Super User

Super User

د بلخ د ښځو د چارو رئیسې شهلا حدید وایي پر دې نجلۍ چې اصلاً د کابل اوسېدونکې ده او یو کال مخکې یوه پاخه سړي ته واده شوې وه د دې سړي پنځو زامنو او دوو زومانو پرې جنسي تېری کړی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي په دې جنایت کې د لاس لرلو په تور مشکوک کسان نیول شوي او دوسیې یې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

افغانستان په لومړي ځل په ملګرو ملتونو کې د ښځې مقام د کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، دا یو ډېر مهم نړیوال کمېسیون دی چې افغانستان به یې د څلورو کلونو لپاره غړیتوب ولري.

نوموړې وایي، دغه کمېسیون به د ښځو د حقونو، جنسیتي تبعض د له منځه وړلو او د مېرمنو د ژوند په ښه کولو کې فعالیت کوي.

عادله راز وایي، د یاد کمېسیون د غړیتوب په مرسته به وکولای شي چې په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره مبارزه وکړي.

دغه کمېسیون د ملګرو ملتونو یو بین الدولتي بنسټ دی چې ۴۵ هېوادونه یې غړیتوب لري.

د سولې خبرو او مخامخ مذاکراتو له پيل سره په يو وخت وسله والو طالبانو له مرکز ګردېز سره د اووه ولسواليو نښلوونکې لويه لاره تړلې، چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پکتيا ځينې اوسېدونکياو د ولایتي شورا غړي وايي ياده لويه لاره له څه مودې راهيسې خورا ناامنه شوې وه، خو د امنيت د ټينګښت لپاره کوم اقدام ونشو، تر چې اوسمهال وسله والو طالبانو پرې منظمي پوستې جوړې کړې دي.

د پکتيا امنيتي مسولین هم مني چې وسله والو طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی، خو په خبره يې دوی هڅه کوي چې خلکو ته يې د زيان اوښتو مخه ونيسي،

پر دغه لويه لاره تلونکي مسافر او ځايي خلک وايي وسله والو طالبانو پر ياده ترانزيټي لاره ګمرک هم جوړ کړی، چې له لويو موټرو پيسې اخلي او له دولت سره تړلي خلک له موټرو ښکته کوي او وژني يې.

د پکتيا امنيتي مسولین وايي چې وسله والو طالبانو خپلو بريدونو او تحرکاتو ته زور ورکړی، خو په خبره يې هڅه کوي چې خلک يې له زيانونو څخه په امن کې کړي.

دوی زياتوي هغه سيمې چې پخوا پکې امنيتي ستونزې وې اوس يې علمیات پیل کړي چې شته امنیتي خنډونه به له منځه یوسي.

د یادولوده، چې  په دې وروستیو کې د سویل ختیځ زون ډیری لویې لارې لکه پکتیا ـ کابل. پکتیا ـ پکتیکا او پکتیا غزني ولایتونو ته لویې لاري زیاتې ناامنه شوې دي، چې پر تلوونکي خلک او موټر
چلوونکي یې له حکومت نه د امن کولو غوښتنه کوي.
نور احمد حیران /پکتیا 

له ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا  “save the Children” وایي، افغانستان کې د کرونا وایروس په لړ کې له ماشومانو سره د دوی د کورنیو له خوا تاوتریخوالی دوه برابره شوی.

له ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا  “save the Children” په تازه کړې سروې کې ویلي، د کرونا ناروغي د خپرېدو له کبله د مکتبونو بندېدل د دې لامل شوي چې له افغان ماشومانو سره یې د کورنیو تاوتریخوالی دوه برابره زیات شي.

یاده سروې چې د یو نسل د ساتنې ترنامه لاندې شوې ده، له ۳۵۱ ماشومانو او د هغوی له سرپرستانو د شپږ میاشتو قرنظین کې د دوی د ژوند په اړه پوښتنې شوي دي.

په دغه سروې کې راغلي، د دې پوښتنو په پایله کې د په هرو لسو ماشومانو کې اته ماشومانو د قرنطین په موده کې له دوی سره د کورنیو له چلنده سر ټکولی.

په سروې کې راغلی،  د ډېریو کورنیو نظر دا و چې دوی نه شو کولای چې د ماشومانو لپاره قوي او د دوی د خوښې غذا برابره کړي.

په یاده سروې کې راغلي، مخکې تر قرنطین په افغانستان کې له ماشومانو سره یې د کورنیو له لورې د تاوتریخوالي کچه اته سلنه وه خو له قرنظین را وروسته دغه کچه ۱۷ سلنه ته لوړه شوې ده.

د یادې سروې د پایلو له مخې، ۳۰ سلنه ماشومان د قرنطین په موده کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي، او ۶۴ سلنه ماشومانو بیا د قرنطین په جریان کې له خپلو استادانو سره هیڅ اړیکه نه لرله، دغه راز ۸۰ سلنه ماشومانو بیا د مکتبونو تړل کېدو په موده کې هیڅ نه دې زده کړي او یا یې هم کم زده کړي دي.

د افغانستان دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي وايي، په «امنیتي تړون» کې د ملېشو جوړولو بحث هېڅ مطرح نه دی.

د کورنیو چارو او ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستانو نن دوشنبه د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، افغان حکومت د دې سره سره چې ملېشې نه جوړوي بلکې مخالفت یې هم کوي.

تر دې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړو ویلي و چې د افغان حکومت د امنیتي تړون د طرحې عملي کول د ملېشو د جوړولو لامل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل:"امنیتي تړون د جنايي جرمونو کمېدو په خاطر رامنځته شوی دی."

ښاغلي اندرابي همدارنګه زیاته کړه چې په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰زره تنه نیول شوي دي.

هغه وویل چې د نیول شوو کسانو عمرونه له ۱۲ څخه تر ۲۵ کلونو پورې دي.

یادې استجوابیه غونډې ته د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج هم وویل چې د تېرو څو کلونو راپدېخوا د ولسي پاڅونوالو په یوم یو شمېر کسانو د وسله والو مخالفینو پر ضد وسله پورته کړې چې په وینا یې ګټور ثابت شوي دي.

ښاغلي سراج همدارنګه زیاته کړه چې په نژدې یوه میاشت کې د ماینونو ښخولو په تور ۸۰ تنه هم نیول شوي دی.

افغان حکومت د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۴مه په افغانستان کې د امنیتي تړون د طرحې د عملي کولو د اعلان پر مهال وویل چې دا طرحه د امنیت د ښه‌والي او په دې برخه کې د خلکو د ګډون لپاره جوړه شوې ده.

د امنیتي تړون دغه طرح د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو او د ملي امنیت ریاست له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

د غه ټویټ پرون د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه محمد اصف کړی دی.

نوموړي په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د طالبانو د مرستیال ملا عبدالغني برادر له عکس سره په ظاهره امریکا ته په خطاب کې لیکلي: "که زور ستاسې دی، خو الله له موږ سره دی، الله اکبر."
د دغه ټویټ په ځواب کې د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر خواجه اصف ته لیکلي، همدغه ملا برادر چې خدای لري، هغه مهال پاکستان کې بندي و او شکنجه کېده چې تاسو د دفاع وزیر وئ.

عمر دې ټویټ کې وړاندې ښاغلي اصف ته لیکلي: "کله چې تاسو وزیر وئ، پاکستاني طالبانو د پوځ پر یوه ښوونځي برید کې ۱۴۰ ماشومان ووژل، ایا هغوی هم خدای درلود."

د خواجه محمد اصف دغه دریځ د افغان سیاسیونو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل پر خپل فېس‌بوک د خواجه اصف د ټویټ په شریکولو سره لیکلي چې "خواجه جانه: خدای ستاسو په اجاره کې نه‌دی، بلکې ډېره ترهګري، قتل او غارت ستاسو په اجاره کې دی".

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د ښاغلي اصف په ځواب لیکلي "او حکومت چې تر اوسه میلیونونه ډالره اخیستي هغه د چا و؟"

اخوا بیا د پاکستان پارلمان غړي او د دې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ پر ټویټر لیکلي "خدای نه ظلم کوي او نه ظالمانو سره دی، الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه‌کوي."تر اوسه اسلام‌اباد په رسمي ډول د دغه ټویټ په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د ښاغلي اصف د ټویټ د نظرونو په برخه کې ګڼو کسانو د هغه په پلوئ او ګڼو نورو د هغه دا دریځ غندلی دی.

کرنې وزارت وایي، نورستان ولایت کې یې له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره بېلابېلې مرستې کړې دي.

د نورستان د کرنې ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت له یوشمېر کروندګرو او مالدارانو سره د جلغوزیو د غوټو راټولولو د عصري بیاتي ګانو، د شېدو دحفظ الصحې کڅوړو او د رب او اچارو د جوړولو د اړونده توکو مرستې وکړې.

د نورستان د کرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وویل، دغه توکي چې په کې د جلغوزیو د غوټو راټولولو ۱۲۰ عصري بیاتي ګانې، د شېدو د حفظ الصحې ۴۳ کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې یې د شېدې د پروسس لس توکي دي او د رب او اچارو د جوړولو درې کڅوړې شامل دي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو او مالدارانو وېشل شوي دي.

 کرنې وزارت وایي، ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د جلغوزیو د حاصلاتو خوندي ټولولو ته زمینه برابرول، د خوړو خوندیتوب، د شېدې حفظ الصحې ته پاملرنه او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

اکثره دغه بې‌ځایه شوي کسان په موقتي سرپناوو کې ځای پر ځای شوي چې د کرونا ویروس د لېږد وېره‌یې زیاته کړې ده.

د ګرمۍ له کبله د کالیفورنیا، اوریګن او واشنګټن په ځنګلونو کې بل شوي اور تر اوسه څو تنه وژلي او لسګونه نور تري تم دي.

په دغو درېیو ایالتونو کې ۶،۳۰۰ تنه مخکې له مخکې د سره صلیب په سرپناوو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

داسې وېره شته چې د اورونو تر مړه کېدو پورې به ۵۰ زره نور کسان سرپناوو ته اړتیا پيدا کړي.

دا په بلاروس کې د وروستیو اعتراضونو او ناکراریو د پیل راهیسې لومړی ځل دی چې دواړه مشران مخامخ خبرې سره کوي.

دغه مشران د روسیې په سوچي ښار کې داسې مهال سره ګوري چې د بلاروس د پلازمېنې مېنسک په ګډون په نورو ښارونو کې د ولسمشر پر ضد اعتراضونه پنځمې اوونۍ ته وغځېدل.

مظاهره‌چیان د ولسمشر لوکاشینکا د ۲۶ کلنې واکمنۍ ختمېدل غواړي.

دغې شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې تړاو پرون یکشنبه د امنیتي سکټور لوړپوړو مسؤلینو په خپله اوونیزه غونډه کې بحث او پرېکړې وکړې.

خبرپاڼه کې د لویو لارو د امنیت او د ځواک د مؤثرې استفادې څرنګوالی نه‌دی واضح شوی، خو ویل شوي چې نوي تصامیم د امنیتي وضعیت او ګواښونو له ارزونې وروسته نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دننه وسله‌والو مخالفو ډلو او جرمي ګروپونو وروستیو کې یو ځل بیا خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

قطر کې د سولې له خبرو سره سره پرون له کندز، بدخشان، غزني، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ناامنیو او جګړو راپورونه خپاره شول.