Super User

Super User

د غور د ښځو چارو رئیسې حلیمې پرستش پرون  وویل، پر دغې ودانۍ څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ لګول شوي چې د ریاست له بودجې ورکړل شوي دي.

د غور د والي مرستیال حبیب‌الله رادمنش ویلي، هیله‌من دی د دغه کتابتون له پرانیستل کېدو سره په دې ولایت کې ښځو او نجونو ته د مطالعې ښه زمینه برابره شي.

د زابل په مرکز کلات ښار کې ځانمرګي موټر بم برید کې د ولایتي شورا رئیس ټپي شوی دی.

پېښه نن یکشنبه سهار لس بجې د ولایتي شورا د رئیس حاجي عطاجان حقبیان د کور مخ ته رامنځته شوې ده.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچي رسنیو ته وويل چې د ځانمرګي موټر بم برید پدې پېښه کې د ولایتي شورا رئیس له خپل یو ساتونکي سره ټپي شوی او بل چاته زیان ندی رسیدلی.

نوموړي وويل:"نن سهار لس بجې هغه مهال چې د ولایتي شورا رئیس له خپل کور څخه د دفتر پر لوري د تګ په حال کې وو یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د هغه د سپرلۍ له موټر سره نژدې چاودنه ور کړې چې په ترڅ کې يې د ولایتي شورا رئیس حقبیان او د هغه ساتونکی ټپي شوی او بل چاته زیان ندی رسیدلی، د شورا رئیس د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی."

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي ویلي چې د پېښې له سیمې څخه د ولایتي شورا رئیس او ۲ تنه نور په ټپي حالت کې ور وړل شوي چې دا مهال تر درملنې لاندي دي.

د پېښي عیني شاهدان وايي چې چاودنه ډيره زوره وره وه چي له کبله يې په سیمه کې لوړ مالي زیانونه هم رامنځته شوي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د ولایتي شورا ګانو د اتحاديې مشري هم کوي.

پوره دوې اونۍ مخکې هم په کلات ښار کې د نوموړي له شخصي دفتر سره نېدې د موټر بم چاودنه شوې وه چې ملکي خلکو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر اوسه چا د پېښي مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

 حکومتي مسوولين وايي چې د غزني په مرکز کې د موټربم بريد له امله ٢٨ سرتېري وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې وايي چې نن سهار شاخوا اووه نيمې بجې د غزني ښار د درېيمې حوزې اړوند د قلعه جوز په سيمه کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک د موټربم بريد شوى دى.

ده وويل چې له بريد وروسته په سيمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

بل لورته د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت  هم وويل چې له يادې پېښې ٢٨ جسدونه او ١٧ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، وژل شوي او ټپيان ټول حکومتي سرتېري دي.

د يادې چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

د بالیوود سینما به په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان د جګړې په اړه یو بل نوی فلم نندارې ته وړاندې کړي چې مرکزي رول په کې د هند مشهور فلمي لوبغاړي سنجېدت لوبولی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، تورباز فلم په افغانستان کې د روانې جګړې او په دغه جګړه کې له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستو په اړه جوړ شوی دی.

سرچینه وایي، په دې فلم کې مرکزي رول د سنجېدت دی چې د یو پخواني اردو ډاکټر په توګه را څرګندېږي او د کډوالو په یو کمپ کې ماشومانو ته د روحیې ورکولو لپاره کرکټ کوي او غواړي له دغې لارې د افغانانو په ژوند کې بدلون راولي.
سرچینه کاږي، سنجېدت چې د یو ډاکتر رول لوبوي په دې باور دی چې دا ماشومان ترهګر نه بلکې د ترهګرۍ لومړني قربانیان دي.
دغه راز په دې فلم کې راهول دیف د یوې ترهګریزې ډلې مشر دی هغه بیا په دې باور دی چې هغه ماشومان چې په دې ترهګریزه ډلې کې له دوی سره وي د ځانمرګو بریدونو په توګه ور څخه کار اخلي.
دغه راز نرګس فخري بیا په دې له مرکزي لوبغاړو ده هغه بیا د یوې افغانې مېرمنې په توګه ظاهرېږي او په یوه مؤسیسه کې کار کوي ترڅو د ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
سنجېدت وايي، ورورسته تر هغه چې له سرطان ناروغۍ ښه شو په دې پیاوړي فلم کې له څرګندېدو خوښ دی او زیاته کړې یې ده چې تورباز فلم د افغانانو د ژوند اصلي انځور دی.

واشنکټن پوسټ د ځينو افغان او امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې یادې پوځې اډې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته تړل شوي دي.

د روان کال په فبروري میاشت کې په دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو، په یاد تړون کې له افغانستان څخه د امریکا سرتیرو ایستل هم شامل و.

سرچینه وايي، متحده ایالاتو د دغه پوځي اډو تر ایله کولو وروسته خپل زرګونه سرتیري هم له افغانستان څخه ایستلي دي.

راپور زیاتوي چې پنځه پوځي اډې د امریکا او طالبانو د تړون تر لاسلیک وروسته د ۱۳۵ ورځو په جریان کې په ارزګان، هلمند، لغمان، پکتیا او کندز ولایتونو کې تړل شوي او پاتې پنځه نورې تر هغه وروسته په بلخ، زابل، ننګرهار،کابل او فاریاب ولایتونو کې تړل شوي دي.

د روان ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې د امریکا دفاع وزارت تائید کړه چې د دوحې د سولې تړون په اساس یې په افغانستان کې له پنځو پوځي اډو څخه خپل پوځيان ایستلي دي.

پنټاګون ویلي چې د دې ترڅنګ د دوحې تړون له مخې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر هم ۸۶۰۰ ته راټيټ شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو لخوا د ۱۰ پوځي اډو د تړل کېدو راپور پر داسې مهال ورکول کیږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تازه له افغانستان څخه د ۲۰۰۰ نورو امریکايي سرتیرو د ایستلو فرمان ورکړی.

ډونالد ټرمپ ویلي چې یاد سرتیري به د راتلونکي جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې نېټې و ایستل شي.

دا مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري.

 امنيتي مسوولين وايي چې په ننګرهار، هرات او کندوز ولايتونو کې ٣٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر  نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنیو ته وويل چې د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې تېره شپه افغان ځواکونو د وسله والو پر يو پټنځای هوایي برید کړی دی.

هغه زياته کړه چې د دغو بريد په ترڅ کې د یوه قوماندان عبدالقدوس په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په بريد کې د وسله والو یو کرولا موټر، یوه دهشکه او نورې وسلې تخریب شوې دي.

هغه زياته کړه په وژل شوو کې یو شمېر پاکستاني اتباع هم شامل دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هرات کې هم طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبان د کهسان ولسوالۍ په بره کوه سيمه کې را ټول شوي وو او پر امنيتي ځواکونو يې د بريد پلان درلود.

سرچينه وايي، مخکې له دې چې یاد وسله وال برید وکړي، د امنیتي ځواکونو د هوايي برید موخه ګرځېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو بريدونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه په کندوز کې هم طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هوايي ځواکونو په امام صاحب ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بريد کړى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

امنيتي مسوولين زياتوي چې په يادو بريدونو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بامیانو والي وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د وروستیو بریدونو په تړاو څلور کسان نیولي دی.

د بامیانو والي اعلا رحمتي رسنیو ته وویل، امنیتي ځواکونو هغه کسان نیولي چې د بامیانو ولایت په وروستیو بریدونو کې یې لاس لاره.

هغه زیاته کړه، دغه کسان د پنجشېر، سمنګان، کابل او بامیانو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بامیانو ولایت په مرکز ښار کې چاودنه وشوه چې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ‌ژوبله واوړوله.

د کورنیو چارو وزارت ویلي و، په دې چاودنه کې نږدې ۲۰ کسان ووژل شول او تر پنځوس ډېر ټپيان شول.

په عراق کې د شیعه ګانو د رهبر مقتدا الصدر پلویانو د حکومت د مخالفینو په یوه کمپ باندې په برید سره درې تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.

د حکومت مخالفینو په جنوبي ښار ناصریه کې کمپ جوړ کړی و.

د دې پېښې عیني شاهدانو او روغتیاپالانو د خلکو د وژنې او ټپي کېدو معلومات رسنیو ته ورکړي.

د تُندلاري شیعه رهبر مقتدا الصدر پلویانو د جمعې ترلمانځه وروسته د الحبوبي مرکزي میدان په لور ورغلل چېرته چې د حکومت مخالفین مظاهره چیان له اکتوبر راهیسې پرلت او لاریون کوي.

د پېښې شاهدانو ویلي چې د الصدر پلویانو د مظاهره چیانو په خیمو باندې ډزې وکړې او پترولي بمونه یې ور وغورځول او مظاهره چیان هم اړ شول چې غبرګون وښيي.

اخ او ډب تر شپې روان و او روغتیاپالانو ویلي چې ټپیان په مرمیو لګېدلي و.

مقتدا الصدر چې د عراق په پارلمان کې تر ټولو لویه ډله رهبري کوي تمه لري چې د دغه هېواد له وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې مطلق اکثریت خپل کړي.

دی په دې سربېره چې له امریکا سره له ډېره وخت مخالفت پالي په عراق کې د ایران له نفوذ سره هم جوړ نه دی.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وایي چې د ښځو د حقونو او شته لاسته راوړنو له خوندیتوب او درناوي پرته د سولې له ناکامۍ سره مخ کېږي.

مېرمن کوفي دا خبره پرون جمعه د اسلام اباد د څېړنو د انسټیټوټ په یوه وېبينار یا انلاین غونډه کې وکړه.

نوموړې وويل: "د پروسې پر مهال که وګورو چې د خبرو د ښکېلو لورو له خوا د ښځو د حقونو خوندیتوب نه یقیني کېږي او د افغانستان لاسته راوړنو، بشري حقونو، تنوع او ټول شمولیت ته درناوی نه کېږي هغه به داسې یو وخت وي چې دا پروسه به نه کامیابیږي."

په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل هم ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي.

هغې زیاته کړه چې ښځې د ټولنیزې پخلاینې په برخه کې تر ټولو مهم رول ادا کوي.

محمد حنیف اتمر په خپل ټوېټر لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره یې د سولې د راتلونکي پړاو، امنیت، د کډوالو په بېرته ستنېدو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم له ښاغلي اتمر سره تر لیدنې وروسته په خپل ټوېټر لیکلي چې پاکستان د ټولو لپاره د یوه سوکاله راتلونکي په هدف له افغانستان سره د اړیکو غښتلتیا ته ژمن دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به افغان پلاوی له ګډونوالو هېوادونو د افغان سولې او ثبات لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړي.