Super User

Super User

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو له بند څخه د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کېدو او د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو په شرط له له بګرام زندان څخه د انس حقاني په ګډون د طالبانو دوه نور مهم غړي خوشي کوي.

ښاغلي غني د سیې شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۲مه په دې اړه ملت ته وینا کې د یادو کسانو خوشي کول یوه سخته او ضروري پرېکړه وبلله"د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه نن تاسو له سخت او ضروري تصمیم څخه خبروم"

هغه وویل:"افغان حکومت پرېکړه وکړه، چې درې تنه طالب زندانیان چې، په بهرنیو هېوادونو کې زموږ د نړیوالو شریکانو په همکارۍ نیول شوي و او له څو کلونو راپدېخوا په بګرام زندان کې د افغان دولت تر نظارت لاندې و په مشروط ډول له زندان څخه خوشي کړو."

نوموړي زیاته کړه، چې په دغو درې تنو کې حاجي مالي خان د ولي خان زوی، عبدالرشید د محمد عمر زوی او انس د جلال الدین زوی شامل دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې یاده پرېکړه له نړیوالو شریکانو او امریکا سره په مشورې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو په هدف شوې ده.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې تر دا مهاله یې له طالبانو سره د بندي یادو بهرنیو استادانو د ځای ځایګی موندلو په اړه هڅو نتیجه نه ده ورکړې، چې د نوموړي په وینا دا سې ښکارې چې روغتیايي حالت یې سم نه دی.

طالبانو د ۲۰۱۶ کال د اګست پر ۸مه نېټه د افغان امریکايي پوهنتون یاد دوه استادان په کابل کې برمته کړل.

ښاغلي غني وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون یې نړیوالو شریکانو ته دا سې یو میکانیزم وړاندې کړی، چې په مشروط ډول د یادو کسانو خوشي کول د "دښمن" د لیکو د پیاوړي کېدو او د بریدونو د زیاتېدو لامل نشي.

هغه همدارنګه وویل، چې دا مهال ۱۱زره طالب جنګیالي له افغان حکومت سره بندیان دي، چې د افغانستان د "نافذه قوانینو په رڼا" کې به وسره چلند وشي.

بلخوا د افغان حکومت یوې سرچینې رسنیو  ته وویل، چې یاد طالب زاندانیان د بهرنیو استادانو د روغیتايي وضعیت په اړه د ډاډ تر لاسه کېدو او تر خوشي کېدو وروسته په مشروط ډول د امریکا د «سي آی اې» ادارې تر نظارت لاندې یو دریم ګړي هېواد ته سپارل کېږي.

دغه سرچینې همدارنګه زیاته کړه، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو تر تضمین وروسته به یاد طالب بندیان د «سي آی اې» له نظارت څخه هم ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یادو استادانو د خوشي کېدو په اړه له افغان حکومت سره د خبرو په هدف کابل ته راغلی و.

انس حقاني د ۱۳۹۴ کال د تلې پر ۲۴مه له عبدالرشید سره یو ځای په متحده عربي اماراتو کې تر نیول کېدو افغان حکومت ته وسپارل شو.

طالبانو روان کال له خپل اړخه د سولې په ۱۴ کسیز مرکچي پلاوي کې د انس حقاني نوم هم شامل کړی و.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه رسنیو ته وویل، چې په دې اړه به وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

هغه وویل:""موږ د اشرف غني له اعلان څخه خبر یو، خو موږ به په دې اړه هغه مهال خپل دریځ څرګند کړو، کله چې موږ پوه او باوري شوو چې بندیان موږ ته راورسېږي. اوس مهال موږ دا نشو تائیدولی، خو کېداشي په دې اړه موږ یوه اعلامیه وروسته خپره کړو."

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی د هېچا تر فشار لاندې نه دي او د خلکو له رایو دفاع کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې دوی د مهالوېش له مخې چارې مخ ته وړي او هڅه کوي د خلکو له پاکو رایو دفاع وکړي. د کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په خبري غونډه کې وویل، کمیسیون د هېچا تر فشار لاندې نه دی او په پوره خپلواکۍ د خلکو د رایو پر اساس پایله اعلانوي. نورستانۍ دا و نه ویل چې لومړنۍ پایلې به په ټاکلې نېټه اعلان کړی شي که نه، خو ټینګار کوي چې کارونه یې د مهالوېش پر بنسټ مخ ته روان دي. نوموړې پر دې هم ټینګار کړی چې یوازې او یوازې بایومتریک شوې او باوري رایې دوی ته منلو وړ دي او ټولې ناپاکې رایې به باطلې اعلانوي.

 
 

ټرمپ چې د امریکايي سرتېرو په یوه غونډه کې یې وینا کوله ویلي د دوی ځواکونه بریالي شول چې د نړۍ د یوې سترې او خطرناکې ترهګرې ډلې مشر ووژني او په خبره یې ځایناستی یې هم د دوی له سرتېرو نه شي پټېدلی. نوموړي دغه راز د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د خپلو ځواکونو وړتیا ستایلې ده او په خبره یې دوی بریالي شوي چې په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو خطرونه کنټرول کړي. ټرمپ همدا راز ټینګار کړی چې دوی به د نړیوال امنیت په تامین کې ونډه اخلي او وايي امریکایي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره تیار دي. 

مشرانو جرګه وايي د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان کړي. د مشرانو جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې ویلي چې افغانستان په حساس وضعیت کې دی نو ژر تر ژره یوه منتخب او قانوني حکومت ته باید لار خلاصه کړل شي. ددوی په خبره په انتخاباتي منډو ترړو کې وضعیت ګډوډ شوی، نا امني پراخه شوې، د ترهګرو ډلو فعالیتونه ډېر شوي نو د ټاکنو د پایلو له اعلان سره سم باید نوی حکومت وضعیت کنټرول کړي. دوی د ټاکنو پر کمیسیون غږ کړی چې د هېواد وضعیت دې تر دې نور نه ترینګلی کوي او په ټاکل شوې نېټه دې ژر تر ژره پایلې اعلان کړي. په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان ټاکنې جنجالي شوې دي. ډاکټر عبدالله عبدالله بیا هم خبرداری ورکړی چې پایلې نه مني او که بحران رامنځ ته کېږي مسوول یې ولسمشر غني دی. 

ملګرو ملتونو د ټاکنو کمیسیون د یوه کمیشنر له بد چلند شکایت کړی دی. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاماموتو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یو لیک استولی او په هغه کې یې ددغه کمیسیون د یوه کمیشنر مولانا عبدالله له بد چلند شکایت کړی دی. نوموړي له حوا علم نورستانۍ غوښتي چې د ټاکنو کمیسیون له کارکوونکو سره د مولانا عبدالله د بد چلند په اړه دوی ته وضاحت ورکړي. د یوناما مشر ویلي دوی د ټاکنو کمیسیون له فعالیتونو ملاتړ کوي او د هر هغه منفي اقدام مخنیوی کوي چې په دغه کمیسیون کې د ګډوډۍ سبب ګرځي. تادامیچي په دغه لیک کې ویلي چې مولانا عبدالله د ټاکنو کمیسیون د ډېټابیس مسوول بشیر علي ښکنځلی او په مرګ یې ګواښلی دی.

 
 

د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د وریژو د تولیداتو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل رسنیو ته وویل چې تېر کال یوې هکټار ځمکې څلور ټنه شولې کړې وې، خو سږ کال دا حاصل له څلورو ټنو زیات شوی دی.

نوموړي د دغه زیاتوالي لامل د وریژو د کښت په برخه کې د عامه پوهاوي زیاتوالی، د کرنیزو ناروغیو مخنیوی او د بارانونو زیاتوالی یاد کړل.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کلنې ډول افغانستان اوس مهال ۵۷۴ زره ټنه وریژو ته اړتیا لري، خو په دې هېواد کې یوازې ۳۵۲ زره ټنه وریژې تولیدېږي او د ځان بساینې لپاره ۲۲۲ زره ټنو د وریژو تولید ته لا هم اړتیا لیدل کېږي.

شولې د افغانستان د ۱۷ ولایتونو په ۸۱ ولسوالیو کې کرل کېږي.

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو اړوند ناندریو په دوام د ولسمشریزو ټاکنو یو بل کاندید ګلبدین حکمتیار هم د ټاکنو کمېسیون لخوا د څه باندې ۸زره محلونو د رایو له بیا شمېرلو سره د مخالفت په ښودلو سره د تېرو ټاکنو ۴۴ سلنه رایې هم جعلي وبللې.

ښاغلي حکمتیار د دوشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۱مه خبریالانو ته وویل، چې د ټاکنو په ورځ له بایومیټریک پرته ۱.۲ میلیونه رایې صندقونو ته اچول شوي، چې په دې سره د جعلي رایو شمېر ۴۴سلنه ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه، که چیري یادې جعلي رایې باطلې اعلان شي، د میزان د شپږمې نېټې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۱.۵ میلیونو تنو ته رسېږي.

ښاغلي حکمتیار وویل، چې له "یو ټاکنیز ټکټ پرته" نور ټول ټاکنیز ټکټونه د کمېسیون لخوا د رایو د بیا شمېرلو له بهیر سره مخالف دي.

نوموړي ادعا وکړه، چې له بایومیټریک پرته ۳۰۰زره رایې د "یو ځانګړي ټاکنیز ټکټ" په ګټه کارول شوي دي.

ښاغلي حکمتیا وویل:"د ۲۴۳۲ محلونو دستګاوې ورکې نه دي، بلکې د یو مشخص ټاکنیز ټکټ لخوا غلا شوي دي، دغه دستګاوي په هغو محلاتو کې غلا شوي دي، چې رایې د هغوی د رقیبانو وې... د دغه وسایلو غلا معلومه ده، هغوی هغه کسان دي، چې حتا کمېسیون ته یې هم ګواښ کړی، او ویلي یې دي، چې ستاسو په پلار به لا (غیر بایومیټریک) رایې شمار کړم."

هغه وویل، د ټاکنو کمېسیون لخوا د رایو د بیا شمېرلو بهیر ورته د منلو وړ نه دی او زیاته یې کړه په هغو محلونو کې، چې له بایو میټریک پرته رایې اچول شوي باید هلته له سره ټاکنې وشي.

نوموړي همدارنګه د میزان د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د درغلیو د څېړلو په هدف د ټولو کاندیدانو په مشوره د یوه «قضايي پلاوي» د ټاکل کېدو وړاندیز وکړ.

ګلبدین حکمتیار همدارنګه وویل، چې د افغانستان «عدلي او قضايي ارګانونه» په ټاکنو کې بې طرفه نه دي او هغوی باید ټاکنیز جرایم ونه څېړي.

د یادونې وړ ده، تېره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د«ثبات او همپالنې» ټېم هم د ټاکنو کمېسیون لخوا د رایو له بیا شمېرلو سره مخالفت اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون دوې ورځې مخکې د یادو محلونو د رایو د بیا شمېرلو د بهیر د پیلېدو خبر ورکړ.

دا ناندارۍ پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې د ټاکنو کمېسیون د مهال وېش له مخې د لومړنیو پایلو اعلان ته یوازې دوې ورځې پاتې دي.

امریکا افغانستان کې د جګړې لپاره تر ټولو سترې او په لایزري وسلو سمبال پوځي الوتکې را استولې دي.

 

د سټار اینډ سترایپس مجلې لیکلي، د(AC -130، ګوسټ رایډرز) په نوم دغه الوتکې چې په لایزر وسلو سمبال دي تر ټولو سترې جنګي الوتکې بلل کیږي او د مخالفینو پرضد عملیاتو کې بریالۍ دي. 

د سټار اینډ سترایپس مجلې لیکلي، دغه پوځي الوتکې هره شپه د افغانستان پر هوایي حریم پروازونه کوي. 

دې الوتکو ته د اسماني اروا نوم ورکړل شوی او د امریکایي چارواکو په وینا پر طالبانو د بریدونو د زیاتېدو له حکم وروسته، په هوایي عملیاتو کې شاملې شوې دي. 

د سټار اینډ سټرایپس مجلې په خبره، د AC -130 ګوسټ رایډرز  په نوم دغه الوتکې، د لایزر په سیستم عیار بمونه کارولای شي او په خورا لوړه ارتفاع کې الوت کوي. 

افغانستان کې د امریکایي پوځ له لوري د دغه راز الوتکو کارولو په تړاو دغه راپور داسې مهال خپریږي چې، تیر کال امریکا په افغانستان کې د بمونو مور په نوم تر ټولو ستر بم وکاراوه او تازه درې ورځې مخکې یې په لغمان کې د ملکي خلکو پر موټرو نوي اور خوروونکي بمونه استعمال کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ رئیس احمدزی، دولت احمدزی او قیام کاکړ د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د نوو غړو په توګه اعلان کړل.

کرکټ بورډ نن یکشنبه د «لړم ۱۹مه» ویلي، چې د دغه کمېټې پخوانی غړی مجاهد ځډراڼ یې لیري کړی او باچا حسین او انډي مولز پر خپل ځای پاتې دي.

د یادو درې کسانو په زیاتېدو سره د غوراوي کمېټې د غړو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.

انډې مولز د غوراوي کمېټې د مشر او پاتې څلور تنه یې د غړو په صفت دنده مخته وړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د دغه بورډ مشر فرهان یوسفزي د یادو ګمارنو پرمهال د غوراوي کمېټې پر بې پرې والې او خپلواکۍ ټینګار کړی دی.

هغه له غوراوي کمېټې څخه غوښتي چې داسې کسان ملي لوبډلې ته غوره کړي، چې دغه لوبډله بریا ته ورسوي.

ښاغلي یوسفزي له ټولو لوبغاړو څخه غوښتي، چې:"پر خپل تکړښت، وړتيا، فټنس او د کرکټ لوبې پر ټولو اصولو ځان برابر کړي."

نوموړي همدا راز د غوراوي کمېټې له نوو غړيو څخه غوښتي چې خپله خپلواکي دې وساتي او د لوبډلو لپاره دې لوبغاړي د وړتیا له مخې وټاکي.

دولت احمدزی او ريیس احمدزی د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د غوراوي کمېټې مشران هم پاتې شوي دي او قيام کاکړ د افغانستان د الف لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د روزونکي په توګه کلونه تجربه لري.

دا ګمارنې پر داسې مهال کېږي، چې افغان لوبډله دا امهال په هند کې له ویسټ انډیز سره په یو ورځنیو لوبه بوخته ده، چې دواړه لوبې بایللي دي.

د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړ پوړی جنرال مارک میلي وایي چې امریکایي ځواکونه به څو کاله نور هم په افغانستان کې پاتې وي.

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۰) د اې بي سي تلویزون د "دا اونۍ" په خپرونې کې له امریکا څخه دباندې د امریکایي عسکرو په موجودیت او د ترهګرۍ پر ضد د هغوی پر رول خبرې وکړې.

نوموړي وړاندوینه وکړه چې "امریکايي ځواکونه چې ۱۸ کاله کېږي په افغانستان کې دیره دي، څو کاله نور هم به هلته پاتې وي."

هغه همدغه راز وویل "موږ افغانستان ته د دې لپاره ولاړو چې هغه هېواد بیا د ترهګرو ځاله نشي چې پر متحدو ایالتونو برید وکړي. دا ماموریت لا بشپړ شوی نه دی او د دغه ماموریت د بري لپاره افغان حکومت او د افغانستان ځواکونه باید د خپل هېواد د امنیت ساتلو جوګه شي او پرېنږدي چې ترهګر یې له هېواد څخه پر نورو هېوادونو او په خاص ډول پر متحدو ایالتونو برید وکړي."

تر دې مخکې ولسشمر ټرمپ ویلي وو چې امریکایي ځواکونه له بهرنیو هېوادونو څخه وباسي. هغه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو خبره هم کړې وه.

جنرال میلي مشخصآ ونه ویل چې په افغانستان کې به یې ځواکونه څو کاله نور وي، خو تر دې مخکې امریکایي چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو موجودیت په حالاتو او شرایطو او له طالبانو سره د سولې په خبرو پورې تړلی دي.

له طالبانو سره د سولې په خبرو کې په تدریجي ډول له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو خبره هم شوې وه.

امریکا له تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو راهېسې په افغانستان کې ځواکونه لري چې د ترهګرۍ پر ضد د افغان حکومت سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي. په دغې مودې کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکايي ځواکونه وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي.