Super User

Super User

د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوي دوحه کې د ایران سفارت ته ورغلی او د دغه هیواد له نوي سفیر سره یې کتلي دي.

دوحه کې د ایران تازه ګمارل شوي سفیر، حمید دهقاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو د ایران د دفاع وزارت د څيړنې او نوښت سازمان مشر محسن فخري زاده وژنه غندلې ده.

دهقاني لیکلي: د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي دوحه کې د ایران سفارت کې زما سره د لیدنې ترڅنګ، د فخري زاده وژنه وغاندله او د هغه شهادت له امله یې د ایران دولت او ولس سره خواخوږي وښوده.”

که څه هم د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته دغې ډلې له ایراني چارواکو سره لیدنې کړي دي، خو دا ځل د یورو نیوز د رپوټ پر اساس دغې لیدنې بیلابیل غبرګونونه پارولي او د ټولنیزو رسنیو ځينو کاروونکو په مزار شریف کې د طالبانو له خوا د ایراني ډیپلوماټاتو وژل کیدو ته اشاره کړې ده.

د ایران د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد حوزې څیړونکي، ارش یقین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې هیله من دی چې طالبانو د پخوا په څير سفارت او د سفارت غړو ته زیان نه وي رسولی.

هغه ویلي: “سفیر صاحب، هیله لرم چې دغو طالبانو د پخوانیو هغو په څیر ستاسو دفتر او کار کوونکو ته مالي او ځاني زیان نه وي اړولی. که څه له شک پرته د دوی همکاران هره ورځ ستاسو د ګاونډي هیواد وګړو ته زیان رسوي.”

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعمیم وردک هم د دغې لیدنې پخلی کړی دی.

نعیم وردک پرون دوشنبه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له ايران، ترکيې او منځني اسيا هېوادونو سره د دوی د اړیکو مسئول دين محمد حنیف او ور سره پلاوي یې په دوحه کې د ايران هېواد سفير حمید رضا دهقانی او نورو غړو سره کتلي دي.

د نعیم وردک په وینا په لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړوندو موضوعګانو او د بين الافغاني مذاکراتو په اړه هم خبرې شوې دي.

د ایران او طالبانو نوې اړیکې ځکه په زړه پورې دي چې طالبانو ۲۲ کاله وړاندې د مزارشریف تر نیولو وروسته د ایران کونسلګرۍ ته ننوتل او د یوه خبریال په ګډون یې ۸ ایراني دیپلوماتان ووژل.

د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایډن، تیره ورځ کله چې د خپل دوه کلن سپي میجر سره لوبې کولې، وخوید او د پښې دوه هډوکو یې درز وکړ.

د جورج ټاون پوهنتون ډاکټر کیفین اوکانر، د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل چې ښاغلی بایډن باید څو اونۍ د پښې یوه حفاظتي وسیله واغوندي.

ښاغلی بایډن دوه سپي لري چې دواړه یې د جرمن شپرډ له نسل څخه دي او د بایدن کورنۍ په پام کې لري چې دغه دواړه سپي له ځان سره سپینې ماڼۍ ته یوسي.

داسې هم ویل شوي چې د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس کورنۍ یوه پیشو هم واخلي.

د جو بایډن میرمن جیل بایډن، د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې کورني حیوانات یې خوښیږي.

خو دونالډ ټرمپ په تیرو ۱۰۰ کلونو کې لومړنی جمهور رئیس ګڼل شوی چې کورنی حیوان یې له ځان سره سپینې ماڼۍ ته ندی راوړی.

پداسې حال کې چې جمهور رئیس د سپي درلودلو وړاندیز رد کړی و، د جو بایډن انتخاباتي ټیم "سپي خوښونکي د جو لپاره" په نامه یوه ویبپاڼه جوړه کړې چې اصلي شعار یې "خپل انسان په عاقلانه توګه انتخاب کړئ" و.

د کورني حیواناتو درلودل د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست یو لرغونی سنت دی.

براک اوباما، د پرتګال له نسل څخه دوه سپي درلودل، جورج ډبلیو بوش او پلار یې جورج بوش هم زیات شمیر کورني حیوانات درلودل.

ولسي جرګې د کابینې نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو پروسې په لړ کې نن ۸ نوماند وزیرانو ته رایې ورکړي چې له ډلې یې دوه رد او شپږ نور تایید شول.

ولسي جرګې نن د کابینې نوماند وزیرانو د رایې اچونې پروسې په لړ کې نورو نوماند وزیرانو ته د رایې اچونې په موخه صندوقونه کېښودل چې له ډلې یې دوه نوماند وزیران د یادې جرګې له لورې رد کړل شول او د باور رایې ور نکړل شوه.

په دې سره احمد ضیا سراج د ۲۲۰ رایو په ترلاسه کولو سره د ملي امنیت د رییس، هارون چخانسوري د ۱۵۴ رایو په ترلاسه کولو سره د کانونو او پټرولیم وزارت د وزیر ،انوارالحق احدي د ۱۸۹ رایو په ترلاسه کولو سره د کرنې وزارت د وزیر، نورالرحمن اخلاقي د ۱۶۰ رایو په ترلاسه کولو سره د کډوالو چارو وزارت د وزیر، قدرت الله ذکي ۱۶۵ رایو په ترلاسه کولو سره د ټرانسپورت وزارت د وزیر، محمود کرزي د ۱۵۴ رایو په ترلاسه کولو سره د ښارجوړنې وزارت د وزیر، نجیب الله یمین ۱۵۹ رایو په ترلاسه کولو سره د ټول‌ګټو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شول.

په دې لړ کې دوه نوماندان دولسي جرګې له لورې رد کړل شول او د باور رایې یې ترلاسه نه کړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند طاهیر زهیر د ۸۸ رایو په ترلاسه کولو سره د باور رایه پوره نه کړه او رد کړل شو، دغه راز د ښځو چارو وزارت ته نومانده حسینه ساپي د ۱۱۴ رایو په ترلاسه کولو سره د باور رایه پوره نه کړه او د یادې جرګې له لورې رد کړل شوه.

د یادونې ده چې ولسي جرګې تردې وړاندې هم د کابینې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړې وه.

چارواکي وايي، دغه دواړه بریدګر د چاودېدونکو توکو ډکو واسکټونو سره یو ځای نیول شوي چې یو یې د داعش او بل د طالبانو په ډلې پورې تړلی دی.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل نن دوشنبه له غرمې وروسته خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې یو عبد الله نومېږي چې د طالبانو ډلې د برید لپاره چمتو کړی و او بل هغه ظهیر الله دی چې داعش ډلې د ځانمرګي برید لپاره چمتو کړی و.

دغه دواړه نیول شوي کسان رسنیو ته هم وښودل شول، خو والي ونه ویل چې نیول شویو کسانو په کوم ځای کې د برید نیت درلود.

تر اوسه طالبانو یا داعش ډلې په دغه تړاو څه نه دي ویلي.

روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا اخته ۱۶ تنه مړه شوي دي. روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۸۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۶ زره او ۴۹۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په تېره شپه او ورځ کې پر همدې ناروغۍ اخته ۵۷ کسان بیا بېرته روغ شوي دي. روغتیا وزارت زیاته کړې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۷۷۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۶ زره او ۷۸۸ ته لوړ شوی دی.

د رسپانسبل سټیټ کرافټ په نامه یوې ویبپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، له دغه هېواد څخه د امریکایي سرتېرو وتل څه ګرانه خبره نه ده خو دا چاره به نه یوازې افغانستان او سیمې بلکې ټولې نړۍ ته بدې پایلې ولري. مقاله کاږي، د امریکا او طالبانو هوکړې ته په کتو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او تر دې هوکړې وروسته یې پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او له دې دا څرګندېږي چې که چېرته امریکایي ځواکونه په غیر مسوولانه توګه له افغانستانه ووځي نو دا هېواد به یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو په خوندي پټنځای بدل او نړۍ ته سرخوږی جوړ کړي. د مقالې یوه برخه کې هلمند او کندهار کې د طالبانو ورستیو بریدونو ته په اشارې ویل شوي، یادو بریدونو وښوده چې که چېرته د امریکا هوایي ملاتړ نه وي افغان ځواکونه په یوازې ځان د خپلې خاورې ساتلو وړتیا نه لري. سرچینه وایي، ټرمپ له ډېریو مسائلو سره ورته سر سري چلن کړی دی او راتلونکې ادارې ته په کار ده چې پر دې حساسه موضوع له سره غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران سپاه پاسداران ځواک له ایرانه بهر د خپل نفوذ پراختیا لپاره افغان او پاکستاني وسله وال ګوماري. یاد وزارت په یو تویټ کې ویلي، سپاه پاسداران بهرني جنګیالې چې ډېری یې د افغانستان او پاکستان شعیه وګړي دي په سیمه کې د وسله والو فعالیتونو لپاره ګومارلي دي او د امریکا تر بندیزونو وروسته یې لا هم دې چارې ته دوام ورکړی دی. یاد وزارت زیاته کړې، د ویسټ پوینټ په نامه له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز په سوریه کې د ایران د وسله والو شمېر له لس تر ۱۲ زرو پورې ښودلی دی په داسې حال کې چې فاطیمون ډلې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ویلي وو چې په سوریه کې د دغې ډلې دوه زره وسله وال وژل شوي دي. د یادونې ده چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم دفاع لپاره د ایران د فاطیمون ډلې زرګونه وسله وال وژل شوي چې ډېری هغه یې په ایران کې مېشت افغان شعیه کډوال وو. افغان حکومت د ایران دا کړنه غندلې خو ایران بیا د یاد خبر په تایید سره په سوریه کې وژل شوي افغانان قهرمانان او مجاهدین بللي دي.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي چې د غزې تړانګې محاصره باید پای ته ورسول شي. نوموړي زیاته کړې، دا محاصره چې د امریکا په مرسته د اسراییلي اشغالګرو له لوري په ۲۰۰۶ میلادي کال کې پیل شوې ده باید نور پای ته ورسول شي. مادورو له فلسطین سره د همغږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، دوی د فلسطینیانو زړورتیا او د ازادۍ په موخه د دغه نه ماتېدونکي ملت مبارزه ستایي او ملاتړ ته یې دوام ورکوي. د یادونې ده چې د وینزویلا پخواني ولسمشر هوګو چاوز په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د اسراییلي رژیم له لوري پر غزې تړانګې د شوي برید په غبرګون کې په دغه هېواد کې خپل سفارت وتاړه او د فلسطیني وګړو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

 يوه باوري سرچينه وايي چې ولسمشر له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتي چې پر کابل پوهنتون د برید د قضیې مجرمین دې ژر اعدام شي.

يوې ډلې وسله والو کسانو د روان لمريز کال د لړم په ١٢مه نېټه پر کابل پوهنتون بريد وکړ چې یاد برید له څو ساعتونو جګړې وروسته د ١٩ کسانو په وژل کېدو او ٢٢ ټپي کېدو سره پاى ته ورسېد.

که څه هم حکومت د دغه بريد پړه پر وسله والو طالبانو اچولې، خو په ځينو ټولنيزو شبکو کې یې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستى دى.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د هرې ورځې د سهار د امنيتي غونډو په راپورونو کې څو څو وارې ادعا کړې ده چې پر کابل پوهنتون بريد کې يې يو شمېر لاس لرونکي نيولي دي.

خو هغه نن  يو ځل بيا په خپل راپور کې ليکلي چې د ملي امنيت عمومي رياست ترې غوښتي چې د کابل پوهنتون د بريد په تړاو د نيول شوو کسانو په اړه دې معلومات نه خپروي.

صالح له ولسمشره مننه کړې چې پرون يې د قانون حاکميت عالي شورا په غونډه کې سپارښتنه وکړه چې پر پوهنتون د بريد په تړاو د نيول شوو کسانو علني محاکمه دې وشي.

د هغه په وينا، ولسمشر لويې څارنوالۍ ته ضرب الاجل وټاکه چې په يوه ټاکلې موده کې دغه دوسيه بشپړه کړي.

بلخوا يوې باوري سرچینې ویلي ، په پرونۍ یاده ناسته کې چې د ولسمشر دواړو مرستیالانو، قاضی القضات او لوی څارانوال هم په کې ګډون درلود، ولسمشر له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې ډېر ژر دې پر کابل پوهنتون د برید د قضیې مجرمین اعدام شي.

بلخوا له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې هم د کابل پوهنتون د بريد په اړه خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر پر کابل پوهنتون د برید د څرنګوالي راپور له اورېدو وروسته، د هېواد له امنیتي او دفاعي ارګانونو د دې ترهګريزې پېښې د عاملینو د نیولو په خاطر مننه وکړه.

هغه د هېواد له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل چې د یادې پېښې د عاملینو د مجازاتو په برخه کې عاجل اقدامات وکړي، څو خلک د عدالت له تامینه ډاډه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اټومي انرژۍ د ساینس‌پوه محسن فخري‌زاده مړینه غندلې او له دغه هېواد سره یې خپله غمشریکي کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، د ایران د اټومي انرژۍ د ساینس‌پوه محسن فخری‌زاده مړینه په کلکو ټکو غندي او د هغه له کورنۍ او د ایران له خلکو سره د همدردۍ مراتب څرګندوي.
د یادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د ایران د اټومي انرژۍ ساینس‌پوه محس فخري‌زاده د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو.
د ایران حکومت د نوموړي وژل د اسرائیلو کار بولي خو اسرائیلو د دې په اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.