Super User

Super User

یاد موټر له خوست بلندمنزلو یو پارکینګ څخه تښتول شوی ؤ د امنیتي ځواکونو ته ژر خبراوي په صورت کې یې په لوګر ولایت پلعلم ښار کې موټر پیدا او خوست ولایت ته انتقال کړ، چې دوه کسان متهم د یو کلشینکوف او دوه میله توفانچو سره ونیول.

په خوست ولایت کې یو تښتول شوی فرونر ډوله موټر چې د خوست ولایت ملي امنیتي ځواکونو ته په خبرو ورکولو سره په لوګر ولایت کې ونیوه، د یاد موټر څښتن وایي چې د ملي امنیتي ځواکونو ۱۸ ورځو هڅو وروسته یې موټر ورته وسپارلو، نوموړی د امنیتي ځواکونو هڅې ستایي او خوښي څرګندوي چې موټر یې له تښتوونکو منګولو خلاص شو.

بل لور ته امنیتي ځواکونه وایي چې د دوو متهمو کسانو سره یې یو کلیشینکوف او دوه میله توفانچو هم نیولي چې یو متهم کس د خوست ولایت په زندان کې ده، او ډاډ یې څرګند کړ چې په دې برخه کې به امنیتي ځواکونه کوټلي ګامونه واخلي.

یاده دې وي چې په نږدې تیرو ورځو کې هم دې ته ورته موټر تښتونې پیښې رامنځته شوي دي، د خوست اوسیدونکي يې له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي واوسي، تر څو د وګړو سر او مال خوندي پاتې شي.

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو جلال اباد ښار کې د عملياتو پرمهال د داعش ډلې د ختيځ زون د هدفي وژنو د مسوول او يو ځانمرګي په ګډون څلور وسله وال وژلي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، عمليات تېره شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند بيزاکمالاتي سیمه کې شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي  رسنیو ته وويل، تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو (صفر دوه) قطعې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند بيز اکمالاتي سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، په عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي چې يو يې د داعش ډلې د ختيځ زون د هدفي وژنو مسوول، بل تن د ځانمرګو بريدونو تنظيمونکی چې د عملياتو پرمهال يې خپله هم ځانمرګی واسکټ اغوستى و، شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، يادو وسله والو د عملياتو له پيل سره سم عمليات کوونکو ځواکونو سره مقاومت کړی چې د نښتې پرمهال وژل شوي دي.

د خوږياڼي په خبره، د بريدګرو له ډلې يوتن ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه هم ورکړې او دغه راز يې له يادو کسانو نغدې پيسې، وسلې، چاودېدونکي توکي، يو عراده ريکشا او يو کرولا موټر هم ترلاسه کړي دي.

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو (صفر دوه) قطعې د يادو عملياتو پخلی کړی دی.

داعش وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، راتلونکو ورځو کې پاکستان ته ځي او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به د افغانستان د سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي.

نوموړي دا خبرې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو کمېټې ته په وېډيويي کنفرانس کې کړې دي.

عبدالله دغه راز ويلي چې په دوحه کې د سولې خبرو له پيلېدو سره هم‌مهاله په افغانستان کې تاوتريخوالی زیات شوی او دا افغانانو ته د منلو وړ نه دی.

عبدالله ټينګار کړی چې تاوتريخوالی بايد کم شي او د جګړې دواړې خواوې بايد ژر تر ژره اوربند ومني.

عبدالله ټينګار کړی چې په افغانستان کې سوله د سيمې هېوادونو په ګټه هم ده او دا مهال ټوله سيمه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده.

عبدالله زياته کړه چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي ته د ښځو او لږکيو حقونه، د بيان ازادي، ټاکنې او د مدني ټولنې فعاليتونه مهم دي او د دموکراسۍ له دې اصولو به ساتنه کوي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې د وږي په ۲۲مه پيل شوې. تر دې مهاله د دواړو خواوو مرکچي پلاوو عمومي ناستې نه دي پيل کړې، خو د تماس ډلې کار کوي تر څو تر عمومي خبرو وړاندې د دې خبرو لپاره يو تګلاره رامنځته کړي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاويد رسولي وايي، په پېژندپاڼو کې د مور نوم ليکل اختیاري دي او که څوک ونه غواړي پر پېژندپاڼه يې د مور نوم ولیکل شي، نه ليکل کېږي.

 رسولي نن کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل:

په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم درج کول اختیاري دي او د الکترونیکي تذکرې د غوښتونکي په خوښه ترسره کېږي. که چېرې د تذکرې غوښتونکی د مور نوم له درج کولو سره موافق نه‌ وي، الکترونیکي تذکره یې د مور له نوم پرته چاپ او وېشل کېږي.

رسولي ټينګار وکړ، هغه برېښنايي پېژندپاڼې چې تر دې وړاندې وېشل شوې هم د اعتبار وړ دي. نوموړي وويل:

هغه الکترونيکي تذکرې چې تر دې وړاندې د مور له نوم پرته وېشل شوې دي د اعتبار وړ دي او هغو اتباعو چې مخکې یې الکترونیکي تذکرې اخیستي دي، اړینه نه ده چې بیا تذکرې واخلي.

د رسولي په خبره، ټولې هغه الکترونيکي تذکرې چې د مور له نوم سره او یا د مور له نوم پرته وېشل کېږي یو شان اعتبار لري.

دغه راز نوموړی وايي هغه هېوادوال چې تر اوسه یې الکترونیکي تذکرې نه دي اخیستي او اوس غواړي چې د مور نوم یې په الکترونيکي تذکرو کې درج شي، کولای شي د الکترونیکي تذکرې وېب‌پاڼې(nid.nsia.gov.af) ته مراجعه وکړي، اړونده فورمه ډکه کړي، د مراجعې نېټه او وخت او د الکترونیکي تذکرې د وېش یو مرکز وټاکي او دې ادارې ته خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه واستوي.

د يادولو ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تقنیني فرمان په ترڅ کې په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم د لیکلو په موخه د نفوسو د احوال ثبتولو قانون ځینې مواد چې تر دې وړاندې د افغان دولت د کابينې لخوا تصویب شوي و، توشیح کړل.

له دې فرمان سره سم، له دې وروسته د احصایې او معلوماتو ملي اداره کولای شي د افغانستان د اتباعو په الکترونیکي تذکرو کې پر ټولو فردي مشخصاتو سربېره، د مور نوم هم درج کړي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې يې د دولتي ځمکې د غصب په تور لس کسان نيولي دي.

دوی وايي، يادو کسانو دولتي ځمکه غصب کړې وه او اوس يې غوښتل چې ابادي په کې وکړي چې د پوليسو له لوري ونيول شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل، د دغه ولايت روداتو ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو لس کسان د دولتي ځمکې د غصب په تور نيولي دي.

هغه زياته کړه، پوليسو ياد کسان په داسې حال کې نيولي چې په غصب شوې ځمکه يې د رغونې چارې ترسره کولې.

د والي وياند دا هم وويل چې پوليسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې يو بل تن له يوې تومانچې سره نيولی چې څېړنې ترې روانې دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې دوه تنه د داعش له وسله والې ډلې سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند وايي، دغه کسان د چپرهار د شولانې په خانانو کلي کې د ملي امنيت منسوبينو د عملياتو پرمهال نيولي دي.

داعش وسله والو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.​

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۴۹ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۹ زره ۱۴۵ کسانو ته ورسېد.

نوې پېښې ۶ کابل، ۱۷ هرات، ۹ بلخ، ۱ پکتیا، ۱۰ دایکندي، ۵ بدخشان او یوه هم په میدان وردګو کې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله يو کس مړ شوی دی او په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۴۶ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۳۴ تنه رغېدلي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۱۳۹۹کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۵لکه کډوال هیواد ته بیرته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال باهر رضا نن چهارشنبه  وویل چې د یادو کډوالو زیاته برخه له ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یوازې په تیرې وږې میاشتې کې څه باندې ۸۱زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راغلي چې په وینا یې سم نیمايي په زوره ایستل شوي دي.

هغه وویل چې هیواد ته په راستنو شوو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د کار لپاره ایران ته تللي و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په یاده موده کې شااوخوا ۱۰زره کډوال له پاکستان څخه هم بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله په تیرو شپږو میاشتو کې له اروپايي هیوادونه څخه افغان کډوال هیواد ته نه دي ستانه شوي.

خو نوموړي زیاته کړه چې تیر کال ۲۴۹ تنه له اروپايي او ۶۵۰۰ نور له ترکیې څخه افغانستان ته ستانه شوي و چې په وینا یې یو شمېر یې په پخپله خوښه او یو شمېر یې په زوره له یادو هیوادونو څخه ایستل شوي و.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایي چې بیرته ستنېدونکو کډوالو سره هیواد ته د ستنېدو پرمهال هر کډوال ته ۱۲زره افغانۍ هم ورکول کیږي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له مسکو څخه وغوښتل چې د حکومت د سیاسي مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د مسموم کېدو په اړه وضاحت ورکړي.

ناوالني د برلین په یوه روغتون کې بستر او روغتیایي وضعیت‌یې په ښه کېدو دی.

ډاکترانو ویلي چې نوموړی د نوویچوک په نوم فلج کوونکې مادې مسموم شوی دی.

دغه ماده په پخواني شوروي کې تولیدېده. مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته پرون په وینا کې وویل، په اروپا، روسیه یا سوریه کې له کیمیاوي وسلو څخه استفاده نه‌شي زغمل کېدای.

۴۴ کلن ناوالني د اګسټ په ۲۰مه له سایبریا څخه مسکو ته د سفر پر مهال ناروغ شو.

د هغه د سپرلۍ الوتکه په نیمه لاره کې په اومسک ښار کې بېړنۍ کېناسته او نوموړی روغتون ته ولېږدول شو.

د اروپايي اتحادیې جګپوړی ډیپلومات وایي، اوکراین ته په کار ده چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق "ای.اېم.اف" سره رغوونکی کار وکړي ترڅو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د ځپل شوي اقتصاد د رغونې لپاره د اروپایي اتحادیې مرسته ډاډمنه کړي.

دغه څرګندونې د دې اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل پرون له اوکراین څخه د کتنې پر مهال وکړې.

هغه وویل، اروپایي اتحادیه هم چمتو ده چې له کیف سره په اقتصادي برخه کې د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ایرو مرسته وکړي ترڅو هغه اقتصادي زیانونه محدود کړي چې د کرونا ویروس خپرېدل‌یې سبب شوي دي.

د قانون د تنفیذ ادارو او د مرکزي بانک خپلواکۍ ته ګواښونو د هغو پنځه میلیارده ډالرو معامله له خنډ سره مخامخ کړې چې په جون میاشت کې له "ای.اېم.اف" سره لاسلیلک شوې ده.

پر دې سربېره د کیف مهمو لوېدیځو متحدینو په اوکراین کې د اصلاحاتو د پرمختګونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغانستان د سولې په خبرو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقوق د متحده ایالاتو لپاره ډېر مهم دي.

ښاغلي خلیلزاد پرون د استازو جرګې د څارنې او اصلاحاتو کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې افغان ښځو ته ډاډ ورکوي چې د هغوی په خوا کې به وي.

ده وویل: "د افغانستان د وګړو د حقونو خوندیتوب، د هغوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او د اقلیتونو، زموږ یو له مهمو لومړیتوبونو او زموږ د ګټو او ارزښتونو جز دی. موږ د دغو ارزښتونو او ګټو د ساتنې او پیاوړي کېدو لپاره ژمن یو."

ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې د دې کمېټې څو غړو په تېره ښځو د سولې د خبرو له ترسره کېدو وروسته د ښځو د لاسته راوړنو او د هغوی د حقونو د خوندي کېدو د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې.

له دې مخکې افغان ښځو هم د کار او زده‌کړې د حق په ګډون د خپلو څو کلونو د لاسته راوړنو په خوندي کولو ټینګار کړی دی.