Super User

Super User

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، تېره ورځ د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په مخامخ جګړه کې د طالبانو د یوې ډلې قومندان له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی دی.


د ۲۰۹ شاهین قولي اردو ویاند حنیف رضایي خامه پرس ته وویل، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ تېره ورځ د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې نښته رامنځته شوه.

نوموړي وویل، په دې نښته کې د عبدالله په نامه د طالبانو د یوې ډلې قومندان له څلورو نورو کسانو سره ووژل شول.

هغه زیاته کړه، په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ملي امنیت ځواکونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۱ تنه داعشیان او طالبان نیولي دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ملي امنیت ریاست ځواکونو کابل کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د طالبانو او داعش ډلې یوولس وسله‌وال نیولي دی.
نوموړي ویلي، په نیول شویو کسانو کې یو هم د ادریس په نوم یو کم عمره هلک شامل دی چې یادو کسانو ځانمرګي برید ته هڅولی وو.
هغه دغه راز وایي، د ادریس پلار یې هم د طالبانو په ډله کې د ادریس د غړیتوب لرلو څخه د انکار په تور نیولی دی.
د یادونې ده چې د ملي امنیت ځواکونو څو ورځې وړاندې هم په کابل ښار کې څو وسله‌وال چې د داعش او طالبانو ډلې غړيتوب یې درلود نیولي وو.

د ایران حکومت وايي، قوي نښې لیدل کېږي چې د دوی د اټومي انرژۍ یو ساینس‌پوه محسن فخريزاده اسرائیلو وژلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، د ایران د اټومي انرژۍ یو مهم او نه تکرارېدونکی ساینس‌پوه محسن فخريزاده د اسرائیلو استخباراتو وژلی دی.

هغه ویلي، قوي نښې لیدل کېږي چې فخریزاده د اسرائیلو استخباراتو وژلی دی.

بلخوا اسرائیلو او امریکا د نوموړي د مړینې په غبرګون کې ویلي، د فخریزاده د وژل کېدو په تړاو هیڅ کوم نظر نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران د فاع وزارت اعلان کړی و چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ یو ساینس‌پوه محسن فخریزاده د نامعلومو کسانو له لوري په تهران ښار کې وژل شوي دی.

دغه وزارت وایي، نامعلومو کسانو د نوموړي په موټر ډزې کړې وې او هغه په لومړیو کې ټپي و خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د اروپایي ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کړی چې ویلي یې و، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا دې رسمأ په کار پیل وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کوم چې په افغانستان کې یې د ملي پخلاینې د جوړېدو او په کار د پیلېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ملي پخلاینې عالي شوار دې ژر تر ژره خپل تشکیلات پیل کړي او په عملآ دې په کار پیل وکړي.

دوی ویلي، په دغه شورا کې دي د سیاسي مشرانو د عضویت ترڅنګ د ښځو، د جګړې قربانیانو، مذهبي اقلیتونو،رسنیو، ځوانانو او مدني ټولنو ټولو استازو ته غړیتوب ورکړل شي.

په اعلامیه کې راغلي:

موږ د ملي پخلاینې عالي شورا د رامنځته کېدو او فعالیت پیلېدو غوښتنه کوو چې دنده یې د سولې مذاکراتو کې لارښوونه کول دي.

اروپایي ټولنې دغه راز د سولې له روان بهیر ملاتړ اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره و درېږي او په دغه هېواد کې دې تلپاتی او دایمي اوربند رامنځه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه جنیوا کنفرانس پای ته ورسېد او نړیوالې ټولنې په مشروط ډول له افغانستان سره تر راتلونکو څلور کلونو پورې ۱۳ میلیارده ډلره مرسته وکړه.

امازون د کرسمس پرمهال خپلو کارکوونکو ته ۵۰۰ میلیونه ډالر انعام ورکوي. دا کار له هغه وروسته کیږي چې د شرکت په وینا د کورونا وبا پرمهال د دوی سوداګرۍ وده کړې.

درې سوه میلیونه به هغو کارکوونکو ته ورکول کیږي چې ټوله ورځ کار کوي او پاتې برخه به یې پر هغو کارمندانو وویشل شي چې نیمه ورځ کار کوي. ټولټال څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالر به د ډیسمبر له لومړۍ تر ۳۱ د کرېسمس پرمهال کارګرانو ته ورکړل شي.

د امازون مشر او د نړۍ تر ټولو شتمن کس جېف بېزوس د کورونا وبا پرمهال د خپلو کارمندانو هڅې ستایلي دي.

د امازون مرستیال مشر ډېف کلارک ویلي، له خپلې کاري ډلې مننه کوي چې د خپلو ټولنو خدمت کې یې مهم رول لوبولی دی.

"په داسې حال کې چې د رخصتیو فصل را روان دی، موږ غواړو د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو بونس په ویشلو خپل کارکوونکي وستایو."

پر دې شرکت له دې امله هم نیوکې شوي چې د کورنا وبا پرمهال یې هم کارکوونکو په لویو ګودامونو کې خپلې چارې پرمخ بیولې.

په امریکا کې د کارګرانو د حقونو مدافعینو د امازون او والمارټ په ګډون پر لویو شرکتونو غږ کړی و چې د رخصتیو پرمهال د ګڼې ګوڼې له زیاتېدو سره دې د خپلو کارکوونکو خوندي ساتلو او روغتیا ته جدي پام وکړي.

دوی غوښتنه کړې چې د دغو شرکتونو کارمندانو ته دې د ناروغۍ رخصتي، اضافه کاري او د وبا په اړه پوهاوی ورکړي.

په اروپا او امریکا کې د امازون کارکوونکو هم له وړاندې د خپلې روغتیا او کاري شرایطو په اړه اندېښنې ښوولې وې او ادعا یې کړې وه چې په کاري چاپېریال کې ټولنیز واټن مراعتول ناممکن دي.

د امریکا برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وایي که انتخاباتي کالج یا الکټورال کالج د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید، جو بایډن ته د ګټونکي په توګه رایه ورکړی، دی به سپینه ماڼۍ پریږدي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ چې په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید و، تر اوسه یې خپله ماته نده منلې. ښاغلی ټرمپ ټینګار کوي چې په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې خو د هغه دا ادعا تر اوسه ثابته شوې نده.

ټرمپ د نومبر د میاشتې د ۳ مې نیټې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په هکله دا تازه څرګندونې په سپنیې ماڼۍ کې د شکرانې د ورځې د لمانځلو په یوې غونډې کې خبریالانو ته کړي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې په انتخاباتو کې د ماتې منل به ګران وي او زیاتوي چې "مونږ پوهیږ په پراخه ټګي برګي شوې. "

ډانلډ ټرمپ وویل، " په انتخاباتو کې په لوړ ترینه کچه ټګي شوې".

خو د خپلو دغو ادعاګانو د اثبات لپاره یې تر دې دمه کره شواهد ندي وړاندې کړي.

ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که الکټورال کالج جو بایډن د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړی، آیا چمتو یاست چې سپینه ماڼۍ پریږدئ؟ وویل، " د شک پرته، د شک پرته او تاسو پدې پوهیږئ".

دا د انتخاباتو نه وروسته لومړی ځل و چې ښاغلي ټرمپ د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یو کاندید د عمومي رایو په ګټلو ګټونکی نه بلل کیږي بلکې یو کاندید باید د ۵۳۸ انتخاباتي کالج یا الکټروال کالج د رایو نه ۲۷۰ یې وګټي چې جمهور رئیس /رئیسه وټاکل شي.

د الکټورال کالج رایې د پایتخت واشنګټن ډي سي په شمول د امریکا د متحده ایالاتو ټولو ایالتونو ته د هر ایالت د وګړو د شمیر پر اساس ورکړل شویدي.

د انتخاباتي کالج غړي د عمومي رایه ګیرۍ نه وروسته غونډه کوي او د خپل ایالت په استازیتوب هغه کاندید ته رایه ورکوي چې د دوي په ایالت کې یې تر ټولو زیاتې عمومي رایې ګټلې وي.

د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جو بایډن ۳۰۶ او ډانلډ ټرمپ ۲۳۲ د الکټورال کالج رایې ګټلي دي.

ټاکل شوي چې د الکټورال کالج غړي د ډسمبر د میاشتې په ۱۴ غونډه وکړي او د انتخاباتو نتیجه په رسمي توګه اعلان کړي. د شمیرل شویو رایو پر اساس د دیموکرات ګوند کاندید، جوبایډن د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید او برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نه شاوخوا ۶ ملیونه رایې په عمومي رایه ګیرۍ کې هم وړاندې دی.

د مهال ویش سره سم که د الکټورال کالج غړي جو بایډن د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړي، هغه به د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې په ۲۰ د وفادارۍ لوړه وکړي او د متحده ایالاتو ۴۶ جمهور رئیس به شي.

 

 

 

سرګي لاوروف دا تور په مېنسک کې د بېلاروس له باندنیو چارو وزیر الکساندر لوکاشینکا سره په کتنه کې ولګاوه.

په دې هېواد کې د اګسټ د میاشتې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په اعتراض کې مظاهرې روانې دي.

زرګونه مظاهره چیان د اګسټ له ۹مې نېټې راپه دې خوا د هرې اوونۍ په پای کې واټونو ته راوځي او د الکساندر لوکاشینکو د استعفا غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکي باور لري چې د اپوزیسیون ۳۸ کلنه کاندیده سسفیاتلانا څیخانوسکایا (Svyatlana Tsikhanouskaya) د انتخاباتو اصلي ګټونکې ده.

د دې قرارداد پر اساس به د مالټا میلابیس (Melabis) شرکت د ازبکستان د سیردریا ولایت په سردابه ولسوالۍ کې پر ۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه بنګ وکري.

دا لومړی ځل دی چې ازبکستان داسې یو قرارداد لاسلیکوي. په دغه هېواد کې مخدر مواد منع دي.

د ازبکستان د ځايي رسنیو د راپور له مخې، له بنګو څخه به یوازې په طبي درملو کې کار اخېستل کېږي او ورڅخه جوړ شوي درمل به بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.

د نورستان د عامې روغتيا رئیس ډاکتر ذکي الله ستوري  وويل چې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو د کمي د پوره کولو او نورو اسانتياوو د برابرولو لپاره د عامې روغتیا وزارت خپلې همکارې موسسې 'اهیډ'ته پیسې ورکړي دي.

په نورستان کې د ۴۲ روغتيايي مرکزونو روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله څه باندې دوې میاشتې اعتصاب کړی وو.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د خورشید ټلوېزیون د پخواني کارکوونکي او د یوې همکارۍ د مړینې( مرموزه) پېښه یې تر څیړنې لاندې ده.

د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، هر کله چې پرمختګ وشي، دوی به یې له خلکو سره شریک کړي.

د خورشید ټلوېزیون د خپرونو پخوانی رئیس رفیع الله صدیقي او د هغې د یوې همکارې فهیمې فیض مړی پرون د کابل په استالف ولسوالۍ کې وموندل شو.

کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې دغه کسان د ګاز نېونې له کبله مړه شوي دي، خو نا تایید شوي راپورونه بیا د دوی د مسمومېدو خبره کوي.

رفیع صدیقي پر خورشید ټلوېزیون سربیره د یوه څه مودې لپاره د ټاکنو کمېسیون او کانونو وزارت د ویاند په توګه هم پاتې شوی دی.