اقتصادي

د افغانستان برېښنا شرکت له دوو شرکتونو سره د ۱۱۰ مېګاواټه لمريزې او بادي برېښنا د توليد لپاره د څلورو پروژو تړونونه لاسليک کړل. د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پرون ماسپښین د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د زولرستان ساختماني ۷۷ او…
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي چې په دې ولایت کې د وریجو حاصلات ځکه زیات شوي چې د شولو د عصري کرکېلي لپار د کرنې وزارت له خوا د شولو لسګونه ننداریزې قطعې جوړې شوي چې بزګرانو ته په کې د عملي روزنې زمینه برابره شوې ده. ښاغلی رستمي وايي، دا د خوړو خوندیتوب…
نصرالله صاحبزاده رسنیو سره په خبرو کې د عوايدو د لوړېدو لاملونه داسې په ډاګه کړل: "لامل د کرونا ويروس وېرې ختمېدل، د سوداګريزو چارو ګړنديتوب، اصلاحات، شفافيت، سوداګرو ته د قانوني سهولتونو او په چارو کې د همغږۍ رامنځته کول دي." نوموړي تمه وښوده چې په راتلونکي کې به په دغو عوایدو کې نور هم زیاتوالی راشي، خو په…
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي چې د فراه ولایت په مرکز او ځینو ولسواليو کې پر۸،۵۷۲ هکتاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي. هغه زیاته کړه: "روان کال د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ زره مټریک ټنه ته رسېدلي، له فراه سربېره په بلخ، کندهار او کاپیسا ولایتونو کې هم د انارو په حاصلاتو کې د پام…
لوګر ولایت کې د کرنیزو مخصولاتو مدیریت اړوند ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۲۲ میلیونه افغانۍ دي، چې پرون د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو…
کرنې وزارت وایي، نورستان ولایت کې یې له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره بېلابېلې مرستې کړې دي. د نورستان د کرنې ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت له یوشمېر کروندګرو او مالدارانو سره د جلغوزیو د غوټو راټولولو د عصري بیاتي ګانو، د شېدو دحفظ الصحې کڅوړو او د رب…
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس حفیظ‌الله شاه نوري نن رسنیو ته وویل، چې د جلغوزیو د ځنګلونو ارزونه ښیي، چې د جلغوزو سږني حاصلات به ۱۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسېږي، چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي. دغه شمېره تېر کال ۱۵ زره ټنه وه. خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، نورستان او…
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له خوا د وږي په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړونه د يو شمېر شرکتونو له مسوولينو سره لاسليک شول. په خبرپاڼه کې زياته شوې، دغه پروژې د اوبو د مديريت او د سیلابونو د کنټرول په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له…
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، په دې ولایت کې د خرما بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او کلنۍ تولید يې، څه باندې ۱۵۰ ټنو ته رسيږي. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي. ننګرهار کې د…
د هلمند ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د خرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړوي. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» بڼونو د ترویج په پار سږکال په دې ولایت کې د خُرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي، په همدې موخه د خُرما بڼونو…
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، ددې ولایت پر یوشمېر بزګرو مېرمنو یې د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشلې دي. د دوی په خبره، دغه دستګاوې ددې ولایت د مرکز ښرنې ترڅنګ د یوسف خېلو، اورګون او یحی خېلو په ولسوالیو کې پر ۲۸ مېرمنو وېشل شوي دي. د دغه ریاست چارواکي وايي، د دې دستګاوو له وېشلو…