افغانستان

د عامې روغتیاوزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۲۵۳ نوې پېښې ثبت شوې دي. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنست، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ شکمنې بېلګې معاینه شوې دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تنه چې په کووېډ نولس…
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په وينا، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل، ګډو افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو…
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې څلور تنه طالب وسله‌وال ونیولله کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو سره د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې څلور تنه طالب وسله وال نیولي…
 د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د اورګون زون د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان وژل شوى دى. د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد وويل چې تېره شپه د اورګون ولسوالۍ په پيرکوټي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ نښته شوې ده. ده وويل چې په…
ولسمشر غني نن د ملي مصالحې د عالي شورا په افتتاحیه غونډه کې ویلي چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي. نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې راتګ لپاره سختې پرېکړې کړې دي او د اړتیا په وخت کې له نورو ورته پرېکړو هم مخه نه ګرځوي. هغه ویلي، افغانستان…
له اوږده ځنډه او د بهرنیانو له سخت فشار وروسته بلاخیره نن شنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې حامد کرزي طالبان ښه او سیاف بد وبلل. نن شنبه د تلې میاشتې ۱۵ مه نېټه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبري لومړۍ…
تردې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغې ویډيو په اړه یې څېړنه پیل کړې چې په ایران کې د افغان کډوالو ځورونه ښکاري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په همدې حال کې زیاته کړه چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې له افغانانو سره "ناسم" چلند نه مني. د…
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هېواد کې د یوې بلې احتمالي جګړې په اړه خبرداری ورکړ. حکمتیار ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله ځینو کسانو بیا ملېشه جوړونې ته مخه کړې ده. پر خلکو وسلې ویشې او په دې ډول د بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي. حکمتیار په قطر کې د سولې مذاکرتو په…
قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي وايي، په پام کې ده چې نن ټاکل شوې مشترکه کاري ډله لومړنۍ ناسته تر سره کړي. د افغان حکومت د مذاکرتي ټیم لومړیتوب اوربند دی، خو طالبانو ته نږدې کسان وايي، دغه ډله له تور لېست څخه د خپلو مشرانو لرې کول او د پاتې کسانو خوشې کول…
ټاکل شوې نن شنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ غونډه جوړه شې، په دې غونډه کې به د ولسمشرغني ترڅنګ د یادې شورا ټول غړي او د هېواد جهادي مشران هم شامل وي. نن شنبه د په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ غونډه را بلل کېږي او وروسته له…
د امریکا د وسله‌وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، له افغانستان د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه به د امریکا راتلونکی حکومت کوي. نوموړي ټینګار کړی چې په اوس وخت کې به یوازې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري له افغانستان ووځي. نوموړي دغه راز ویلي، امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې خو…