نړۍ

د ازبکستان هغه تبعه چې په نیویارک ښار کې د لارۍ په ذریعه د سړک د غاړې د لارویانو او بایسکل ځغلولو په لار کې اته تنه وژلي، ویلي په خپل جرم اعتراف کوي او د عمري بند سزا مني که ورته د اعدام سزا ورنه‌کړل شي.دا خبره د هغه مدافع وکیلانو د چهارشنبې په ورځ وکړه.د ۲۹ کلن سیف‌الله…
د ایران ولسمشر له روسيې، سوريې او ترکيې سره خپل غږ یو کړی او د امریکا له خوا يې په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د یوه ۳۰ زره کسیزه سرحدې ځواک د جوړو له پلان سره مخالفت ښودلی دی.د ایران دولتې رسنیو وویل چې حسن روحانې پرون سې شنبه په تهران کې د سوريې د پارلمان له مشر…
د امریکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو یوې مرستندویې ادارې د فلسطینیانو لپاره د ۱۲۵ میليونو ډالرو مرستې تر نیمايي زیاته برخه ځنډولې ده.امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، واشنګټن به د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې ته ۶۰ میليونه ډالر برابر کړي او ۶۵ میليونه ډالر به د راتلونکي غور لپاره وځنډوي.د امریکا د بهرنیو…
د جرمني د فډرالي څارنوال دفتر وايي، پولیسو د ۱۰ مشکوکو ایراني جاسوسانو په اړه د څېړنو په ارتباط په ټول هېواد کې یو لړ تالاشۍ ترسره کړې دي.چارواکو ویلي چې د سې شنبې د ورځې په دې چاپو کې هیڅوک نه دي نیول شوي.د جرمني د فډرالي څارنوالۍ ویاند سټیفن بیهل ویلي، د تلاشیو دا چاپې وروسته له هغې…
په اوکراین کې د دې هېواد د پارلمان ودانۍ ته نېږدې پولیسو او اعتراض کوونکو خپلو کې نښتې کړي.دا په داسې حال کې ده چې د پارلمان غړي له اوکراین سره د هغو سیمو د بیا یوځای کېدو پر یوې لایحې بحث کوي چې روسي بیلتون غوښتونکو نیولې دي.نښتې د سې شنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شوې چې…
 د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ یو ځل بیا د واشنګټن او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په اړه خپله ژمنه تازه کړې او ټینګار یې کړی چې، دی به د واشنګټن او اسلام اباد د ښو اړیکو له ژمنې څخه په شا نه شي. نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په بلجیم کې له…
متحده عربي امارات وایي، قطري جېټ الوتکو بحرین ته پر لاره په نړیوال هوایي قلمرو کې د دې هېواد د دوو مسافر وړونکو الوتکو مخه نیولې وه.قطر دغه ادعاوې ردوي.د متحده عربي اماراتو د ملکي هوایي چلند د ادارې د چارواکو د دوشنبې د ورځې دغه ادعا کولای شي، د قطر او د څلورو نورو عربي هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا…
ترکیې خبرداری ورکړی دی چې په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د امریکا پر متحدو وسله‌والو ښايي برید وکړي.روسیې، سوریې او ترکیې پر امریکا انتقاد کړی چې د سوریې په شمال کې یې د کردانو په مشرۍ د ملېشو د ۳۰ زره کسیز سرحدي ځواک په جوړولو کې مرسته کړې ده.ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل متحده ایالات اوس…
د بریتانیا شاهي هوايي ځواک وايي چې پرون‌یې د خپل هېواد فضايي قلمرو ته نږدې د دوو روسي ستراتېژیکو بم غورځوونکو جېټ الوتکو د موندلو هڅه وکړه.د بریتانیا هوايي ځواک وايي، وروسته له دې چې د روسیې «TU- 160» بلک جک بم غورځوونکې الوتکې د بریتانیا خوا ته ورنږدې شوې نو دوی د سکاټلنډ له یوې پوځي هوايي اډې څخه…
د پاکستان دیني عالمانو د ځانمرګي بریدونو پر ضد فتوا ورکړه.تر ۱۸۰۰ زیاتو دیني عالمانو پر يوه ځای فتوا ورکړې چې ځانمرګي بریدونه غير اسلامي او ممنوع دي.حکومت به د فتواوو دغه کتاب نن سې شنبه خپور کړي.د راپورونو له مخې په پاکستان کې له کلونو راهیسې اسلامي سخت دريځو ځانمرګي بريدګر روزلي او دغو بريدکوونکو ته وايي چې د…
بلوچستان کې د پاکستان ۵ عسکر ووژل او ۶ ټپیان شول. د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید شوی او پکې پنځه عسکر وژل شوي او شپږ ټپیان دي. کېچ کې ځايي چارواکي دا مرګ ژوبله مني او زیاتوي چې برید د سې شنبې په شپه شاپک سیمه کې شوی دی. دوی وايي،…