Super User

Super User

د پخلاينې عالي شورا د سولې نړيوالې ورځې په تړاو د يوې خبرپاڼې له لارې له طالبانو د اوربند او تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې ده.

د سپټمبر ۲۱مه د ملګرو ملتونو له لوري د سولې نړيواله ورځ نومول شوې.

خبرپاڼې د ملي پخلاينې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله خبرې را اخيستې چې ويلي يې دي، افغانستان په يوه تاريخي شېبه کې دی او د افغان حکومت مرکچي پلاوی له يوې اوونۍ راهيسې له طالبانو سره د سولې په خبرو بوخت دی.

عبدالله ويلي دا خبرې يوې تلپاتې هوکړې او سوله‌ييز ژوند ته د رسېدو لپاره روانې دي.

د عبدالله په خبره، له ۴۰ کلونو راهيسې افغانستان په جګړو او تاوتريخوالي کې ښکېل دي او دې بې‌پايه جګړې د ډېرو ژوند اخیستی دی.

د ملي پخلاينې عالي شورا ويلي، له بده مرغه تر اوسه هم خلک د جګړې او شخړې په تور سيوري کې دي او هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان قرباني کېږي.

د ملي پخلاينې عالي شورا په اعلاميه کې راغلي چې خلک نور د جګړو او نښتو له دوام سخت ستړي شوي او تاريخ هم ثابته کړې چې جګړه د اختلافونو د حل لاره نه ده او يوازې خبرې کولای شي سوله‌ييز ژوند ته زمينه برابره کړي.

د ملي پخلاينې عالي شورا داسې مهال له طالبانو د اوربند او تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې چې دغې ډلې تر دې مهاله اوربند ته غاړه نه ده اېښې او ټينګار لري، تر هغې چې افغانستان کې د جګړې عوامل له منځه نه وي تللي، جګړې ته دوام ورکوي.

سیاسي، ټولنیزو او حقوقي فعالانو د ولسمشرپر دویم مرستیال سرور دانش توندي نیوکې کړي چې د هېواد تاریخ ته یي سپک نظر کتلي دي.

دوی ګواښ کړی که دانش له افغان ولس بښنه ونه غواړي، خلک به یي پر وړاندې راپورته شي.

دوی پر ولسمشر هم نیوکه کړ ې چې ولس له ارګه د افغان ولس د سپکاوي غږ راپورته کېږي.

سرور دانش تېره ورځ په بامیانو کې وویل چې ۲۳۰ کاله سدوزیانو او محمدزیانو پر افغانستان له دیکتاتورۍ ډک حکومت وکړ.

دانش ویلي وو چې د طالبانو حاکمیت او تېر ۲۳۰ کاله سره ورته وو چې یوې کوچنۍ قبیلې پرخلکو حاکمیت درلود .

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني مشر کریم خرم هم ویلي چې سرور دانش په حکومت کې منفعلانه او "بلي ګويک" نقش لوبوي.

خرم ویلي چې  په همدې دليل هزاره وطندارانو ترې مخ اړولی او  تجريد کړی يې دی. اوس د هيواد تاريخ او شخصيتونه په دې هيله توهينوي چې ګواکي پخپل قوم کې به ملاتړ ترلاسه کړي. مګر ګمان نه کوم ګټه ورته وکړي.

ګڼو نورو هم ورته نیوکې کړي او د حکومت چپ  پاتې کېدو په غبرګون کې یې د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړی دی.

 

یوه سرچینه نن وايي چې نښته کې څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

د سرچینې په حواله نښته تېره شپه هغه مهال د دشت کلا ولسوالۍ په نواباد کلي کې پیل شوه چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

سرچینه وايي:«نښتې یو ساعت دوام وکړ او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.»

سیمه ییزو مسوولینو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې له هڅو سره سره هېواد کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.

همداراز د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې تېرو څو ورځو کې افغانستان کې تاوتریخوالی په روښانه توګه زیات شوی دی.

خلیلزاد زیاته کړې د تاوتریخوالي زیاتوالی خواشینونکی دی او د هغه په خبره چې نښتو کې افغانان او ډېر شمېر ملکي کسان وژل کیږي.

د کابل پولیسو د نشه‌یي توکو یو وېشونکی له ۳۲ زره امریکایي ډالرو، درې نیم لکه افغانیو او یو میل سلا سره نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو تېره شپه د کابل ښار یوولسمه حوزه کې پلان شوي عملیات ترسره کړي دي.

یاد وزارت وایي، د دغه عملیاتو په ترڅ کې یې یو تن قاچاقبر له یو شمېر الکولي مشروباتو، ټابلېټ کا، ۳۲ زره امریکایي ډالرو، ۳۵۷۵۰۰ افغانیو، یو میل کلاشینکوف، یو میل تومانچه او یو عراده موټر سره نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې د غیري مسئوله وسله‌والو د فعالیت ترڅنګ ګڼ شمېر قاچاقبر هم فعالیت کوي او په غیري قانوني توګه نشه‌یي توکي پلوري.

د روحاني خبرې یکشنبه دولتي ټلویزیون خپرولې.

هغه وویل امریکا پر ایران د بندیزونو په بیا لګولو کې له ناکامۍ سره مخامخ ده.

روحاني داسې وخت دا څرګندونې وکړې چې امریکا اعلان کړی په ایران باندې ټول هغه بندیزونه بیا لګوي چې د برجام په خاطر ترې لرې شوي و.

که څه هم له ایران سره د اټومي تړون پاتې غړیو د امریکا دا کار نه دی منلی خو رویټرز اژانس راپور ورکړی چې امریکا به دوشنبه د ایران د راکټي پروګرام مرتبط لسګونه کسان په بندیزونو کې شامل کړي.

اکثر نړیوال شرکتونه د امریکا د بندیزونو له ویرې له ایران سره سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي.

د ایران اقتصاد د امریکا د پرله پسې بندیزونو په سبب ځپل شوی.

تازه یکشنبه د تومانو په وړاندې د ډالرو بیه ډېره پورته ولاړه او یو ډالر په ۲۷ زره او درې سوه تومانو ته پورته شو چې یو نوی ریکارډ بلل کېږي.

دا لوبه د دوبۍ په کرکټ سټډیوم کې وشوه.

لومړی بیټینګ ډهلي ټیم وکړ او په۲۰ اورونو کې یې ۱۵۷ منډې وکړې.

کېنګز پنجاب بېرته په ځواب کې ۱۵۷ مساوي منډې وکړې چې په دې اساس دواړه لوبډلې سوپر اوور ته ورغلې او په هغه کې هم ډهلي ګټونکې شوه.

که څه هم افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د کېنګز پنجاب د ټیم غړی دی خو بېګا په لوبه کې چانس نه و ورکړل شوی.

تمه ده نن ماښام د سنرایزرز حیدراباد او رویال چلنجنرز بنګلور ټیمونه سره سیالي وکړي.

په حیدراباد لوبډله کې د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.

د هند د کرکټ غوره لیګ سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو په سبب د هندوستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د شنبې له ورځې پیل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي د کابل په ځینو ولسوالیو کې یې د وروستیو ناامنیو په وړاندې د پلازمېنې امنیتي کمربند پراخ کړی دی.

مسعود اندرابي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د کابل په ګڼ مېشتي ښار کې د امنیتي زېربناوو کمښت ناامنۍ زیاتې کړي، خو د ده په خبره پولیس د وضعیت په کنټرول برلاسي دي.

هغه زیاته کړه: "د امنیت د ټینګښت لپاره کومې تمې چې کېږي یوې قوي زېربنا ته اړتیا لري، له دې سره سره هم د هغو پروګرامونو په مټ چې په کورنیو چارو وزارت او د کابل د پولیسو له‌خوا نیول شوي موږ د تېرو کلونو په نسبت په کابل کې د جرمونو کچه ډېره په لوړه نه‌ګورو."

ښاغلی اندرابي د ادرسونو د یوه منظم سیستم نشتوالی او په دودیزه توګه د سندونو پروسس د قوي زېربناو بېلګې یادوي.

په دې وروستیو کې د کابل اوسېدونکو د مقناطیسي چاودنو، هدفي وژنو او وسله‌والو غلاوو په اړه ډېر شکایتونه کړي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر او نوماند ښاغلی اندرابي بیا وايي چې هدفي وژنې د طالبانو د امتیاز غوښتنې له پروګرامونو دي.

هغه ادعا چې طالبانو رد کړې.

په دوحه کې د سولې د مرکچي پلاویو غړي هیله‌من دي چې ژر د ناستو په کړنلارو او اصولو موافقې ته ورسېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ څو ناستو بالاخره د کړنلارو او اصولو په ډېرو برخو موافقې ته زمینه برابره کړې.

دوی چې له یوې اوونۍ په دوحه کې سره ناستې لري پرون مازدیګر یې هم غونډه کړې او څو ساعته‌یې بحثونه کړي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه مخکښ غړي نادر نادري په خپل ټویټر د پرمختګونو خبره کړې ده. هغه لیکلي: "د افغانستان د سولې مذاکراتو پر کاري طرزالعمل بحث وشو چې په پایله کې یې د اختلافي مواردو د حل په برخه کې پرمختګ وشو. د افغانستان د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به‌ ډېر ژر نهايي شي."

 

 د زندانونو چارو د سمون اداره وایي چې په لومړي ځل د څرخي پله مرکزي زندان د بنديانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو د کچې د تثبیتولو بهیر پیل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زندانیانو د اصلاح او بیا روزنې ارزښت ته په کتو، د هېواد په زندانونو کې د ښوونې او کسب زده کولو زمينې برابرولو په موخه یې دغه بهیر پيل کړی دى.

د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه بهیر یې د لومړي ځل لپاره د يوې ارزونې په ترڅ کې د مخامخ مرکو او له وړاندې تیارو شویو پوښتن پاڼو له مخې، د څرخي پله مرکزي زندان د بندیانو د زده کړې او حرفوي مهارتونو د کچې تثبیتولو لپاره پيل شو. 

په خبرپاڼه کې راغلي، د ياد بهیر موخه د بندیانو د سواد کچې تثبیتول، د هنري، حرفوي او ورزشي مهارتونو، محبوسينو او محجوزينو ته د سواد زده کړې، اسلامي، اساسي او ثانوي، لوړو او نيمه لوړو زده کړو د پروګرامونو پرمخ وړلو لپاره په شرایطو برابرو کسانو پېژندل دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې رئیس عثماني په دې اړه د جوړ شوي محفل په ترڅ کې د خبرو پرمهال وویل: " بندیانو ته د حرفوي مهارتونو او سواد زده کړې د مقررې له ۵مې مادې سره سم، هغو شمېر بنديانو چې په زندان کې د کسب زده‌ کړې په يو کلن يا د سواد زده کړې په دوه کلنو پروګرامونو کې برخه اخيستې او د فراغت تصديق پاڼې يې ترلاسه کړې وي او همداراز هغه زندانيان چې په خپله خوښه لږ ترلږه ١۵ نورو بندیانو ته د دوه کلونو په موده کې سواد او یا حرفوي مهارتونه ورزده کوي، يو کال مجازات به يې معاف او کم شي".

د يادونې ده چې د زندانونو چارو د سمون اداره په پام کې لري، څو د هېواد په ټولو زندانونو کې د بنديانو د زده کړې کچې تثبیتولو بهیر تر بشپړېدو او په دې اړوند له پایلو ترلاسه کېدو ورورسته، د خپل درې کلن ستراتېژیک پلان سره په همغږۍ په زندانونو کې ښوونیز او حرفوي پروګرامونه په عملي توګه پیل کړي.

زلمی خلیلزاد وایي، د سولې له خبرو سره هم‌مهاله په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ او هیڅ د منلو نه دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل چې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوی هيڅ د منلو وړ نه دی او دواړه لوري باید تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

خلیلزاد زیاته کړې:

په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول ډېر شوی، دغه شدت د خپګان وړ دی ځګه د ګڼو ملکي خلکو په ګډون د افغانانو ژوند اخلي.

نوموړي دغه راز ویلي، دا چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې مذاکرات پیل شوي اړینه ده چې ټولې خواوې تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي.

زلمی خلیلزاد دغه خبرې وروسته تر هغه کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره هم‌مهاله د هیواد په ډېریو ولایتونو کې بریدونه روان دي او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.