Super User

Super User

افغان حکومت او طالبانو په خپلو اعلاميو کې چې ورته کلمات پکې کارول شوي، د دواړو مذاکراتي ډلو ترمنځ د لومړۍ عمومي غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي وياند نادر نادري تېر ماښام پر خپل ټوېټر وليکل:

مازدیګر څلور نیمې بجې د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو ترمنځ عمومي ناسته ترسره شوه. د دواړو ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او سپارښتنه یې وکړه چې د تماس ګروپونه هر کله د ناستو د طرز العمل او تقسیم اوقات په اړه پاتې کار نهايي کړي، له هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډا په اړه ناستې ترسره کیږي.

په اعلاميه کې زياته شوې، د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده. په ناسته کې د دواړو ټیمونو لخوا دوه دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول.

په اعلاميه کې زياته شوې چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.

د يادولو ده چې دا د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاويو تر منځ لومړنۍ مخامخ عمومي ناسته وه.

په هرات کې یوې باوري سیمه ییزې سرچینې وایي چې د زنده جان ولسوال حاجي جمعه ګل نن سهار د دندې پر لور روان و چې د زنده جان ولسوالۍ د ملي امنیت ریاست ته نږدې د طالبانو له کمین سره مخ شو.

د سرچینې په وینا، په دغه برید کې ولسوال برسېرن ټپي شوی دی.

خو د زنده جان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې طالبانو نن سهار د دې ولسوالۍ پر بازار برید کړی چې په پایله کې یې د زنده جان ولسوال ټپي شوی دی.

خو د هرات پولیس له دغه بریده ناخبري ښیي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په شپه هم طالبانو د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز موټر بم برید ترسره کړی و چې په نتیجه کې یې ۶ امنیتي سرتیري ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

د ناټو ملکي سفير سټيفانو پونټيکورو دغه څرګندونې د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستيال امرالله صالح سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

هغه په خپل ټويټر کې ليکلي چې په دې ليدنه کې يې د افغانستان د سولې پر پروسې او وروستيو سياسي او امنيتي حالاتو خبرې وکړې.

د ناټو ملکي استازي ويلي چې د طالبانو له خوا وروستي مخ پر زياتېدونکی تاوتريخوالى نور د منلو  وړ نه دی.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې تاوتريخوالى کم کړي او د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښيي، څو د افغانستان اوږدې شخړې ته د سياسي لارې د هواري لاره برابره شي.

سټيفانو ويلي: ((په دې ليدنه کې مې ټينګار وکړ چې د سولې بين الافغاني مذاکراتو کې بايد د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوى متحد وي؛ ځکه چې له بې اتفاقۍ طالبان ګټه پورته کوي.))

د هغه په وينا، اوس د دې وخت را رسېدلى چې د ټولو لپاره د سولې هڅې وشي او د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.

پولیسو د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې نهه کسان د قتل او غلاوو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندز، هلمند او پکتیکا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوندو سیمو کې دڅو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه کسان د قتل، وژنې، او غلاوو په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې غیري مسئوله وسله‌وال زیات شوي او هره ورځ د هیواد له ډېریو سیمو د نا امنیو خبرونه راځي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ناروغي ۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پر کرونا اخته یو کس مړ شوی او ۲۵ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه په هیواد کې یو زر او ۴۲۶  کسان له کرونا ناروغي مړه شوي او ۳۲ زره او ۹۸ بیا بېرته رغېدلي دي.

په دې سره په هیواد کې په کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۱۵ ته رسېدلی دی.

طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ د ولسوال پر کور برید کړی او د هغه یو ورور او یو ساتونکی یې وژلي دي.

د بره‌کي برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه ناوخته د نوموړي په کور برید کړی چې په پایله کې یې یو ورور او ساتونکی وژل شوي او یو ورور یې ټپي شوی.

د بره‌کي برک د ولسوال کور د لوګر ولایت د محمداغه ولسوالۍ د ګمران په سمیه کې موقعیت لري.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

محمداکبر له لومړنیو کسانو و چې په ۱۳۷۲ کال کې یې د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په ګلمیر سیمه کې زعفران وکرل.

هغه په افغانستان کې د کوکنارو پر ځای د زعفرانو د بدیل کښت په ترویج کې مهم رول ولوباوه.

د نوموړي مشر زوی جلیل احمد وايي چې پلار یې د مغزي سکتې له کبله مړ شو.

مخکېني ولسمشر حامد کرزي محمداکبر ته د زعفران د بابا د لقب ترڅنګ د وزیر محمد اکبر خان مډال هم ورکړ.

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسرائیلو او د خلیج د دوو عربي هېوادونو متحده عربي اماراتو او بحرین ترمنځ د عادي اړیکو د ټینګېدو د تړون د لاسلیک په ویاړ نن د سپټمبر په ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې یوه غونډه جوړه کړي.

ټرمپ چې غواړي په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د خپلې بهرنۍ پالېسۍ لاسته راوړنې خلکو ته وښيي، دا تړون یو رښتینی تاریخي تړون بللی او ویلي یې دي، له اسرائیلو سره د متحده عربي اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کېدل به په منځني ختیځ کې د سولې ټینګښت ته لاره اواره کړي.

اسرائیل له متحده عربي اماراتو سره د اړیکو د عادي کولو تړون د اګسټ په ۱۳مه او له بحرین سره د سپټمبر په ۱۱مه لاسلیک کړ.

اسرائیلو د دې تړون له مخې ژمنه کړې چې د لوېدیځې غاړې اشغال شوې سیمې به له خپل قلمرو سره نه‌ضمیمه کوي.

د بادغیس سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د دې ولایت پخوانی سناتور رنګین مشکواڼی او د هغه څلور نږدې خپلوان په اب کمري ولسوالۍ کې وژلي دي.

د بادغیس مرستیال والي فیض محمد میرزا  وایي، پېښه هغه مهال وشوه چې ښاغلی مشکواڼی د اب کمري له مبارکشاه سیمې څخه د بادغیس د مرکز قلعه نو پر لاره د طالبانو پر کمین برابر شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

له کابل څخه قطر ته د استول شوي پلاوي غړي نادر نادري په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي چې د دواړو لورو د پلاوو د تماس ډلو پرون د شپې تر ناوخته پورې د خبرو د اجنډا، طرزالعمل او داخلي اصولو بحث وکړ.

هغه زیاته کړه: "د طرزالعمل او کاري اصولو په اړه مو بحث وکړ او د دواړو خواوو د پلاوو عمومي غونډې ته چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ جوړه شي، د دې طرزالعمل او کاري اصولو د وړاندې کولو لپاره مو پر لازمو تیاریو کار وکړ."

د افغانستان د جګړې د ښکېلو دوو خواوو یعنې افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د شنبې په ورځ په قطر کې پیل شوې.

دواړو لورو ویلي دي چې تر اوسه د دوی ترمنځ د تماسونو چاپېریال مثبت دی.