Super User

Super User

): د لغمان اليشینګ ولسوالۍ کې د يو موټر چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولت زي وايي چې  نن سهار د الیشینګ ولسوالۍ ګونه پال درې د ولسي خلکو یو موټر له سړکه وتلی او کندې ته لوېدلی دی.

دی وايي چې د پېښې پر مهال يو کس خپل ژوند بایللی او لس نور ټپیان شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټپيان د يادې ولسوالۍ او مرکز مهترلام روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شيخ عبدالحکيم ويلي، اړوند خواوې بايد د مذاکراتو په جريان کې له زغم او حوصلې کار واخلي. د مذاکراتو د پر مخ وړلو لپاره باید شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته شي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم په ټويټر کې ليکلي چې شيخ حکيم دغه څرګندونې پرون د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ګډې ناستې په خپله وينا کې کړې دي.

شيخ حکيم ويلي، دا يو ښه فرصت دی چې د هېواد څلوېښت کلن روان وضعيت د حل په اړه په يوه ښه فضا کې خبرې کوي.

ده زياته کړې: ((طالبان د تفاهم اصل ته په احترام سره متعهد دی چې له اشغال څخه را ولاړو شوو ستونزو ته له نورو افغاني جهتونو سره د ګډ تفاهم له مخې د پای ټکی کېږدي او اسلامي هويت هغه څه دی چې ټول افغانان په يو محور راټولولی شي.))

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر وويل، په مذاکراتو کې هره خبره بايد د مسلمانانو په حيث د خپل هېواد د ستونزو د حل لپاره وي؛ نه د نورو د خوشحالولو لپاره.

د هغه په وينا، طالبان متعهد دي چې د اسلامي مقدساتو او ارشاداتو په رڼا کې دغه پروسه پرمخ بوځي.

شيخ حکيم زياتوي، اړوند خواوې بايد د مذاکراتو په جريان کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي، د مذاکراتو د پر مخ وړلو لپاره بايد شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته شي.

ده ويلي: ((په دې مذاکراتو کې زموږ ګډون په دې خاطر دی چې په خپلواک افغانستان کې د واقعي اسلامي افغان شموله مرکزي نظام د قيام لپاره په ګډه پرېکړه وکړو.))

د هغه په وينا، جګړه يې د واک ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې له بهرني اشغال څخه د هېواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره ده.

شيخ حکيم وايي: ((نورو ته اجازه نه ورکوو چې له خپلې يا پردۍ خاورې زموږ د خاورې او خلکو استقلال ثبات او امنيت وګواښي.))

د طالبانو د مذاکراتي ټېم مشر ويلي، افغانان بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي، هېڅ بهرني لوری بايد د افغانانو په چارو کې مداخله ونه کړي.

په دغو شمېرو سره په دې هېواد کې پر دې ویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر له ۳۸ زرو واوښت.

د چک د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې ۴۷۸ تنه هم د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.

په چک جمهوریت کې په دې وروستیو کې د کرونا مثبتې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې چې چارواکي یې دې ته اړ کړي څو په تړلو ودانیو کې د ماسکونو اغوستل اجباري کړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو او ترې د مړو شویو نږدې نهه لکه او ۳۰ زرو ته رسېږي.

دا اعلان وروسته تر هغه کېږي چې په یونان کې د موریا په نوم د کډوالو یو کمپ له اورلګېدنې وروسته ونړېده.

د جرمني د صدراعظمې اړوند کریسټین ډیموکرات ګوند او متحد حزب‌یې پرون هوکړه وکړه چې له یونان سره د پیوستون په هدف د کډوالو ۴۰۸ کورنۍ خپل هېواد کې قبلوي.

پر دې سربېره جرمني ویلي، هغو ۱۵۰ بې‌سرپنا ماشومانو ته هم پناه ورکوي چې د یونان کمپونو کې اوسېږي.

یونان کې د موریا کمپ له سوځېدو وروسته څه باندې ۱۲ زره کډوال بې‌سرپناه شول چې اکثره‌یې د افغانستان، سوریې او افریقا وګړي دي.

د دغې اورلګېدنې په تور پنځه افغان کډوال نیول شوي دي.

محمد جواد ظریف دا څرګندونې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو د سولې د خبرو او د یوه سمدستي اوربند د ټینګېدو لپاره د سیمې او نړۍ د اجماع پر اهمیت او هم په دې پروسه کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د رول په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلی اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکارۍ د دوام غوښتنه داسې مهال کوي چې د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو په مقدماتي غونډه کې د ایران په استازیتوب چا برخه وانه‌خیسته.

د اجنډا له مخې په پام کې وه چې د بهرنیو چارو وزیر دې غونډې ته وینا وکړي، خو ښاغلي اتمر وروسته وویل چې له امریکا سره د ایران د اختلاف له امله جواد ظریف په دې غونډه کې ګډون ونه‌کړ.

دغه کنفرانس چې د نومبر په ۲۳ او ۲۴ جوړېږي، هدف‌یې له افغانستان سره د نړیوالو د ژمنو نوي کول، د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې پر پرمختیایي هدفونو توافق او په مالي برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ یاد شوی دی.

تمه ده چې په دې نړیوال کنفرانس کې به د څه باندې ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د افغانستان د دولت او مدني ټولنې استازي به هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي وایي، د ملي امنیت پنځه سرتېري او څلور محلي پولیس تېره شپه له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي.

سعدي وایي، دغې جګړې ټوله شپه دوام درلود چې سهار مهال پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړه: "مخالفانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل، بریدونه د کندز بندر او خواجه غار بندر سیمو کې وشول، سهار څلور پنځه بجې مو بېرته دا سیمې ونیولې."

د ولسوال په خبره چې په دې برید کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

د تاوتریخوالي اړوند له تخاره په یوه بل خبر کې د کلفګان ولسوالۍ په بازار کې تېر ماښام د ماین چاودنې ۲ تنه وژلي او ۲۰ نور یې ټپيان کړي دي.

د چاودنې هدف د خیر محمد تیمور په نوم یو پخوانی جهادي قوماندان و چې خپله روغ ترې وتلی، خو دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

بل لور ته د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي چې د مرکز اړوند پورک او ازرې ولسوالۍ کې یې تېره شپه اته طالبان وژلي دي.

طالبانو تر اوسه د درې واړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله دوو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د یاد ولایت امنیتي مسوولین وايي چې پېښه تېر ماښام شوي او پایله کې یې ۱۲ تنه ټپیان هم دي.

د تخار پولیس د پېښې څرنګوالي په تړاو وايي، کله چې، د تخار پخوانی امنیه قومندان، خیرمحمد له سیمې د تېرېدو په حال کې و، په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې.

دغه مسوولین زیاتوي چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د مایع ګازو څو ډبو اور اخیستی او یو دوکان هم سوځېدلی او شل نور زیانمن شوي دي.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

لوګر ولایت کې د کرنیزو مخصولاتو مدیریت اړوند ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۲۲ میلیونه افغانۍ دي، چې پرون د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، چې په دغو بشپړ شویو پروژو کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه، د کچالو ۷۹ زېرمتونونه او ۲۸ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو ۲۸ وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.

 دغه نوي پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په لوګر ولایت کې یادې کرنیزې پروژې پلي کېدل ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د خوښۍ لامل شوي دي.

 دوی وایي، چې یاد کرنیزې برنامې کولای شي، چې د کرنې په میکانیزه کولو او وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو په لړ کې پرون له پاکستانه هند ته تللی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد تېره ورځ ناوخته دغه هیواد ته سفر کړی او د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر جای شنکر او د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې په قطر کې د افغان سولې پر روانو مذاکراتو بحثونه شوي دي.

د خبرپاڼې په خبره، دواړو لوریو د افغان سولې په مذاکراتو کې د اوربند موضوع مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې لومړی باید په یو دایمي اوربند هوکړه وشي ترڅو په ارامه فضا کې خبرې اترې وشي.

خبرپاڼه لیکي، په دې لیدنه کې دا هم وویل شول چې افغانان باید په دې ډاډه اوسې چې خاوره به یې د هیڅ ترهګرې ډلې په واسطه د کوم هیواد په مقابل کې استفاده نه شي.

د خبرپاڼې له مخې، زلمي خلیلزاد وویل، د افغان سولې د بریالیتوب لپاره د نړیوالو او سیمې هیوادونو ملاتړ ډېر زیات مهم دی او په خبره یې هند او امریکا به له یاد بهیر ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد تېره روځ پاکستان ته هم سفر کړی و او هلته یې د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې د مذاکراتو پر روان بهیر خبرې کړې وې.

 د یادونې ده چې دا فغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د شنبې په ورځ په قطر کې پیل شو چې لا هم دوام لري او ډېره تمه شته چې یوې هوکړې ته به ورسېږي.