Super User

Super User

هرات کې سیمه‌ییز چارواکي وایي، د هرات ـ اسلام‌قلعه پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند ډاکټر عارف جلالي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه پېښه نن سهار د هرات ـ اسلام‌قلعه پر لویه لاره رامنځته شوې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

نوموړي ویلي، د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه تراوسه معلومات نه لري خو په وینا یې د حوزوي روغتون امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي او هڅه کوي چې ټپیان او مړي له ساحې څخه را وباسي.

سحر همدرد د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو نوې مرستياله وټاکل شوه.

د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې همدرد نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شوه.

په دې مراسمو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزير محمود کرزي ويلي، چې همدرد تر دې وړاندې هم د ښاري پراختیا برخه کې مهم کارونه کړي دي.

سحر همدرد د کابل پولتخنيک پوهنتون کې د ليسانس په کچه تر زده‌کړو وروسته د جاپان د تويو هاشي پوهنتون د ښاري پلان جوړونې او مهندسۍ برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې دي.سحر همدرد تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ د پلان جوړولو او ښاري پراختیا د مرستيالې، د ښاري پراختیا برخه کې د ولسمشر د سترې سلاکارې او د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ د عمومي رئيسې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د انجنيري او مهندسي نظام د پراختیا ادارې د رئيسې په توګه دندې ترسره کړې دي.

متحده ایالاتو پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي او دا ځل‌یې د دې هېواد د تېلو په سکټور کې فعال شرکتونه، مؤسسې او افراد په نښه کړي.

په نویو بندیزونو کې د ایران د پټرولیم وزارت، د ایران د تېلو ملي کمپنۍ او د ایران د ټانکرونو ملي شرکت شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون د اکټوبر په ۲۶مه نېټه په یوه بیان کې وویل، هغوی چې بندیزونه پرې لګېدلي، د ایران د سپاه پاسداران اړوند قدس ځواک ملاتړ کوي. په بیان کې د خزانې د وزیر ستیفن منوچین له قوله ویل شوي دي چې د ایران رژیم د قدس ځواک د ورانکارو فعالیتونو د تمویل لپاره د تېلو له سکټور څخه کار اخلي.

بیان زیاتوي چې د ایران حکومت د خپلو خلکو د ملاتړ پر ځای د ترورېستي ډلو او د خپل اټمي پروګرام ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو موارد په زیاتېدو دي، د روغتیا نړیوال سازمان مشر د دې وبا د دوامداره کېدو په اړه خبرداری ورکړی.

د «WHO» مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون د اکټوبر په ۲۶مه، په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د ځمکې د شمالي نیم کرې په ډېرو هېوادونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې د خلکو د بستر کېدو پېښې زیاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د جدي مراقبت څانګې، په تېره د اروپا او شمالي امریکا په ګډون په ځینو ځایونو کې نوي ناروغان نه‌شي منلی ځکه ځای نه ورته لري.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې له ۴۳ میلیونو زیات انسانان په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوي او له ۱۱ لکو زیات کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، اوس خلک کولای شي په ډاډه زړه پر دې لار تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو د ساتنې د مسؤلیت په چوکاټ کې د کندهار-هلمند پر لار پوځي عملیات وکړل او دغه لار یې په بشپړ ډول تصفیه کړه. د دې لارې په اوږدو کې په لسګونه ماینونه کشف او شنډ کړای شول."

وسله‌والو طالبانو د دغو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

پر هلمند د وسله‌والو طالبانو له تازه ډله‌ییزې حملې وروسته د کندهار-هلمند د لویې لارې ځینې برخې ناامنه شوې وې.

 

پرون هم نږدې ۴۰ تنه محلي پولیس تر روزل کېدو وروسته په ملي پولیسو کې مدغم شول.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل پرون ناوخته وویل: "د پکتیا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې ځیني سیمه‌ییز پولیس تر یو میاشتنۍ روزنې وروسته د ملي پولیسو په لیکو کې مدغم شول. دغه پولیس به د یادې ولسوالۍ د امن تأمینولو په برخو کې په دنده وګمارل شي."

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي درې اوونۍ مخکې ویلي وو چې تر درېیو میاشتو پورې به په افغانستان کې د محلي پولیسو ۲۴ زره کسیز تشکیل ختم شي.

د محلي پولیسو پر تشکیل او د فعالیتونو پر څرنګوالي له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې انتقادونه شوي دي.

د کندهار-ارزګان د لويې لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي پر عمومي لارو د خښ شویو ماینونو او جګړو له امله په ډاډه زړه سفر نه‌شي کولای او مجبور دي چې پر فرعي لارو تګ راتګ وکړي.

د دوی په وینا دا ستونزه د دې لامل شوې چې د سفر وخت‌يې له یوې ورځې دوو او درېیو ورځو ته اوږد شي او د لارې کرایه هم لوړه شي.

امین‌الله او د هغه لسګونه نور ملګري چې د کندهار-ارزګان پر لویه لار موټر چلوي وايي عمومي لارې د جګړې او ماینونو له امله ډېر وخت تړلې وي او دوی مجبور دي چې پر اوږدو فرعي لارو تګ راتګ وکړي.

په عین وخت کې د ارزګان اوسېدونکی محمد زمان وايي د عمومي لارو د تړل کېدو سره سم د موټرو د لارو کرایه او ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي.

د کندهار والي حیات‌الله حیات وايي وسله‌والو طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د کندهار-ارزګان د لويې لارې ډېرې برخې تخریب کړي چې رغول‌یې وخت ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا د دغه لارې د شاهراه کنډک د امنیتي ځواکونو د تشکیل کموالی بله هغه ستونزه ده چې له امله‌یې لار ناامنه وي.

نن سهار د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې په يوه ديني مدرسه کې چاودنې درنه مرګ ژوبله رامنځته کړې ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې دغه چاودنه کې ۷ تنه مړه دي او ۷۰ نور ټپيان شوي دي.

د پېښور امنيتي چارواکي وايي، دغه چاودنه د زرګراباد دير کالونۍ په سپين جومات مدرسه کې نن سهار رامنځته شوه.

د پېښې ډېری قربانيان د دې مدرسې زده‌کوونکي او ښوونکي دي.

د پېښور پوليس وايي، چاودېدونکي توکي په يوه بکس کې مدرسې ته وړل شوي وو.

تر دې مهاله د دې بريد مسووليت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار شپږ بجې خوست ښار کې د پولیسو ځانګړې قطعې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې چې له کبله یې ۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، امنیتي ځواکونو د پولیسو ځانګړې قطعې ته د وسله‌والو د ننوتلو مخه نیولې ده.

د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح د کابل د امنيت په تړاو ناسته کې ويلي چې د پاکستان ويزو کې د ګڼې ګوڼې ستونزه به ډېر ژر هواره شي.

صالح ته چې د روان لمريز کال د تلې له ٢٦مه نېټې څخه د کابل د امنيت چارې سپارل شوې دي، هر سهار له مسوولينو سره په دې تړاو غونډې کوي.

د و لسمشر لومړي مرستيال د لړم په ٥مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې نن سهار شپږ نيمې بجې يې د کابل د امنيت په تړاو نهمه ناسته ترسره کړه.

هغه زياته کړې چې په دې ناسته کې د پاکستان سفارت مخې ته د ويزو ترلاسه کوونکو د ګڼې ګوڼې موضوع په دقيقه توګه و ارزول شوه.

صالح ويلي: "د پاکستان د سفارت مخې ته هغه کمېشن کاران چې له خلکو سره غير انساني چلند کوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې، ډېر ژر به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي."

د نوموړي په وينا، د دې ستونزې هوارولو په تړاو به ډېر ژر معلومات له خلکو سره شريک شي.

د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې په کابل او جلال اباد کې د پاکستان د ويزو ترلاسه کول پر يو لوی مشکل اوښتی دی.

څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ١٢ ښځې مړې شوې او د ١٠ ښځو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شول.

دغه راز له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې څو ځلې په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته د ويزو مراجعين لاريونونه هم کړي او ادعا کوي چې کمېشن کاران له خلکو پيسې اخلي او هغوى ته ويزې ورکوي چې له امله يې نور عادي خلک ويزې نه شي ترلاسه کولى.

دا په داسې حال کې چې پاکستان د افغانانو لپاره د ويزې نوې پاليسې کړې چې له مخې يې اوس د شپږو مياشتو پر ځاى عامو خلکو او ناروغانو ته يو کلنه ويزه، محصلينو ته د ټولې تحصيلي دورې ويزه او سوداګرو ته پنځه کلنه ويزه ورکوي.