×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

د کونړ په اسمار او غازي اباد ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په پوځي عملياتو کې ٥١ وسله وال وژل شوي او ١٠ تنه ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي دغه پوځي عمليات له درېيو ورځو راهيسې په سيمه کې روان دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د مطبوعاتو څانګې مرستیال سید مقصود اغا د شنبې پر سهار خبری رسنیو  ته وویل چې په ٥١ وژل شويو طالبانو کې د هغوى ځينې قوماندانان هم شامل دي.

هغه ومنله چې په روانو پوځي عملياتو د ملي اردو ۶ سرتېري هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، هغه څلور ښځې يې نيولي چې په داعش ډلې پورې تړلې وې او له درزاب ولسوالۍ څخه د مرکز شبرغان پر لوري روانې وې.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي پرون ناوخته خبری رسنیو  ته وويل، دغو ښځو په لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړى چې د داعش ډلې غړې وې.

د امنيت د امر په خبره دغه ښځې د سمنګان، بغلان او کندز اصلي اوسېدونکې دي چې په وروستيو کې له داعش ډلې سره ملګرې شوې وې.

ويل شوي په سيمه کې د داعش ډلې تر ځپل کېدو وروسته دغو ښځو غوښتل خپلو اصلي سيمو ته ستنې شي.

په وروستيو مياشتو کې د جوزجان له درزاب ولسوالۍ د داعش ډلې د تحرکاتو په اړه زيات راپورونه ورکړل شوي دي.

خو تېره اوونۍ د هېواد په شمال کې حکومت ته د داعش د لسګونو غړيو د تسليمېدو خبر ورکړل شو.

د سرپل پولیسو د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ۲۵ کلنې نجلۍ د ځان زندۍ کولو خبر ورکړی دی.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وارث وهاج  خبری رسنیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د د سرپل د مرکز امام کلا کلي د نواباد اوسېدونکې ۲۵ کلنې منیژې لومړۍ په تشناب کې ځان بندي کړی او وروسته یې زندۍ کړی دی.

وهاج وویل، تر اوسه د ځان وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

په همدې حال کې د سرپل د ولایتي روغتون تخنیکي مشاور ډاکتر کامران پژواک ته منلې چې د دغې مېرمنې جسد روغتون ته لېږدول شوی ؛ خو د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه يې څه ویل له وخت وړاندې وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پنځو لومړیو میاشتو کې د سرپل د ښځو چارو ریاست د مېرمنو د ځان وژنې ۸ پېښې ثبت کړې دي.

 د پکتيکا د واکسين برخي مسوولين وايي چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د پوليو ضد واکسين تطبيق شو.

د پکتيکا د کتلوي معافيت امر عبدالحکيم  د زمري په ١١مه خبری رستیو  ته وويل چې د پکتيکا ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې یې د ګوزڼ ضد واکسین په سم ډول او بې له کومې ستونزې تطبيق کړی دی.

هغه زياته کړه چې په روان ۱۳۹۷ لمريز کال کې يې د پکتيکا ولايت په هېڅ سيمه کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د نوموړي په وينا، د يو شمېر سيمو اوسېدونکو پخوا خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسین نه تطبیقاوه، اوس د هغوى ذهنونه چمتو شوي او واکسين يې تطبيق کړی دی.

عبدالحکيم وايي چې په پکتيکا کې يې ټول ٢٢٣زره ماشومان واکسين کړي او ټولې هغه ساحې لکه ګومل چې پخوا په کې هېڅ ډول واکسين نه کېده، هم د واکسين ټيمونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

په پکتيکا کې د پوليو واکسین د کمپاين يوه بل کارکوونکي محمد نور هم پژواک ته وويل چې د خلکو مرسته او همکاري وکولى شول چې ټول ماشومان واکسين کړي.

هغه له خلکو مننه وکړه چې د دې ملي پروسې په تطبيق کې يې له دوی سره همکاري وکړه.

د ښرنې ښار يوه اوسېدونکي علي محمد پژواک ته وويل چې که د واکسين په برخه کې ښکېلې ادارې وغواړي چې په سم ډول واکسين تطبيق شي نو د ټولنې له مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او رسنيو دې مرسته وغواړي.

د يادونی ده، په ۲۰۱۷ کال کې د پکتيکا په برمل او ګواشته ولسوالیو کې د پوليو اووه مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې هماغه مهال یې په ټول هېواد کې زيات شمېر په ډاګه کاوه.

 

په لغمان او لوګر ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٢٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي اردو چارواکي وايي، په لغمان ولايت کې يې د عملياتو پر مهال د يو قوماندان په ګډون ۷ وسله وال وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

دوی دغه راز د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو له موجوديته د لسګونه کليو پاکولو او د يو شمېر وسلو او مهماتو ترلاسه کولو يادونه هم کوي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري د زمري په ۱۱مه رسنیو ته وويل چې د دې قول اردو اړوند د لومړۍ پلې لوا قوماندانۍ په مشرۍ د ملي پوليسو او ملي امنيت له لوري په ګډ‌ه د لغمان په الينګار ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ پر لاره د قهر سېلاب ۶ او قهر سېلاب ۷ عمليات پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، د قهر سېلاب ۶ عملياتو پر مهال چې د الينګار ولسوالۍ او مرکز تر منځ د لارې په اوږدو کې روان دي، په تېرو څلرويشت ساعتونو کې ۳ وسله وال وژل شوي، ۴ ټپيان دي او ۳ تنه مشکوک ژوندي نيول شوي دي.

دی زياتوي: ((د دغو عملياتو پر مهال د پنج پدر، بل کلی، ګلالی، پهلوان کلی، لعل قلعه، فتح الله،  ميدانۍ، کوز ميدانۍ، زرګران، شيخ اباد، شمتۍ، نيلاوت، نلوک، خاله خېل، شهيد بابا، بصرام او ځينې نور کلي، له وسله والو پاک شول.))

د سېلاب قول اردو وياند په ورته وخت کې الينګار ولسوالۍ کې د قهر سيلاب ۷ عملياتو پرمهال د يو قوماندان په ګډون د ۴ وسله والو د وژل کېدو او يو بل د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.

دی وايي چې د دغو عملياتو پر مهال يې هم د برکوټ، مسکين اباد، کچوړۍ، نواباد، قلعه شاهي، علي احمد، خان اباد، ملابابا، کوخي، شګۍ قلعه، کوز چهل ګزی، حاجي قلعه، کوکر منګو او سندروا کلي او د ولسوالۍ مرکز له وسله والو پاک کړي دي.

د يو بل خبر له مخې،  په  لوګر ولايت کې هم د عملياتو پر مهال د يوه قوماندان په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي  پژواک اژانس ته وويل  چې د ملي امنيت ٠١ قطعې د مرکز اړوند د بابوس ، سرسنګ او الوزيو په سيمو  کې تېره شپه عمليات کړي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د طالب قوماندان ملا زړګي په ګډون ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او د ملا امرالدين په نوم يو بل قوماندان له دوو ملګرو سره نيول شوي دي.

د احمدزي په وينا، په عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکیانو ته زيان نه دی اوښتی.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش دوه مرکزونه يې له منځه وړي دي.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ او ميلوه سيمو کې تېره ورځ د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو دوه مرکزه له منځه وړل شوي او شپږ غړي يې وژل شوي دي.

هغه وايي، دغه راز په ورته وخت کې ملي اردو جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې يو داعش وسله وال نيول شوی او له يو شمېر کورونو څخه اته ميله بېلابېل ډوله وسلې تر لاسه شوي .

طالب او داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه ۀڅه نه دي ويلي.

 د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله وايي چې د ننګرهار امنيتي وضعيت د زغم وړ نه دى او ټول مسوولیت یې حکومت ته ور ګرځي.

د اجرائيه رياست له خوا د زمري په ١١مه خبری رسنیو  ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د دغه ولايت د امنيت په اړه نن له  اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ځانګړې ناسته وکړه.

سرچينې زياته کړې، د ننګرهار ولایت د بېلابېلو مدني ټولنو غړو او ځوانانو د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې له اجرائيه رييس سره شريکې کړې او ويې ويل، که د جلال اباد ښار د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره جدي عملي اقدامات ونه شي، نو دغه ولایت به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

هغوى د ننګرهار د پولیسو تشکیل زیاتوالی، د ناقانونه وسله والو ختمول او مخنیوی، د اداري فساد له منځه وړل، د وړو کسانو ګومارل او د ننګرهار لپاره د امنیتي جدي عملي پلان پلي کول، څو وضعیت عادي او د ترهګریزو پېښو مخنیوی شي، د هغوی اساسي غوښتنې وې.

يادو ځوانانو له اجرائيه رييس څخه وغوښتل چې ننګرهار ته د امنیتي وضعیت د بهبود او ارزولو په موخه سفر وکړي.

ډاکټر عبدالله وويل چې د ننګرهار امنیتي وضعیت خورا کړکېچن او د منلو وړ نه دى.

هغه د ننګرهار ولایت پر جغرافیوي اهمیت د ټینګار تر څنګ وویل چې د ننګرهار د امنیتي وضعیت په خرابېدو کې ټول حکومت مسوول دی، خو ډاډ يې ورکړ چې په دې اړه بحثونه شوي او د امنیت شورا په راتلونکې ناسته کې به په دې اړه مفصل بحث وکړي او پرېکړې به ترسره شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې په ننګرهار کې غير مسوول وسله وال کسان د تحمل وړ نه دي، هېڅوک د چا له نامه ناوړه ګټه نه شي اخیستلی او څوک د امنیت د اخلال اجازه نه لري.

اجرائيه رييس زیاته کړه چې د هېواد په شمال کې د داعش اصلي مرکز له منځه تللی او ځواکونه یې څه وژل شوي او څه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي، خو له بده مرغه چې په ننګرهار کې داعش لا هم فعال دی او د نوو تدابیرو په عملي کولو سره به تر ډېره دا ستونزه حل او د جلال اباد ښار امنیتي وضعیت به ښه شي.

د هرات پوليس وايي چې ددغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د طالبانو يو مشهور قوماندان له پنځو وسله والو سره ووژل شو .

 د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد خبری رستیو  ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو د شينډنډ ولسوالۍ  په يوشمېر سيمو کې تصفيوي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې يو طالب قوماندان له پنځو وسله والو سره ووژل شو او دوه نور يې ټپيان شول .

 د هغه په خبره، تر هغه به په يادې ولسوالۍ کې دغه عمليات روان وي چې د شينډنډ ولسوالۍ له وسله والو نه وي پاکه شوې.

 ده وويل چې په دغو عملياتو کې د وسله والو يو رېنجر هم ويجاړ شوى دى.

 د نوموړي په وينا چې وسله والو ددغه ولايت په ګلران ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټرسايکل هم شنډ کړى دى.

 د ملي امنیت د پخواني رییس اسدالله خالد په مشرۍ د "امید صبا" ملي سازمان نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د خپل موجودیت اعلان وکړ.

د دغه سازمان مشر اسدالله خالد خپلو سلګونو پلویانو ته د خبرو پر مهال د قومونو پر یووالي او د ټاکنو پر روڼوالي ټینګار وکړ او ويې ویل: ((اجازه نه ورکوو چې هېواد مو بحران ته ولاړ شي.))

نوموړي د سولې پروسې په اړه وویل: ((موږ عزتمنه سوله غواړو چې ټول افغانان په هغې کې ونډه ولري.))

نوموړي د دې تر څنګ چې حکومت یې د سولې په راوستو کې ناکام وباله زیاته کړه، ولسمشر او کاري ټېم يې سره له دې چې ناکاره دي، په هېواد کې قومي اختلاف ته لمن وهي.

هغه زیاتوي: ((د هېواد امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو خرابېږي او اختلاف اوج ته رسېدلی دی؛ موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې ملي یووالي ته مو زیان ورسوي.))

نوموړي د دې په روښانه کولو چې په اوسني حالت کې د افغانانو یووالی په خطر کې دی، زیاته کړه، د دغه ډول وضعیت د دوام مخنیوی د حکومت دنده ده.

خالد د خپلو خبرو په یوه برخه کې له جزئیاتو پرته د ملي وحدت د حکومت کړنو ته په اشاره وویل، د حکومت مشرتابه یوه پروژه په نمایشي توګه څو ځلې پرانیزي،  څو د ځان په اړه د خلکو فکر بدل کړي.

نوموړي د راتلونکو ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو شمېر یوه پوښتنه بولي او وايي: ((زه شک لرم چې له دوه ميلیونه ډېرو کسانو به نوم لیکنه نه وي کړې.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره له نهه ميلیون ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د "امید صبا" ملي سازمان رییس دغه سازمان خپلواک وباله او ویې ویل، دا سازمان د خلکو د غوښتنو او هڅو پر اساس جوړ شوی او په ولسمشریزو ټاکنو کې به له هغه چا ملاتړ وکړي چې په هېواد کې د شته ستونزو د حل لپاره روښان او منظم پروګرام ولري.

د یادولو وړ ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان ستر ملي ایتلاف هم د خپل موجودیت اعلان وکړ.

د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند، د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند، د حاجي محقق په مشرۍ د اسلامي وحدت ګوند، د انورالحق احدي په مشرۍ د افغانستان نوین جبهه، د رحمت الله نبیل په مشرۍ د ملي محور او نورو سیاسي جریانونه د افغانستان په ستر ملي ایتلاف کې ګډون لري.

ولسمشر غني په کابل کې د اوبو پر سم مدیریت او د اوبو ضایع کېدو پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ وايي، د ښاروالیو په نوي قانون کې به د ناحیو ريیسانو ته زیات واکونه ورکول شي.

له ارګه خبری رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو برابرولو او د پلازمېنې په توګه د کابل لرغوني ښار د هویت د احیا په موخه پرون ماښام د کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو له ريیسانو سره په  ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په پیل کې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي او د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس انجنير احمد بهزاد غیاثي، فقیرالله امین، انجنير صفي الله عبدي، غلام نبي رحیمي او محمد صدیق نوري د کابل ښار د ناحیو د ريیسانو په استازیتوب خبرې  وکړې.

سرچينه زياتوي، هغوى د خپلو برنامو، اهدافو، ښاري پراختیا، د صنعت د ودې، د شغل ایجاد، د پانګونې د جذب، د اداري فساد پر ضد مبارزې، د زوراکو پر ضد د خلکو د بسیجولو، د دست فروشانو  د مدیریت او نظم په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او دغه راز یې په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه له هغه سره شریک کړل.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د یادو ویناوالو د معلوماتو، ستونزو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وویل، د ناحیو د رئیسانو په برنامو کې باید د کابل ښار عمومي تصویر وړاندې او دغه راز د ټولو ناحیو د رئیسانو ترمنځ همغږي لا زیاته شي.

ده زياته کړه، کابل ښاروالي باید د کابل پانګه، تاریخي ځایونه، شنې ساحې او زېربنا سمې تشخیص کړي او د ظرفیتونو او محدودیتونو یو واضح تصویر دې ولري.

نوموړي په کابل کې د اوبو پر سم مدیریت او د اوبو د ضایع کېدو پر مخنیوي د ټینګار کولو تر څنګ وویل، کابل ښاروالي باید په خپلو برنامو کې د خلکو ونډې او همکارۍ ته پاملرنه وکړي.

ده څرګنده کړه، د ښاروالیو په نوي قانون کې به د ناحیو رئیسانو ته زیات واکونه ورکول شي.

هغه د ښاروالیو او پولیسو ترمنځ د همکاریو پر لا زیاتوالي ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې ولسمشر د کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو رئیسانو ته په خطاب کې وویل، ښاروالان او د ناحیو رئیسان باید خلکو ته ځواب ویونکي وي او د خپلو اصلاحي برنامو د عملي کولو له لارې د خلکو بشپړ رضایت ترلاسه کړي.

 د امریکا ولسمشر دغه هېواد تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې اړوند پلټونو په هکله نوره غوسه ښودلې او وايي دا پلټنې دې سملاسي ودرول شي. نوموړي په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي د عدلیې وزیر جېف سشنز باید په دې تړاو پلټنې بندې کړي. رابرټ مولر په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې او د کرملین او ټرمپ د کمپاین ترمنځ د اړیکو په تړاو د پلټنو ځانګړی څارنوال دی او ټاکل شوې چې ډېرې ژر د خپلو څيړنو پایلې روښانه کړي. ټرمپ په وروستیو ټوېټونو کې د نوموړي د ټاکنیز کمپاین د پخواني مدیر پال مونافورټ پر دوسیه هم نیوکې کړې دي. ټرمپ ویلي له پال مونافورټ سره د شیکاګو تر لوی جنایتکار ال کاپون هم بد چلن کېږي. خو د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز ویلي، چې د ټرمپ ټوېټونه کوم فرمان نه بلکې د هغه نظر دی.