Super User

Super User

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان پوځ ویلي چې دغه سرتېری تېره شپه ناوخته هغه مهال ووژل شو چې په باجوړ سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې برید وشو.

په دې اړه د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا پېښه په دې سیمه کې د هغه تاوتریخوالي د زیاتوالي ښکارندویي کوي چې کلونه کلونه د پاکستانیو او بهرنیو سخت دریځه وسله‌والو مرکز و.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، بين‌الافغاني خبرو په افغانستان کې دايمې اوربند او تلپاتې سولې ته هيله زياتې کړې دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلو پرانيستونکو خبرو کې هيله څرګنده کړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

ګوترش زياته کړه، د سولې داسې پروسه چې په هغه کې د ښځو، ځوانانو او د جګړې د قربانيانو غږ واورېدل شي، تلپاتې ته سوله هيلې زياتوي.

نوموړي دوحه کې د بين‌الافغاني خبرو پيلېدل يو ستر او مهم ګام وباله او په خبره يې، دا پرمختګ له کلونو وروسته شوی دی.

د نوموړي په باور بالاخره به دا خبرې اوربند او سولې ته رسېږي.

نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کړې چې له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې دي او هيله کېږي چې د دغو خبرو په پایله کې به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او تلپاتې سوله رامنځته شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دغه هېواد به ډېر ژر افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به خپل هېواد ته ور ستانه کړي.

نوموړي پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په يوه وېډيويي پيغام کې وويل، امريکا په افغانستان کې د سوله د راوستونکې په توګه خپل مسووليت ادا کوي، جګړه پای ته رسوي او سرتېري را ستنوي.

ټرمپ ټینګار وکړ، چې دوی له يوه پياوړي دريځه په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوي او هلته جګړه پای ته رسوی تر څو له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې امريکا او طالبانو په دوحه کې د سولې تړون لاسليک کړ او له دې وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ته لاره پرانيستل شوه.

امريکا له طالبانو سره د سولې هوکړه کې ژمنه کړې چې په ۱۴ مياشتو کې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. له دې سره هم‌مهاله امريکايي چارواکي وايي، پر دغه ژمنه هغه مهال درېږي چې افغان حکومت او طالبان هوکړې ته ورسېږي او افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې دي او هيله کېږي چې د دغو خبرو په پایله کې به افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي او پلاوي چې موخه یې په دې ولایت دد شهیدانو او معلولینو وګړو سره لیدنه او د دوی ستونزو ته راسېدونه وه  وویل دوی هڅه کوي چې د شهیدانو او معلولینو وګړو اسناد ژر بشپړ کړي او دا یې د یاد وزارت او اړونده ریاستونو مکلفیتبللی څو ستونزو ته یې رسېدونه وشياو په شفافه توګه د دوی د اسنادو ارزونه تر سره کړو.

دد شهیدانو او معلولینو وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي او ورسره راغلي پلاوي چې د خوست والي په کاري دفتر کې یې له ملکي او نظامي شهیدانو وارثینو او معلولینو سره هم ولیدل په دې ولایت کې یې د شهیدانو او وارثینو قربانیو ته احترام وکړه او د دوی ستونزې یې له ځان سره نوټ کړې.

ښاغلي اریوبي وویل موږ هڅه کوو، چې د شهیدانو او معلولینو وګړو اسناد ژر بشپړ شي او مکلف یوو، چې په شفافه توګه د دوی د اسنادو ارزونه تر سره کړو.

خوست والي ښاغلي محمد صدیق پتمن  له راغلي پلاوي و غوښتل چې د شهیدانو ، وارثینو او معلولینو د اسنادو د څیړنو د پروسېئ د چټکوالي لپاره د بېلې دوې کمیټې جوړې شي او یادو کمیټو ته دې د اسنادو د ارزونې په برخه کې ټرننینګ ورکړل شي تر څود اسنادو د ارزونې پروسه ګړندۍ شي.

په ورته وخت کې د ملکي او نظامي شهیدانو وارثینو او معلولینو استازو په ناسته کې د ولایت رهبرۍ او راغلي پلاوي ته د معاشونو، سرپناه، حرفوي زده کړو، اقتصادي ودې، کاري زمینې برابرولو او یو شمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې وړاندې کړې.

): له ملي پروژو او مهمو دولتي ارګانونو د ساتنې په موخه د عامه ساتنې ملي تصدۍ له روزنيز مرکزه ۲۹۲ ساتونکي فارغ شول.

د دې تصدۍ وياند ضياء ودان وایي چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د روزنې ۷۸يمه دوره پای ته ورسېده او فارغينو ته يې په يوه ځانګړې غونډه کې بري ليکونه ورکړل شول.

تازه فارغ شوو ساتونکو ته د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رييس مل پاسوال خوشحال سعادت په خپله وينا کې وويل: "تاسو به د اوبو او برېښنا بندونه، کانونه، پوهنتونونه او عامه شتمنۍ ساتئ، دا هغه څه دي چې افغانستان پر پښو دروي، تاسو د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه راغلي ياست، دا زموږ د ملي يووالي او اتفاق ښکارندويي کوي، ستاسو تمرينات او زحمتونه د قدر وړ دي او زه پر تاسو وياړم".

هغه سرتېرو ته په ډاګه کړه چې تاسو د عامه ساتنې ملي تصدۍ د منسوبينو په حيث د هېواد له ملي شتمنيو دفاع کوئ، ستاسو ماموريت مهم او اساسي دی.

ضياء ودان وايي چې ياد ساتونکي په عالي، ملي او وطني روحيه روزل شوي، سر له نن څخه به دندې پيل کړي او عملاً به د هېواد د اساسي او حياتي بنسټونو د ساتنې مسووليت پر غاړه واخلي.

د نوموړي په وينا، د عامه ساتنې ملي تصدي، کانونه، د اوبو او برېښنا بندونه، رېل پټلۍ، لاجورد، پوهنتونونه، بانکونه، د اکمالاتو کتارونه او نورې عامه شتمنۍ ساتي.

): د سعودي عربستان حکومت  د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو ملاتړ کړى دى.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت له خوا تېره شپه ناوخته په ټويټر کې ليکلي چې د سعودي عربستان حکومت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې وروستۍ خبرې تعقیبوي.

سرچينې زياته کړې چې دوى د پخلاینې له پروسې او هر هغه څه چې په افغانستان کې د امنيت، ثبات او تاوتریخوالي کمولو لامل کېږي، ملاتړ کوي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، سعودي عربستان تر هغو د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی، څو د افغانانو ټولې رښتینې هیلې او غوښتنې پوره شي.

بلخوا په رياض کې د افغانستان سفير احمد جاوېد مجددي د سعودي عربستان د دغه دريځ هرکلى کړى دى.

هغه زياته کړې چې د سعودي عربستان حکومت او مشرتابه تل له افغانستان او افغانانو سره مرستې کړې او د سولې پروسې ملاتړ يې کړى دى.

د يادونې ده، د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل رسمي مراسم تېره اوونۍ ترسره شوي او تر اوسه تخنيکي ټيمونه پر طرزالعمل او اجنډا باندې بحثونه کوي، خو کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې خبرو کې بايد لاسوهنه ونه شي او د افغان حکومت مرکچي پلاوي ته دې اجازه ورکړل شي چې په خپلواک ډول د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازيتوب وکړي.

ولسمشر غني تېر مازديګر د سولې نړيوالې ورځ په تړاو په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته دا خبرې وکړې.

که څه هم نوموړي په مستقيم ډول د کوم هېواد نوم وانه خيست، خو د خبرو په يوه بله برخه کې يې وویل چې د امريکا او افغانستان اړيکې د منطق په چوکاټ کې پر مخ ځي.

نوموړي وويل:

زموږ ګټې او د نړۍ ګټې په ځانګړي ډول د امريکې د متحدو ايالاتو ګټې د منطق په چوکاټ کې عيارې شوې دي.

ولسمشر غني زياته کړه، افغان ځواکونه يوازې د افغانستان نه بلکې د نړۍ امنيت هم ساتي او څوک چې ورسره مرسته کوي د خپلو ګټو لپاره هم دا کار کوي.

نوموړي وويل:

زه غواړم له افغان امنيتي ځواکونو مننه وکړم، دوی نه يوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ امنيت ساتي. دا چې له دوی سره مرستې کېږي دا له ګټې پرته نه کېږي. د انتقال له پروسې وروسته يوازې موږ قرباني ورکوو.

ولسمشر غني دغه راز وويل، د افغان امنيتي ځواکونو ساتل او پالل د ټولو دنده ده، خو که د اصلاحاتو اړتيا وي، هغې ته ټول ژمن دي او اصلاحات يو اصل دی.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پای کې يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د يوه چوکاټ له مخې هوکړې ته ورسېږي تر څو افغانستان د تلپاتې سولې څښتن شي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له تېرو يوولسو ورځې راهيسې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوې خو تر دې مهاله دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د دې خبرو لپاره پر تګلاره موافقه وکړي.

د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر ویلي، د ټرمپ د تېروتنو او غلطو پرېکړو له کبله به امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښه بیا تکرار شي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر په تازه مرکه کې ویلي، ټرمپ به افغانستان نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا له خطر سره مخ کړي.

نوموړی وایي، د ټرمپ د تېروتنو له امله د دې احتمال شته چې امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې خونړۍ او خطرناکه پېښه رامنځته شي.

هغه دغه راز ویلي، ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو او د سولې پروسې په پیلولو سره لویه تېروتنه وکړه.

د نوموړي په خبره، د ډېر فشار د نه موجودیت له کبله به د سولې پروسه بریا ته و نه رسېږي چې دا مسئله به نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته هم زیات خطرونه پېښ کړي.

د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مک‌ماسټر تردې وړاندې هم ویلي و چې ټرمپ د طالبانو خوا نیولې ده او افغان حکومت یې پرېښی دی.

 

 

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې طالبان دې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړي.

د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا له سفیر شارژادفیر راس ویلسن سره لیدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د سولې پر روان بهیر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراخوالي خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغان سولې د خبرو پر مهال په هیواد کې د روان تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی.

خبرپاڼه لیکي، په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم او د اوربند له لارې دې دایمي سولې ته لار برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې له خبرو سره هم‌مهاله په هیواد کې جګړې زور اخیستي او هره ورځ د هیواد له بېلابېلو سیمو د جګړې او مرګ‌ژوبلې خبرونه راځي.

 

 

د کابل پوليس وايي، نن سهار د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې دوو چاودنو يو ماشوم وژلی او درې کسان يې ټپيان کړي دي.

د کابل د پولیسو وياند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه نن سهار ۹ بجې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې شوې او درې کسان پکې ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره، دغه چاودنه د سړک غاړې ماين له کبله وه.

فرامرز زياته کړې دويمه چاودنه سهار ۹ بجې او لس دقيقې د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د مقناطيسي ماين له کبله رامنځته شوې چې يو ماشوم پکې وژل شوی دی.

تر دې مهاله کومې وسله‌والې ډلې د دې بريدونو مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.