×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

 د ننګرهار چارواکي وايي چې لوی درستيز د دغه ولايت د وروستي امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه جلال اباد ښار ته رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، هغه د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه ولايت د نظامي شورا له غړو سره ليدلي او د امنيتي وضعيت د بشپړې ارزونې لپاره به څو ورځې همدلته وي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ۱۲مه خبری رسنیو  ته وويل، د هېواد لوی درستيز ستر جنرال محمد شریف یفتلي چې د لوړرتبه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته راغلی، د والي په مشرۍ د دغه ولایت نظامي شورا غړو سره یې د ناستې پر مهال د جلال اباد ښار او څو سیمو د امنيتي وضعيت هر اړخیزه ارزونه وکړه .

هغه وايي، له لوی درستيز سره په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزارت ارشد معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهيمي، د ملي امنيت عمومي رياست ولايتي مرستيال ډګروال عبادالله عباد او ځينې نور نظامي مسوولين ملتيا کوي.

د والي وياند زياته کړه، یاده ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، پر مهال یې ننګرهار والي حیات الله حیات او څو تنو مسوولینو د دغه ولایت د یو شمېر سیمو او مرکز جلال اباد ښار د وضعیت په اړه بشپړ وروستي معلومات شریک کړل .

خوږياڼی زياتوي، دوی په جلال اباد ښار کې د امنيتي وضعيت د لا زیات ښه والي لپاره په بېلابېلو برخو کې لازم وړاندیزونه وکړل .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، لوی درستيز يفتلي وويل، د ننګرهار نظامي شورا غړو سره د همکارۍ او په دغه ښار کې د بشپړو امنیتي ستونزو د مخنیوي په برخه کې به د ځانګړو اقداماتو لپاره په دغه ولایت کې د څه مودې لپاره پاتې شي .

د ننګرهار د والي وياند وايي، د دې لوړپوړو مسوولینو ترمنځ په امنیتي غونډه کې چې څو تنه بهرنيان هم په کې وو، په ګڼ شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې، بحثونه او پرېکړې وشوې.

لوی درستيز په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي چې په دغه ولايت کې وروستيو پېښو خلک ډېر اندېښمن کړي وو او د جلال اباد ښار د امنيت ساتلو چارې هم د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوې دي.

دغه راز د ولسمشر په ځانګړي امر د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو يوه قطعه هم دغه ولايت ته راغلې او دلته به د جلال اباد ښار بېلابېلو تر شک لاندې  ځايونو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي.

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې له امريکا سره تر خبرو مخکې دوى غواړي چې د قطر دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي.

طالبانوته يوې نږدې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د زمري په ١٣مه، خبری رسنیو  ته وويل چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله په قطر کې د مېشتو طالبانو له يوشمېر شکايتونو وروسته د مولوي شيخ خالد په مشرۍ درې کسيزه پلاوى دوحې ته استولى و.

سرچينې زياته کړه چې ملا امير خان متقي، ملا رحمت الله کاکازاده، ملا حمد الله نعماني، ملا قدرت الله جمال، ملا سلام ضعيف او يو شمېر نور د قطر دفتر نوې مشرۍ ته په پام کې نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد پلاوي ته دوحې ته د سفر پر مهال معلومه شوې چې د قطر دفتر غړي عباس ستانکزی او جان اغا زاهد د مشر تابه له مشورو پرته  په اماراتو اوسعودي کې د افغان حکومت له استازو سره ليدلي دي.

طالبانو ته نږدې ياده سرچينه وايي، په دې ليدنو کې د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزى او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم شامل وو .

سرچينه وايي، ملا عباس پر يو شمېر نورو سرغړونو او نا فرمانيو هم تورن شوى دى.

همدارنګه د قطر دفتر مشر عباس ستاکزى د قطر دولت او طالب مشرانو د مکررو غوښتنو سره سره له اماراتو څخه خپله کورنۍ دوحې ته نه لېږدوي، چې له امله يې د کوربه هېواد او د طالبانو ددفتر ترمنځ واټن پيدا کړى دى.

د يادونې ده چې له قطر سره د اماراتو او سعودي په ګډون د يو شمېر هېوادونو اړيکې خرابې شوې دي.

په کويټه کې د طالبانو يوه سرچينه وايي، عباس ستانکزي دا هڅه هم کړې وه چې د سعودي په غوښتنه د طالبانو يو شمېر قطر مېشته مشران سعودي عرب ته ولېږدوي او د قطر د مهم دفتر د فلج کېدو لامل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر عباس ستانکزي يو شمېر نور تورونه او نيوکې هم شته چې له امله يې له مشرتابه سره واټن زيات شوى دى.

سرچينه وايي، د همدې کړکېچونو له امله سعودي او امارات غواړي چې د طالبانو سياسي دفتر دوبۍ او يا هم جدې ته ولېږدول شي.

دغه سرچينه زياتوي،د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي پلاوي د طالبانو له مشره غوښتي چې د ياد دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي.

سرچينې وايي، طالبان پلان لري چې له امريکا سره تر رسمي خبرو اترو مخکې دغه ددفتر لپاره يو قوي مشر وټاکي.

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې نړيوالو رسنيو په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لومړنيو خبرو اترو راپور ورکړى و.

پژواک په دې اړه د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد څخه نظر غوښتى، خو ددې راپور تر خپرېدو پورې هغه ځواب نه دى ورکړى .

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۷ وسله وال او یو سرتېری وژل شوي دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د شنبې د ورځې تر دې نښتې وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې سلګونو کسانو د هند ضد اعتراضونه هم وکړل.

امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز يې استعمال کړ.

په دې شخړو کې ۱۵ مظاهره چیان ژوبل شوي دي.

هند او پاکستان له ۱۹۴۷میلادي کال راهیسې پرې سیمه د بريتانيا د واک تر پای ته رسېدو وروسته د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.

په ایران کې د روانو اقتصادي ستنونزو پر وړاندې د خلکو مظاهرې دوام لري.

په ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاره کېږي چې په مرکز تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې سلګونو کسانو تېره شپه هم اعتراضونه وکړل.

د ایران خلک په لوړه سطحه د انفلاسیون، د ایراني ریال د بيې د ټیټیدو او نورو اقتصادي ستونزو له امله په غوصه دي او له تېرو ۷ ورځو راپه دېخوا يې په مظاهرو لاس پورې کړی دی.

راپورونه وايي چې په تهران کې د مظاهرچیانو د مخنیوي لپاره زیات شمطر پولیس ځای پر ځای شوي دي.

په یوې ويډیو کې چې د ازادي راډیو فردا څانګې ته استول شوې ده، ښکاره کېږي چې د تهران په کرج ولسوالۍ کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخ او ډب کېږي.


له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۱۴ ولایتونو کې تر زر کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیولي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په هغه خبرپاڼه کې چې خبری رسنیو ته یې رالېږلې، راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په ۱۴ ولایتونو کې د ۶۷ عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۷۴ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې هیروئین، تاریاک، چرس، الکولي مشروبات، تخمیر شوي کشمش او ټابلیټ (K) ګولۍ پکې شاملې وې، نیولي او په دې تور یې ۷۲ تنه قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې قاچاق کوونکو سره وسلې او زر امریکايي ډالر هم نیول شوي دي.

د افغانستان حکومت د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د اهل تشیع پر جومات ځانمرګی برید پر سختو ټکو غندلی او دا یې یو جنایت او د اسلام ضد کار بللی دی.

د ارګ له خوا رسنیو ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي: ((د افغانستان دښمنانو نن وروسته له غرمې د ګردېز ښار د خواجه حس پر جامع جومات د برید په ترسره کولو سره زموږ یو شمېر هېوادوال چې د جمعې لمانځه پر ادا کولو بوخت وو، شهیدان او زخمیان کړل.))

په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید پر سختو ټکو غندي.

ولسمشر ویلي: ((ترهګرو د ملکي خلکو او د جوماتو په موخه ګرځولو سره، یو ځل بیا خپل ناوړه ماهیت چې له اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو سره په ټکر کې واقع دی، وښود.))

ولسمشر څرګنده کړې چې د ترهګرو دغه ډول جنایت د افغانستان د خلکو تر منځ مذهبي تفرقه نه شي رامنځته کولای، ځکه افغانستان په اسلامي یووالي او مذهبي همپالنه کې د اسلامي هېوادونو په کچه یوه نمونه ده او دغه همنظري او اتحاد به یې همېشه پایښت ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د یادې پېشې د قربانیانو کورنیو ته خپل د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او اړوندو مسوولینو ته د ټپیانو د ښې درملنې په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.

د روسيې یوه هلیکوپټر د دې هېواد په سایبیریا سیمه کې غورځېدلې ده چې له امله يې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د روسيې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې دا پېښه نن سهار د اګارکا د ښار په ۱۸۰ کېلومتری کې شوې ده.

دې وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

روسي رسنیو ویلي دي چې د دې هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې د عملې درې کسان او ۱۵ سپرلی وژل شوي دي.

په سمدستي توګه د دې پېښې علت معلوم شوی نه دی.

په خوست کې د قانون د تطبيق او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو په موخه د اداري فساد او د ځمکو د غصب پروړاندې مبارزه تر بل هر وخت چټکه شوې ده.

دا څرګندونې د خوست والي حکم خان حبيبي له خبری رسنیو  سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه زياته کړه، د اداري فساد د مخنيوي او د ښې حکومتوالۍ لپاره يې د خوست په زياترو دولتي ادارو کې د ادلون بدلون اصل په سم ډول پلی کړی دی.

نوموړي زياته کړه،د رييسانو په ګډون يو شمېر هغه لوړ رتبه مامورين چې د عدلي او قضايي ادارو له خوا د اداري فساد په قضيو کې مجرم پېژندل شوي، دا مهال د خوست په مرکزي زندان کې د بند شپې او ورځې تېروي.

دى وايي: ((تراوسه موږ په ۲۵ مختلفو ادارو کې تغيير او تبديل راوستلی او حتمي ده چې دغه تغيير او تبديل د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې اساسي رول لوبولی. ددې ترڅنګ يو شمېر رييسان او دولتي مامورين همدا اوس په محبس کې دي او مجازات شوي دي.))

والي حکم خان حبيبي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له خلکو هم غواړي چې له ولايتي ادارې په ځانګړي ډول عدلي او قضايي ادارو سره دې همکاري وکړي او هغوی ته دې اسناد په لاس ورکړي.

نوموړي دغه راز وويل ، هغه برحاله رييسان چې د ماموريت دوره يې له درې کلونو ډېره ترسره کړې ده او کارونه يې خلکو ته د قناعت وړ نه دي، د ولسمشر محمداشرف غني له حکم سره سم به له دندې ګوښه او پر ځای به يې وړ کسان وګومارل شي.

هغه زياته کړه: ((يو شمېر رييسان شته چې له کلونو کلونو ماموريت سره بيا هم په خپل ځای پاتې دي، ولې موږ په دې اړه مرکزي ادارې ته راپور ورکړی او خپل مسووليت مو رفع کړی دی. ددې ترڅنګ هغه څوک چې ارزيابي شوي او پايله يې ښه نه ده، زموږ مسووليت دا دی چې د قانون په رڼا کې هغوی ته نور رخصت ورکړو.))

حبيبي د ځمکو د غصب په اړه وويل، که څه هم دا هېواد شموله مسئله ده، خو دوی په دې برخه کې خپله مبارزه د معلمينو له ښارګوټو پيل کړه او تردې دمه يې درې ښارګوټي له غصب خلاص او د ښوونکو په اختيار کې يې ورکړي دي.

هغه زياته کړه:((د سيګۍ،سمبوات باغ او د ورغه کلي د معلمينو هغه پروژې وې چې له ۱۳۸۵ لمريز کال نه تردې دمه پورې تر غصب لاندې وې. ددې ترڅنګ مو د صنعتي پارک، قلم وال مېنې او نورو مختلفو سيمو کې د غصب لپاره مبارزه کړې او اوس هم روانه ده.))

والي د امنيت په اړه وويل، سره له دې چې خوست د شمالي وزيرستان او کورمې اېجنسۍ سره ګډه پوله لري، بيا هم دا ولايت له نسبي امنيت څخه برخمن دی.

نوموړی يې لامل د امنيتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي او له حکومت سره د ولس همکاري بولي.

دی وايي: ((موږ په دې وروستيو کې يو څه د ناامنۍ پېښې او هدفي وژنې درلودې، د هغو لامل دا دی چې مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او په دې ډول غواړي چې په خلکو کې وېره خپره کړي، خو په ټوله کې د خوست امنيت د ډاډ وړ دی.))

د خوست والي خبری رسنیو  ته همداراز زياته کړه چې دا مهال په دغه ولايت کې د بيارغونې لسګونه لويې او وړې پروژې تر کار لاندې دي او هيڅ يوه داسې پروژه نشته چې د ناامنی له امله دې يې چارې په ټپه درېدلې وي.

نوموړى خوست ته د وارداتي برېښنا د راتلو چارې، د برېښنا د شبکې وېش او په دغه ولايت کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر لپاره د تاسيساتو جوړېدل هغه لويې پروژې يادوي، چې چارې يې بې له کومې ستونزې عملاً روانې دي.

 ملګري ملتونه وايي شمالي کوریا یې لا هم د توغندیو جوړولو او اټومي بمونو جوړولو پروګرام نه دی درولی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لړ محرم اسناد رسېدلي، چې ښيي شمالي کوریا لا هم نوي توغندي جوړوي او اټومي پروګرامونه یې لا هم روان دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز ویلي، چې دغه هېواد له بندیزونو سرغړونه کړې ده او په غیر قانوني توګه یې د تېلو پېرلو او وسلو پلورلو ته ادامه ورکړې ده. تر دې وړاندې امریکا هم ویلي وو، داسې نښې نښانې ښکاري چې شمالي کوریا د نوو توغندیو د جوړولو چارې پيل کړې دي. شمالي کوریا ددواړو ادعاوو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

د ګردېز ښار د اهل تشيع د خواجه حسن کلي په امام زمان جامع جومات کې پرون ددوه ځانمرګو بريدونو پر مهال د وژل شوو ۳۴ کسانو د جنازو مراسم تر سره او مړي يې خاورو ته وسپارل شول.

د رسمي ارقامو له مخې په دغو بريدونو کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپيان دي، خو د ياد کلي مشران وايي چې په دې برید کې له ۱۱۰ زيات کسان ټپيان شوي دي.

د دې کلي يو اوسېدونکی عبدالله نيوکه کوي چې له پېښې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه او د ټپيانو د لېږد لپاره امبولانسونه په ځنډ ور ورسېدل.

 ده وويل: (( موږ له دولت نه شکايت لرو، له پېښې يو ساعت وروسته هم نه امبولانس و او نه يې امنيتي کسان وو، ټول ټپيان مو په شخصي موټرو کې انتقال کړل.))

د خواجه حسن کلي يو بل اوسېدونکی سيدحيدر دا بريد د هېواد د دښمنانو کار بولي چې په خبره يې د مذهب او قوم په نومونو د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ او شخړو رامنځته کولو هڅه کوي.

حيدر وويل چې په بريد کې مشران، ځوانان او ماشومان وژل شوي او ټپيان دي او د  قرآنکريم ډېرې نسخې هم سوځېدلې دي.

دی وايي: ((د انتحاريانو چادرۍ پر سر وې، موږ فکر وکړ چې ښځې دي، همدې وخت کې خلکو لمونځ خلاص کړی و، دوی زموږ دوه نفره پهره داران ووېشتل او بيا جومات ته داخل شول، يو نفر مو يې ووېشت، بل يې ځان ته انفجار ورکړ، زموږ مړي او زخميان ډېر زيات و.))

دغه راز د دې سيمې يوبل اوسېدونکى سيدجعفر د بريد عاملين د اسلام دښمنان بولي او له دولت څخه غواړي چې د مقدسو ځايونو امنيت ته پام وکړي.

جعفر وويل:((له دولت څخه غواړو چې د مقدسو اماکنو امنيت ټينګ کړي.))

همدارنګه ديني عالم حسن علي پر عامو خلکو، جوماتونو او عبادت کوونکو بريد حرام او له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې عمل بولي او له ديني عالمانو غواړي چې د دې کار د عاملينو پر وړاندې غږ پورته کړي.

دی وايي: (( الله تعالی فرمايي چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي، هر انسان چې په ټولنه کې د مسلمان په نوم ژوند کوي، بايد کوښښ وکړي چې بل کس ازار او اذيت نه کړي.))

د خواجه حسن کلي مشر سيد شيرين ګردېزي هم پر دولتي ادارو نيوکه کوي چې د پېښې پرمهال يې پر وخت اقدامات نه دي کړي.

ګردېزي تور پورې کوي چې کشفي ادارو ته د دې پېښې په اړه خبر رسېدلی و او اړوند ارګانونه د دې لويې پېښې په مخنيوي کې په پاتې راتلو مسوول بولي.

ده وويل: ((دا د ننګ او شرم داغ دی چې يو دولتي مقام وايي چې موږ خبر و، چې ته خبر وې، ولې دې يې مخه ونه نيوله؟ ولې دې زيات امنيتي ځواکونه ځای پر ځای نه کړل؟ ولې دې موږ خبر نه کړو؟ موږ نه له چا سره دښمني لرو، نه مو د چا پر حريم بريد کړی و، د خدای په کور کې و. دا د اسلام د دښمنانو کار دی.))

خو امنيتي ادارې بيا دا خبره ردوي چې ګواکې دوی ته دې د بريد په اړه له مخکې خبر رسېدلی وي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی وايي چې له پېښې وروسته د سيمې اوسېدونکو وسلې اخيستې وې او د پوليسو په ګډون يې هيچا ته د نږدې ورتلو اجازه نه ورکوله.