Super User

Super User

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد رفیق له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

په هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د دغه ولایت د اوبه ولسوالۍ امنیه قومندان محمد رفیق نن سهار په دغه ولسوالي کې د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

نوموړي ویلي، له نوموړي سره په دې جګړه یې یو ساتونکی ټپي شوی دی.

وروسته تر هغه چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شوي په هېواد کې د جګړې میدان نور هم ګرم شوی او هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د مرګ‌ژوبلې خبرونه راځي.

تېره ورځ په غزني ولایت کې د عامه نظم پر کنډک موټربم برید شوی و چې په کې تر پنځوس زیاتو امنیتي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله واوښتله.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد خطاب خنجري رسنیو ته وویل، دغه وسله‌وال په ګېزاب او دهراوود ولسوالیو کې د جګړو پر مهال وژل شوي.

ښاغلی خنجري زیاتوي: "۲۹۳ تنه دښمنان په دهراوود ولسوالۍ کې وژل شوي او په ګېزاب ولسوالۍ کې هم موږ طالبانو ته درانه تلفات واړول، دوه شپې مخکې طالبانو غوښتل چې هلته پر یوې امنیتي پوستې برید وکړي، د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۳ تنه یوځای ووژل شول او ۱۳ تنه نور بل ځای ووژل شول او سلګونه‌يې نور ټپیان دي."

خپلواکو سرچینو د وژل شویو وسله‌والو دغه شمېر تأیید کړی نه‌دی.

په دهراوود او ګېزاب ولسوالیو کې په وروستیو کې سختې جګړې شوي چې ځینې ساحې د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغلې دي.

 

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب رسنیو ته  وویل، د ګډو ځواکونو دغه عملیات پرون یکشنبه وشول: "د دغو عملیاتو په نتیجه کې ۴ طالب ترورېستان ووژل شول، یو موټر یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا تخریب کړای شوی دی."

د ښاغلي محب په خبره اووه ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دغو پوځي عملیاتو په اړه تبصره نه‌ده کړې.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، طالبان د کویټې شورا په امر غواړي له په عامه ځایونو کې بریدونه وکړي او مسوولیت یې ونه مني.

د افغانستان له ملي امنیت ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله‌والو طالبانو ته له کویټې شورا امر شوی ترڅو په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې په هغه ځایونو بریدونه وکړي چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

خبرپاڼه لیکي، طالبانو ته له کویټې شورا دا هم ویل شوي چې له بریدونو وروسته به یې مسوولیت نه مني.

د خبرپاڼې له مخې، ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې د نقیب الله په نوم یو کس نیولی چې له ډېرې مودې را هیسي یې له وسله‌والو طالبانو سره کار کولو او هرکله چې به امنیتي ځواکونو پروان ته حرکت کولو یاد کس به طالبانو ته راپور ورکولو.

خبرپاڼه لیکي، نقیب الله ته تازه په کابل ښار کې د چسپکي بریدونو مسوولیت هم سپارل شوی وو ملي امنیت وایي.

 د یادو بریدونه یوه ډله یې په نښه کړې ده او واي، چې ډېر ژر به یې د عملیاتو په ترڅ کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژني زیاتې شوې دي او دغه ښار خپل هر سهار د چاودنو په غږ پیلوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په غزني ښار کې د عامه نظم پر کنډک د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او په افغانستان کې یې د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

د ترکیې له بهرنیو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په غزني ښار د تېرې ورځې برید چې په ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښتله او ډېری په کې افغان سرتېري و ډېر خوشینونکی وو.

خبرپاڼه لیکي، د یاد برید په پار له افغان حکومت سره غمشریکي کوي او حکومت ته په راتلونکي کې د همکاریو ډاډ ورکوي.

د خبرپاڼې له مخې، د ترکیې هېواد په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کوي او له دواړو لورو غواړي چې تاوتریخوالی کم او سولې ته غړه کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون له غرمې مخکې په غزني ښار کې د عامه نظم پر کنډک موټربم برید وشو چې له کبله یې تر ۳۰ زیات سرتېري ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

د بلخ ولایت د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې روزانه ۳۵ زره لیتره شیدې د پروسس په مرکزونو کې تولیدېږي او له هغه وروسته ترې مستې، شړومبې، چکه، کوچ او پنیر جوړیږي.
ښاغلي ساعي زیاته کړه، په بلخ کې ولایت کې د شیدو ۲۵ فارمونه دي او په وینا یې له ۱۰ تر ۲۰۰ روزل شوې غواوې په کې شتون لري.
په ورته وخت کې په بلخ کې ځینې مالداران له دولت غواړي چې له موجودو فارمونو ملاتړ وکړي او دخصوصي سکتور ودې لپاره د مشارکتي برنامو په وړاندې کولو سره د شیدو تولید او پروسس فارمونه زیات کړي.
سره له دې ښاغلې ساعي په مارکیټ کې د لبنیاتو پر کمیدو ټینګار کوي او وایي، د څړځایونو ځمکې د پخوا په پرتله کمې شوې دي.
بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ له پلوه له ډیر پخوا یي شهرت لري او د ترکي او قره قل پسونو د روزنې یو لوی مرکز هم بلل کېږي.

د لغمان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د نښتو او هوايي بريدونو په ترڅ کې ۶۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوى وايي، په دې نښتو کې د وسله والو د وسلو او مهماتو د له منځه وړو ادعا هم شوې ده.

په لغمان کې د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال زلمي نبرد وويل، تېره ورځ ناوخته دولت شاه او د الیشنګ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د ملي اردو په مشرۍ د روانو محاربوي عملیاتو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د یادې ولسوالۍ لپاره د استخباراتو د مسوول قاري همت او پنځو نورو مهمو قوماندانو په ګډون ۶۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې په دې نښتو کې ۳۰ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملیاتو کې ملي اردو، کومانډو، ضربتي او نور ځواکونه برخه لري چې پر مهال یې تر اوسه پورې ګڼې سیمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې او عملیات په بریالیتوب سره روان دي.

دى وايي، په دغو عملیاتو کې افغان سرتېرو او عامو خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنیت له ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې د وسله والو طالبانو ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي رسنیو ته وويل، تېره ورځ ناوخته د ملي امنیت د ۰۲ ځانګړو ځواکونو د لغمان مرکز اړوند د بدیع الاباد په سیمه کې عملیات لرل چې د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخ شوي او پر مهال یې نښته رامنځته شوې ده.

دی وايي، په دې نښته کې د وسله والو طالبانو ۳ مهم غړي وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

نوموړي دا هم وويل، دغه راز د وسله والو طالبانو په ډزو کې د سیمې دوه وګړي هم وژل شوي دي.

بل لور ته تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په کړپۍ سیمه کې د مولوي حقمل په نوم د وسله والو طالبانو پر ځایي قوماندان او پر ۷ نورو ملګرو یې د ماین خښولو پر مهال هوایي برید شوی دی.

د لغمان د والي وياند وايي چې په دې پېښه کې د مولوي حقمل په ګډون درې کسان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز د شمېرو پر اساس، په تېرو ۸ میاشتو کې چې کرونا وبا خپره شوې ده، په اروپا کې ۴ لکه ۹۵۰ تنه مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په پنځو هېوادونو؛ لکه بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، اسپانیا او روسیه کې مړه شوي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې بیا یوازې په نومبر میاشت کې ۴ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د ورتېرې میاشتې دوه برابره دي.

په دې هېواد کې د ورځې په متوسط ډول نږدې یو نیم زر تنه مري او د دې ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه څه باندې ۲ لکه ۶۶ زره تنه مړه شوي دي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه تاس خبري اژانس ته وویل، قانون نافذوونکو د قرنطین د مقرراتو د نه‌رعایتولو په خاطر یو میلیون او ۱۰۰ زره کسان جریمه کړي دي.

د کرونا ویروس د بندیزونو د نه‌رعایتولو په خاطر په روسیه کې لږترلږه جریمه زر روبله ده چې ۱۳ ډالره کېږي.

روسیه په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو د ډېروالي له نظره څلورم هېواد دی.

تر اوسه په دغه هېواد کې ۲ میلیونه او ۲ لکه تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۹ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، پرون د امنیتي ادارو له مشرانو سره په یوه غونډه کې پر دې موضوع خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ رسنیو ته وویل، په دې غونډه کې امنیتي مسؤلانو د دولت د وسله‌والو مخالفانو پر حملو هم بحث وکړ.

ښاغلی اندړ زیاتوي: "د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو اوسنۍ تګلاره داسې ټاکل شوې چې خپل بريدونه پر ملکي ځايونو متمرکز کړي، ځکه د مخامخ جګړې توان‌يې بایللی دی."

په دې امنیتي غونډه کې له ولس سره د امنیتي پېښو په اړه د پلټنو د پایلو د شریکولو غوښتنه هم وشوه.

په وروستیو کې د ګڼو لویو امنیتي پېښو په اړه د تحقیقاتو د پیل ژمنه شوې، خو بیا د هغو پلټنو پایلې له ولس سره شریکې شوې نه‌دي.