Super User

Super User

تر يوې ورځې وقفې وروسته هم د افغانستان د دولت او طالبانو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ پرون ناسته ونه شوه.

د سولې په چارو کې ددولت وزارت وياندې ناجيه انوري وایي چې د جمعې ورځې تر رخصتۍ وروسته پرون د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټيم ترمنځ ناسته وشوه.

مېرمن انوري وايي چې په دغې ناسته کې پر طرزالعمل باندې خبرې وشوې او ددې لپاره چې ډېر دقت وشي، دا بحثونه به روان وي.

يوې بلې سرچينې وايي، ټاکل شوې وه چې پرون ددولت او طالبانو د تماس غړو ترمنځ ناسته وشي، خو ددواړو خواوو دداخلي مشورو له امله دا ناسته ونه شوه.

د سرچينې په وينا، ټاکل شوې ده چې د طالبانو او دولتي پلاوو ترمنځ نن يکشنبه د ورځې په اوږدو کې ناسته وشي.

تر دې مخکې ويل شوي وچې د داخلي غونډو د طرزالعمل په دوو مادو د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ اختلاف دى او دغه اختلاف د اجنډا او د سولې په اصلي موضوعاتو د بحث مخه نيولې ده.

خو دوه ورځې مخکې يوې سرچينې پژواک ته ويلي و، چې له يادو دوو اختلافي مادو څخه يوه حل شوې او دواړه لوري يې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي، خو په دې اړه يې جزييات ورنه کړل.

ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار باميان ولايت ته تللى دى.

د ولسمشر وياند صديق صديقي  ويلي چې ولسمشر اشرف غني به هلته يوه مهمه امنيتي غونډه کې هم ګډون وکړي چې په کې به د ولسمشر دواړه مرستيالان او نور چارواکي هم ګډون ولري.

هغه زياته کړه چې دغه راز ولسمشر به د دغه ولايت له مشرانو سره د ليدنو کتنو ترڅنګ د يکاولنګ دره صوف سړک چارې له نږدې وګوري.

د ولسمشر وياند وويل چې دغه راز ولسمشر به د باميان ولايت تاريخي سيمي هم وویني.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۷ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۸ زره ۸۷۲ کسانو ته ورسېد.

د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله څوک نه دي مړه شوي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۲ تنه روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۵۰۵ تنو ته ورسېد.

د سیمه ییز مسوولینو د مالوماتو له مخې ۲۰ سرتېري ننګرهار، ۶ هرات، ۳ ارزګان او ۳ هم په بادغیس ولایتونو کې ژوند له لاسه ورکړی. یادو ولایتونو کې ۲۵  تنه سرتېري ټپیان شوي هم دي.

ننګرهار کې د طالبانو برید کې ۲۰ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړي دي.

د والي ویاند، عطاالله خوګیانۍ وايي چې حصارک، خوګیاڼو او شېرزادو کې ۱۵ نور سرتېري ټپیان دي.

هغه همداراز وویل نښتو کې ۱۵ سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د ښاغلي خوګیاني په وینا، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۲۹ تنه  چې ډېرۍ یې د یادې ډلې د سرې قطعې غړي دي هم وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ تېره شپه د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو له کبله د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ژوند بایللی دی.

د والي ویاند، زړګی عبادي وايي وژل شویو کې د ولسي پاڅون کوونکو مشرسلطان محمد، مېرمن، دوه زامن یې او د ولسوال یو ساتونکی شامل دي.

همداراز د هرات ولایت شنډنډ ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د طالبانو موټر بم برید کې ۶ سرتېرو ژوند بایللی دی، خو سیمه کې سرچینې څرګندوي چې د وژل شویو افغان سرتېرو شمر له لسو هم زیات دی.

د هرات والي، سید وحید قتالي وايي چې ځوابي برید کې ۵۳ طالبان هم وژل شوي دي.

د بادغیس قادس ولسوالۍ کې هم د طالبانو بریدونو له کبله ۳ سرتېرو ژوند بایللي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د قادس ولسوال، محمد حیدري شریفي هم څرګندوي چې د نښتې په ترڅ کې دوه تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي. دی زیاتوي چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې دوه طالب وسله وال هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغو نښتو په تړاو څه نه دي ویلي.

 

یوې بلې مسافرې ویلي، ګومان یې کاوه چې دا مسافر یو "نا عادي ماسک" لري، خو وروسته یې ولیدل چې تر ورمېږه راتاو مار یې وخوځېد.

د منچسټر د ترانسپورت چارواکو ویلي، دا پېښه یې لیدلې ده، خو مار د ماسک پر ځای کارول مناسب کار نه دی.

یادې مسافرې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا صحنه له خندا ډکه وه، خو مار مسافرو ته هېڅ مزاحمت ونه کړ.

په برتانیا کې چارواکو په عمومي ترانسپورت کې د ماسک اچول اجباري کړي دي، خو هغه ماشومان ترې مستثنا دي، چې عمرونه یې له ۱۱ کلونو ټیټ وي او یا دا چې معلول او یا روغتیايي ستونزه ولري.

په منچسټر کې د ترانسپورت ادارې ویاند ویلي: "حکومتي سپارښتنې په ښکاره وايي ضروري نه ده چې ماسک دې ارومرو روغتیايي وي، خو هر مسافر پخپله بڼه جوړ او مناسب ماسک کارولی شي."

د بلاروس ولسمشر تور پورې کړی چې لوېدیځ د بلاروس د تېرې میاشتې پر انتخاباتو سترګې پټوي او په دې ډول هڅه کوي چې دا هېواد له‌منځه یوسي.

الکساندر لوکاشینکا وویل، لوېدیځ د دې پر ځای چې د ټاکنو نتیجې ومني د یوه انقلاب له لارې هڅه کوي چې دی له واکه لیرې کړي.

لوکاشینکا په خپله پرونۍ وینا کې د بلاروس جګپوړو چارواکو او دولتي رسنیو ته وویل، دا روانې مظاهرې چې په انتخاباتو کې د ده بریالیتوب تر سؤال لاندې راولي د امریکا او د امریکایي پلوه هېوادونو، پولنډ، لتوانیا، چک او متأسفانه اوکراین له لوري تنظیم شوې دي.

لوکاشینکا زیاته کړه چې موږ به اجازه ورنه‌کړو چې د دې هېوادونو پلان پلی شي.

د اګسټ د نهمې نېټې د انتخاباتو د نتیجو تر اعلان وروسته لوکاشینکا د ۸۰ فیصده رایو په ترلاسه کولو بریالی اعلان شو.

تر دې وروسته مظاهرې پيل شوې، په زرګونه اعتراض کوونکي پولیسو ووهل او نږدې ټول سیاسي مخالفان یا ونیول شول یا مجبوره شول چې له بلاروسه بهر ته ولاړ شي.

اعتراض کوونکي لوکاشینکا تورنوي چې په انتخاباتو کې یې درغلۍ کړې دي، خو دی دا تورونه ردوي.

وروسته له دې چې د هریکن سالي په نوم توپان د امریکا د خلیج ساحلونه وځپل سېل د سمندر د غاړې د ښارګیو او مېنو سړکونه، واټونه او پلونه زیانمن کړي او د برېښنا ستنې یې چپه کړې دي.

دا توپان چې سرعت‌یې په ساعت کې ۱۶۵ کیلومتره و، پرون (چهارشنبه) له باران سره د فلوریدا او الاباما ایالتونو په ساحلي سیمو کې پیل شو.

د توپان له کبله ونې راپرېوتې او ګڼ کورونه، سوداګريزې ودانۍ او د بېړۍ چلولو پلټ فارمونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې حنیف اتمر به دوشنبې ته په دغه دوه ورځني سفر کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په ګډون له جګپوړو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کېدو پر مختلفو مسایلو به خبرې وکړي.

امنیت، سرحدي چارې، ټرانسپورت، پانګونه، سوداګري، ټرانزیت او انرژۍ هغه برخې یادې شوې چې دواړه لوري به پرې خبرې کوي.

له ښاغلي اتمر سره په دې سفر کې یو شمېر دولتي چارواکي، والیان او د ملي شورا یو شمېر غړي هم مل دي.

نصرالله صاحبزاده رسنیو سره په  خبرو کې د عوايدو د لوړېدو لاملونه داسې په ډاګه کړل: "لامل د کرونا ويروس وېرې ختمېدل، د سوداګريزو چارو ګړنديتوب، اصلاحات، شفافيت، سوداګرو ته د قانوني سهولتونو او په چارو کې د همغږۍ رامنځته کول دي."

نوموړي تمه وښوده چې په راتلونکي کې به په دغو عوایدو کې نور هم زیاتوالی راشي، خو په دې برخه کې له خپلو همکارانو او سوداګرو همکاري غوښتنه وکړه.

د ښاغلي صاحب‌زاده په وینا تېر کال په همدې ورځو کې د عوایدو راټولېدو منځنۍ کچه ۴۰ میلیونه افغانۍ وه، خو په تېرو څو ورځو کې په منځني ډول تر ۸۲ میلیونه افغانۍ راټولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې شپږو میاشتو کې د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په موخه له ګاونډیو هېوادونو سره نږدې ټولې ټرانزیتي دروازې تړل شوې وې چې په ګمرکي عوایدو یې ناوړه تأثیر کړی و.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي  چې د فراه ولایت په مرکز او ځینو ولسواليو کې پر۸،۵۷۲ هکتاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: "روان کال د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ زره مټریک ټنه ته رسېدلي، له فراه سربېره په بلخ، کندهار او کاپیسا ولایتونو کې هم د انارو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی."

ښاغلی رستمي زیاتوي چې روان کال د کندهار حاصلات ۱۹۰ زره مټریک ټنه ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د فراه ترڅنګ د افغانستان په کندهار، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې هم انار شته، خو د کندهار انار په نړیواله کچه شهرت لري.