×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

 امریکا د ترکیې پر حکومتي چارواکو په هغه هېواد کې د یو پادري د زنداني کولو له کبله بندیزونه ولگول. د امریکا حکومت تېره ورځ د ولسمشر طیب اردوغان پر دوو لوړپوړو پارلماني چارواکو له دې کبله بندیزونه ولگول چې یو امریکایي پادري یې په ترکیې کې د حکومت ضد له ناکامې کودتا سره د مرستې په تور زنداني کړی دی. د امریکا د خزانې وزرات د ترکیې د عدلیې پر وزیر عبدالحمید گل او د کورنیو چارو پر وزیر سلیمان سویلو بندیزونه وضع کړي دي. امریکا پر دغو دواړو وزیرانو تور لگوي چې امریکایي پادري اینډریو برنسن یې نیولی دی. د ترکیې د بهرنو چارو وزارت د امریکا دغه اقدام پارونکی عمل بللی دی او ویلي یې دي چې ځواب به یې ورکړي.

 د ډنمارک پارلمان د مۍ په میاشت کې پریکړه وکړه چې د اگست د میاشتې له لومړۍ نیټې نه په دې هیواد کې په عام محضر کې حجاب اغوستل بند دي. په دې پریکړې سره ډنمارک د فرانسې او څو نورو هیوادونو سره یوځای شو. ددغو هیوادونو یو شمیر سیاستوال په دې باور دي چې حجاب د سیکولر او دموکراتیکو ارزښتونو سره ډډه نه لګوي. په ډنمارک کې نن چهارشنبه د پارلمان د پریکړې پر ضد یو شمیر حجاب لرونکې مسلمانې ښځې او نجونې مظاهره کوي او یو شمیر ډنمارکیان یې هم ننګه کوي. دغه نوی قانون پولیسو ته اجازه ورکوي چې ښځو ته د حجاب د لرې کولو امر وکړي او یا هم هغوی له عامه ځایونو نه منعه کړي. د ډنمارک د عدلیې وزیر پاپ پاولسن وایي چې پولیسو ته امر شوی چې حجاب اغوستونکې جریمه کړي او ورته ووایي چې کور ته لاړې شي.

په کندهار او هلمند ولايتونو کې د دوو چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٠ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د ملکي وګړو پر فیلډر موټر چاودنه کې د ښځو په ګډون شپږ کسان وژل شوي.

دغه چاودنه پرون ماښام اووه نيمې بجې د دې ولسوالۍ په بالا ژړي سیمه کې شوې ده.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې رسنیو  ته وويل، چاودنه هغه مهال وشوه چې ياد کسان په يوه موټر کې له ارغستان ولسوالۍ معروف ولسوالۍ ته پر لاره وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور سړي او دوه ښځې وژل شوې چې ټول د معروف ولسوالۍ د ساګزو کلي اوسېدونکي وو.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بالاژړه د ارغستان او معروف تر منځ هغه سيمه ده چې ډېرى مهال د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د جګړې ډګر وي.

د يو بل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک خبری رسنیو  ته وويل چې پېښه پرون مازديګر شپږ بجې د ګرشک ولسوالۍ د مهاجر بازار په سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د خښ شوي ماين چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، په وژل شوو څلورو ماشومانو کې څلور نجونې دي او عمرونه يې د ٧ او ١٠ کلونو تر منځ دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.


د ۲۰۳ تندرقول اردو نوی قوماندان وایي، د دې قوماندانۍ د مسوولیت په سیمو کې به د دولت ضد وسله‎والو په وړاندې عملیات د جګړې د قوانینو مطابق مخ ته وړل کېږي.

تورن جنرال دادان لونګ چې پرون چهارشنبه په ګردېز کې د دې قول اردو په قرارګاه کې افسرانو، سرتېرو او د ولایتي ادارې مشرتابه ور وپېژندل شو، په‎دې اړه په خپلو څرګندونو کې وویل:

"ټولو قوتونوته به زما هدایت دا وي چې جګړه دې د جګړې د قوانینو سره سم پر مخ بوزي. هر هغه څوک چې جګړه کوي هغه د وطن دښمن دی باید ژوندی ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي او که یې مقاومت کاوه باید ووژل شي."

جنرال لونګ په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ او د پردي هېواد تپل شوې جګړه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له پردو سره به دغه جګړه په کلکه مخ ته وړي.

جنرال دادان لونګ چې د ملي اردو یو تجربه لرونکی افسر دی له دې وړاندې یې د دفاع وزارت د ستر درستیز د دفاعي پالیسۍ د معاونیت د ملي پالیسۍ د دفتر د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.


د افغانستان دفاع وزارت د کابل په سروبي کې د ېوې هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې په پېښه کې د څو تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت د ویاند د دفتر جنرال محمد رادمنش تېره شپه خبری رسنیو ته وویل چې دغه هلیکوپټرې پرون چهارشنبه د تخنیکې ستونزې له امله دې ته اړ شوه چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړي او دی هغه احتمال چې دا هلیکوپټر دې د دښمن په ډزو ویشتل شوي وي ردوي.

هغه په‎دې پېښه کې د دغې هلیکوپټرې د عملې د یو شمېر غړیو د ټپي کېدو خبره وکړه.


د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې پاکستان ته له ورتګه انکار وکړ.

د پاکستان او نیوزیلاند کرکټ لوبډلې د راروانې اکټوبر په میاشت کې د ټېسټ، یو ورځنۍ او ۲۰ اوریزه سیالیو په ترسره کولو هوکړې ته رسېدلي و، خو د نیوزیلاند کرکټ بورډ د پاکستان هغه وړاندیز رد کړی چې ۲۰ اوریزې سیالۍ دې په پاکستان کې ترسره شي.

د نیوزیلاند د کرکټ بورډ رئیس ګرېګ بارکلي ویلي، امنیتي بنسټونو ورته ویلي چې د امنیتي ستونزو له کبله دا وخت د پاکستان دوره مناسبه نه‌ده.

له دې انکار وروسته ټاکل شوې چې د نیوزیلاند او پاکستان ترمنځ درې ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې سیالۍ د پاکستان په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې په پاکستان کې په سریلانکايي کرکټ لوبډلې ترورېستي برید وشو، نړیوالې لوبډلو په پرله‌پسې توګه دې هېواد ته له تلو نه انکار کړی دی.


فېس‌بوک وايي داسې هڅو ته متوجې شوی چې هدف‌یې د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې لاسوهنه ده.

په ټولنیزو شبکو کې دې سرلښکرې امریکایي کمپنۍ پرون ویلي ښايي دا هڅې د روسیې له‌خوا وي.

فېس‌بوک ویلي د امریکا کانګرس په ټاکنو کې له لاسوهنو سره د مقابلې په خاطر یې ۳۲ پاڼې او اکونټونه په فېس‌بوک او انستاګرام کې له‌منځه وړي دي.

د دغو لیرې کړای شويو فېس‌بوکونو او انستاګرام پاڼو هدف تر انتخاباتو مخکې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ګمراه کول او د لاریونونو پلانول یاد شوي.

د امریکا د کانګرس ټاکنې شااوخوا درې میاشتې وروسته په نومبر کې ترسره کېږي.

روسیه تر دې مخکې هم د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې په لاسوهنو او په ټولنیزو شبکو کې د نفوذ په پيدا کولو تورنه ده.

روسیې تل دا تورونه رد کړي چې د امریکا په ټاکنو کې دې لاسوهنه کړې وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې درې روسي ژورنالېستان د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د یو مستند فلم د جوړولو پر مهال وژل شوي.

ویل کېږي چې دې روسي ژورنالېستانو د روسیې د یو خصوصي پوځي قرادادي کمپنۍ په اړه مستند فلم جوړاوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د درې واړو ژورنالېستانو جسدونه د دوشنبې په ورځ موندل شوي دي.

د روسیې انټرفکس خبري اژانس وايي، کله چې دا خبریالان له پایتخت بانګوی ( Bangui) څخه بهر وتل، نو د تلاشۍ په یوه پوسته کې درول شوي وو.

دې اژانس زیاته کړې چې دا درې واړه روسي اتباع د نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د دې وژل شویو خبریالانو مړي د سیبو په نوم یو ښار کې موندل شوي دي او د وژنې هدف غلا ښکاري.

د روېټرز خبري اژانس د سیبو د ښاروال له خولې ویلي چې برید وسله‌والو کسانو کړی او د موټر چلوونکی په دې برید کې ژوندی پاتې شوی دی.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، له نن څخه وروسته د جلال اباد ښار امنيت د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو او نور ځواکونه به يې هم ملتيا کوي.

دوی وايي، دا پرېکړه په جلال اباد کې د وروستيو ترهګريزو بريدونو له رامنځته کېدو وروسته د خلکو د ژوند خونديتابه په موخه شوې ده.

روان کال په دغه ښار کې نږدې لس لويې ډله ييز بريدونه شوي، چې تر ټولو وروستی هغه يې تېره ورځ د دغه ولايت د کډوالو چارو پر رياست ډله ييز بريد و.

په دغه بريد کې چې پرون غرمه شاوخوا دولس بجې پيل او د مازيګر تر ۵ بجو او ۱۵ دقيقو يې دوام وکړ، د يوې مېرمنې په ګډون په کې ۱۵ کسان ووژل شول او د دوو مېرمنو په ګډون په کې ۱۵ نور ټپیان شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د وروستيو امنيتي پېښو له امله د ننګرهار والي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له قوماندان سره په ګډه پرېکړه وکړه، چې د ښار امنيت به ملي اردو ځواکونه ساتي.

هغه د ننګرهار د والي له قوله پژواک ته وويل: ((د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسیدونکي په توګه را ته نور د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د قناعت او منلو وړ ندی،په همدې موخه مو د قول اردو قوماندانۍ په همکارۍ د جلال اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر ونیول، امید لرم،چې موږ به په وروستیو تدابیرو سره د ښار وضعیت کې د پام وړ بدلون رامنځته کړو.))

په همدې حال کې د نظر خاوندان ملي اردو ته د امنيت سپارلو ترڅنګ غوښتنه کوي، چې دلته دې چاڼيز عمليات هم پيل شي، څو دلته موجود وسله وال هم ختم شي.

د چارو کارپوه همايون امان پژواک ته وويل، ملي اردو ته د امنيت په سپارلو یواځې  کار نه کیږي، وسله وال همدلته خوندي ځایونه لري. بايد چاڼيز عمليات هم پيل شي.

هغه زياته کړه: ((ټول قطعات ورپسې بايد راوويستل شي، کور په کور، سرای په سرای، مارکيټ په مارکېټ او کوڅه په کوڅه تالاشي، پيل شي او هر ځای ورپسې ولټول شي، دوی له ولسواليو د بريد لپاره نه راځي همدلته په ښار کې تيار موجود وي.))

عام خلک هم خوښ دي، چې د ښار امنيت د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی، ځکه دوی وايي، ملي اردو په افغانستان کې يواځينی ارګان دی، چې له زړه کار کوي.

د ښار يو اوسېدونکي عابدالله پژواک ته وويل، مخابراتو چوک چې د کابل اډه وه، د ملي اردو سرتېري په کې توظیف شوي نه په کې د لاین موټر شته او نه هم په کې څوک هسې ودرېدو ته پریږدي.

ښاريان هم ملي اردو ته د امنيت سپارلو ترڅنګ د پراخو چاڼيزو عملياتو د پيل غوښتنه کوي او وايي، هېڅ ځای بايد له تالاشۍ پاتې نه شي.

په جلال اباد ښار کې ملي اردو ته د امنيت سپارلو او بيا دلته د وسله والو د موجوديت اندېښنې په داسې حال کې غبرګېږي، چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت والي حيات الله حيات له رسنيو سره په خبرو کې ومنله، چې د ښار په ګډون بېلابېلو ولسواليو کې طالب، داعش او حتی د القاعدې ډلې وسله وال موجود دي.

د لوګر په دوو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٨ طالبان او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د زمري په لسمه خبری رسنیو  ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د بره کي برک ولسوالۍ په خاکه، دوشنبې، قلعه حيات، قلعه ملک او د ازرې ولسوالۍ په سپاندو کس سيمو کې عمليات کړي دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي، درې ټپيان شوي او درې نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ددغو عملياتو پرمهال د طالبانو يو موټر، اووه عرادې موټر سايکلونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ د عملياتو پرمهال په سلام خېلو سيمه کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

ده وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان مرمۍ له کوم لوري توغول شوې، خو له امله يې دوه ښځې او يو ماشوم وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د لوګر د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.