Super User

Super User

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په څلورو اوونیو کې درېیم اوربند هم مات شو. د پخواني شوروي اتحاد په دغو دوو جمهوریتونو کې د نګورنو قره باغ پر سیمه له څو لسیزو راهیسې اختلافات روان دي. د اذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره ‌باغ پر سیمه خونړۍ جګړې سختې شوې دي او دواړه لوري یو بل له درېیم اوربند څخه په سرغړونه تورنوي. اذربایجان او ارمنستان په ښاري سیمو کې پرون د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره کړل. د اذربایجان دفاع وزارت وویل، په تازه برید کې ۲۱ ملکیان وژل شوي او ۷۰ نور د بردا پر ښار د توغندیدو د برید له امله ټپیان شوي دي. د ارمنستان دفاع وزارت بیا، اذري ځواکونه تورن کړل چې په نګورنو قره ‌باغ کې یې د ستیپانکرات ښار په منځ کې زېږنتون په نښه کړی دی. دواړه لورو له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې جګړه پيل کړې ده او یو بل د ملکي اهدافو په ویشتلو تورنوي.

د افغانستان د هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو، عملیاتي مدیریت، ځمکني خدمتونو، سیستم جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول. دا تړونونه تېره ورځ دولسمشر غني په شتون کې لاسلیک شول. په جوړو شویو مراسموکې د پانګونې اسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب وویل، د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت له افغانستان سره د هوايي چلند په برخه کې د همکارۍ په خاطر خپله لېوالتیا او ژمنه څرګنده کړه او دغه شرکت د هوایي چلند، انرژۍ، روغتیایي خدمتونو، تېلو، ګاز او استخراجي صنایعو په برخه کې زیاتې تجربې لري. نصیب وویل، یاد درې قراردادونو د افغانستان په څلورو بین المللي هوايي ډګرونو حامد کرزي، مولانا جلال الدین بلخي ،احمدشاه بابا او هرات بین المللي هوايي ډګرونو کې د هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ او سیستم جوړولو او ځمکني خدمتونه، عملیاتي مدیرت او امنیتي خدمتونه، شامل دي.

د سوېل ختېځ زون په مرکز ګردېز کې د خلاصون لار شورا لخوا په يوه لويه ولسي غونډه کې د دې شورا مسولينو او خلکو د وسله والو طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ چې د ملت غوښتنې او حساس حالت ته په کتو دې اوربند وکړي. دوی ټينګار وکړ چې ياده ډله بايد خپلې موخې له سياسي لارې تعقيب او نور له جګړې لاس پر سر شي. د پکتيا قومي مشران وايي، چې د سولې په پروسه کې بايد د بهرنيانو د مغرضانه لاسوهنو مخنيوی وشي او افغانان دې په خپل منځ کې د سولې او ثبات لپاره زيات انعطاف وکړي. دوی وايي، نور د افغانانو د تېر اېستلو کوشـش مه کوئ؛ نور په دې خبرو ټول افغانان پوه شوي دي. د اوږدو خبرو او ډېرو مصرفونو زغم څوک نه لري. د خلاصون لارې شورا مشر سيداکبر آغا وويل چې روانه جګړه د پرديو استخباراتي جګړه ده، چې ټول زيان يې افغانانو ته اوړي او په کار ده چې هر څه ژر يې د اوږدېدو مخنيوی وشي. د هغه په وینا، پاکستان او نور هېوادونه د افغانانو تر منځ سوله نه کوي، بلکې افغانان بايد په خپله د خلکو د سخت حالت په نظر کې نيولو سره موافقې ته ورسيږي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات به د ټولې سیمې لپاره ګټور وي او ورسره به نور اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي. نوموړي تېره ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له سرپرست وزیر نثار احمد فیضي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله به د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د نويو فرصتونو په برابرولو کې د ټولې سیمې لپاره ګټور وي. د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړې؛ پاکستان او افغانستان ډېر اقتصادي فرصتونه لري، چې په وینا یې یوازې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ له لارې ترلاسه کیدی شي. عمران خان همدارنګه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان دوامداره ملاتړ تکرار کړی او د خبرو اترو د سیاسي جوړجاړي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

د اروپايي ټولنې د پارلمان یو شمېر غړو د وېزې په برخه کې پاکستان خطرناک هېواد بللی او پر دغه هېواد یې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې. د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې ډومینیک بیلډ ادعا کوي، چې پاکستان کې نه یوازې د اروپايي ټولنې پاسپورټونه پلورل کېږي، بلکې په خبره یې د ورانکارۍ په فعالیتونو کې لاس لرونکو کسانو ته ویزې هم ورکول کېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د اروپايي پارلمان د ځينې غړو د تورونو په هکله پوښتنې په لیکلې بڼه واستولې، خو د راپور خپرېدو تر مهاله یې غبرګون نه دی څرګند کړی. بیلډ زیاته کړې، له ۲۰۱۴ کاله تر اوسه دوی له پاکستان سره د نږدې څلور میلیارده یورو مرسته کړې، خو پایلې یې خواشینونکې دي.

 دې هېواد جمهوري ریاست ویلي د جمهور رئیس رومن رادف د دفتر رئیس ډیمېټار ستویانوف د پنجشنبې په ورځ په 'کوویډ-۱۹' ویروس اخته تشخصی شو.

د بلغاریا د جمهوري ریاست په وینا ستویانوف د اکټوبر له ۲۶ مې نیټې راهېسې دفتر کې نه‌و او د جمهوري ریاست له کارمندانو سره یې وروستی تماس درې ورځې کې مخکې وو.

د دې هېواد صدراعظم بویاکو بوریسوف او د مرکزي بانک رئیس یې ډېمېټر راډیف هم په 'کوویډ-۱۹' د اخته کېدو له کبله په قرنطین کې دي.

بلغاریا پرون په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پوهنتونونه، لېسې او شپني کلپونه د دوو اوونیو په مخه وتړل.

په دې هېواد کې تر اوسه تر ۴۵ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي چې نږدې ۱۲ سوه تنه‌یې دې ناروغۍ وژلي دي.

 

دغه اقدام د الکساندر لوکاشینکا تر هغو هڅو وروسته کېږي چې په بلاروس کې پر لارو او سړکونو د مظاهرو د ختمولو لپاره یې پیل کړې دي.

مظاهرې د بلاروس د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو د نتایجو پرخلاف چې لوکاشینکا یې په نتیجه کې بریالی اعلان شوی، پیل شوي دي.

د دغه هېواد د سرحدونو د کنټرول کمېټې پرون د هغه څه په پلمه چې دوی د کرونا وبا بللې، له لاتویا، لتوانیا، پولنډ او اوکراین سره د خپلو سرحدونو د تړلو خبر ورکړ.

خو داسې ګنګوسې دي، چې دغه اقدام ښايي سیاسي انګېزه ولري.

د سرحدونو د کنټرول کمېټې ویلي، یوازې د بلاروس وګړي او باروړونکي موټر کولای شي، د ځمکنیو چک پاینټونو له لارې دغه هېواد ته ننوځي.

وروسته له هغې چې د فرانسې په یوه کلیسا کې یوه حمله کوونکي په چړې درې کسان ووژل، په دغه هېواد کې امنیتي احضارات تر ټولو لوړې سطحې ته پورته شول.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرونۍ پېښه "یوه اسلام‌پاله تروریستي" حمله بللې ده.

بل‌خوا د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس په دغه هېواد کې د نیس کلیسا په شااوخوا کې د وسله‌والو پولیسو د یوه کمرند په ایجاد سره د احضاراتو شدت زیات کړ.

حمله کوونکي چې د الله اکبر نارې وهلې د پولیسو په ډزو ټپي شو.

بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي"هوايي ځواک پر هغو سنګرونو چې په‌خوا د ولسي پاڅونوالو وو او طالبانو هغه سیمه نیولې وه، برید وکړ چې د طالبانو نږدې ۳ مورچې ویجاړې شوي او د دولت ۲۰ وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي"

طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د راپورونو له مخې طالبانو نږدې دوې اوونۍ وړاندې د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار په اتمه حوزه کې د بریفتل سیمه ونیوله.

د پروان د امنیې قومندانۍ د مطبوعاني دفتر مشر سلیم نوري وویل، پولیسو دا کسان د چاریکار ښار په یولسمه ناحیه کې د پنجشنبې په ورځ نیولي دي.

راپورونه وايي تر دې دوه ورځې مخکې یو ځوان هلک په چاریکار کې په ډزو وژل شوی و.

د دې پېښې علت او انګیزه تر اوسه روښانه نه‌ده.