Super User

Super User

د عامې روغتیاوزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۲۵۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنست، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ شکمنې بېلګې معاینه شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تنه چې په کووېډ نولس ناورغۍ اخته وو مړه شوي او ۱۳۸ تنه نور هم بېرته روغ شوي دي.

د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې دکورونا ویروس ټولیز شمېر ۴۷ زره او ۶۴۱ تنو ته رسېدلی دی.

د کورونا ویروس مثبتې پېښې په تېره یوه شپه او ورځ کې، کابل کې (۷۳)، کندهار کې (۱۷)، بلخ کې (۲۷)، پکتیا کې (۱۷)، ننګرهار کې (۲۲)، بامیان کې (۲)، کندز کې (۱۷)، بغلان کې (۱)، پروان کې (۲۰)، نیمروز کې (۲)، غزني کې (۱۷)، لوګر کې (۱)، هلمند کې (۵)، وردګ کې (۱)، لغمان کې (۴)، خوست کې (۱۶)، پکتیکا کې (۱۲)، ارزګان کې (۱)، جوزجان کې (۱۱)، سرپل کې ( ۴) غور کې (۴)، پنجشېر کې (۹) و زابل کې (۱) پېښې ثبت شوې دي. 

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو ټولیز شمېر ۱۸۶۵ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۳۷ زره او ۴۸۵ تنو ته رسېدلی دی.

د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وينا، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل، ګډو افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند په زاوې، اسمان کلي، ملا نور کلي او يو شمېر نورو ځايونو کې ځانګړي چاڼيز او جګړه ييز عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ۲۴ وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو زياتوي چې د وسله والو يوه دهشکه، يو موټر او اووه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار پوليسو د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ۱۴ کسان نيولي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان رسنیو ته وويل چې پوليسو د جلال اباد ښار او ځينو ولسواليو مختلفو سيمو کې چاڼيز عمليات او چک پاينټونه جوړ کړي وو چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې ۱۴ جنايي مجرمين نيولي دي.

هغه وويل، دغه کسان د غلا، نشه يي توکو د قاچاق او نورو غير قانوني کړنو په تور نيول شوي چې اوس په امنيې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې څلور تنه طالب وسله‌وال ونیول
له کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو سره د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې څلور تنه طالب وسله وال نیولي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسانو د پغمان ولسوالۍ اړوندو سیمو کې په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کړی وو چې پولیسو تر نیولو وروسته دوه میله کلاشینکوف او یو اندازه نظامي تجهیزات هم ورڅخه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د ترهګریزو فعالیتونو کچه لوړه شوې ده.
وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

 د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د اورګون زون د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان وژل شوى دى.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد  وويل چې تېره شپه د اورګون ولسوالۍ په پيرکوټي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ نښته شوې ده.

ده وويل چې په دې نښته کې د اورګون زون د نهو ولسوايو د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عيد محمد مشهور په مملي وژل شوى او د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

د شاه محمد ارين د معلوماتو له مخې، عيد محمد له ١٨ کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله او د يوې مودې لپاره یې په دغه ولايت کې د ځانګړو ځواکونو د قوماندان عزيزالله کاروان د مرستيال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ترکيي ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، مکرون او فرانسه د یو خطرناک پړاو د تېرولو په حال کې دي او هیله لري چې فرانسه ژر تر ژره د مکرون له شره خلاصه شي.
د ترکيي ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیي اناتولي خبري آژانس ته وویل، مکرون او فرانسه د یو ډیر خطرناکې دورې د تیرولو په حال کې دي. هیله لرم فرانسه ژر تر ژره د مکرون له شره خلاص شي
د ترکيي او فرانسې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي او پر بیلابیلو مسایلو لکه د سوریېی او لبیا داخلي جګړې، د اسلام پیغمبر کاریکاټور خپرول، شرقي مدیترانې سیند کې د ترکيې انرژۍ اکتشافي فعالیتونه، د ارمنستان او جمهوري آذرباييجان د قره باغ پرسر په خپلو منځو کې اختلاف لري.
دا په داسې حال کې ده وروسته له دې چې په فرانسه کې د یو ښوونکي لخوا د اسلام پیغمبر کاریکاتور په صنف کې ښکاره شو او د یو زده کوونکي لخوا د هغه ښوونکي سر پرې شو، مکرون ژمنه وکړه ترڅو د فرانسې سیکولر ارزښتونو څخه به د سخت دریزې اسلام پر وړاندې دفاع کوي.
د مکرون له دې څرګندونو وروسته اردوغان وویل، مکرون د مسلمانانو پر وړاندې د سیاستونو په خاطر رواني درملنې ته اړتیا لري.
د ترکیي دا څرګندونې د فرانسې اعتراض را وپاروه او خپل سفیر یې له انقرې راوغوښته او ترکیه یې د فرانسې پر وړاندې په نفرت ښورولو تورنه کړه.

ولسمشر غني نن د ملي مصالحې د عالي شورا په افتتاحیه غونډه کې ویلي چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې راتګ لپاره سختې پرېکړې کړې دي او د اړتیا په وخت کې له نورو ورته پرېکړو هم مخه نه ګرځوي.

هغه ویلي، افغانستان نه دوامداره دښمن لري او نه دوامداره دوست خو دوامداره ګټې ورته ډېرې مهمې دي او ددې لپاره چې د نورو جنجالونو پر افغانانو ونه تپل شي په کار ده چې له پاکستان او ایران سره په واضح توګه خبرې اترې وشي.

نوموړي طالبانو ته د خپلو پیغامونو په ترڅ کې ویلي، لکه څنګه چې افغانانو دوی د ټولنې د یو واقعیت په توګه منلي دي په کار ده چې دوی هم د افغانستان واقعیتونه درک کړي. هغه زیاته کړې، جګړه ګټونکی نه لري او د سولې ګټونکی د افغانستان ولس دی.

ولسمشر غني څرګنده کړې چې د جګړې دوام به د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له ګواښ سره مخ کړي او په خبره یې، طالبان دې له اوربنده نه ډارېږي ځکه افغان دولت جدي مذاکراتو ته ژمن دی. نوموړي دغه راز ویلي چې د سولې دویم پړاو خبرې باید چټکې خو پوره اصولي پر مخ لاړې شي، ځکه افغانان له جګړې او تشریفاتي مسائلو ستړي شوي دي.

له اوږده ځنډه او د بهرنیانو له سخت فشار وروسته بلاخیره نن شنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې حامد کرزي طالبان ښه او سیاف بد وبلل.

نن شنبه د تلې میاشتې ۱۵ مه نېټه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبري لومړۍ غونډه جوړه شوه چې لا هم دوام لري په دې غونډه کې ولسمشرغني، عبدالله عبدالله، حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، عطا محمد نور، یونس قانوني، حنیف اتمر او د یادې شورا نورو غړو ویناوې وکړې.

ولسمشرغني د ملي پخلاینې د عالي شورا د لومړۍ غونډې جوړېدل یو مهم ګام یاد کړ او دغه راز یې د په دوحه کې د سولې د مذاکراتو په اړه وویل:

خوښ یم چې په دوحه کې له دوو میاشتو مذاکراتو وروسته لومړی پړاو پای ته ورسېد او دواړه لوري توافق ته ورسېدل، له دې معلومه شوه چې د سولې مذاکرات پېچلي وخت نیوونکي دي خو نتېجه به ضرورو ورکوي.

دغه راز د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، د ملي پخلاینې عالي شورا به د سولې په برخه کې رغنده رول ولري او په وینا یې د افغانستان خلک داسې سولې ته اړتیا لري چې په هغه کې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنې خوندي وي او دوی ته د منلو وړ وي.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلو خبرو پر مهال وویل، څومره چې افغانان پر دې خاوره حق لري هغومره طالبان هم پر دې خاوره حق لري او ټول افغانان د طالبانو په شمول حق لري چې په یو سوله‌ییز افغانستان کې ژوند وکړ

د حامد کرزي د خبرو په ځواب کې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وویل. هغومره چې دوی سولې ته اړتیا لرو طالبان یې نلري ځکه د افغان حکومت د افغانستان د خلکو امنیت په غاړه لري او مسوولیت لري چې د خلکو امنیت وساتي خو طالبان د خلکو امنیت نه ساتي او له طالبانو یې غوښتنه وکړه ترڅو دې ژر تر ژره له داسې کارونو لاس واخلي چې خلکو ته د ستونزو جوړولو سبب ګرځي.

په دوام سره یې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني هم وینا وکړه نوموړي وویل، د سولې بهیر باید د دواړو ټیمونو له انحصار را ووځي او د افغانستان ټول اړخونه په‌کې ځان وګوري.

په دې غونډه کې ټول سیاسي اړخونو او مشرانو د ملي پخلاینې له عالي شورا ملاتړ وکړ او دا یې د سولې په راتلو کې یو مهم ګام وباله، دغه راز ټولو اړخونو په دوحه کې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي پخلاینې د علي شورا د رامنځته کېدو څه باندې شپږ میاشتې کېږي خو لا یې هم خپله لومړۍ غونډه او په کار پیل نه و کړی، دغه شورا وروسته تر هغه په کار پیل او د رهبري لومړۍ غونډه جوړوي چې دوې اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې غړو په یوه اعلامیه کې د افغانستان له حکومت غوښتي و چې ژر تر ژره دې د یادې شورا لومړۍ غونډه را وبولي او دغه شورا دې رسمآ د سولې په خبرو کې ونډه واخلي او په کار دې پیل وکړي.

د یادونې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د یادې غونډې څلور مهم غړي له لېست ایستلي او هغوی ته یې په غونډه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړې، له هغې ډلې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، د ملي پخلاینې د عالي شورا سلاکاره فرخنده زهرا نادري، سید اسحاق ګیلاني او شهزاده شاهد وو.

ډونالډ ټرمپ چې د واک یې څو اوونۍ پاتې دي دا امر وکړ.

دا اعلان پرون جمعه وروسته تر دې وشو چې د امریکا دفاع وزارت په وروستیو کې وویل چې په افغانستان او عراق کې به د امریکایي سرتیرو شمېر د جنوري تر نیمایي پورې کم کړي.

د دفاع وزارت د بیان له مخې د ولسمشر له غوښتنې سره سم به د راتلونکي کال په لومړیو کې له سومالیا څخه اکثر امریکایي سرتیرې ووځي.

په سومالیا کې امریکا نژدې اووه سوه عسکر لري.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې چې پرون ناوخته یې خپرې کړې، په ۲۴ ساعتونو کې په متحد ایالتونو کې د کویډ- نولس دوه لکه پنځه ویشت زره نوې مثبت پېښې ثبت شوې او په همدې ۲۴ ساعتونو کې دوه زره پنخه سوه شپږ تنه د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.