون په داسې حال کې وکړه چې د سوريې د شمال په عفرين سيمه کې د ترکيې پوځي عمليات دوهمې اوونۍ ته ورسېدل.په شمالي ولايت اماسيه کې د خپل واکمن عدالت او ترقي ګوند…
د باقر نمازي په نوم ایراني‌الاصله امریکایي چې په ایران کې زنداني و، د خرابې روغتیا له امله د ضمانت په وړاندې کولو سره په مؤقت ډول له زندانه خوشې شوی دی.دا خبره د هغه مدافع وکیل د یکشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.جرید جینسر ویلي چې مؤکل به‌یې د تهران له ایوین زندانه د…
د نړۍ د موبل او فرنیچر د لوی پلورنځي ایکیا «IKEA» مؤسس او مالک اینګوار کامپراد «Ingvar Kamprad» د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو.دغې کمپنۍ وویل چې کامپراد د یکشنبې په ورځ د سویډن په سمولانډ کې د لنډې ناروغۍ په نتیجه کې په خپل کور کې مړ شو.د سویډن پاچا کارل ګوستاف شپاړسم وویل، کامپراد یو رښتینی سوداګر…
 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ځینې وخت له بسترې ټوېټونه کوي. نوموړي دغه څرګندونې له ای ټي وي سره د مرکې پر مهال کړې دي. نوموړي د خپلو ټوېټونو په اړه ویلي، (( خپل ډېر ټوېټونه سهار او ماښام کوم، خو کله کله له بسترې او د سهار د چای څښلو پر مهال…
 د امريکا د بهرنيو چارو وزير د کابل وروستي بريد په غبرګون کې ويلي، هغه هېوادونه نور د زغم وړ نه دي چې ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکوي. د امريکا د بهرنيو چارو و زير رېکس ټېلرسن د کابل د پرون بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې د طالبانو پر ضد بايد پرېکنده اقدامات وشي. هغه زياته کړې، نور…
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا له یوه ټلوېزېون سره په مرکه کې وویل، د پاریس له اقلیمي تړون سره به یوازې هغه وخت د امریکا د یوځای کېدل لېواله وي چې د دغه تړون په اوسني حالت کې لوی بدلونونه راوړل شي.ټرمپ «ای.ټي.وي» ته په مرکه کې وویل:"که دوی ښه معامله وکړه، تل دا چانس شته چې موږ…
 د مصر د پوځ پخوانی مشر سامي عنان، چې په راتلونکو ټاکنې کې یې د نوماندۍ اعلان کړی و اوس په زندان کې شپې او ورځې تېروي. د مصر اوسني لوی درستیز په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې د عنان پر نوماندنۍ نیوکه کړې ده او هغه یې د ځینو قوانینو پر ماتولو تورن کړی دی. په خبر پاڼه…
د امریکا سنا د دې هېواد د فدرالي حکومت د لګښتونو لپاره د مؤقتي بودجې د تصویب په اړه رأی ورکول په سیمه‎ییز وخت تر نن غرمې پورې چې د افغانستان پر وخت ماخوستن نهه نیمې بجې کېږي ځنډولي دي.د امریکا ګڼې فډرالي ادارې د شنبې په ورځ وروسته له هغې پرچاو شوې چې د دې هېواد کانګرس او سپینه…
 په سوریه کې د ترکیې د (زیتون څانګې) له عملیاتو وروسته، چې د کردي ملېشو پر ضد یې پیل کړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغه هېواد کې د روان امنیتي وضعیت او بشري ناورین په اړه نن دوشنبې ناسته کوي. ټاکل شوې وه، چې نن د امنیت شوار د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیال راپور…
 د روسیې د انرژۍ وزیر وایي له خپل کوېټي سیال سره یې دغه هېواد ته د ګازو پر صادراتو خبرې کړې دي. د رسنیو د راپور له مخې د روسیې د انرژۍ وزیر نوواک، چې اوس د مسقط په سفر بوخت دی، د کوېټ د انرژۍ له وزیر سره کتلي او په دې اړه یې بحث او خبرې ور سره…