Super User

Super User

ښاغلي خالد چې نن‌یې افغان هوايي ځواک سره د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا د څلورو «A-29» سوپر ټوکانو الوتکو د مرستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افغان اردو اوس د خپل هېواد له ارضي تمامیت په بشپړه توګه دفاع کولای شي او دا یې ثابته کړې هم ده.

ښاغلي خالد د سولې خبرو ته په اشاره وویل، دښمن دې د پنجاب په فرمایش د افغان اردو د له‌منځه وړلو خوب نور نه‌ویني.

هغه زیاته کړه: "د دې جګړې موخه، زموږ له خاورې ساتنه ده، زموږ له ارزښتونو ساتنه ده، له هغو ارزښتونو څخه ساتنه ده چې په تېرو دوو لسیزو کې مو ترلاسه کړي دي. نور باید دښمن دا خوب له ذهنه وباسي چې د پنجاب په فرمایش د افغانستان اردو، لکه څنګه چې یو ځل د دې بدې صحنې لیدونکي وو، بیا له‌منځه یوسي، په هېڅ قیمت، په داسې حال چې د بین‌الافغاني خبرو څخه ملاتړ کوو، ولې د ټولو ارزښتونو د ساتنې په شرط."

ښاغلي خالد دا هم وویل چې سوله تېر ته د ستنېدو په معنی نه‌ده او نه به هم اجازه ورکړل شي چې افغان مېرمنې د تېر په څېر په لوبغالو کې په قمچینې ووهل شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د افغانستان هوايي ځواک نسبت نورو کلونو ته پیاوړی وباله او زیاته‌یې کړه، له نویو الوتکو به د افغانستان د دفاع په برخه کې ګټه واخیستل شي.

پومپیو دا غوښتنه پرون چهارشنبه د ټویټر له لارې د نوید افکاري د اعدام په عکس‌العمل کې وکړه.

ده وویل، ترڅو چې ایران د نوید افکاري وروڼه او بهرني بندیان خوشې کړي نه‌وي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته دې د کتنې لپاره بلنه نه‌ورکوي.

ایراني چارواکو نوید افکاري د ۱۳۹۷ لمریز کال په سرطان کې د شېراز په اعتراضونو کې د ګډون په خاطر اعدام کړ.

د ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې څلور زره ۷۷۶ ماینونه شنډ کړي دي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې څلور زره او ۷۷۶ مختلف ماینونه شنډ کړي دي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

 فرض کړئ که د دې هر ماین چاودنې یو کس وژلی وای، د دې ماینونو په شنډولو سره د څلور زره ۷۷۶ کسانو د مرګ مخه نیول شوې ده.


د یادونې ده چې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنې ډېری قربانیان ملکي وګړي وي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت افغان هوايي ځواکونو ته څلور (اې – ۲۹) سوپرتکانو جنګي الوتکې وسپارلې.

 د غوڅ ملاتړ ماموريت چارواکو د دغه الوتکو د سپارلو په مراسمو کې وويل، اجازه به ور نه کړي چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ په مرکز بدل شي.

د غوڅ ملاتړ ماموريت د سيسټيکای برخې قومندان په دې ناسته کې وویل، چې تر دې مهاله د افغانستان پوځ ته ۱۸ جنګي الوتکې سپارل شوې دي او تر راتلونکو څو میاشتو به شپږ نورې هم ور وسپارل شي.

په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد افغان ځواکونو ته د څلورو الوتکو سپارل په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان او په ناټو کې د دغه هېواد د ملاتړو تر منځ د همکارۍ د دوام څرګند ثبوت وباله.

د خالد په خبره، افغان ځواکونه په خپلواک ډول له هېواد د دفاع وړتیا لري او له لوېشت لوېشت خاورې به دفاع وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د سولې خبرو کې بايد د جګړې د قربانيانو حقونو او عدالت ته پام وشي.

دې کمېسيون نن په دې تړاو په خپره کړې اعلاميه کې ټينګار کړی چې د جګړې د قربانيانو غږ دې واورېدل شي، د هغوی پر کړاوونو دې اعتراف وشي او د هغوی بشري اړتياوو ته دې رسېدنه وشي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون په دوحه کې د بين‌الافغاني خبرو د پيلېدو هرکلی کړی او هغه یې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره يو ښه فرصت بللی دی.

دغه کمېسيون ټينګار کړی چې دواړې غاړې دې پر يو شمېر ګډو ارزښتونو هوکړه وکړي:

د سولې په خبرو اترو کې د برياليتوب لپاره لومړی شاخص دا دی، چې دواړه غاړې د افغانانو پر ځينو ګډو ارزښتونو هوکړه وکړي، دا به د خبرو اترو د دواړو غاړو د مرکچيانو تر منځ باور رامنځته کړي او د هر اړخيزې هوکړې لپاره به لاره هواره کړي. ځکه تمه کيږي چې د خبرو اترو د بهير اصلي پايله به تلپاتې سوله او د هر افغان د عزتمن ژوند او مساوي فرصتونو څخه برخه منتيا وي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون دغه راز دې اعلاميه کې د دواړو لورو مرکچيانو ته يو لړ وړانديزونه هم کړي دي.

په خبرو اترو کې د افغانستان تنوع په رسمیت پیژندل، د قربانيانو او د عامو خلکو د غوښتنو په پام کې نيول، د ټولو لپاره دې اساسي بشري حقونو پېژندل او ساتل او د سولې پروسه کې د عامو خلکو پراخ ګډون د دې وړانديزونو له ډلې دي.

د يادولو ده چې د روانې اوونۍ د شنبه په ورځ په دوحه کې مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شوې او اوس مهال د تماس لس کسيزه ډله د دې خبرو لپاره د طرزالعمل په جوړولو بوخته ده.

چمتوکوونکی :سید وزیر اند

تېره ورځ د کندهار ولايت په عينو مېنه ښارګوټي کې د يوې نجلۍ جسد موندل شوی چې په ډېره بې رحمانه ډول وژل شوې او د مخ پوست يې د چاقو په وسيله ترې اړول شوی دی.

د کندهار امنیه قومندان تادين خان له خامه‌پرس خبري اژانس سره خبرو کې دغه پېښه تاييد کړه او ټينګار يې وکړ چې په دې تړاو د پوليسو څېړنې روانې دي.

نوموړي وويل، تر دې مهاله د دې نجلۍ هويت نه دی تثبيت شوی او جسد يې روغتون ته لېږدول شوی دی.

انځورونه ښيي چې دغه نجلۍ په بې رحمانه ډول وژل شوې او د چاقو په وسيله يې د مخ پوستکی ترې اړول شوی دی.

د يادولو ده چې کندهار ولايت کې په وروستيو کې دغه ډول پېښې زياتې شوې او د خلکو جدي اندېښنې يې راپورته کړې دي.


لومړۍ: ګرامرزیات مه مطالعه ګوئ!
ممکن دا قاعده د انګلیسي ژبې زیاتره زده کوونکولپاره نااشناوي، خودا یو د مهم ترینه قوانینوڅخه دی. که غواړئ ازموینوکې بریالي شئ، بیاګرامرزده کړې ته زور ورکړئ. بهرحال، کچېرې غواړئ په انګلیسي ژبه کې فصیخ وا وسئ، نوتاسوهڅه باید دا وي چې انکلیسي ژبه د ګرامرله مطالعې پرته زده کړئ.
ګرامرمطالعه مود خبروچټکتیاراکموي اوتاسوته د سردرد پیداکوي. د دې پرځای چې تاسو د مورنۍ ژبې په شان په انګلیسي چټکې خبرې وکړئ، که ګرامرمطالعه کوئ نود خبرې کولوپرمهال به تل د ګرامري جملوپه جوړولوبوخت وئ. دا په یادولرئ چې ډيرکم شمېر په انګلیسي ژبه خبرې کوونکي د ګرامرپرقوانینویواځې 20% فیصده پوهه لري. نن سبا د انګلیسي ژبې زده کوونکي د هغه اشخاصوپرتله په ګرامر زیات پوهیږي چې انګلیسي یی مورنۍ ژبه ده. زه دا خبره په پوره ډاډ سره کوم. انګلیسي زمامورنۍ ژبه ده اوپه انګلیسي ادبیاتوکې مې زده کړې کړي کابولس کاله کیږي چې انګلیسي تدریس کوم. په هرصورت، زما شاګردان له ما هم د ګرامرپه تشرایحاتوزیات پوهیږي. زه ډیرکم د ګرامرتعریفونه ګورم او بیا یی دوئ ته لیکم، خوبدون له اماده ګۍ دا چاره نشم کولای. زه ډیرکله له خپلوملګرو د ځینوګرامري موضعاتو په ارتباط پوښتنه کوم ، یواځې یوڅویی په سم ځواب پوهیږي.خو دوئ په انګلیسي کې فصاحت لري، لوستنه، خبرې اترې، غوږنیونه اود خبروپرتله ښه په اغیزمنه توګه کولای شي.
دوهمه قاعده: نیمګړي جملې مطالعه او زده یی کړئ!
زیاترزده کوونکوهڅه دا وي چې لغاتونه زده کړي اوبیاترې یوه مناسبه جمله جوړه کړي. دا خبره مې حیرانوي چې څومره شمېرلغاتونه به زمازده کوونکوزده کړي وي، بلکې نشي کولای یوه سمه جمله ترې جوړه کړي. علت یی دا دی چې دوئ نیمګړي جملې نه زده کوي. هرکله چې ماشومان ژبه زده کوي، دوئ لغاتونه او نیمګړي جملې یوځای سره زده کوي. نوپدې اساس تاسواړکوم چې نیمګړي جملې (Phrases)زده کړئ.
که زرلغاتونه موزده وي، ممکن ونه توانیږئ چې یوه بامفهومه جمله جوړه کړئ. که یوه نیمګړي جمله موزده وي کولای شئ سل سمې جملې ایجاد کړئ. که موسل نیمګړي جملې زده وي، پدې به حیران شئ چې څومره سمې جملې به و وایی. په پای کې، هرکله موچې زر نیمګړي جملې زده کړې، تاسوبه د انګلیسي ژبې غوره خبرې کوونکی شئ. نوپدې اساس د مختلفولغاتوپه زده کړه ساعتونه ساعتونه وخت مه ځایې کوئ. د لغاتوپرځای دغه وخت د عبارتونوپه زده کړه مصرف کړئ اوپدې سره به د انګلیسي فصاحت ته ورنږدې شئ.
ژباړه مه کوئ!
کله چې په انګلیسي کې یوه جمله جوړوئ دا هڅه مه کوئ چې د مورنۍ ژبې څخه هریولغات ټکي په ټکي وژباړئ. که پدې طرزجملې ایجادوئ دا هم غلطي ده اوهم مو شاته وړي ځکه د ژبوترمنځ زیات توپیرشتون لري د یوې ژبې د جملې ترتیب د بلې ژبې د جملې ترتیب سره فرق لري. نوپه همدې اساس د لغاتوپرځای د عبارتونه زده کړئ له همدې امله کله چې تاسوخبرې کوئ نوتاسونه اړکیږئ چې د لغاتونوپه اړه فکروکړئ. د ژباړې یوه بله ستونزه دا ده هروخت چې ژباړه کوئ تاسوهڅه به دا وي چې د ګرامرپه اصولوژباړه ترسره کړئ چې تاسوله وړاندې پرې پوهه لرئ. کله چې په انګلیسي کې جملې جوړه وئ د هغوئ ژباړه اوپرې فکرکول سم کارنه دی اوبایدلدې چارې مخنوی وشي.
دریمه قاعده:
لوستنه اوغوږنیونه کافي نه ده. څه چې اورئ بایدپه خبروسره یی تمرین کړئ!
لوستنه، غوږایښودنه اوخبرې اترې د هرې ژبې له مهم ترینواړخونوڅخه دي. نوهمداسې په انګلیسي کې هم دا خبره اړینه ده. په هرصورت، یواځینی اړینه برخه د ژبې هغه خبرې اترې دي چې بایدبې بندښته وي یعنی روانې خبرې بایدپرې وشي. د ماشومانولپاره دا کارعادي دی ځکه دوئ لومړئ خبرې زده کوي، دوئ روانې خبرې زده کوي بیالوستنه زده کوي او وروستۍ لیکوالي زده کوي. نو د یوې ژبې د زده کړې اساسي ترتیب لومړۍ غوږایښودنه، خبرې اترې، لوستنه او بیالیکوالي ده.
څلورمه قاعده: خپل ځان ښه بوخت کړئ!
په یوه ژبه خبرې کول ستاسود زیرکتیاپه معنی نه ده. هرکس د ژبې په زده کړه پوهیږي.دا په نړۍ کې هرانسان ته معلومه شوي او یوروڼ خقیقت دی. نن هریولږترلږه په یوه ژبه خبرې کولای شي.که لایق یاست یامو دماغ کمزوري دي بیاهم نن ورځ په یوه ژبه خبرې کوئ.
پورته ټولې خبرې په ژبوکې د پلټنې پرمهال ترلاسه شوي. ستاسوپه هیواد کې، تاسود خپلې ژبې کلمات اورئ او ورباندې جاري خبرې کوئ. ممکن تاسودې ته پام شي چې ځینې خلک په انګلیسي ښې خبرې کوي خو دوئ هغه خلک دي چې د انګلیسي ژبې د زده کړې په مرکزونوکې په زده کړوبوخت دي.هغه چې په انګلیسي خبرې کولای شي یواځې دا نه چې دوئ د انګلیسي ژبې زده کړې اړوند مراکزوته تللي بلکې د هغوئ چاپېریال د انګلیسي ژبې وي یعنی اوسیدونکي یی په انګلیسي ژبه خبرې کوي. زموږځینې هیواد وال چې په خارج کې زده کړې کوي هغوئ هم تریوه بریده انګلیسي ژبه زده کوي دا هم لدې امله چې دوئ د انګلیسي ژبې ښوونځي ته تللي یعنی د دوئ درس په انګلیسي ژبه وي. خوهرکله چې دوئ د خپل هیواد وګړي پیداکړي بیا دوئ په انګلیسي ژبه خبرې نه کوي.
که غواړۍ په انګلیسي ژبه کې بلاغت ترلاسه کړئ هیڅ چیرته مه ځئ. تاسوبایدپه انګلیسي کې ځان بوخت وساتئ. تاسوله خپلوملګروسره ځینې اصول رامنځته کړئ اویوبل هروخت په انګلیسي خبرې وکړئ. تل هڅه وکړئ خپل زیرک تلیفون موله ځان سره ولرئ اوتاسود انګلیسي اړوند خبرونه، کیسۍ، سندرې او ښوونیزپروګرامونه پکې تعقیب کړئ. ځان بوخت وساتئ پدې سره ستاسوانګلیسي چټکتیامومي.
د (TalkEnglish) په نوم سره یوسافټویرچې اوس یی (Offline) بڼه راوتلي هغه د ځان لپاره راښکته کړئ لدې پروګرام څخه تاسوله (8000) څخه زیات (audio) فایلونه یا غګیزفایلونه اوریدی شي او تاسوسره به د غوږنیونې مهارت په پراختیاکې ګټورتمام شي اوترډیره موبوخت ساتی شي. پدې کې د محاورې غوره جملې هم شته ختی که د څنګ ملګری هم ونه لرئ دا کافي ده، د لاندې لینک په واسطه دا دغه پروګرام راښکته کړئ. http://www.talkenglish.com/english-download.aspx.
پنځمه خبره: صحیح مواد مطالعه کوئ.
یوعام عبارت چې هغه غلط دیˮ تمرین موعالي کويʺ دا له خقیقت لېرې خبره ده. تمرین یواځې په هغه څه کې درسره مرسته کوي چې تاسویی په دوامداره توګه تمرین کوئ. که غلطه جمله تمرین کړئ، تاسوبه د جملوپه ناسم ډول ویلوروږدي شئ. نوپه همدې دلیل هغه مواد چې اکثریت خلک یی کاروي نوتاسوهم هغه مطالعه کړئ.
یوه بله ستونزه چې زه زیات شمېر زده کوونکي وینم چې هغوئ خبرونه مطالعه کوي. په هرصورت، هغه ژبه چې دوئ ورباندې خبرې کوي هغه تر‌ډیره رسمي وي اوکومه مختوی چې دوئ یی کاروي سیاسي وي اوپه عادي ژوندکې ترې ګټه نه اخیستل کیږي. دوئ چې څه وایی اړینه ده چې پرې پوه شو، خو دا ډیرپه لوړه کچه درسونه دي چې باید د انګلیسي ژبې د اساساتوله مطالعې وروسته زده کړل شي.
هغه دوست چې تاسو ورسره انګلیسي تمرین کوئ که انګلیسي د هغه مورنۍ ژبه نه وي دغه دوست هم ښه دی هم بد. دغه ملګری چې انګلیسي یی مورنۍ ژبه نه ده اوتاسوورسره خبرې کوئ باید د خبروکولوله ګټو اوځاینونوخبرې شئ. دا چې د دغه دوست انګلیسي مورنۍ ژبه نه ده اوتاسوورسره انګلیسي تمرین کوئ هغه یواځې تاسوته تمرین درکوي نورهیڅ هم نه. یواځې یوبل به کوچنیوتېروتنوته اشارې کوئ ، ممکن له یوبل ځینې بدعادتونه هم خپل کړئ، که په دې نه پوهیږئ چې سمه جمله څنګه وي اوغلطه جمله څنګه وي. نودغه د تمرین وخت تاسود سموموادوپه استعمال مصرف کړئ کوم چې موزده کړي دي. نه دا چې تاسویواځې پردې وخت ځایی کړئ چې یوه جمله څنګه ویل کیږي.
په لنډوکې، په انګلیسي کې یواځې هغه مواد زده کړئ چې باوري وي، عام استعمال ولري او هغه دقیق وي.

خلاصه!

دا قوانین ستاسوهغه هدف ته رسوي چې غواړئ په انګلیسي ژبه په روانه توګه خبرې وکړئ. په (Talk English) کې ټول تدریسي او زموږدرسونه له دغه طریقې استفاده کوي. په (Talk English) کې ستاسولپاره ټول اړین موادشته چې دغه هدف درپوره کړي.

له لوستنې مومننه!


استادشمس الرحمن زاهد

: له اسرايلو سره  د عربي هېوادونو، بحرين او متحده عربي اماراتو د اړيکو او دوستۍ تاريخي تړون په سپينې ماڼۍ کې لاسليک شو.

د راپورونو له مخې، په دغو مراسمو کې چې پرون شپه ترسره شول، د امريکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ او يو شمېر نورو امريکايي چارواکو هم شتون درلود.

پر دغه تړون د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير، د بحرين امير او د اسرائيلو لومړي وزير لاسليک وکړ.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد تړون د هرکلي ترڅنګ دغه اقدام د يوه نوي (منځني ختيځ) پيلامه بللې ده.

د يادونې ده، په ١٩٤٨ زېږديز کال کې د اسرايل هېواد له رامنځته کېدو وروسته عربي هېوادونو اسرايل پر رسميت ونه پېژاند خو په دې وروستيو کې د اماراتو او بحرين په ګډون څلورو عربي هېوادونو له اسرايلو سره اړيکې جوړې کړې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هيله څرګنده کړه چې نور هېوادونه هم له اسرايلو سره اړيکې جوړې کړي، خو د فلسطين حکومت له هېوادونو غوښتي چې له دغه کاره ډډه وکړي.

بلخوا د فلسطين ولسمشر محمود عباس د دغه تړون د غندنې ترڅنګ ويلي، هرکله چې اسرايل د فلسطينيانو غصب کړې سيمې خوشي کړي، بيا ورسره په سيمه کې امنيت راتللى شي.

دغه راز ايران او ترکيې هم دغه تړون غندلى دى.