Super User

Super User

د پاکستان په بلوچستان سرحدي ښارچمن کې یوې بمي چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني پولیس وايي، چې په دې چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او۱۰ نور ټپیان شوي دي.

پولیس زیاتوي، چې ټپيان یې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدولي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودلی دی.

بل لورته د چمن روغتون چارواکي وایي، چې له یادې پېښې روغتون ته پنځه جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي دي.

دوی د ځينو ټپيان حالت د اندېښنې وړ بولي.

ځایي خبریالان بیا وایي، چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکیان دي.

خو بل لورته یو شمیر راپورونه وایی، چې نن سهار د بلوچستان چمن په مال روډ سیمه کې چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

سرچېنې وايي چې چاودېدونکي توکي په یو موټرسايکل کې ځای پرځای کړل شوي وو.

د پېښې پړه د حزب الاحرار ډلې په غاړه اخیستې ده او ګڼو پاکستاني پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

 له افغانستانه هندوستان  ته د ١٣٣ ميليونه ډالرو په ارزښت قاچاق شوي نشه يي توکي نيول شوي دي.

هندي رسنيو د زمري په ٢٠مه، راپور ورکړى چې د دغه هېواد ځواکونو ۱۹۱ کيلوګرامه هيروئين چې ارزښت يې ۱۳۳ ميليون ډالره ښودل شوی، نيولي دي.

ځايي چارواکو ويلي چې دا نشه يي توکي له افغانستانه لومړى ايران او بيا له ايران څخه د بحر له لارې هندوستان ته لېږدول شوي دي.

سرچينو ويلي چې دا توکي د هندوستان د ممبۍ ښار له ناواشيوا بندر څخه د ځانګړو عملياتو پر مهال نيول شوي  دي.

د هندوستان د ګمرکي استخباراتو ادارې ويلي چې دې توکو سره د تړاو په تور دوه کسان هم نيول شوي چې اوس مهال تر پلټنو لاندې دي.

سرچينو ويلي چې دا نشه يي توکي يې په يو ډول پايپونو کې ځاى پر ځاى او ګمرکونو ته ويلي چې دې کې درمل دي.

هندي چارواکو دا نه دي ويلي چې له دې توکو سره د تړاو په تور نيول شوي کسان د کوم هېواد اوسېدونکي دي.

 په کابل کې د امريکا سفارت وايي چې بين الافغاني مذاکرات بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي.

دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا سفارت شازدافير او سرپرست سفير روس ويلسون د زمري په ٢٠مه، په يوه ويډويي پيغام کې کړې دي چې د سفارت په ټويټرپاڼه کې خپره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

ويلسون د افغان سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو هرکلى کړي او ويلي يې دي چې امريکا غواړي د سولې بین الافغاني خبرې بايد د افغانانو په مالکيت او مشرۍ ترسره شي.

نوموړي له عامو افغانانو هم غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو او نورو وسیلو کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او خپل نظريات شريک کړي.

ويلسون وايي، امريکا په ښکاره توګه د افغانستان مذاکراتي ټیم او ښکېلو لورو ته ويلي چې د سولې په خبرو کې باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي، د افغانستان ملي حاکميت او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

دغه امريکايي ديپلوماټ زياته کړې، چې دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملاتړي دي، له دغه هېواد سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي او د سولې په برخه کې امریکا د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده.

د هغه په وينا، امريکا د بين الافغاني مذاکراتو له دوو پايلو څخه ملاتړ کوي، لومړى د يوه سوله ييز، خپلواک، متحد او ديموکراټ افغانستان څخه او بله دا چې د تېرو ١٩ کلونو سياسي، اقتصادي، او ټولنيزې لاسته راوړنې وساتل شي.

ده زياته کړې: (( موږ به له دې ورسته هره ورځ د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنو معلومات شريکوو او په تېرو ١٩ کلونو کې چې امريکا څه همکارۍ کړې دي، هغه به خپروو. ))

 

د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ کې یې ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره کړې ده.

دغه مېرمنې ددې ولایت په مرکز او ناوې ولسوالۍ کې په کروندو کې په کار بوختې دي.

دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلي په پار د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوي دي.

کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د کرکېلي په برخه کې فعالیت لري تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.

د هلمند د کرنې ریاست د بشري مرستو برابرولو خیریه موسسې په همکارۍ دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو لس ډوله تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.

د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي.

د دوی په خبره ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

ټيک ټاک په امريکا کې د خپل فعاليت د ممنوعيت په سبب ددغه هېواد يوې محکمې ته د ټرمپ پرضد شکايت کوي.

د ټيک ټاک مالک چيني شرکت د ټرمپ له دولت څخه د شکايت په اعلانولو سره ټينګار کړی چې د امريکا له بازار څخه ددغه شرکت د ايستلو لپاره د امريکا اقدام  يوازې د چين ضد منفي تبليغاتو او شايعاتو د پراخولو په موخه دی.

د رشيه ټوډې د خبر له مخې، په داسې حال کې چې ټويټر امريکايي شرکت په دغه هېواد کې د ټيک ټاک TikTok چيني شرکت شتمنيو ترلاسه کولو لپاره سيالۍ ته را وړاندې شوی، ددغه شرکت چيني مالک د ټرمپ له دولت څخه د شکايت په لټه کې دی او ادعا کوي چې د امريکا له بازار څخه د ټيک ټاک شړل يوازې د چين پرضد منفي تبليغاتو او شايعاتو د پراخېدو په موخه دی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ يو اجرايي حکم صادر کړ چې له مخې يې د ټيک ټاک مالک، يعنې بايټ ډنس ۴۵ ورځې وخت لري چې په امريکا کې د يادې ټولنيزې شبکې امکانات او تجهيزات تسليم کړي.

د بېجينګ چارواکو هم د ټرمپ ددې ادعا په ردولو سره ټينګار کړی چې د امريکا د ملي امنيت په اړه اندېښنې يوازې پر مجازۍ فضا د واشنګټن د تسلط زياتېدو لپاره له دښمنۍ ډګه پلمه ده.

د بايټ ډنس شرکت يوه مقام (NPR) ته ويلي چې د ټيک ټاک پرضد د ټرمپ اجرايي حکم د امريکا له اساسي قانون سره په ټکر کې دی او ټيک ټاک به دغه حکم وننګوي.

نوموړي زياته کړې چې ټاکل شوې دغه چيني شرکت به سبا ( د اګست ۱۱مه) د کاليفرنيا په سويلي سيمه کې د امريکا په يوه محکمې څخه دې موضوع ته د رسيدګۍ غوښتنه وکړي.

په عين حال کې ځينو سرچينو د رويټرز له قوله ويلي چې ټويټر هم دويم امريکايي ټکنالوژيکي شرکت دی چې غواړي د ټيک ټاک شتمنۍ ترلاسه کړي.

خو معلومه نه ده چې دغه شرکت به وکولای شي چې له مايکرو سافټ څخه چې ويل کېږي د ټيک ټاک د پېرلو ادعا لري، د سيالۍ توان ولري.

سلیمان لایق د اختر په لومړۍ ورځ د جرمني هېواد په یو روغتون کې د ژوند پور پرې کړ.

دی تېر ۲۰۱۹ کال په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست څېړنوال عبدالظاهر شکېب ازادي راډيو ته وویل تمه وه یکشنبه د ارواښاد لایق جنازه کابل ته ورسېږي، خو په پروازونو کې د ستونزو له امله دا کار په یوه ورځ ځنډ کېږي.

د اروښاد لایق زوی غرزي لایق هم ازادي راډیو ته تأیید کړه چې جنازه به سهار مهال د کابل هوايي ډګر ته ورسېږي او په کابل کې به خاورو ته سپارل کېږي.

وار له مخه د اکاډمیسین سلیمان لایق د اعزاز او تدفین کمېسیون او علومو اکاډمۍ په کابل ښار کې د ښاغلي لایق تصویرونه او ملي اشعار د کابل په واټونو کې نصب کړي دي.

اکاډمیسین غلام مجدد سلیمان لایق د افغانستان یو مطرح شاعر، لیکوال او څېړونکی و چې په پښتو او دري ژبو یې ګڼ اثار چاپ شوي.

 

په بېلابېلو سیمو کې سخت موسمي اورښتونه د سیلابونو د راوتلو او خلکو ته د زیان رسېدو لامل شوي.

ډېر زیان په خیبرپښتونخوا کې خلکو ته رسېدلی.

د پاکستان د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې ویلي په خیبر پښتونخوا کې ۱۹ کسان، په سند کې دولس، په ګلګت کې لس او په پنجاب کې اته کسان مړه شوي.

دوی له خلکو سره د مرستو لپاره له پوځ همکاري غوښتې.

د راپورونو په اساس د پاکستان پوځیان په سیلاب ځپلو سیمو کې د خلکو مرستې ته وردانګلي.

د نایجیریا د جَنوب لویدیځ ولایت تیلابیري والي تادجاني ابراهیم کاتیلا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دغو خلکو باندې وسله والو کسانو ډزې کړې دي.

هغه ویلي په وژل شویو کې شپږ فرانسویان، د هغوی یو محلي لارښود او موټر چلوونکی شامل دي.

په دغو ګرځندویانو باندې د برید مسئولیت تر پرون ناوخته کومې ډلې په غاړه نه و اخیستی.

شخړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د رایې ورکولو له مرکزونو بهر په نظرپوښتنو کې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مخکښ وګڼل شو، خو د اپوزیسیون عمده کاندیدې دغه نتایج رد کړي دي.

د بېلاروس دولتي ټلویزیون پرون راپور ورکړ، چې رسمي نظرپوښتنې ښيي لوکاشینکا د پرونیو ټاکنو کې ۷۹ اعشاریه ۷ فیصده رایې ګټلې دي.

د دغو اټکلونو له مخې د اپوزیسیون عمده کاندیدې سویتلانا څیخانوفسکایا په سلو کې ۶ اعشاریه ۸ فیصده رایې ګټلې دي.

تر دغه اعلان وروسته په زرګونو کسانو د منسک پر لارو سړکونو لاریونونه وکړل.

د تُت ټکی بای خپلواک خبري ویبسایت د ټویټر په حساب کې د زورزیاتي د ځینو صحنو تصویرونه خپاره شوي دي.

په دغه هېواد کې چې د نړۍ په سطحه کرونا ویروس سخت ځپلی، د دې وبا د خپرېدو د سوکه کېدو یو څه نښې لیدل شوي دي.

ویل کېږي چې په امریکا کې به د معاینې ظرفیت ته په پام سره د کرونا ویروس د مثبتو پېښو واقعي شمېر خورا زیات وي، ځکه په دې ویروس په ګڼو اخته کسانو کې د ناروغۍ نښې نښانې نه ښکاري.

د امریکا په سویل او لوېدیځ کې د ویروس د خپرېدو له زیاتوالي سره د جون له نیمايي ګڼې سیمې مجبوره شوي چې کارونه بارونه وځنډوي یا یې بیا پرانیستل بل وخت ته پلان کړي.

په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د مړو کسانو شمېر تر یولک او ۶۲۰۰۰ زیات دی.

بلخوا نیوزیلنډ پرون اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې په ۱۰۰ ورځو کې چا ته دغه ویروس نه دی انتقال شوی دی.