نړۍ

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له مسکو څخه وغوښتل چې د حکومت د سیاسي مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د مسموم کېدو په اړه وضاحت ورکړي. ناوالني د برلین په یوه روغتون کې بستر او روغتیایي وضعیت‌یې په ښه کېدو دی. ډاکترانو ویلي چې نوموړی د نوویچوک په نوم فلج کوونکې مادې مسموم شوی دی. دغه ماده په پخواني شوروي…
د اروپايي اتحادیې جګپوړی ډیپلومات وایي، اوکراین ته په کار ده چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق "ای.اېم.اف" سره رغوونکی کار وکړي ترڅو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د ځپل شوي اقتصاد د رغونې لپاره د اروپایي اتحادیې مرسته ډاډمنه کړي. دغه څرګندونې د دې اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل پرون له اوکراین څخه د کتنې پر…
د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر ویلي، د ټرمپ د تېروتنو او غلطو پرېکړو له کبله به امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښه بیا تکرار شي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر په تازه مرکه کې ویلي، ټرمپ به افغانستان نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا له خطر سره مخ کړي.…
د روحاني خبرې یکشنبه دولتي ټلویزیون خپرولې. هغه وویل امریکا پر ایران د بندیزونو په بیا لګولو کې له ناکامۍ سره مخامخ ده. روحاني داسې وخت دا څرګندونې وکړې چې امریکا اعلان کړی په ایران باندې ټول هغه بندیزونه بیا لګوي چې د برجام په خاطر ترې لرې شوي و. که څه هم له ایران سره د اټومي تړون پاتې…
دا لوبه د دوبۍ په کرکټ سټډیوم کې وشوه. لومړی بیټینګ ډهلي ټیم وکړ او په۲۰ اورونو کې یې ۱۵۷ منډې وکړې. کېنګز پنجاب بېرته په ځواب کې ۱۵۷ مساوي منډې وکړې چې په دې اساس دواړه لوبډلې سوپر اوور ته ورغلې او په هغه کې هم ډهلي ګټونکې شوه. که څه هم افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د کېنګز پنجاب…
امریکا دا پرېکړه له دې سره سره وکړه چې د بندیزونو پر اغېزمنتوب د شک په خاطر د متحدو ایالتونو نژدې اروپايي متحدانو ورسره مخالفت وکړ. د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون پر ایران د ملګروملتو بندیزونه، چې «ناڅاپي کلک ګوزار» بلل کېږي، اعلان کړل او د بندیزونو د سرغړواي په وړاندې یې د اقدام خبرداری ورکړ.…
د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پر لګول شویو بندیزونو غوسه شویو لاریون کوونکو پرون په لندن کې له پولیسو سره اخوډب وکړ. دا لاریون وروسته له دې وشو چې د لندن ښاروال صدیق خان خبرداری ورکړ چې په ښار کې د کرونا د نویو پېښو د زیاتېدو له کبله به یو لړ محدودیتونه وضع کړي. د بریتانیا حکومت تېره…
د بلاروس ولسمشر تور پورې کړی چې لوېدیځ د بلاروس د تېرې میاشتې پر انتخاباتو سترګې پټوي او په دې ډول هڅه کوي چې دا هېواد له‌منځه یوسي. الکساندر لوکاشینکا وویل، لوېدیځ د دې پر ځای چې د ټاکنو نتیجې ومني د یوه انقلاب له لارې هڅه کوي چې دی له واکه لیرې کړي. لوکاشینکا په خپله پرونۍ وینا کې…
وروسته له دې چې د هریکن سالي په نوم توپان د امریکا د خلیج ساحلونه وځپل سېل د سمندر د غاړې د ښارګیو او مېنو سړکونه، واټونه او پلونه زیانمن کړي او د برېښنا ستنې یې چپه کړې دي. دا توپان چې سرعت‌یې په ساعت کې ۱۶۵ کیلومتره و، پرون (چهارشنبه) له باران سره د فلوریدا او الاباما ایالتونو په…
پومپیو دا غوښتنه پرون چهارشنبه د ټویټر له لارې د نوید افکاري د اعدام په عکس‌العمل کې وکړه. ده وویل، ترڅو چې ایران د نوید افکاري وروڼه او بهرني بندیان خوشې کړي نه‌وي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته دې د کتنې لپاره بلنه نه‌ورکوي. ایراني چارواکو نوید افکاري د ۱۳۹۷ لمریز کال په سرطان کې د شېراز په…
: له اسرايلو سره د عربي هېوادونو، بحرين او متحده عربي اماراتو د اړيکو او دوستۍ تاريخي تړون په سپينې ماڼۍ کې لاسليک شو. د راپورونو له مخې، په دغو مراسمو کې چې پرون شپه ترسره شول، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او يو شمېر نورو امريکايي چارواکو هم شتون درلود. پر دغه تړون د متحده عربي اماراتو د بهرنيو…