Super User

Super User

 د کابل پولیسو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د جنایي جرمونو په تور ۱۹ کسان نيولي دي.

 د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د پولیسو منسوبینو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د څو عملیاتو په ترځ کې د کابل ښار له بېلابېلو برخو د جنایي جرمونو په تړاو ۱۹ کسان نیولي دي.

 هغه وايي چې دغه کسان د سړي تښت

ونې، وسله والو غلاوو، ناقانونه وسلو د لېږد، د نشه یي توکو پلور، د عامه نظم ګډوډولو، د موبایل د چپاولګرۍ په تور نیول شوي دي.

 د نوموړي په وینا، یاد کسان د کابل ښار له لومړۍ، څلورمې، شپږمې، اوومې، نهمې، لسمې او اتلسمې حوزو څخه د پولیسو له خوا ېیژندل شوي او نیول شوي دي.

فرارمز وایي چې له نیول شوو کسانو یو میل کمري وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.

دغه راز سرچینې زیاته کړې چې د کابل پولیسو د دغه ښار د اوومې حوزې اوړند سیمه کې هم د یوې چاودنې مخه نیولې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې د ملي امنیت یو ډګروال وژل شوی او دوه زامن يې ټپیان شوي دي.

): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱٧٠ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په درېيمه د عامې روغتيا وزارت له لوري رسنیو  ته لیږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱٧٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١١ په کابل، نهه په هرات، درې په بلخ او دوه په بدخشان ولايت کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نهه کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۲۶۱٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله پنځه کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٥١ ته رسيږي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت کانکور کمېټې د ۱۳۹۹ کال د کانکور پایلې اعلان کړې چې په وینا یې ۹۸ سلنه داوطلبان بریالي شوي دي.

د کانکور ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش نن پنجشنبه د یادو پایلو د اعلان پر مهال وویل د سږ کال کانکور تر ټولو جګه نمره د شمسیه په نوم د کابل ولایت اوسېدونکې وړې ده.

نوموړي د یادو پایلو د اعلان پر مهال شمسیه د ۳۵۳/۱۸۳ نمرو په تر لاسه کولو سره د سږ کال کانکور عمومي اول نمره اعلان کړه چې په وینا یې د کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شوې ده.

د خموش په وینا په ترتیب سره د کابل ولایت دوه تنه نور اوسېدونکي نعمت الله د ۳۵۳/۱۳۳ نمرو په تر لاسه او محمد مجتبی د ۳۵۰/۰۶۱ نمرو په تر لاسه کولو سره هم د کابل طبي پوهنتون ته بریالي شوي دي.

همدارنګه په ترتیب سره توریالی له میدان ودرګ ولایت څخه څلورم نمره، د کابل طبي پوهنتون.

احمد فواد له کابل ولایت څخه پنځم نمره، د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی.

زین العابدین له غور ولایت څخه شپږم نمره، د هرات طب پوهنځی.

احمد وثیق له کابل ولایت څخه اووم نمره، د کابل طبي پوهنتون.

نصیحه له کابل ولایت څخه اتم نمره، د کابل طبي پوهنتون.

او د فضل احمد په نوم له هرات ولایت څخه بل تن د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره لسم نمره د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ملي کمټې سرپرست وویل هغه کسان چې د لازمو نمرو په تر لاسه کولو سره د خپلې خوښې پوهنځۍ ته نه دي بریالي شوي، هغوی خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي دي.

هغه ونه ویل چې څومره کسان دولتي او څومره یې خصوصي پوهنتونونو ته بریالي شوي دي.

ټاکل شوې د سږ کال کانکور پنځه تنه بریالي کسان چې تر ټولو زیاتې نمرې وړي دي د کانکور کمېټې او نورو اړوند ادارو لخوا تقدیر شي.

د افغانستان برېښنا شرکت له دوو شرکتونو سره د ۱۱۰ مېګاواټه لمريزې او بادي برېښنا د توليد لپاره د څلورو پروژو تړونونه لاسليک کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پرون ماسپښین د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د زولرستان ساختماني ۷۷ او کواټرو ساختماني شرکتونو ترمنځ، د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې (USAID) په مالي مرسته له لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په موخه د خصوصي او عامه مشارکت څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د پروژو تړونونو د لاسليک پر مهال د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل:

ولسمشر پر ځان د هېواد د بسیاینې او پانګونه کې د خصوصي سکتور د جذب په موخه ‎د پانګونې اسانتیا واحد ایجاد کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه څلور تړونونه د افغانستان برېښنا شرکت د سترو تړونونو له ډلې څخه دي چې ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه په کې شوې او له ۱۸ څخه تر ۲۷ میاشتو موده کې به د تولیدي ظرفیتونو شبکه کې کابو ۱۱۰ میګاواټه برېښنا زیاته شي.

وروسته د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي له لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په موخه د خصوصي او عامه مشارکت څلور پروژو د تړون په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د برېښنا انرژۍ په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو له مرستو د مننې پر مهال وویل:

د افغانستان برېښنا شرکت د بریالیتوب معیار د پېرېدونکو رضایت او موخه مو د لا زیاتو خدماتو برابرول، پر ولایتونو د تمرکز زیاتول او د عوایدو لوړول دي.

وروسته په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن وویل، برېښنا ته د افغان ولس لاسرسی د دوی د ژوند د ښه والي لپاره مهم دی. د تجدید وړ انرژۍ د نننیو تړونونو لاسلیک د افغانانو د ژوند د ښه والي، افغان متشبثینو او اقتصادي ودې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د هڅو یوه برخه ده چې د متحدو ایالتونو اوږدمهال تعهد څرګندوي.

ولسمشر غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل:

 د خوښۍ ځای دی چې د انرژۍ په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې شاهدان یوو.

هغه زیاته کړه، د افغانستان برېښنا شرکت له بین المللي بنسټونو او خصوصي برخې سره په همکارۍ د برېښنا ملي شبکې د ایجاد لیدلوری ممکن کړ.

په دغو پروژو کې چې د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي اداره یې تمويلوي په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ، د کابل نغلو د اوبو پر بند څرخېدونکې لمریزې برېښنا انرژۍ ۲۰ میګاواټه، په هرات ولایت کې د ۲۵ میګاواټه بادي او ۲۵ میګاواټه لمریزې څرخېدونکې برېښنا پروژې شاملې دي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې وړانديز وکړ چې دغه سازمان دې د افغانستان د سولې پروسه لپاره ځانګړي کمېټه جوړه کړي.

ميرضيايف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، دغه کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږي کوي.

نوموړي زياته کړه، دغه کمېټه به دغه راز په افغانستان کې د پخلاينې او سياسي روغې جوړې لپاره اسانتیاوې برابروي او د سولې له پروسې سره به مرسته کوي.

ازبکستان هغه هېواد دی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د مرستې لېوالتیا لري او تر دې وړاندې يې وړانديز کړی و، چې دغه هېواد غواړي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو کوربه‌توب وکړي.

ازبکستان تېر کال هم د افغانستان د سولې په تړاو د يوې مهمې غونډې کوربه‌توب کړی و.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر وايي چې لومړۍ لوبه به نن مازدیګر پنځه بجې پيل شي.

هغه زیاته کړه: "له خیره سره نن پنځه بجې د توفان هریرود او اباسین څپې لوبډلو ترمنځ لوبه پيلېږي."

د غوره لیګ د نهم دور دا لوبې سږ کال له ځان سره افغان حکومت او طالبانو ته د سولې پيغام لېږدوي.

تمه ده چې یوه اوونۍ وروسته د ښځینه لوبغاړو غوره لیګ هم په کابل کې پیل شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، دا کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږه کوي او په دغه هېواد کې به د سیاسي روغې جوړې لپاره اسانتیاوې برابروي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ښایي د افغان حکومت او طالبانو د سولې د روانو خبرو د یو دور مذاکراتو کوربه شي.

تاشکند د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې هم د افغانستان د سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه و.

جنرال سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال د چهارشنبې په ورځ وویل چې طالبانو بریدونه زیات کړي دي، دې ته د نړیوالې ټولنې پام دی او باید تاوتریخوالی راکم شي.

کندهار ته په دې سفر کې له جنرال مېلر سره د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او لوی درستیز محمد یاسین ضیا هم ملګرتیا وکړه.

د ارزګان ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې ۲۸ افغان سرتېري وسله‌والو طالبانو ته تر تسليمېدو وروسته وژل شوي، خو طالبان وايي، دغه سرتېري مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

د ارزګان د والي وياند زړګي عبادي خامه‌پرس ته وويل، دغه پېښه د دوشنبه په ورځ د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

عبادي زياته کړه، وسله‌والو طالبانو له ۲۸ سرتېرو سره چې د دوی په محاصره کې کې وو، ژمنه کړې وه چې له تسليمېدو وروسته به يې خوشي کوي او خپلو کورونو ته به يې لېږي او يوازې له دوی وسله اخلي.

خو نوموړی وایي، چې طالبانو د دغه سرتېرو له وژلو وروسته د دوی وسلې له ځان سره وړې دي.

عبادي زياته کړې چې تېرو څو ورځو کې ۱۴ نور افغان سرتېري هم په دې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

له بل لوري طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دغه سرتېري له تسليمېدو وروسته نه بلکې د دوی له وسله‌والو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

ولسي جرګې د چهارشنبه په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د ملکي هوايي چلند او جزايي کړنو په قوانينو کې د يو شمېر مواردو د تعديل او زياتولو په تړاو د ولسمشر دوه تقنيني فرمانونه رد کړل.

د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ چې د ولسي جرګې عمومي ناستې له نېږدې څاري وايي، چې دوه فرمانونه پرون د ولسي جرګې له لوري په اکثريت رايو رد شول.

دغه بنسټ وايي، د ملکي هوايي چلند قانون د يو شمېر موادو د تعديل په تړاو د ولسمشر ۳۵۹ ګڼه او د جزايي اجرائاتو قانون کې د يوې مادې زياتوالي په تړاو د ولسمشر ۳۰۸ ګڼه فرمانونه رد شوي دي.

ولسي جرګې دغه راز په دې عمومي ناسته کې د سولې خبرو له پيلېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې.

دوی ټينګار کړی چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په وروستيو کې تاوتريخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

دوی له امنيتي ادارو غوښتنه کړې چې د ناامنو سيمو د امنيت په ټينګښت کې جدي اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وږي مياشتې په ۲۲ مه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پيل شوې خو تر دې مهاله یې په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي پر کمښت کوم اغېز نه دی کړی.