Super User

Super User

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر داسې کمولو ټینګار وکړ چې اوربند ته لاره هواره کړي.

محمد حنیف اتمر او شاه محمود قریشي نن جمعه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې چې نایجر کې جوړه شوې، دا خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د قریشي په حواله ویلي، کابل ته د صدر اعظم عمران خان دسفر پر مهال داسې ګډ لیدلوری رامنځته شوی چې سولې ته په رسېدو کې مرسته کوي.

بل لورته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وایي، ښاغلی اتمر دغې دوه ورځنۍ غونډې ته د جمهوري نظام او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ملاتړ جلبولو په هدف تللی.

ښاغلی تهذیب زیاتوي: "دغه کانفرانس کې زموږ پيغام واضح دی، هغه دا چې افغانستان کې جګړه ناروا ده، د اسلامي هېوادونو ټولنه دې د جګړې د ناروا بللو ترڅنګ له داسې نظام او سولې ملاتړ وکړي چې هغه کې د جمهوریت او مدني حقونو په ګډون د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې تضمین شي."

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۷مه غونډه نن او سبا د نایجر په نیامي ښار کې ترسره کېږي.

کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله چې په وسله والو غلاو، وژنې او ژوبلې لاس پورې کول ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله چې په وسله والو غلاو، وژنې او ژوبلې لاس پورې کول او د پولیسو ترڅار لاندې وه، نیول شوې ده.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې له دې کسانو څخه د غلا شوې واسطې سربیره؛ دوه قبضی تفنګچې هم لاس ته راغلي.

کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې کابل ښار په وروستیو کې د ډیرې غلاو، وژنې او پیښو شاهد دې.

ولسمشر محمد اشرف غني برېښنا شرکت ته سپارښتنه کړې، چې له خصوصي سکتور سره په ګډه دې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه حل کړي.

د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي غني پرون ماښام مهال د برېښنا شرکت مسؤلینو ته په خبرو کې وویل چې د برېښنا د ضایعاتو کمولو لپاره چې څومره پاملرنې، پانګونې او اصلاحاتو ته اړتیا وي په اړه یې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: «غواړم د دیجیټل جوړولو د بېلابېلو ابعادو په اړه یوې پایلې ته ورسېږو، په دې برخه کې مشخص وړاندیزونه وکړئ.»

د نوموړي په وینا د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسي توګه د برېښنا لېږد مزو او نوري فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږي او زیاتوي چې افغانستان باید ډیجیټلي اقتصاد او حکومتولي ولري. «موږ باید دیجیټلي حکومتولي او دیجیټلي اقتصاد ولرو.»

ولسمشر غني وايي، د افغانستان برېښنا شرکت باید له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي، تر څو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کموالي ستونزه حل شي.

په کابل کې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د برېښنا نشتون یا کموالی هغه څه دي چې ګڼ شمېر ښاریان او د فابریکو مسؤلین یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت بیا وايي چې یاده ستونزه کابل ته له ازبېکستان څخه کابل ته د واردېدونکې برېښنا له امله رامنځته شوې ده. «د ازبیکستان هېواد په یو سب ستېشن کې د تخنیکي ستونزې د رامنځته کېدو له امله، نوموړې هېواد افغانستان ته دخپلې وارداتي برښنا کچه له ۴۵۰ څخه ۳۸۰ میګاواټو ته را کمه کړې او اوس مهال کابل ښار کې د وارداتي برښنا کچه ۲۰۷ میګاواټو ته رسېږي

د کاپیسا چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو ماشو م مړ شوی او څلو نور کسان ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش رسنیو ته  وویل چې نن سهار د یاد ولایت د مرکز محمود راقي په شوخي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله یو ماشوم چې د بغلان د ډنډغوري اوسېدونکی و، مړ شوی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د ترافیکو د منسوبینو له خوا ژر د ده علي بابا روغتون ته وړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې په اړه یو موټر چلوونکی نیول شوی او پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکو نه پاملرنه او ګړندى تګ یاد کړ.

د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي سره ځانکړې مرکه

(آمـــاده ګــي : دغرغښت راډیو ټلویزیون ښوونیزه خپرونه ( اوومه برخه

د پاکستان کرکټ لوبډله چې د نيوزي لېنډ په سفر ده د لوبډلې شپږ لوبغاړي د کرونا وايرس ښکار شوي دي، دا خبر د کرکټ نړيوال کونسل خپور کړی دی.

د کرکټ نړيوالې شورا [ايي سي سي] په ټويټر ويلي، "په دغو شپږ لوبغاړو کې په دوو کې کرونا وايرس د مخکې نه وه او په څلورو کې نوي مالوم شوي دي".

ايي سي سي د يادو لوبغاړو نومونه نه دي ښکاره کړي او نه د پاکستان کرکټ بورډ تراوسه پورې په دغه اړه کوم بيان ورکړی دی.

د پاکستان کرکټ لوبډله په 23م نومبر د لاهور څخه نيوزي لېنډ ته تللې او له دغې وړاندې ویل شوي وو د ټولو لوبغاړو او چارواکو د کرونا معاينې شوي او منفي راغلي دي.

خو له دغې وړاندې ویل شوي ؤ په بېټسمېن لوبغاړي فخر زمان کې تبه مالومه شوې ځکه هغه د لوبډلې څخه ويستل شوی ؤ او د هغه د کرونا په اړه څه نه ؤ ويل شوي.

د پاکستان کرکټ لوبډله د دوه پينځه ورځنيو [ټېسټ] او درې شل اووريزو [ټي ټيونټي] سيالو دپاره نیوزي لېنډ ته په سفر ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې ۱۶ تنه چې په کروناویروس اخته و مړه شوي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ  ویلي چې له دې شمېرې شپږ تنه په کابل، درې په هرات، درې په بلخ او څلور نور په ننګرهار، کندز، لوګر او غزني ولایتونو کې مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د مړینې د تازه پېښو سره په افغانستان کې د کروناویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۲۸ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې د کروناویروس له امله د مړینې تر ټولو زیاتې ۶۲۴ پېښې په کابل کې او ورپسې ۲۸۶ پېښې په هرات او ۱۱۹ پېښې په بلخ کې ثبت شوي دي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونایروس ۲۱۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې ورسره په دغه هېواد کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمېره ۴۵زره او ۴۹۰ ته رسېدلې ده.

له دې شمېرې څه باندې ۳۶زره بېرته له کروناویروس څخه ښه شوي دي.

دغه ویروس شاوخوا یو کال مخکې د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې تشخیص او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې تراوسه څه باندې ۵۹میلیونه او ۷۸۷ کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۹ کسه مړه شوي دي.

 د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ٦٠ ميليونو کسانو څخه اوښتى چې يواځې ١٣ميليونه يې په امريکا کې دي.

د کرونا ويروس چې يو کال وړاندې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځېنو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٦٠ ميليونو کسانو څخه اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ٤٢٣ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٤٢٦ زره کسان مړه شوي دي.

د ياد پوهنتون د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ٢٥٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا پنځه زره کسان مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، د ټولې نړۍ د کرونا ناروغانو شاوخوا ٢٠ سلنه يې يواځې په امريکا کې دي، هلته ١٣ ميليونه کسان، په هندوستان کې نهه ميليونه او ٢٠٠ زره او په برازيل کې ٦ ميليونه او ١٥٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٦٨ زره، په هندوستان کې ١٣٥ او په برازيل کې ١٧٠ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه څه د پاسه ٤٥ زره زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٧٢٨ کسان مړه او شاوخوا ٣٦ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

 د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان په مزار شريف ښار کې وژل شوى دى.

د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند عادشاه عادل رسنیو ته  وويل چې د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان اميرګل د وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

عادل زياته کړه، چې دغه پېښه د مزارښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې تېره ورځ رامنځته شوې ده.

د عادل په خبره، قوماندان اميرګل په مزارښار کې د خپل کور مخکې د وسله والو په بريد کې وژل شوی او قاتلین یې تښتېدلي دي.

نوموړى وايي، پولیس هڅه کوي چې د دغې پېښې عاملین ونیسي.

قوماندان امیرګل د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د یو شمېر سیمه ییزو پولیسو مشري پرغاړه درلوده.

چمتال کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره نوموړی له څه مودې راهیسې په مزار ښار کې اوسېده.