Super User

Super User

دغه برید نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې شوی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی پېښه تائیدوي خو وايي چې د تلفاتو او د چاودنې څرنګوالي په اړه به وروسته معلومات ورکړي.

خو د دغه ولایت یو امنیتي چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې په برید کې د یولسمې حوزې پولیسو او ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې په وینا د حوزې امر سمونوال فضلي احمد هم په برید کې ټپي شوی دی.

د پېښې عیني شاهدان وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه او د سیمې اوسېدونکو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي. د دوی په وینا سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې ده.

د برید مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.

نور معلومات وروسته

 

کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه قاچاقبران چې غوښتل یې نشه‌یي توکي نورو هېوادونو ته ولېږدوي نیولي دي.

له کورنیو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو نن چهارشنبه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې درې تنه قچاقبران چې غوښتل نشه‌یي توکې چې هیرویین هم په کې شامل وو جدې او هند ته ولېږي نیولي دي.

خبرپاڼه لیکي، دغو کسانو نشه‌یي توکي په خپله ګېده او یو بل کس په اوبو کې ځای پر ځای کړي وو.

په ورته وخت کې دغه وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه په کابل کې ښار کې دوه تنه داعش وسله‌وال نیولې او له هغوی سره یې څه اندازه پیسې او مهمات هم نیولي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نهه وسله‌وال چې په بېلا بېلو جرمونو کې ښکېل وو نیولي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ګډو ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نهه وسله‌وال نیولي چې په کې داعشیان طالبان هم شامل وو.
نوموړي وایي، په نننۍ جلسه کې د دوی کړنو او اسنادو ته کتنه وشوه.
دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د نورو ولایتونو ترڅنګ په کابل ښاریان هم له نا امنۍ سر ټکوي او هره ورځ ورته د نامعلومو وسله‌والو له لورې ګڼې ستونزې جوړېږي.

د ولسمشر د لومړی مرستیال امرالله صالح او د جمعیت اسلامی اجرائیه رئیس او د بلخ د پخوانی والی عطاء محمد نور ترمنځ فېسبوکی غبرګونونو او شخړو زور اخیستی دی.

دغه شخړې له هغې وروسته پیل شوې چې عطاءمحمد نور څو ورځې وړاندې په یوه ځانګړې ټلوېزیونی مرکه کې د امرالله صالح پر کړنو نیوکه وکړه او هغه یې د دولتی ادارو په چارو کې په لاسوهنو، بډې اخیستو او دسیسه جوړولو تورن کړ.

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه  د شپږنیمې جلسې په راپور کې نه یوازې د عطامحمد نور نیوکو او تورونو ته ځواب ورکړی، بلکې پر هغه یې یو شمېر تورونه هم لګولی دی.

هغه ویلی چې د حیرتان بندر په اړه د معلوماتو یوه غټه دوسیه لرو چې ښیی کومې کړۍ هره میاشت د ملت څومره امکانات حیف او میل کوی. هرکله مو چې غوښتل هغه لویه دوسیه به هم ستاسو په واک کې درکړل شی څو تاسو ته معلومه شی چې پوهېږو.

صالح ویلی چې له حیرتان بندره د موریانه صفته مامورینو پاکول چې له کلونو راهیسې یې د هېواد مالی نظام کمزوری او ویجاړ کړی، هم په کار کې شامل دی.

نوموړی ویلی: «په همدې مهال زما لپاره معما ده چې مجاهدین کرام ولې باید د باج اخیستو او غصب د کنټرول مخه ونیسی، دا څه معنا؟ که د خلکو ځوروونکو ملاتړو مجاهدینو نوملړ لرئ، ماته یې واستوئ چې ویې څېړو، ستونزه یې څه ده.

خو عطا محمد نور نن امرالله صالح ته خپله فېسبوک پاڼه ځواب ورکړی دی.

نوموړی صالح ته لیکلی: ((زه له لومړنیو هغو کسانو یم چې د مرکزی حکومت پایه مې له بلخه تقویه کړه او د عایداتو د مرکزی کولو لپاره د امنیت شورا د ۱۳ فقره یی مشهورې طرحې په وسیله چې په ۱۳۸۲ کال کې تصویب شوه، له طالبانو وروسته په حکومت کې د عوایدو د مرکزی کولو بنسټ له بلخ څخه زما په ملاتړ پیل شو.))

نوموړی ویلی چې بلخ په تېرو دوو لسیزو کې د امنیت، ارامۍ، پرمختګ او قانون مدارۍ یوه الګو شمېرل کېږی چې دا د سیمه ییز حکومت او خلکو د حقیقی هڅو حاصل دی، نه د فېسبوکی خیالی ناستو.))

د بلخ پخوانی والی ویلی چې حیرتان د هېواد یو مهم بندر او د مرکزی سیستم تابع دی. کله چې دی د وخت د ولسمشر حامد کرزی له خوا د بلخ د والی په توګه وټاکل شو، پرېکړه یې وکړه چې د عایداتی ادارو د مسوولینو په ټاکنه کې هېڅ ډول نظر نه لری چې د کار تر پایه داسې وشول.

نور زیاته کړې: ((نو هر ډول دوسیه چې «د دوسیې جوړول» ستاسو د کار او ماموریت یوه برخه ده، د حیرتان بندر په اړه هم ستاسو د طنزی اصطلاح «زما پر اطلاعاتو شک ونه کړئ» مصداق ده.))

نوموړی د ګواښ په ډول ویلی، په یاد ولرئ چې د بلخ خلک به دسیسه جوړوونکی داسې قوی څپېړه ووهی چې خوب به یې ګډوډ شی. حیرتان چې پر فساد محکوم نه دی، خو فساد ستا چارچاپېره وروست شوی، بویوې یې او خوند اخلې.

نور امرالله صالح ته ویلی: ((د ملی امنیت ریاست د تصدۍ پر مهال د ملی امنیت د اوپراتیفی پیسو غلا مو که هېره کړې وی، زه به یې یاده کړم چې څومره وه او چېرته پرې پانګونه شوې؟ د کرونا ویروس پر مهال د بېوزلو او مظلومو خلکو له وچې ډوډۍ تاسو ته د منسوبو کسانو له خوا غلا د خلکو په فکر کې حک شوې ده. له دې علاوه د ملی دسترخوان په نوم ستاسو او ستاسو د همکارانو له خوا د میلیونونو ډالرو حیف او میل څرګند او تاریخی شرم دی.))

هغه امرالله صالح ته ویلی، کله چې دې د ولسمشرۍ ریاست د مرستیالۍ له مقامه د کابل امنیې قوماندانۍ کچې ته تنزیل کړی او د هغه ترڅنګ د هېواد د ولسمشر د سهار د وینې فشار  لیکلو مسوولیت پر غاړه اخیستی، ستاسو د «شش ونیم صبح» په نوم د توطیې د مرکز د ناستو حاصل د جنایی جرمونو له زیاتېدو، د خلکو، سیاسی ګوندونو او حکومت ترمنځ د واټن له زیاتېدو او ان کابل ښار ته له راکټونو د بار موټر له داخلېدو او د مجرمانو د انځورونو ترڅنګ د بېګناه خلکو د انځورونو له نشرېدو پرته نور څه دی؟

نوموړی د پارلمان د غړو پر ضد د امرالله صالح پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلی یې دی، پارلمان د افغانستان د خلکو د ارادې مظهر دی، په بې باکه ډول دغه ملی بنسټ او د خلکو د ارادې مظهر ته سپکاوی شوی او د خلکو استازی فاسد بلل شوی دی.

عطاءمحمد نور ویلی: ((سیاسی مشرانو ته سپکاوی، د هېواد مشرانو ته سپکاوی او د قومی مخورو څېرو پر وړاندې دسیسه چې ستاسو د اخلاقی چلند یوه برخه ده، له حکومت سره د واټن له زیاتېدو او نفرت پرته څه حاصل لری چې دغه ډول عمل ته مو هره ورځ په خپل کار کې ځای ورکړی دی؟))

هغه ویلی چې تاسو له سیاسی ګوندونو سره  شخړې پیل کړې چې زرغون بهیر نه شی کولای د یوې ولسوالۍ د هوا په اندازه خلک ولری. تاسو  د نورو د شخصیت د تررور او له حکومت سره د هېواد د سیاسی کسانو د ټکر په هدف د امنیتی تړون په نوم د توطیې او دسیسې سند پلان کړی و چې د افتراق له رامنځته کولو بله هېڅ نتیجه نه لری.

نور ویلی: «ما د بلخ ولایت امنیتی تړون یاد نه کړ، د ګاونډیو ولایتونو امنیتی میثاق زما هدف و چې د جنایتکارانو په لېست کې مو د هغو ټولو قوماندانانو نومونه ذکر کړی چې دا مهال هم د جګړې په لومړۍ کرښه کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دی. دا لویه دښمنی او زبونی ده، له مجرمه مې نه ملاتړ کړی او نه به یې وکړم. امنیتی تړون کابل ته څه پیغام درلود چې دغه ناکامه تجربه ولایتونو ته ولېږدول شی. هماغه مشهوره خبره د دغه کار مصداق دی.»

د بلخ پخوانی والی ویلی: «غواړم په ټوکه خو جدی یې وایم؛ ما هېڅ غلام له ځان سره سیال نه دی ګڼلی او نه یې ګڼم. غلط نه کړئ. زما خبرو ته پام وکړئ، ما تاسو ته د ارګ د دویم کس خطاب وکړ، نه د هېواد د دویم کس.»

هغه په پای کې زیاته کړې چې باد له ځان سره خس او خاورې راوړی؛ لکه څرنګه یې چې تاسو راوړی یاست. ګنی نه مو په نړۍ کې برخه لرله او نه موقف، نه هم مطرح او د پوهې خاوند وې.  یوازې څو ورځې په دوشنبې کې د افغانستان د سفارت په نظامی برخه کې د کمپیوټرونو مسوول وې او فرانسې ته د مارشال محمد قسیم فهیم او زما د سفر په لړ کې دې د ژباړونکی دنده درلوده.

ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د کرونا واکسین په وېش کې باید مستحق او د پرمختګ په حال کې هېوادونو لپاره یو انډول په پام کې ونیول شي چې په ګډه وکولای شي واکسین زیانمنو اقشارو ته ورسوِي.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د برېتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سوېلي اسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد سره خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر نوموړي ته په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو دویمې څپې په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل، د افغانستان حکومت د هڅو او پلان په نتیجه کې لومړۍ څپه په بریالیتوب مهار شوه او د دویمې څپې مهارولو لپاره د لومړیتوبونو پر تشخیص کار روان دی.

ولسمشر ویلي: «د کوویډ- ۱۹ له منفي اغېزو د خلکو خوندیتوب لپاره حکومت د ملي دسترخوان، ولسي تړون او د روغتیا ملي پروګرام په څېر لویې او ملي برنامې عملي کړې او د دویمې څپې له منفي اغېزو د خلکو خوندیتوب لپاره د خپلو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لرو.»

هغه د کرونا واکسین کې د پرمختګونو یادونه وکړه، ويې ویل، د واکسین په وېش کې باید مستحق او د پرمختګ په حال کې هېوادونو لپاره یو انډول په پام کې ونیول شي چې په ګډه وکولای شي واکسین زیانمنو اقشارو ته ورسوِي.

د ولسمشر په وینا، د افغانستان شته ظرفیتونه، حکومتي او ټولنیز بنسټونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د ګډو هڅو پایله ده او دغه مشارکت باید دوام پیدا کړي.

نوموړي د سولې پروسې ته په اشارې وویل، د افغانستان حکومت د سولې لپاره عمده ګامونه اخیستي، خو له بده مرغه د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام لري او د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

ولسمشر ویلي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دغه پروسه تضعیفوي او د سولې لپاره د حکومت هدف دا دی چې جګړه پای ته ورسېږي او یوه سیاسي حللاره پیدا شي.

د هغه په وينا، ترهګري د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دى او له دې پدیدې سره باید ګډه مبارزه او د تاوتریخوالي رامنځته شوی روایت باید له منځه ولاړ شي.

د برېتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سوېلي اسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد په خپلو خبرو کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، د سولې پر وړاندې ټول خنډونه باید په ګډو هڅو له منځه یووړل شي او انګلستان په دې برخه کې د افغانستان حکومت د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

هغه زياته کړې، د کوویډ- ۱۹ واکسین په اړه پرمختګونو ته خوشبین دي او هڅه يې دا ده چې د پرمختګ په حال کې هېوادونو ته هم ووېشل شي.

د کابل پولیس وایي، نن سهار کابل ښار کې د امنیتي ځواکونو پر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې له کبله یې دوه سرتېري او دوه ملکیان ټپیان شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه پېښه نن سهار د کابل ښار دوولسمي ناحیې اړوند امنیت ښارګوټې کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو پر یو موټر چسپکي ماین چاودنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه امنیتي ځواکونه او دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

د انګلستان څلور واړو هېوادونو د سې شنبې په ورځ موافقه وکړه چې د کرسمس پر مهال به د کویډ۱۹ محدودیتونه کم شي او پنځه ورځې به تر درو پورې کورنۍ وکړای شي چې په یوه کور کې سره وویني.

انګلنډ، سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ د کویډ۱۹ د مخنیوي لپاره له یو بل څخه بېل پلانونه عملي کړي خو د کرسمس د لمانځلو په خاطر د سې شنبې په ورځ له لندن سره موافقې ته ورسېدل.

پر سفر محدودیت به هم لیرې شي او خلک به وکړای شي له شمالي ایرلنډ څخه یا دې هېواد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ په انګلنډ کې د کرونا ویروس له کبله وضع شوی محدودیت پای ته ورسېږي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د سې شنبې په ورځ وویل چې په هېواد کې يې د کویډ۱۹ دوهمه څپه پای ته رسېدونکې ده.

مکرون وویل چې د کویډ۱۹ له کبله لګېدلی محدودیت به په څو ورځو کې پای ته ورسېږي او تر کرسمس پورې چې د ډسمبر په ۲۵مه نېټه دی، دوکانونه، تیاترونه او سینماوې هم پرانیستل شي.

ده زیاته کړه چې خلک به وکړای شي له خپلو کورنیو سره دا رخصتۍ ولمانځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني دفاع وزیره آنه ګرټ کرامپ کارانباویر د سې شنبې په ورځ وویل، غواړي پوه شي په راتلونکو ورځو کې به له افغانستانه څومره امریکايي ځواکونه وځي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د جرمني او شریکانو پر ماموریت يې په لنډه موده کې څومره اغېز وکړي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی له ۴۵۰۰ سرتېرو څخه به ۲۵۰۰ يې د جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې پورې له افغانستانه وځي.

ناټو خبرداری ورکړی چې ممکن دا ایتلاف له افغانستانه په بېړنۍ توګه د وتلو درنه بیه پرې کړي.

ښاغلي پومپیو پرون ماښام د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس پر مهال په ویډيويي پیغام کې زیاته کړه: "افغان حکومت باید د ثبات او امنیت د اساسي عنصرونو د تطبیق په برخه کې هماغسې چې خلک یې هیله لري، ګډون وکړي، زه د اقتصادي اصلاحاتو، د مخدره موادو په ګډون د فساد پر ضد د ریښتونې مبارزې، د مذهبي ازادۍ په ګډون بشري حقونو ته د درناوي، خصوصي سکتور ته ښه چاپېریال او پر ځان د متکي کېدو خبره کوم."

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلنډ او ملګرو ملتونو په نیمه مجازي توګه ګډون سره پرون ناوخته پای ته ورسېد.

په دې کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.

د بامیان د عامې روغتیا رییس علي اقا ایوب ناصري رسنیو ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر پنځلسو او د ټپیانو ۵۸ ته رسېدلی دی.

د پېښې اکثر قربانیان ملکیان دي.

ویره یې ځي چې د پېښې د تلفاتو شمېر لا پسې زیات شي.

اخوا ارګ ماڼۍ د افغانستان د جمهور رییس اشرف غني په حواله دا چاودنې غندلي او زیاته کړې یې ده چې: "طالبان او نورې تروریستي ډلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره پر ملکي وګړو بریدونه کوي او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان رسوي."

وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په بامیانو کې په دې بمي چاودنو کې لاس نه لري.