Super User

Super User

په تیره سپتمبر میاشت کې هره ورځ په افغانستان کې څه کم څلویښت هوايي بریدونه شوي.

 

د امریکا سرپرست دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، په تیره سپټمبر میاشت کې ټول یوولس سوه دیارلس هوايي بریدونه شوي چې دا د پام وړ زیات بریدونه دي.

 

د امریکا دفاع وزیر ویلي، هوايي بریدونه یې وروسته له هغې زیات کړل چې طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د سولې خبرې وځنډول شوې

 

د ملګرو ملتونو تازه راپور لیکي د روان کال په نهو میاشتو کې د امریکا هوايي ځواکونو په بریدونو کې له شپږ سوه پنځوسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پخوانی صدراعظم چې د فساد په تور زنداني شوی، د خراب روغتیایي وضعیت له کبله روغتون ته لیږدول شوی دی.

ډاکټران وايي چې د ښاغلي شریف صحت ښه نه دی. هغه د اوس لپاره د نامعلومې مودې لپاره له زندان څخه په ضمانت پرېښودل شوی او د لاهور په ښار کې په یو روغتون کې بستر دی.

د نواز شریف شخصي ډاکټر عدنان خان د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په خپل ټویټر کې ولیکل: "پخوانی صدراعظم ډېر ناروغ دی او د ژوندي پاتې کېدو او ښه کېدو لپاره مبارزه کوي."

پر هغه د زړه کوچنۍ حمله هم راغلې وه او پر دې سربېره ډاکټران وايي چې د هغه د وینو د اجزاو یو جز کم شوی چې له کبله یې د ګردو/تشو فعالیت هم خراب شوی دی.

ډاکټر عدنان وایي چې د ښاغلي شریف د وینې د فشار او شکر اندازه هم زیاته شوې چې د هغه روغتیا یې نوره هم خرابه کړې ده.

نواز شریف چې یو مهال د پاکستان صدراعظم و، د فساد په تور زنداني شوی دی. د عمران خان په دوره کې د ښاغلي شریف نوم په فساد د ککړو او تورنو کسانو د لست په سر کې دی.

محکمې هغه ته امر کړی دی چې د اوس لپاره دې له پاکستان څخه نه وځي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې نواز شریف ۶۹ کلن دی او محکمې په ۲۰۱۷ کې په هغه باندې د هر ډول سیاسي فعالیت بندیز ولګوه.

ښاغلی شریف د پاکستان پوځ تورنوي چې د هغه پر ضد یې دسیسه جوړه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د فساد ضد کلکې مبارزې ژمنه کړې وه او واک ته له رسېدو وروسته د ښاغلي شریف په ګډون یې د مخکني حکومت ځیني لوړ پوړي چارواکي محاکمه او زنداني کړل.

عمران خان د پاکستان د اقتصاد د خرابېدو لوی علت په هغه هېواد کې شته فساد بولي، خو مخالفان یې تور لګوي چې عمران خان د پوځ په زور واک ته ورسېده او اوس خپل سیاسي مخالفان له صحنې څخه لېرې کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنو په پروسه د خلکو د باور ساتلو لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په شفاف ډول اعلان کړي. نیکولاس کي ویلي، افغانان دا ځل نه غواړي چې په ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال تجربې تکرار او یوڅوک دې له بهره راشي او د افغانستان د ټاکنیز مشکل په حل کې دې مرسته وکړي. نوموړی وایي، داځل هېڅ افغان نه غواړي چې د ملي یوالي حکومت رامنځته شي. د ناټو ملکي استازي د سولې خبرو ته په اشارې ویلي، چې د سیمې ټول هېوادونه د سولې پروسې په برخه کې مرسته کولای شی، خو وایي یوازې بین الافغاني مذاکرات دي چې کولای شي روان کړکېچ حل کړي. نوموړی وایي، ناټو سازمان د افغان ځواکونو روزنې او مرستې ته ژمن دی، خو په وینا یې د سولې په مذاکراتو کې باید تېرې لاس ته راوړنې وساتل شي او د خلکو غوښتنې له پامه ونه غورځول شي.

 
 

شکیب الحسن په کرکټ کې د فساد په تور دوه کاله له لوبو بند شو.

د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن د فساد پر ضد د ناغیړۍ او دغې شورا سره د نه همکارۍ له کبله دوه کاله له کرکټ څخه بند کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې شکیب الحسن د فساد ضد کمیټې ته د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې د بنګله دېش، سریلنکا او زمبابوې ترمنځ سیالیو پر مهال پر هغه د فساد د لګول شویو تورونو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.

همدغه راز شکیب الحسن د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې په آی پي ال کې د خپلې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد او کینګزایلیون پنجاب ترمنځ لوبې پر مهال هم د فساد د لګول شوي تور په اړه پور معلومات نه دې ورکړي.

اعلامیه وايي شکیب الحسن دغې کمېټې ته په دغو لوبو له هغه سره د یو لړ نیول شویو تماسونو او هغه ته د ورکړل شویو بلنو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.

په سیالیو کې د شکیب الحسن د "فساد" په اړه ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي، خو معمولآ لوبغاړي په لوبو کې د پېسو او نورو امتیازاتو په بدل کې په لوبو کې درغلي کوي.

شکیب الحسن ویلي"خواشینی یم چې له لوبو بند شوم خو دا منم چې د دغو پېښو په اړه مې د کرکټ نړیوالې شورا ته معلومات نه وو ورکړي. د کرکټ نړیواله شورا له لوبغاړو غواړي چې د فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړي، او ما په دغه برخه کې خپل رول سم ادا نکړ." وایي دی نغواړي چې په کرکټ کې او لوبو کې دې فساد وي.

په اعلامیې کې د نړیوالې شورا د عمومي مدیر له خولې لیکل شوي دي: "شکیب الحسن یو نړیوال مجرب لوبغاړی دی چې په لوبو کې د فساد ضد په اړه یې د پوهاوي په ډېرو غونډو کې برخه اخیستې او خپل مسولیت پېژني. هغه باید د دغو پېښو په اړه راپور ورکړی وای."

نوموړی وايي دا چې شکیب الحسن خپله تېروتنه ومنله، پر هغه د لګولو شوي دوه کلن بندیز یو کال معاف شوی دی. شکیب الحسن د بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان دی چې په آی پي ال او نړۍ په ډېرو نورو لیګونو کې هم لوبیږي.

افغان حکومت طالبانو سره د سولې مذاکراتو پیل په یو میاشتني اوربند مشروط کړ.

 

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب نن خبري غونډې ته وویل، افغان حکومت په لومړي سر کې له امریکا بیا طالبانو او له هغه وروسته له پاکستان سره مذاکرات کوي.

محب وویل، پاکستان باید ددې تضمین ورکړي چې نور به افغانستان کې د جګړې دوام نه غواړي.

محب همداراز طالبان وننګول چې په خبره یې یوه خوله نه دي او دوی باید ځانونه ثابت کړي چې پاکستان سره د دوی اړیکه څه ډول ده.

د محب په خبره ځینې طالبان اوس له داعش سره یو لاس شوي دي

د سولې په تړاو د محب بله خبره داوه چې کوچنۍ جرګه به د کورنۍ اجماع لپاره جوړوي.

د سیمې اجماع لپاره هم محب د چین ،روسیې، ا یران او هندوستان رول هم اغیزمن یاد کړ.

په داسې حال کې چې د سولې ټیګښت لپاره د سولې عالي شورا، د سولې ځانګړی بورډ او د سولې په چارو کې دولت وزارت رامنځته شوی خو تر دې مهاله د سولې په برخه کې د هیڅ ادارې له لوري د پام وړ کار نه دی شوی. د ولسي جرګې غړي د یادو ادارو رهبرۍ غړو ته په اشارې وايي، چې د ملي یووالي حکومت داسې کسان د یادو ادارو رهبرۍ لپاره ګمارلي چې کورنۍ یې له هیواده بهر اوسیږي او د سولې ټینګښت لپاره اغیزمن نه دي. وکیلان وايي، چې د سولې رهبرۍ لپاره ټاکل شوې څیړې نه شي کولای روانه جګړه پای ته ورسوي. د ولسي جرګې غړي وايي، چې د سولې روانې هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ نه ترسره کیږي او افغان چارواکي له یادې پروسې لرې ساتل شوي دي.

 
 

د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر وايي، وړمه ورځ د امریکا ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې د مشر ابو بکر بغدادي پر ضد د عملياتو پر مهال هڅه کوله، چې هغه ژوندی ونيسي، خو په عين حال کې يې د نوموړي د وژلو لپاره هم تیاری نیولی و.

مارک ایسپر له «سي ان ان» تلويزون سره د مرکې پر مهال وويل، کله، چې امريکايي عسکر د بغدادي کور ته ورسېدل، هغه يوه تونل ته ننوت او هلته يې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او له ځان سره يې خپل درې بچي هم ووژل.

د امریکا د دفاع وزير زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې دوه امریکايي عسکر او يو پلټونکی سپي هم سرسري ټپيان شوي.

د مارک ايسپر په وينا د امریکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د بغدادي ځای موندلو کې مرسته کړې او د کور له موندلو وروسته يې پر ضد د عملياتو لپاره چمتووالی ونیول شو.

د پنټاګون سرچينو ويلي، دغه عمليات په عراق کې د پرتو امريکايي ځانګړو پوځيانو له لوري ترسره شوي دي.

د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس هم په دې اړه رسنيو ته وويل، د تېرې جمعې په ورځ «سي ای اې» او د پنټاګون چارواکو د بغدادي په اړه ټول معلومات له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره شريک کړل او د دغو عملياتو په اړه ټولې لارې چارې د ولسمشر له لوري ارزول شوې وې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ ناوخته په سپينه ماڼۍ کې رسنيو سره د خبرو پر مهال د ابو بکر بغدادي د وژلو پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې نوموړی د سپي په مرګ مړ شو او خپل درې زامن يې هم له ځان سره ووژل.

اته تنه پناه غوښتونکي چې ویل کېږي افغانان دي، پرون په فرانسه کې وروسته له هغه له یوې یخچالدارې لارۍ وژغورل شول چې سړې هوا وهلي وو.

د فرانسې قضايي چارواکو ویلي چې دا کسان د فرانسې له کالې کمپه غوښتل ځانونه بندر ته ورسوي، څو له هغه ځایه بریتانیا ته ولاړ شي.

په دغو پناه غوښتونکو کې څلور ماشومان شامل دي.

د یخچالدارې لارۍ دوه رومانیايي چلوونکي نیول شوي دي.

افغان پناه غوښتونکي وروسته روغتون ته وړل شوي دي.

د فرانسې په سرحد کې د پناه غوښتونکو ژوند داسې وخت ژغورل شوی چې تېره چهارشنبه د بریتانیا پلازمېنې لندن ته نږدې په ایسکس ښار کې د ۳۹ هغو پناه غوښتونکو جسدونه له یخچالدارې لارۍ وموندل شول چې د موټر دننه سړې هوا مړه کړي و.

دا ټول ۳۹ کسان چینایان وو چې غوښتل یې ځانونه په یوې لارۍ کې چې هوا یې زیاته سړه شوې وه، لندن ته ورسوي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو پخلی کړی او وايي، چې نوموړی سوريه کې د امريکايي ځانګړو عسکرو په عملياتو کې وژل شوی دی.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، د امريکا ځانګړو ځواکونو د شنبې په شپه ناوخته د داعش د مشر پر ضد عمليات وکړل او د دغو عملياتو پر مهال ابوبکر بغدادي ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

 

د ابو بکر البغدادي خلاف څنګه عمليات شوي؟

نيوزويک مجلې ليکلي، د پنټاګون د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته يوه ډله د بغدادي خلاف علمياتو لپاره ګومارلې وه.

تېره ورځ دغه پوځي ډله د ادلب شمال کې هغې ودانې ته ننوتله، چې بغدادي په کې و، لږه شېبه وروسته لنډه نښته رامنځته شوه او وروسته ابو بکر بغدادي په خپلو چاودېدونکو توکو ځان وژلی دی.

رویټرز خبري اژانس د پنټاګون د چارواکو په حواله د يادې پېښې پخلی کړی، خو تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

«سي ان ان» امريکايي تلويزون هم ليکلي، چې د سوريې په شمال لويديځه سيمه کې د داعش مشر وژل شوی او د امریکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د بغدادي د ځای موندلو کې له امریکايي پوځيانو سره مرسته کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې داعش وژل شوی ۴۸ کلن مشر ابو بکر بغدادي د عراق و، خپل اصلي نوم يې ابراهيم سامرائي و، په ۲۰۱۳ کال کې له القاعدې ډلې جلا شوی و.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د بغدادي پر سر ۲۵ ميليونه ډالره انعام ټاکلی و.

بغدادي په ۲۰۱۴ کال کې د موصل له جامع جومات څخه خپل خلافت اعلان کړی و او له ټولو مسلمانانو يې غوښتي و، چې د ده پر لاس بيعت وکړي.

د بغدادي تر مشرۍ لاندې داعش ډلې په عراق او سوريه کې لومړۍ جګړې له القاعدې ډلې سره پيل کړې، د القاعدې ډلې زرګونه غړي يې ووژل، همدارنګه په دواړو هېوادونو کې يې زرګونه عام مسلمانان هم وژلي دي.

داعش ډلې د ۲۰۱۴ کال په وروستيو کې په افغانستان کې هم فعاليت پيل کړی و، چې په هلمند، فراه، فارياب، بادغيس. لغمان او نور ولايتونه ترې طالبانو پاک کړل او له تېرو څو مياشتو راهيسې په ننګرهار او کونړ کې د طالبانو له لوري د داعش پر ضد عمليات روان دي او ډېرې سيمې يې ترې نيولي دي.

د چارو څارونکي وايي، د داعش مشر په داسې حال کې وژل شوی، چې د دغې ډلې د ژوند وروستۍ سلګۍ دي او له ابوبکر بغدادي وروسته داسې مشر نه لري، چې داعشيان پرې راټول شي.

چمتوکوونکی: مولوی صاحب احسان الله
غرغښت راډیو تلویزیون
2019-OCt-26