Super User

Super User

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۶۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۲ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه  ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۵۸مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۶۳ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۹۸۰ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۷۵ کیږي یوازې په کابل ولایت کې ثبت شوي دي.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په نهو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۲۲تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۱۹تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۶۹۰۷ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۳ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

 وايي چې ددغه سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وایي د امریکایي ځواکونو له کمېدو سره جوخت به په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت دوام وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پاى کې په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث وشو او ټولو غړو يو ځل بيا د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ناټو سرمنشي وايي : “په داسې حال کې چې  امریکا مصمه ده چې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ راټیټ کړي، د ناټو روزنیز ماموریت به دوام ولري او اوس (په افغانستان کې) زموږ د ځواکونو له نیمایي زیاته برخه غیر امریکایان دي.”

د سټولټنبرګ په وينا، د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړه چې ټول متحدین په افغانستان کې د ماموریت دوام او د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن پاتې کیږي.

د ناټو سرمنشي وویل چې د افغانستان د وضعیت څېړلو ته به دوام ورکړي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به مهم تصمیمونه ونیول شي.

خو بیا هم نوموړي زیاته کړه چې تصمیمونه باید په همغږۍ او منظمه توګه ونیول شي.

سټولټنبرګ وايي : “که تصمیم ونیسو چې پاتې شو د هغه لپاره بیه شته، خو که تصمیم ونیسو چې ووځو، د هغه لپاره به هم بیه شتون ولري. د شتون بیه، البته په افغانستان کې د پوځي ماموریت دوام او د هغه مالي او ځاني پانګونه ده. د وتلو بیه هم د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د له منځه تللو خطر دی.”

هغه وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره تاریخي فرصت رامنځ ته شوی او ترې باید استفاده وشي.

دوی د دې لپاره پلانونه جوړوي چې وکولای شي خپلو خلکو ته د واکسین لومړني ډوزونه په څو اوونیو کې ورسوي.

د کرونا د واکسین د رسولو لپاره داسې وخت هڅې چټکې شوي چې کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په ډېرو سیمو کې شدت موندلی.

هیله مندي شته چې د همدغه میلادي کال تر پایه د کرونا واکسین د تطبیق لپاره چمتو شي.

د کرونا د واکسین دوه مخکښې جوړونکې کمپنۍ مدرنا او بایوتیک/فایزر وار دمخه په دې هڅه کې دي چې په امریکا متحده ایالتونو او اروپا کې د واکسین د بیړني تطبیق اجازه ترلاسه کړي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نږدې ۶۴ میلیونه انسانان ۶۳،۷۹۰،۷۷۴ په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې نږدې یو نیم میلیون۱،۴۷۹،۴۴۶ تن مړه شوي.

رسنۍ وايي ولسمشر ټرمپ دغه پیسې په نومبر میاشت کې وروسته له هغې راټولې کړي چې خپلو پلویانو ته‌یې له تندو الفاظو ډکې ویناوې کولې او په عین حال کې یې په ټاکنو کې د درغلیو بې‌اساسه ادعا هم کړې وه.

نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ټرمپ هغه میاشت د مالي مرستې له بېړنۍ غوښتنې سره سم ۱۷۰ میلیونه بسپنه ټوله کړه.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې بیا مخکې د پیسو دغه اندازه ۱۵۰ میلیون ډالره ښوولې وه.

ورځپاڼو دغه راپور د هغو کسانو په حواله برابر کړی چې د بسپنې دا موضوع‌یې تأیید کړې، خو خپل هویت‌یې په ډاګه کړی نه‌دی.

په کابل کې دغه فستیوال ۱۰ ورځې مخکې پیل شوی و چې په لسګونه هنري، مستند او نور فلمونه په‌کې نندارې ته وړاندې شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند پرون سې شنبه دغه فستیوال د خصوصي فلم جوړوونکو لپاره مهم وباله: "موږ دغه جشنواره د همدې لپاره پیل کړه چې په خصوصي برخه کې سینماګران او د فلم مخکښان خپلو دندو ته متوجې او وهڅول شي. زیات فلمونه او مستند وو چې خصوصي پروډکشنونو جوړ کړي وو. د هیئت تر ارزونې وروسته هغوی ته په بېلابېلو برخو کې جایزې ورکړل شوې."

په دغه فستیوال کې د ۲۱۰ فلمونو له ډلې ۵۵ غوره فلمونه د اصلي سیالۍ لپاره غوره شوي وو چې د کابل په ۹ سالونونو کې نندارې ته وړاندې شول.

افغان فلم پرون په یوه اعلامیه کې وویل، نږدې ۵،۰۰۰ کسانو دغه فلمونه وکتل.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون رسنیو ته وویل، دا نښته نږدې نیم ساعت روانه وه.

ښاغلی رضايي زیاتوي: "په دې نښته کې ۲ ترورېست طالبان وژل شوي، ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي. د دوی وسلې او مهمات له‌منځه وړل شوي او دوه موټرسایکلونه چې له دوی سره وو، هم تخریب کړای شوي دي."

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه‌ده کړې.

ښاغلی رضايي وايي په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

د ملي پخلاینې عالي شوار مرستیال وایي، د دغې شورا د غړو لېست چمتو شوی او راتلونکې اوونۍ به لومړۍ ناسته را وبلل شي.

د ملي پخلاینې عالي شوار دویم مرستیال اسدالله سعادتي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د یادې شورا د غړو لېست چمتو شوی دی او د راتلونکې اوونۍ په لومړیو ورځو کې به یې لومړۍ ناسته را وبلل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي پخلاینې د عالي شورا له جوړېدو څه باندې شپږ میاشتې کېږي خو لا هم د یادې شورا تشکیل نه دی جوړ شوی او یاده شورا یوازې رییس عبدالله عبدالله او دوه مرستیالان لري.

د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ ناسته په داسې حال کې را بلل کېږي چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې غړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومت غوښتي و چې ژر تر ژره دې یاده شورا جوړه، غړي دې پوره کړي او خپل فعالیت دې رسمآ پیل کړي.

د اروپایي ټولنې له اعلایمې وروسته په افغانستان کې د امریکا او برېتانیا سفارت هم د یادې اعلامیې هرکلی وکړ او په حکومت یې غږ وکړ چې د ملي پخلاینې عالي شورا دې د سولې په خبرو کې مستقمه ونډه واخلي.

بلخوا د ملي پخلاینې د عالي شورا د جوړېدو په اړه د نړیوالو تر غوښتني وروسته دوې ورځې وړاندې ولسمشرغني د ملي پخلاینې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او له جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف سره کتلي وو.

د جرمني په ترییر ښار کې یو کس د نشې په حالت کې ۱۹ کسان په موټر وهلي چې څلور یې وژلي او ۱۵ یې ټپیان کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د جرمني لوېدیځ ته په ترییر ښار کې رامنځته شوې ده.

سرچینه وایي، یاد کس د جګو ټېرونو موټر چلاوو او یو ناڅاپه یې هغې لارې ته تاو کړ چې خلک په کې پلي روان وو.

د ترییر ښاروال وايي، په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د جرمني پولیس وایي، دغه ۵۱ کلن موټروان یې نیولی دی او له هغه یې څېړنې پیل کړې دي. ځایي چارواکي بیا وایي، دغه موټروان نشه و او داسې نه ښکاره کېدل چې ګواکې دا کار به یې د سیاسي موخو لپاره کړی وي.

د یادونې ده چې په اروپایي هېوادونو کې په ځانګړې توګه په جرمني کې ډېری وخت دې ته ورته پېښې کېږي او د ګڼو کسانو ژوند اخلي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د طالبانو د مشرتابه یو لوړپوړی غړی قاري صلاح الدین په کویټه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه وایي قاري صلاح الدین ایوبي د تیرې شنبې په ورځ د کویټې ښار نصرالله خان چوک سیمه کې په یوه کور کې له ۷ نورو ملګرو سره نیول شوی دی.

د معلوماتو پر اساس قاري صلاح الدین پخوا په فاریاب ولایت کې د طالبانو نومول شوی والي او اوس د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال و.

هغه د افغانستان په شمال کې فعالیت کاوه او د پراخ نفوذ خاوند بلل کیده.

تر اوسه طالبانو د صلاح الدین د نیول کیدو په هکله څه نه دي ویلي.

داسې رپوټونه هم شته چې هغه پخوا د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی و او په ۲۰۱۹ کال کې د ملي امنیت له زندانه تښتیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې۲۱۹ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۲۱ تنه ترې مړه شوي دي.

‎دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۱۹  کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۶ زره ۹۰۷ ته رسېدلی دی.

‎د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۶ زره او ۷۱۷ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې یو زر ۸۰۰ مړه شوي دي.

‎دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۷ زره او ۹۳۱ فعاله مثبتې پېښې شته.