نړۍ

 د ترکیې ولسمشر وايي، هغه ځواکونه به وځپي چې امریکا یې د دغه هېواد له پولې سره سوریه کې جوړوي. رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل، د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو د روزنې هڅه او د دغه پوله ساتي ځواک جوړېدل به شنډ کړل شي. دده په وینا دا د ترور او وحشت پوځ دی. په انکره کې…
 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو لپاره برني سنډرز بیا هم ځان نوماند کړي په ډېرې اسانۍ سره به ماتې ورکړي. ټرمپ ویلي، چې ۷۶ کلن سنډرز د بیا ځلي نوماندۍ لپاره کافي انرژي نه لري، خو که بیا هم هڅه وکړي په اسانۍ سره به یې مات کړي. ټرمپ به د ۲۰۲۰ کال…
 د چین او هند تر منځ د سرحدي مذاکراتو تر اوسه ډېره موده نه ده تېره شوې، چې دواړه لوري، د جنجالي سیمې د مالکیت دوعوه کوي. یو هندي چارواکي وایي، غواړي له چین سره په سرحدي سیمو کې قوي حضور ولري. همدا راز د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چین هم د دوکلوم سرحدي سیمې د خپلولو…
 په بلجیم کې د اوسېدو په یوه کور کې چاودنه شوې ده، چې شل کسان یې ټپیان کړي دي. غربي رسنۍ وایي، چې د چاودنې له کبله ډېر کسان تر نړېدلې ودانۍ د لاندې هم بند پاتې دي. پولیس وایي، کېدای شي دغه پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوې وي. دوی وایي، په دې چاودنه کې…
 د تاجګستان پوله ساتو ځواکونو خبر ورکړی چې له افغانستان نه یې تاجکستان ته د نشه یې توکیو د لیږد مخنیوی کړی دی. د تاجکستان د کورینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې سرتیرو یې پر یوې ډلې هغو کسانو ډزې کړې چې غوښتل یې له افغانستان نه تاجکستان ته مخدره توکي ولېږدوي. د سرچینې په وینا قاچاق کوونکي له…
 د راپورونو له مخې د وېنزویلا په مریدای ښار کې د خوراکي توکو د کمښت له کبله د خلکو او وسله والو ترمنځ خونړۍ نښته شوې، چې څلور کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. د آرپوی ایالت د ښاروالۍ چارواکي وایي، چې له وژل شویو درې تنه یې پر ډزو ویشتل شوي دي. ویل کېږي، چې…
 د رسنیو د معلوماتو له مخې دوو مخ پټو کسانو د روسیې په پرم ښار کې پر یوه ښوونځي برید وکړ. په دغه برید کې لس کسه ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي خو تر اوسه نه دي بریالي شوي چې د پېښې اصلي عاملین پیدا کړي. روغتیايي کارکوونکو ویلي، چې…
د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې بغداد په مرکزي برخه کې دوو ځان وژونکو بريدونو لږ تر لږه ١٦ کسان وژلي او ٦٥ تنه نور ټپيان کړي دي.د کورنيو چارو وزارت وياند سعد معن وويل، ځان وژونکو نن سهار د بغداد په مرکز کې ساحة الطيران يا د هوايي چلند ميدان په نښه کړى دى.د بغداد د…
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې نژادپال نه‎دى.وروسته له هغې چې د ادعاوو له مخې ښاغلي ټرمپ د هائیتي، السالوادور او ځينو افريقايي هېوادونو په اړه ناوړه تبصرې وکړې، پر ده انتقادونه وشول.پرون چې د انتقاد کوونکو د دغو تورونو په اړه له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کې وويل:"نه، نه. زه نژادپال…
د تونس خلکو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۴» د پخواني ولسمشر زین‌العابدین بن‌علي د حکومت د پرځېدو اووم کال په نورو مظاهرو ولمانځه.دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د دوامدارې بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له کبله په دغه هېواد کې ناکرارۍ روانې وې.سلګونه کسانو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۴» د تونس په پلازمېنه…
 ولسمشر ټرمپ هغه راپور رد کړی چې وایي ممکنه ده د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره ښې اړیکې ولري. وال سټریټ ژورنال تیره اونۍ د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکلې و، چې هغه له کیم جونګ اون سره ښې اړیکې لري. ولسمشر ټرمپ وایي چې دغه خبره یې نه ده کړې. د ولسمشر ټرمپ دغه څرگندونې ځکه…