Super User

Super User

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس ټولو ګډونوالو په دې هېواد کې پر اوربند ټینګار کړی.

ښاغلي اتمر د دې کنفرانس د پای ته رسېدو پر مهال وویل، نړیواله ټولنه غواړي په افغانستان کې وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د فنلډ د بهرنیو چارو وزیر پيکا هاویستو په ژنیو کې د دې دوه ورځني کنفرانس جوړوونکو ته وویل، په دې کنفرانس کې ۶۶ ګډونوالو هېوادونو او ادارو په افغانستان کې د دایمي او پراخې سولې سره کلک ملاتړ څرګند کړ.

په افغانستان کې د سولې راوستلو په هدف د فبروۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته تر اوسه هم، د چارواکو په وینا، د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.

د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه جوړ شوی نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد او نړیوالې ټولنې په مشروط ډول له افغانستان سره څه باندې ۱۳ میلیارده ډالره مرسته وکړه.

جنیوا کنفرانس چې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه په هرو څلورو کلونو کې جوړېږي سږ کال هم دغه کنفرانس تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه جوړ شوی و چې تېره ورځ پای ته ورسېد.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، تر ۲۰۲۱ کال پورې له افغانستان سره څه باندې درې میلیارده ډالره مرسته وشوه او په خبره یې که دغه ژمنې عملي شي تر ۲۰۲۴ کال پورې دغې مرستې څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

په دې کنفرانس کې د نړیوالو هېوادونو مرستې په لاندې ډول دي.

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۹۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه، دغه راز اروپایي ټولنې ۱.۲ میلیارده ډالره مرسته اعلان کړه.

امریکا له افغانستان سره ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړ خو وې ویل چې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته به د سولې پروسې له پرمختګ سره مشروطه وي.
جرمني دغه راز له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو پورې ۴۳۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

دا مرستې په ترتیب سره، استرالیا له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره، ناروې ۱۷ میلیونه ډالره، جاپان ۱۸۰ میلیونه ډالره، ډنمارک ۶۴ میلیونه ډالره، هالنډ ۲۰۰ میلیونه یورو، کاناډا ۲۰۰ میلیونه ډالرو، ایټالیا د ۳۵ میلیونه ډالرو او برېتانیا د ۱۵۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د یادونې ده چې په دې مرستو کې تر ټولو زیاته مرسته هند اعلان کړه چې درې میلیارده ډالره وه، هند دغه راز په کابل کې د شاتوت بند د جوړولو ژمنه هم تازه کړې ده.

د یاد کنفرانس په پای د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له نړیوالو مننه وکړه چې له افغانستان سره یې د مرستو ژمنې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا مرستې به پر ځای لګېږي او کوم فساد به نه په کې کېږي.

د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې د حيرتان بندر په اړه د معلوماتو يوه غټه دوسيه ښيي چې کومې کړۍ هره مياشت د ملت څومره امکانات حیف و میل کوي.

صالح دغه څرګندونې د شپږ نیمو په راپور کې کړې، چې یې پر خپله فیسبوک پاڼه خپرې کړې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال له تېرې میاشتې راهیسې د کابل امنیتي مسوولیت پر غاړه اخیستی او هر سهار شپږنیمې بجې امنیتي ناسته ترسره کوي.

امرالله صالح داسې مهال د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د اجرائیه رییس او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په اړه خبرې کړې دي چې دوه ورځې وړاندې نور په یوه ځانګړې مرکه کې د امرالله صالح پر فعالیتونو او امنیتي ميثاق سختې نیوکې کړې وې.

هغه ویلي و چې د امرالله صالح موقف ته درناوی لري؛ خو له فعالیتونو یې خوښ نه دی، کوچني کارونه کوي، ځان یې په حوزه او ناحیه پورې محدود کړی او د ​​دولتي ادارو په دندو کې لاسوهنه کوي.

عطا محمد نور دغه راز د امنیتي ميثاق پر پروګرام هم نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې دغه پروګرام ورته څرګند نه دی، ​​په اړه یې هېڅ معلومات نه لري، د دې پروګرام له خوا یې په ولایتونو کې د خپل (زرغون بهیر) ګوند کسان ګومارلي دي.

هغه همدا ازار ادعا کړې چې امرالله صالح، په بهانو او دوسیو له خلکو باج اخلي، جهادي قوماندانان او نفوذ لرونکي خلک ضعیف او بې وسلې کوي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د بلخ د پخواني والي د نیوکې په ځواب کې ویلي، چې امنیتي میثاق پټ سند نه دی.

هغه زیاته کړې: «د بلخ ولایت له مقام څخه به وغواړو چې هغه ټول د دولتي او نادولتي ادارو په واک کې ورکړي. د میثاق د فهرست ضمیمې کسان داسې خلک دي چې د عامه نظم خلاف په بېلابېلو فعالیتونو لکه باج اخیستلو، زور زیاتي او ځمکې غصب کې لاس لري. هغه نوملړ به هم خپروو څو خلک نظر ورکړي چې کوم ځای یې ناسم دی.»

صالح ویلي چې له حیرتان بندره د موريانې صفته مامورینو پاکول چې له کلونو راهیسې یې د هېواد مالي نظام کمزوری او ویجاړ کړی، هم په کار کې شامل دي.

نوموړي عطاء محمد نور ته په خطاب کې ویلي: «البته، ښایي تاسو خبر شوي وئ چې موږ پر حیرتان یوه لویه معلوماتي دوسیه لرو چې ښيي کومې کړۍ هره مياشت د ملت څومره امکانات حیف و میل کوي. هرکله مو چې غوښتل هغه لویه دوسیه به هم ستاسو په واک کې درکړل شي څو تاسو ته معلومه شي چې پوهېږو.»

هغه زیاته کړې چې په هر حال د بلخ امنیتي میثاق له ښاري ماسټر پلان سره ورته والی لري او یو ژوندی سند دی چې هره ورځ باید بدل او تعدیل شي، د چارواکو له جدیت او هڅو سره تړاو لري.

امرالله صالح لیکلي چې ورځنۍ څارنه یې له پرونه پیل شوه. دغه سند دا وړتیا ورکوي چې د حکومتولۍ بحث په ورځني او دوامدار ډول، د خلکو لپاره د لېدو قابلیت ولري.

نوموړي ویلي: «په همدې مهال زما لپاره معما ده چې مجاهدین کرام ولې باید د باج اخیستو او غصب د کنټرول مخه ونیسي؟ دا څه معنا؟ که د دغو مجاهدینو نوملړ د خلکو د ځورولو پلویان لرئ، ماته یې واستوئ چې ویې څېړو ستونزه یې څه ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال په دې اړه چې په ولایتونو کې د زرغون بهیر کسان ځای پر ځای شوي، ویلي چې دغه سازمان، د بلخ د امنیتي میثاق په لیکلو کې رول نه درلود. د بد مرغۍ ځای دی، هغه خلک چې ورسره دي، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه دي.

ولسي جرګې د دې جرګې د غړو د مفسد بللو په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې د صالح د استعفا غوښتنه کړې او نوماند وزیرانو ته د رایو د ورکړې بهیر یې ځنډولی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس په لومړۍ ورځ د ولسي جرګې غړي په پراخ فساد تورن کړل او ويې ویل، حکومت نه دی توانېدلی چې د دې جرګې پر فساد تورن غړي محاکمه کړي.

هغه د ولسي جرګې د کوم غړي له نوم اخیستو پرته وویل: ((تر اوسه د پارلمان هېڅ غړي په فساد کې د لاس لرلو قېمت نه دی ورکړی او د عدالت د تامین لپاره باید د دوی خوندیتوب پای ته ورسول شي.))

د هېواد د اساسي قانون په ۱۰۱ مه ماده کې راغلي: ((د ملي شورا هېڅ غړی د دندې پر مهال د رایې یا نظریې په وړاندې کولو تر عدلي تعقیب لاندې نه نیول کېږي.))

د هېواد د اساسي قانون په ۱۰۱ مه مادې کې راغلي: ((هرکله چې د ملي شورا غړی په جرم تورن شي مسوول مامور هغې ناستې ته د موضوع په اړه خبر ورکوي چې غړی یې تورن دی او متهم کس تر عدلي تعقیب لاندې نیول کېږي. د مشهود جرم په صورت کې مسوول مامور کولای شي تورن کس د هغې جرګې له اجازې پرته چې تورن کس یې غړیتوب لري تر عدلي تعقیب لاندې راولي او ویې نیسي. په دواړو حالتونو کې هرکله چې عدلي تعقیب د قانون له مخې توقیف ته اړتیا ولري مسوول مامور مکلف دی چې له ځنډ پرته اړوند جرګې ته ورسوي او د هغه تصویب ترلاسه کړي. که دغه تور د شورا د رخصتۍ پر مهال رامنځته شي د نیولو او توقیف اجازه د اړوند جرګې له اداري پلاوي اخیستل کېږي او موضوع د تصمیم لپاره د یادې جرګې له لومړۍ ناستې سره شریکېږې.))

د دې جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې وه نن د ښځو چارو وزارت نومانده حسینه صافۍ، د ترانسپورټ وزارت نوماند قدرت الله ذکي، د ټولګتو وزارت نوماند نجیب الله یمین، د کډوالو چارو وزارت نوماند نور رحمان اخلاقي، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت نوماند محمود کرزى او د کانونو وزارت نوماند محمد هارون چخانسوري خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړي، خو د صالح د څرګندونو له امله د ولسي جرګې د غوسې په خاطر نوماندانو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د جرګې تالار ته داخل شي او جرګې د صالح د څرګندونو په اړه بحث وکړ.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري وویل: ((فاسد وکیل باید مشخص شي، همدغه وکیلان تر ټاکنو مخکې د حکومت له فلتره ووتل، که دوی فاسد وي نو حکومت ولې اجازه ورکړه چې پارلمان ته نوماند شي، صالح باید د ملت له کوره بښنه وغواړي، د چا پلار نه شي کولای هغه خوندیتوب له وکیلانو واخلي چې اساسي قانون ورکړی دی.))

په دې جرګه کې د کابل د خلکو استازي محمود خان نصرت وویل: ((لومړي مرستیال په یوه نړیوال کنفرانس کې ددغه کور حیثیت ته سپکاوی کړی او زموږ دنده ده چې خپله پاکي ثابته کړو، له دې پرته به موږ فاسد وپېژندل شو.))

د بدخشان د خلکو استازي عبدالرووف انعامي په دې اړه وویل، د جرګې د ټولو غړو حیثیت په یوه نړیواله ناسته کې تر پوښتنې لاندې راوستل شوی او د صالح دغه څرګندونې د حکومت بې پروګرامي او عاجزي څرګندوي.

د نوموړي په خبره، ولسي جرګه کوم اجرایيوي بنسټ نه دی چې فساد ترسره کړي.

نوموړي صالح ته په خطاب وویل: ((له فساد سره مبارزه باید له ارګ څخه پیل شي.))

په یاده جرګه کې د کندوز د خلکو استازي محمدالله بتاش وویل: ((د یوه قانون جوړوونکي بنسټ پر وړاندې د صالح څرګندونې د دې ښکارندوی دي چې نوموړى ملي مشر نه دی او له قانونه ناخبره دی، بهرنیانو ته مراجعه کوي څو له وکیلانو خوندیتوب واخیستل شي، که پر قانون پوهېدلای قانون ته به یې مراجعه کوله.))

د هلمند د خلکو استازي شېرمحمد اخندزاده وویل: ((که اسناد لري صالح دې فساد کوونکي مشخص کړي، له دې پرته باید د جرګې غړي سترې محکمې ته عریضه وکړي او که صالح دا ثابته نه کړه باید له دندې استعفا ورکړي او که پر کوم وکیل جرم ثابت شو باید همغه وکیل محاکمه شي او د ملت کور ته باید سپکاوی ونه شي.))

نوموړي غوښتنه وکړه چې د ولسمشر لومړی مرستیال دې له ولسي جرګې بښنه وغواړي او ويې ویل، د لومړي مرستیال اوسنۍ شتمني باید له ۱۹ کاله پخوا سره پرتله شي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د ولسمشر لومړی مرستیال پر سلیقوي چلند تورن کړ او ويې ویل، صالح باید د «روند سبز» هغه بنسټ چې نوموړي جوړ کړی لګښت مشخص کړي.

په ورته وخت کې ولسي جرګې د جرګې د غړو یوه پلاوي ته دنده ورکړه چې په دې اړه یوه خبرپاڼه ترتیب کړي.

د اړوند پلاوي په استازیتوب قاضي نذیراحمد حنفي خبرپاڼه ولوستله او ويې ویل، د صالح څرګندونې د اساسي قانون د ۲۵مې او ۲۶ مې مادې، د ۸۵ مادې د درېیم جز او ۱۵۴ مې مادې خلاف دي.

هغه زیاته کړه چې صالح په دې ډول څرګندونو د دولت یو اساسي رکن بې باوره ښودلی او ددې قوې مقام ته یې زیان رسولی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ د ولسي جرګې غړي له ولسمشره غواړو چې د نظام د تقویې او د هر ډول ګډوډۍ څخه د مخنیوي لپاره دې لومړی مرستیال امرالله صالح استعفا ته اړ کړي څو نور جنګ رامنځته نه شي.))

د نوموړي په خبره، که ولسمشر په دې اړه اقدام و نه کړي دا جرګه به د اساسي قانون د ۶۹ مې مادې مطابق اقدام وکړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، د ولسمشر د لومړي مرستیال لپاره شرم دی چې د مرستو د جذب پر ځای له بهرنیانو څخه د وکیلانو د خوندیتوب د اخیستو غوښتنه کوي.

نوموړي دغه راز وویل، زرغون بهیر یو استخباراتي سازمان دی چې له جوړېدو راهیسې د یوه هېواد له خوا تمویلېږي او صالح په دغه بهیر کې د یو شمېر قوماندانانو د جذب هڅه کوي.

رحماني دغه راز صالح په حکومت کې ددغه بهیر د کارکوونکو پر ځای پر ځای کولو تورن کړ او ويې ویل، په دې اړه کافي اسناد لري.

هغه زیاته کړه: ((موږ له حکومت سره په تقابل کې نه یو، یوازې یو کس دی چې غواړي د دوو قوو ترمنځ مناسباتو ته زیان ورسوي او خپلې شخصي موخې ترلاسه کړي.))

هغه له صالح څخه د اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه او ويې ویل: ((تر څو چې د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا د یادو تورونو په اړه اسناد نه وي وړاندې شوي نوماند وزیرانو ته د رایو ورکولو بهیر به وځنډېږي.))

ولسي جرګې تر اوسه د ۲۴ نوماند وزیرانو له ډلې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې او پاتې وزارتونه او ریاستونه د نوماند وزیرانو او نوماند رییسانو له خوا اداره کېږي.

 

ولسمشر محمد اشرف غني د جينوا کنفرانس ته وويل چې له طالبانو سره هوکړه باید په شرطونو واوسي او اجازه نه ورکوي چې “تېر تریخ تاریخ” بیا تکرار شي.

هغه دغه څرګندونې نن د افغانستان په اړه د جنیوا د مرستو او همکاريو دوه ورځني کنفرانس دويمې ورځې غونډې ته وکړې.

دغه کنفرانس ته د نړۍ له شاوخوا سلو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو سازمانونو وزیران او استازي په حضوري او د کرونا ويروس له امله د ويډيو له لارې را ټول شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته وویل چې له طالبانو سره هوکړه باید په شرطونو واوسي او اجازه نه ورکوي چې “تېر تریخ تاریخ” بیا تکرار شي.

دی وايي:”په دوحه کې زموږ شتون اصلي موخه په هېواد کې د سولې ټینګښت دی. ”

هغه زياته کړه، د افغانستان خلکو لومړیتوب سوله ده او طالبان باید پوه شي چې د ملکي کسانو وژنه کوم ځای نه نیسي او دا بهیر باید ودروي.

ولسمشر غني وويل، د دوی کاري تګلاره د سولې په اعمار، دولت جوړولو او مارکېټ جوړولو باندې ولاړه ده چې دغه تګلاره د افغانستان د پراختیا او سولې ملي چوکاټ په دویمه نسخه کې منعکس شوې ده.

نوموړى وايي:”په وروستیو دوو کلونو کې، افغانانو له طالبانو سره د سیاسي هوکړې له لارې دوامداره سولې ته د رسېدو لزومیت پر اساس ملي اجماع جوړه کړه؛ هغه سوله چې د هېواد د اساسي قانون ارزښتونو او د بشري حقونو بین المللي معیارنو سره په مطابقت کې وي.”

د هغه په وینا، افغان حکومت د سولې بهیر تسهیل لپاره ګامونه پورته کړي؛ لکه په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې یې درې ورځنی اوربند کړی او له ۵زرو زیات داسې طالبان یې خوشې کړي چې د خلکو په وژنو تورن وو.

ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې سولې ته د رسېدو لپاره له دوی سره ودرېږي، تر څو لاسته راوړنې یې خوندي وساتل شي.

هغه وويل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهاله په خپلواکه توګه ۹۶ سلنه عملیات تر سره کوي.

ده زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند، کندهار، بدخشان او یو شمېر نور ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه پر شا تمبولي دي.

ولسمشرغني زياته کړه، افغانستان دا مهال له نړیوال تروریزم سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دی او ويې ويل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د ولایتونو او ولسوالیو امنیت نیولی دی.

دغه راز ولسمشر وویل، د بېوزلۍ کمول، د خلکو د معیشتي وضعیت ښه کول، کارموندنه او هوساینه هغه اقدامات دي چې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره یې پیل کړي دي.

دی وايي، په تېرو څلورو کلونو کې ۷ سلنه د بې وزلې کچه راکمه شوې او هر کال ۴۰۰ زره افغانان د کار بازار ته وړاندې کېږي، خو په وروستیو کې د کرونا ویروس له امله اړ شوي چې خپل پراختیايي لومړیتوبونه وځنډوي او خپلې محدودې سرچینې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره تخصیص کړي.

د یادولو ده چې دغه کنفرانس ته د ځينو هېوادونو استازو ویناوې وکړې او له افغانستان سره یې د شاوخوا شپږ ميليارده ډالرو مرستو اعلان هم وکړ.

 د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٩٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۵۲۷۸ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د عامې روغتيا وزارت له لوري رسینو ته لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤٢٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٩٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۵۲۷۸ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۷۰ کسان په کابل، ۴۷ په هرات، ۴۴ په ننګرهار، ۳۴ په کندهار، ۳۰ په پروان، ۱۵ په غزني، ۱۲ په تخار، ۱۲ په کندوز، ۱۰ په نیمروز، ۸ په بغلان، ۵ په لوګر او ۳ په ميدان وردګ ولايت کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٤٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۶۱۲۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۱۷۱۲ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ اجرايي رييس وايي، د دغه هېواد صدراعظم عمران خان د افغانستان د کرکټ لوبډلې ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

وسیم خان پرون  وویل چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره به ژر تماس ونیسي چې پاکستان ته د افغان لوبډلې د سفر پر امکاناتو ورسره خبرې وکړي.

ده همداراز ویلي چې د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونه به په ګډه د کرکټ سیالۍ تنظیم کړي.

د پاکستان صدراعظم تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته راغی.

د نورستان د والي ویاند محمد سعید مومند رسنیو ته  وویل، دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د حکومتي چارواکو او قومي شورا ګانو په شریکه غونډه کې وشوه.

هغه زیاته کړه: "د نورستان له ولسي شوراګانو سره په دې پرېکړه وشوه چې د نورستان په مرکز پارون او ولسوالیو کې هیڅوک په خپل سر ولو د ځنګل وچه ونه هم نه شي وهلی."

ښاغلي مومند زیاته کړه، چې پخوا هم د نورستان خلکو په خپل ولایت کې د ځنګلونو ساتنه کړې او بیا يي هم ژمنه کړې چې که هر څوک ځنګل وهې نو دوی به یې د قومي ناغې ترڅنګ حکومت ته سپاري.

په نورستان کې په داسې حال کې حکومت او قوم په ګډه د ځنګل ساتنې پرېکړه کړې چې د دغه ولایت په ګاونډ کونړ کې ډیری ځنګلونه وهل شوي او لاهم په یو شمېر نا امنو سیمو کې يې د ځنګلونو بې درېغه وهل دوام لري.

د ناټو عمومي منشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د ناټو د پارلماني شورا ۶۶مې غونډې ته کړې او زياته کړې یې ده چې له متحدينو يې يو هم نه غواړي چې له اړتیا وړاندې په افغانستان کې پاتې شي.

هغه زياته کړې: “دا هم نه شو کولی چې دا خطر ومنو چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل شي چې زموږ پر هېوادونو باندې بریدونه طرحه او تنظیم کړي. ”

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون راکمېدو او په هغه هېواد کې د داعش ترهګريزو فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي: “نه شو کولای داعش ته اجازه ورکړو چې افغانستان د خپل ترهګريز خلافت مرکز کړي، کوم چې په سوریه او عراق کې یې له لاسه ورکړ. ”

سټولټنبرګ دغه راز ويلي، په افغانستان کې د ناټو راتلونکی ماموریت به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د فبرورۍ په میاشت کې جوړېږي، مشخص شي.

هغه په افغانستان کې د ناټو ماموریت د دوام په اړه پرېکړه ستونزمنه وبلله او ویې ویل: “یا پاتې کېږو او د پوځي ماموریت د دوام بیه ادا کوو، یا هم وځو او د حاصل شوو لاسته راوړنو بایللو خطر او د سولې د بهیر تزلزل منو. ”

د ناټو عمومي منشي وویل چې اوس په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو وخت نه دی.

نوموړي زياته کړې: “باید په یاد ولرو چې یو ځای افغانستان ته تللي وو او هر وخت چې فرصت مناسب وي، په یو همغږې کړنلاره له هغه هېواده باید یو ځای سره ووځو. ”

د امریکا- طالبانو د موافقې له مخې چې د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې په دوهه کې لاسلیک شوه، په هغه صورت کې چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون له ترهګرو ډلو سره د اړیکو غوڅولو، تاوتریخوالي کمولو او د افغانستان له حکومت سره د مذاکراتو په اړه خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، بهرني ځواکونو به د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

خو د یادونې ده، تر اوسه نه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکرات په رسمي بڼه پیل شوي او د امریکایي پوځي مقاماتو په وینا، نه هم د طالبانو ډلې د القاعده له شبکې سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه قطع کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره د واک له لېږد سره توافق کړی دی. ډونالډ ټرمپ وایي امریکايي حکومت ته یې امر کړی چې له جو بایډن سره د واک د لېږد لپاره د تیاریو په برخه کې همکاري وکړي.ټرمپ وایي چې د امریکا د ګټو لپاره یې په دې اقدام لاس پورې کړی دی. تر دې وړاندې ټرمپ له بایډن سره د واک په لېږد کې همکاري نه کوله او همدا راز یې د هغه بودیجې د ورکړې امر هم نه ورکاوه چې د واک د لېږد لپاره یې باید منتخب ولسمشر تر لاسه کړي. اوس به رسما د واک د لېږد پروسه پیلېږي او تر څنګ یې رسنۍ دا هم وایي چې جو بایډن به د خپلې کابینې د بشپړولو لپاره هڅې کوي.