Super User

Super User

د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو طالبانو څلور کسان چې په هدفي وژنو او د ماینونو ځای پر ځای کولو کې یې رول درلود، په کابل ښار کې نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، راغلي چې دغه کسان تېره شپه د ملي اردو ځواکونو له خوا د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې دغو کسانو په کابل ښار کې په هدفي وژنو او په دولتي موټر پسې د چسپکي ماینونو نښلولو مسوولیت پر غاړه درلود.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیو کې د هدفي وژنو او د چسپکي ماینونو اېښودو مسوول مولوي صداقت مشهور په خطري، د مولوي صداقت د ګروپ د غړي او د چسپکي ماینونو نښلولو مسوول روح الله مشهور په زورکي، د طالبانو د لس کسیزې ډلې سرګروپ سمېع الله مشهور په صدیق الله او د چسپکي ماینونو د انتقال د مسوول جان اغا مشهور په لونګي نومونه یاد شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: د پوهنې وزارت وايي چې د اسلامي تعليماتو معينيت د وزارت له جوړښت څخه نه ایستل شوی، نه مدغم شوی او نه هم په حج او اوقافو وزارت پورې تړل شوی دی.

ددغه وزارت له خوا  په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست د مقام د حکم له لارې د تشکیلاتو د کره توب، د اداراتو د اغېزمنتوب او ودې په موخه د پوهنې وزارت اصلاحي تشکیلات منظور شول.

سرچينې زياته کړې، د پوهنې وزارت دغه اقدام؛ په تېره د اسلامي زده کړو د معینیت په اړه په عامه اذهانو کې ځینې پوښتنې را پورته کړې دي چې په هېواد کې د اسلامي زده کړو د ودې په اړه د هغوی لوړ تعهد او احساس څرګندوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پوهنې وزارت د هېوادوالو پاکو احساساتو ته په درنښت اړینه بولي، تر څو د دوی د اندېښنو او پوښتنو په اړه توضیحات ورکړي .

دغه وزارت ويلي، د اسلامي زده کړو معینیت چې تر ادارې لاندې یې دارالعلومونه، دارالحفاظونه او دیني مدرسې فعالیت کوي، د پوهنې وزارت له جوړښت څخه نه ایستل شوی، نه مدغم شوی او نه هم په حج او اوقافو وزارت پورې تړل شوی دی.

سرچينې زياته کړې، دا يوه تشه ډنډوره ده او دغه موضوع پرون د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د پوهنې وزارت د سرپرستې وزیرې له خوا شریکه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پوهنې وزارت مشرتابه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي؛ چې په تشکیلاتو کې اصلاحي بدلونونه کومه سیاسي موخه نه لري، بلکې د یوه دیني او هېوادنۍ مینې له امله ترسره شوې، چې د خپلو مرکزي تشکیلاتو په راټولولو سره د پوهنې متوازنه پراختیا، خدماتو وړاندې کول او په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې د سرچینو عادلانه وېش تضمینوي .

دغه ورزات ويلي، هېوادوال به د هېواد په ښوونیز نظام کې د پراخو، موثرو او واحدو کړنلارو پر بنسټ د سترو لاسته راوړنو شاهدان وي.

د يادونې ده، چې د اسلامي تعليماتو معينيت د له منځه تللو په اړه د خپرو شويو اوازو او خبرونو وروسته ځينو سياسي ګوندونو، شخصيتونو او مدني فعالانو کلکې نيوکې کړې وې.

 

د عامې روغتیا نوماند وزیر احمد جواد عثماني ولسي جرګې ته د خپل کاري پلان وړاندې کولو پر مهال وویل، ددې لپاره چې روغتیایي خدمتونه کورونو ته ورسوي ۱۱۸ سیار ټیمونه یې فعال کړي او د کرونا وایروس خپرېدو په خاطر يې د آکسیجن ستونزې هم هوارې کړې.
دغه راز نوموړی زیاتوي، د درمولو د پلورلو او روغتیایي خدماتو وړاندې کولو لپاره به مشخصه پالیسي جوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې له تېرو دوو اوونیو را په دې خوا د کابینې د وزیرانو برنامې اوري او تراوسه یې ۱۹ وزیرانو ته د رایې صندوقونه ایښي چې له ډلې یې دوه نوماند وزیران رد شوي او ۱۷ نور تایید شوي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره په ګډه کرښه کې د کُرمې ايجنسۍ په شهيدانو ډنډ سيمه کې ۱۲ ګډ سوداګريز مارکېټونه جوړ کړى.

په کابل کې د دې هېواد سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، دغه مارکېټونه به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې جوړ شي او دا به يوه ازمايښتي پروژه وي.

اعلامیه وايي، دا کار به د دواړو خواوو ترمنځ د خلکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي او د توکو د قاچاقو مخنیوي کې به هم ګټور ثابت شي.

د پاکستان د سفارت د خپرې کړې اعلامیې له مخې دغه هېواد د دې کار په هدف له افغانستان سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړي.

سرچينه وايي، پاکستان د ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبر په میاشت کې دا هوکړه افغان لوري ته سپارلې او په دې اړه يې د نظر غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 میدان وردګ سیمه ییز چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا ټول برمته شوي کسان خوشي شوي دي.

چارواکي وايي چې یاد کسان تېره شپه د یاد ولایت د جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر خوشي کېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د میدان وردګ پولیسو د تیرې چهارشنبې په ورځ ویلي و چې وسله والو طالبانو په جلریز ولسوالۍ کې د مسافرینو ډک لس موټره درولي او د بهسود ولسوالۍ ۲۸ ملکیان چې کابل تلل نیولي دي.

خو د یاد ولایت ویاند محیب الله شریفزي نن سې شنبه رسینو ته  وویل:"یو شمېر ملکیان مخکې ازاد شوي او یوولیس تنه یې تیره شپه ۹ بجې ازاد شول نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شول."

هغه وویل چې یاد ملکیان د جلریز او بهسود ولسوالۍ د قومي مشرانو او سپینږیرو په منځګړیتوب او هڅو خلاص شول.

که څه هم وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د میدان وردګ پولیس د یادې پېښې تر شاه د طالبانو د اړوند کسانو لاس بولي.

پر همدې مهال د میدان وردګ د ولایتي شورا یوه غړي حاجي احمد جعفري هم د یادو ملکي وګړو ازادېدل تائید کړي دي:"د بهسود ولسوالۍ ۳۹ ملکي مسافرین چې تیره اونۍ برمته شوي و، ازاد شول، خو د طالبانو اړوند کوم شپږ تنه بندیان چې د علي پور قوماندان سره بندیان و، هغوی ته ورکړل شول او ۳۹ ملکیان هم د سیمې د خلکو په مرسته ازاد شول."

جلریز د میدان وردګ یوه له نا امنیه ولسوالیو څخه ده چې د کابل ــ بامیان دوهم نمبر لار هم ورڅخه تیره شوې ده.د چارواکو په وینا طالبان د یادې ولسوالۍ په زیاتو برخو کې مرکزونه لري.

دوی دا مظاهره له دې سره سره وکړه چې حکومت پر غونډو او مظاهرو بندیز لګولی او لسګونه فعالان یې نیولي دي.

پرونۍ مظاهره، چې د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ (PDM) تنظیم کړې وه، پنځمه ورته مظاهره وه.

دا غورځنګ په وروستیو کې د ۱۱ ګوندونو له لوري جوړ شوی دی.

د اپوزیسیون پلویانو د مظاهرې ځای ته په تللیو لارو کې د خنډونو پروا ونه کړه.

چارواکو ملتان ښار ته تللې لارې په کانتینرونو بندې کړې او په ښار کې یې د موبال ټېلفون خدمات درولي وو.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته وویل، چې د دوشنبې په ماښام طالبانو د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته حمله وکړه چې له ځوابي برید سره مخامخ شول او په پایله کې یې ۳ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.

هغه همدا راز وویل، چې په دې حمله کې د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوي.

د شاهین قول اردو ویاند وايي چې د فاریاب ولایت په ګرزېوان ولسوالۍ کې هم پر ملي اردو د طالبانو یوه ډله ییزه حمله دفع شوې او په ترځ کې یې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۴ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د کرونا ويروس پېښې د تېرې میاشتې په پرتله په سلو کې ۴۰ ډېرې شوې دي.

د دې ولایت د عامي روغتیا په ریاست کې د ساري ناروغیو په وړاندې د چټک غبرګون د برخي مسوول ډاکټر سعید نوراغا سعادت وویل چې په وروستیو ورځو کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

ښاغلي سعادت دا هم وویل، چې د کرونا ويروس له پیله تراوسه په ارزګان ولایت ۶۴۱ سمپلونه اخیستل شوي چې له معاینې وروسته ۹۳ مثبتې او ۵۴۰ مفي پېښې وې او پاتې په لابراتوار کې تر پروسس لاندې دي.

د کونړ د ښځو چارو رییسې سهیلا بابر  وویل، د تېرو کلونو په پرتله د ښځو خلاف د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي او یو لوی علت يې روان جنګونه او د لیک لوست کموالی دی.

مېرمن سهیلا همداراز وویل، هڅه یې پیل کړې چې ښځې او نارینه د یو بل له حقونو خبر او تاوتریخوالي کم کړي.

 

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، په افغانستان کې د دوی شتون د سولې د خبرو پرمختګ پورې تړلی دی.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ تېره ورځ د ناټو تړون د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ویډیويي کنفرانس کې وویل، له افغانستان به د دوی وتل د سولې د خبرو له پرمختګ سره تړلی وي.

نوموړي ویلي، له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو پرېکړه به د ناټو غړي هېوادونه په ګډه او همغږۍ سره کوي.

هغه دغه راز د امریکا د منتخب ولسمشر سره د ټلیفون پر کرښه هم د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفاع وزارت ته امر کړی چې تر جنورۍ میاشتې دې له افغانستان خپل نیمایي سرتېري وباسي.

د ناټو سرمنشي د بهرنیو ځواکونو وتل په داسې حال کې د سولې له خبرو سره تړي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذارکراتو د پیل کابو دوه نیمې میاشتې کېږي خو تراوسه لا د طرزالعمل په تایید کېدلو بحثونه روان دي.

د طالبانو د مذارکراتي پلاوي ویاند نعیم وردګ وایي، چې په طرزالعمل له مقدمې سره توافق شوی دی او ۲۱ مادې هم ټاکل شوې دي، خو بلخوا د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ویاند نادر نادري بیا وایي، له مقدمې پرته پر طرزالعمل تواف شوی دی او په خبره یې، د مقدمې د منلو لپاره لا ډېرو بحثونو ته اړتیا شته.