Super User

Super User

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ویاند محمد نعیم وردګ له خامه پرس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دواړو مذاکراتي پلاوو ترمنځ له ډېرې مودې وروسته ناستې پیل شوې دي خو تراوسه کوم توافق ته نه دې رسېدلي.
په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ له خامه پرس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له ډېرې مودې وروسته د دواړو مرکچي پلاوو ترمنځ ناستې پیل شوي دي خو تراوسه کوم توافق ته نه دي رسېدلي.
نوموړي وویل:
تر ټولو ښه خبره دا ده چې د دواړو لورو ترمنځ بعد له ډېرې مودې بېرته ناستې پیل شوې دي خو تراوسه د توافق په اړه څه نشم ویلی.
هغه دغه راز د جنیوا کنفرانس په تړاو وویل، یاد کنفرانس په اړه یې څو ورځې وړاندې یو اعلامیه خپره کړې وه چې نړیوال دې له دې وروسته مرستې له طالبانو سره وکړي.
هغه زیاته کړه، چې دوی ته د یادې اعلامیې په اړه کوم ځواب نه دی ورکول شی او نه هم په دغه کنفرانس کې ورته برخه ورکول شوې تر څو هلته ګډون ولري.
وردګ دغه راز کابل ته د عمران خان سفر هم مهم وباله او زیاته یې کړه، له ټولو ګاونډي هېوادونو سره د اړیکو لرل د افغانستان لپاره ګټور تمامېږي.
هغه زیاته کړه:
ټول ګاونډي هېوادونه مهم دي چې باید افغانستان ورسره ښې اړیکې ولري په خاصه توګه پاکستان چې د افغانستان ګاونډی دی او له هغوی سره ښه اړیکې د افغانستان لپاره ګټوري تمامېږي.
نوموړي دغه راز د مذاکراتو په لړ کې د اوربند کولو په اړه وویل، ترڅو چې د جګړې لاملونه له منځه نه وي تللي د اوربند راتګ ستونزمن دي.

هغه زیاته کړه:
په افغانستان کې له تېرو شلو کلونو را په دې خوا جګړه روانه ده تر دې وړاندې ولې خلکو د اوربند خبره نه کوله ځکه په هغه وخت کې هم بېګناه افغانان وژل کېدل.
وردګ دغه راز د امریکا د ټاکنو په تړاو هم وویل، چې د دوی د سولې هوکړه د امریکا له حکومت سره ده له ډونالډ ټرمپ سره نه.
هغه وویل:
د سولې هوکړه یو لوی بدلون دی جګړه یې ودروله او دغه هوکړه موږ یوازې له ډونالډ ټرمپ سره نه ده کړې بلکې له د امریکا له حکومت سره یې کړې موږ باور لرو چې د جوبایډن حکومت به هم دغه هوکړې ته احترام ولري خو که هغه دغه هوکړه رد کړي زموږ جګړه به بېرته د امریکا پر وړاندې پیل شي ترڅو چې دوی له افغانستانه نه وي وتلي.
نوموړي دغه راز د اوسني طالبانو او د شل کاله وړاندې طالبانو د توپیر په اړه هم خبري وکړې.
هغه وویل:
شل کاله وړاندې هم طالبانو د خلکو حقوق ورکړي دي د طالبانو د حکومت په دوران کې ښځو تعلیم هم کړی او پولیسو کې یې دندې ترسره کولې اوس هم طالبان د دې لپاره اماده دي چې ښځو ته د اسلام په رڼا کې خپل حقوق ورکړي خو په هغه وخت کې چې اسلامی نظام را منځته شي.
د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ویاند دغه راز د سولې د خبرو د نتېجې په اړه وویل، دوی هیله لري چې دغه خبرې ژر تر ژره یوه مثبته نتېجه ورکړي او په وینا یې وخت به ونیسي.
هغه زیاته کړه: له امریکا سره د دوی هوکړه له دوو کلونو مذاکراتو کولو وروسته یوې پایلې ته ورسېدله نو د افغانانو ترمنځ د ستونزې حل کېدل به هم یو څه وخت ونیسي ځکه شل کاله کېږي چې په دې هېواد کې جګړه روانه ده .
هغه همدارنګه د خامه پرس وروستۍ پوښتنې ته چې په افغانستان کې روانه جګړه مشروعیت لري که نه وویل، تر څو چې په افغانستان کې د بهرنیانو له لورې اشغان نه وي خلاص شوی دا جګړه به روانه وي او جواز هم لري.
هغه زیاته کړه، په جګړه کې حتمي ملکي کسان وژل کېږي خو دا په دې معنی نه چې دوی یې په قصدي ډول وژني.
هغه وویل، ترڅو چې په افغانستان کې اسلامي نظام نه وي راغلي، بهرنیان نه وي وتلي دغه جګړه به دوام لري.

روېټرز اژانس د یوې سرچینې په استناد خبر ورکړ چې دا ویزې د افغانستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو اتباعو ته په موقتي ډول بندې شوې دي.

له دې ډلې اکثر اسلامي هېوادونه دي او پاکستان او ایران هم په‌کې شامل دي.

د متحده عربي اماراتو د نویو ویزو د بندیز علت امنیت ته اندېښنې یادې شوې دي، خو په دې برخه کې نور توضېحات نه‌دي ورکړل شوي.

دا بندیز نږدې دوه میاشتې وروسته تر دې لګېدلی دی چې ابوظبي له اسرائیل سره ډیپلوماتیکې اړیکې عادي کړې.

د ایران دولتي ټلوېزیون خبر ورکړ، مور ګیلبرټ چې اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور په ایران کې زنداني وه د درېیو ایرانيانو په بدل کې ازاده شوه.

د ایران د دولتي اژانس د وېب‌پاڼې د خبر له مخې یو سوداګر او دوه نور ایرانیان چې په بهر کې په درواغو تورن شوي وو د مور ګیلبرټ په بدل کې خوشې شول.

مور ګیلبرټ چې د میلبرن په پوهنتون کې د اسلامي زده‌کړو استاده وه د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې په ایران کې په ۱۰ کاله بند محکومه شوه.

په وروستیو میاشتو کې پر ایران د اغلې ګیلبرټ د خوشې کېدو لپاره نړیوال فشارونه وروسته تر دې زیات شول چې په زندان کې د دې د روغتیایي وضعیت د خرابي راپورونه خپاره شول.

یو پروګرام د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له انکشافي بودجې تمویلېږي.

د کندهار د زراعت رئیس سید حفیظ‌الله سیدي رسنیو ته وویل: "په دې کې ۶۶۸ مټرک ټنه غنم او اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته په ۱۵ ولسوالیو کې توزېع کوو."

بل پروګرام د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې (FAO) په مرسته پلی کوي چې په درېیو ولسوالیو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشي.

کندهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې زراعت وچکالۍ اغېزمن کړی دی.

په کندهار کې د ښځو چارو ریاست په وینا سږ کال تر اوسه له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۳۸ قضیې ثبت شوي چې اجباري ودونه، وهل او په بدو کې ورکول او یو شمېر نور ناوړه دودنه په‌کې شامل دي.

له ښځو سره د تشدد د مخنیوي په هدف د کندهار د ښځو چارو د ریاست او «یو اېس اې ای ډي» مؤسسې په همکارۍ د ګډ ورکشاپ په ترڅ کې چارواکو دا خبره وکړه.

دا ورکشاپ د ۱۶ ورځو په مخه و چې پرون پای ته ورسېد.

د کندهار د ښځو چارو رئیسې رقیه اڅکزۍ وویل چې روان کال د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ورکړې په هدف ۱،۲۰۰ ښځو او نارینه‌وو د عامه پوهاوي په ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده او دا لړۍ دوام لري.

په کابل کې د جنوبي کوریا سفیر ژا هوینګ د چهارشنبې په ورځ وویل، له کرونا وبا سره په افغانستان کې د مبارزې په هدف سیول دا مرسته کړې ده.

جنوبي کوریا په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي چې د ښاغلي هوینګ په وینا د دې مرستو کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د چهارشنبې په ورځ‌یې خپرې کړې د کرونا ټولې مثبتې پېښې په هېواد کې ۴۵ زره ۴۹۰ ته رسېدلې دي.

ډیګو ارماندو مارادونا، د ارجنتاین او نړۍ د فوټبال مشهور ستوری د زړه د حملې په وجه د ۶۰ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د ارجنتاین جمهور رئیس البرتو فرناندز، نن د چهارشمبې ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۵) د فوټبال ددغه ځلانده ستوري د مړینې د خبر له خپریدو څخه لږ وروسته په هیواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.

مارادونا د نومبر د میاشتې په لومړیو کې د وینې د لخته کیدو په وجه د ماغزو د یو رګ د بندیدو په دلیل په بریالیتوب سره د جراحۍ عملیات وکړل او شاوخوا دوه اونۍ مخکې له روغتون نه رخصت شو.

ارجنتایني رسنیو د چهارشنبې د ورځې په سهار رپوټ ورکړ چې د مارادونا روغتیایي وضعیت خراب شوی او هغه په بونیس ایریس کې په خپل کور کې تر درملنې لاندې دی.

د فوټبال د نړۍ ددغه بیساري ستوري ژوند د زیات شمیر لوړو او ژورو سره مل و او د یو شمیر رپوټونو له مخې هغه د خپل عمر په وروستیو کلونو کې د الکولو د اعتیاد په وجه تر درملنې لاندې و.

د مارادونا د شهرت اوج د مکسیکو د ۱۹۸۶ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو سره جوخت و. په هغه کال کې مارادونا د ارجنتاین د ملي ټیم کیپتان و او د یوې تاریخي او تلپاتې سیالۍ پر ترسره کولو سره یې خپل هیواد ته د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ لقب وګاټه.

د ۱۹۸۶ کال د جام په وروستۍ لوبه کې ارجنتاین د جرمني په وړاندې لوبه وکړه مارادونا تاریخي ګولونه ووهل چې تر اوسه د فوټبال د مینه والو په یاد دي. ددغه جام په نیمه فاینل لوبه کې د بلجیم په وړاندې د مارادونا په زړه پورې لوبه تاریخي او تلپاتې ده.

ډیګو مارادونا د بارسولونا د ټیم او بیا د ایټالیا د ناپولي ټیم سره له یوځای کیدو دمخه د ارجنتاین په بوکا جونیرز ټیم کې لوبه کوله. کله چې هغه د ایټالیا ناپولي ټیم ته لوبه کوله دغه ټیم دوه ځلې د ایټالیا او د اروپا د جام اتلولي وګټله.

مارادونا په څلور نړیوالو جامونو او ۹۱ ملي لوبو کې په ګډون سره د ارجنتاین لپاره ۳۴ ګولونه ووهل.

د امریکا د متحده ایالاتو په ۱۹۹۴ نړیوال جام کې هم مارادونا د ارجنتاین د ملي ټیم د کیپتان په توګه لوبې وکړې، خو د افیدرین په نامه د ممنوعه توکیو د استعمال په وجه له ټیم نه وویستل شو او بیرته هیواد ته ستون شو.

د خپل مسلکي ژوند په لومړۍ نیمایي کې مارادونا د کوکائین د روږدیتوب سره لاس او ګریوان و او په ۱۹۹۱ کې د مخدره توکیو د استعمال د مثبتې ازموینې په وجه د ۱۵ میاشتو لپاره په سیالیو کې له ګډون منع شو.

مارادونا په ۱۹۹۷ کال او زیږد د ۳۷ کلیزې پر وخت یې د فوټبال سره مخه ښه وکړه او د حرفوي فوټبال نه یې استعفا اعلان کړه. بیا یې دوه ځلې د فوټبال د ښوونکي په توګه هڅه وکړه خو چندان بریالیتوب یې نه درلود.

په ۲۰۰۰ کال کې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د پیړۍ د لوبغاړي د ټاکلو لپاره نظرپوښتنه پیل کړه چې هغه وخت مارادونا د ۵۴ فیصده رایو په ګټلو سره د جدول په سر کې و او برازیلی مشهور ستوری پلې د ۱۸ فیصدو رایو په ترلاسه کولو سره دوهم و، خو فیفا دغه دواړه ستوري په ګډه د لومړي مقام ګټونکي اعلان کړل.

سپېس ایکس کمپنۍ د اووم ځل لپاره یو فالکن ۹ توغندی فضا ته ولېږه چې دا یو ریکارډ دی.

توغندی په فلوریډا کې د ناسا له کیپ کاناورال فضايي اډې څخه وتوغول شو او ۶۰ سپوږمکۍ یې په یو وار د مځکې مدار ته ورسولې. توغندی له توغېدو کابو ۹ دقیقې وروسته مځکې ته راوګرځېد.

دا په روان کال کې ۲۳ ځل دی چې سپېس ایکس کمپنۍ فضا ته سپوږمکۍ لېږي او په روان کال کې د دغه شرکت له لوري دا سلم وار دی.

ټولې استول شوې سپوږمکي د سټارلینک دي چې له فضا څخه مځکې ته انترنیټ ورکړي.

سپېس ایکس غواړي چې د ۱۲ زره سټارلینک سپوږمکیو په لېږلو او د مځکې په مدار کې د هغو د ځای پر ځای کولو په وسیله په درسته نړۍ کې چټک او ارزانه انترنیټ ممکن کړي.

له دغو ۶۰ سپوږمکیو سره، چې نن د مځکې مدار ته ولېږل شوې تراوسه سټارلینک ۹۵۵ سپوږمکۍ لېږلي دي.

په فضا کې د سپوږمکیو ځای پر ځای کېدا د مځکې ټولو برخو ته په اسانه انترنیټ رسولی شي. د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به نوري فایبر ته ډېره اړتیا پاتې نه شي.

د ملي دفاع وزارت وایي، دفاعي ځواکونو هلمند ولایت په نهرالسراج او ناوې ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۷ طالبان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
له ملي دفاع وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند ولایت په نهرالسراج او ناوې ولسوالۍ کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کي ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي .
خبرپاڼه لیکي، وسله والو طالبانو ته د ناوې او نهرالسراج په ولسوالیو کې داسې مهال مرګ ژوبله اوښتې، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو یې بریدونه وکړل.
دا برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې په هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.