نړۍ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن ناوخته لندن ته ځي.رکس ټېلرسن د اروپا په هغه سفر وتلى چې يوه اوونۍ به دوام کوي.دى به پاريس او وارسا ته لاړ شي، بيا به د سوريس په داوس ښار کې په يوه نړيواله اقتصادي غونډه کې برخه واخلي.تمه کېږي د امريکا د بهرنيو چارو وزير ښاغلى ټېلرسن په لندن کې د…
د شمالي کوريا يو هيئت چې د نجونو د پاپ موسيقۍ د ډلې مشر هم په کې شامل دى، جنوبي کوريا ته ورسېد.دغه هيئت د راروانو ژمنيو المپيک مسابقو پر مهال د کلتوري فعاليتونو د اجرا پر تياريو او د دغو فعاليتونو د ځاى د ارزونې لپاره جنوبي کوريا ته تللى دى.دا په تېرو څلورو کلونو کې جنوبي کوريا ته…
سلګونو زرو ښځو او د هغو نارینه ملاتړ کوونکو پرون شنبه د امریکا په ښارونو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د ده د ولسمشرۍ له لومړۍ کالېزې سره په یو وخت مظاهرې وکړې.فعالانو وویل، ټاکل شوې ده چې دا مظاهرې نن هم دوام وکړي.د ښځو دا مظاهرې د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ ښارونو کې وشوې او برخه والو…
د پراګ ښار په مرکزي برخه کې پرون شنبه په یوه هوټل کې د اورلګېدو په نتیجه کې ۲ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شول.د چک جمهوریت د عاجلو روغتیايي خدماتو یوې ویاندې یانا پوستووا وویل چې د ایروسټار داوید هوټل په پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.دې همدا راز وویل چې ۴۰ تنه نور ژوبل…
وروسته له هغې چې سپینه ماڼۍ او کانګرېس د حکومت د چارو د دوام لپاره د بودجې پر لایحې جوړجاړي ته ونه رسېدل، د امریکا د حکومت چارې هم پرچاو شوې دي.د امریکا د استازو جرګې د فبرورۍ تر میاشتې پورې د حکومت د بودجې لایحه تصویب کړې، خو د دغه هېواد د سنا جرګه، په ټاکلي ضرب الاجل کې…
 امریکا وایي اوس یې ډېر تمرکز د ترهګرۍ پر ځای له روسې او چین سره مقابله ده. د امريکا د دفاع وزير جيمز ماټيس پرون په واشنګټن کې د نوې دفاعي تګلارې د اعلانولو پر مهال په ډاګه کړه چې دوى غواړي اوس له سترو ځواکونو سره مقابله وکړي. هغه زياته کړه، له چين او روسيې څخه امريکا ته ګواښونه…
 المان پرېکړه کړې ده، چې له دې وروسته سعودي او اماراتو ته د وسلو لېږدول بند کړي، ځکه چې دغه دواړه هېوادونه د یمن جګړه کې برخه اخلي. سعودي عربستان، اماراتو او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د ۱۳۹۴ کال را په دېخوا په یمن کې په دې نوم جګړه پیل کړې ده، چې ګواکي د یمن له دولت…
 د جنوبي کوریا د پلازمېنې په یوه هوټل کې د اور لګېدنې له کبله پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. پولیس وایي دا یوه عمدي پېښه وه. ۵۳ کلن «یو» ته، چې په یوه هوټل کې د کوټې نیولو اجازه نه وه ورکول شوې، له هغه وروسته یې د هوټل یوې برخې ته د غوسې له کبله…
پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو یوه مېرمن او د هغې لور په دې خاطر وژلي چې په کوټه کې یې د پولیو پرضد کمپاین کې برخه اخیستي وه.د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي نصیب الله خان ویلي، پنځوس کلنه سکینه بي بي او د هغې شل کلنه لور الیزه پرون هغه مهال د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو په ډزو…
د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف، د ازبکستان ولسمشر ته په یو پیغام کې د هغو ۵۲ ازبکانو پر مړینه خواخوږي څرګنده کړې چې د یو بس موټر د اور اخیستو په پېښه کې مړه شول.په عین حال کې دواړو هېوادونو د دې پېښې په اړه چې په قزاقستان کې رامنځته شوې تحقیقات پیل کړي دي.د ازبکستان د وګړو د سپرلۍ…
د قزاقستان د شمال ختیځ په آق‌تپه سیمه کې لږ تر لږه ۵۲ تنه هغه مهال ووژل شول چې د چارواکو په وینا د سپرلۍ په بس کې یې اور ولګېد.د قزاقستان د آق‌تپه​ د سیمې د اضطراري حالت د ادارې رئیس اقتیلیک کینیس نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» خبریالانو ته وویل چې د پېښې ټول قربانیان د…