×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د امنيت په اړه د بېړنۍ غونډې پر مهال ددغه ولايت د امنيتي حالت پر ښه والي ټينګار او لازمې لارښوونې وکړې.

په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې امنيت ډېر خراب شوى او د داعش له خوا د ځانمرګو بريدونو لړۍ تېزه شوې، پرون د کډوالو چارو پر رياست ډله ييز بريد کې تر ٣٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له ارګ څخه د زمري په ١٠مه، خبری رسنیو  ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ننګرهار ولایت کې د زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو په اړه بېړنۍ غونډه جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې، په  ملي توحید مرکز کې د ويډيو کنفرانس له لارې دغې غونډې ته د ننګرهار والي حیات الله حیات، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان،امنيه قوماندان او د ملي امنیت رييس د  امنيتي وضعیت په اړه راپور ورکړ.

هغوی وویل، داعش ډلې په ننګرهار کې درنې ضربې ليدلي او له همدې امله یې خپل تخریبي اقدامات پر جلال اباد ښار متمرکز کړي.
يیادو مسوولینو د دښمن د بریدونو د مهارولو او د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د هغوی د راپور او خبرو له اورېدو وروسته یو ځل بیا د قومي مشر حاجي حیات خان او په یاد ولایت کې د وروستیو تروریستي پېښو د قربانيانو کورنيو ته تسليت ووايه .

هغه څرګنده کړه، دا د ټولو افغانانو غم دی. ملکي او نظامي مسوولینو ته یې د ټپیانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

ولسمشر زیاته کړه، ملي اردو به د ننګرهار ولایت له پولیسو سره په همکارۍ د دې ولایت د امنیت ټينګښت او د امن فضا برابرولو کې په ګډه کار وکړي.

هغه ټينګار وکړ چې په ننګرهار کې باید خلکو ته د امن فضا رامنځته شي او په جلال اباد ښار کې د ځانګړو قطعاتو تر ځای پرځای کېدو پورې ملي اردو خپلو دندو ته ادامه ورکړي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي د سيمه ييزې اردو د رامنځته کولو او په ننګرهار ولایت کې د هغوی د ځای پرځای کېدو په اړه معلومات ورکړل.

د ويډيو کنفرانس په جریان کې ولسمشر د ننګرهار ولایت د ملي امنیت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په یاد ولایت کې د ملکي ادارو د امنیت ټينګښت لپاره هر اړخیز تدابیر ونیسي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې په ننګرهار ولایت کې د تلپاتې امنیت ټينګښت پورې لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي تدابیر  ژر تر ژره اعلان شي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د انټرنيټي معلوماتو زیربنا رامنځته شوې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د NIXA پروژې د جوړښت، کارکولو او د فعالیتونو د څرنګوالي څخه لیدنه وکړه چې دغه پروژه د پلان سره په بريالۍ توګه عملي شوې ده.

دیاد وزارت لخوا پژواک ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د NIXA پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له برياليو پروژو حسابېږي چې د انټرنيتي جوړښت د تنظیم، د کيفيت د لوړېدو، د نرخونو د ټيټېدلو او په عین حال کې د معلوماتو د لېږد د واحدې نکتې د رامنځته کولو په موخه رامنځته شوې ده چې په تکميل سره يې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنيکي همکارانو له خوا عملا د روزنې، د مديريتي پاليسيو ارزونې او د انټرنيټي شرکتونو د خدماتو وړاندې کوونکو د جلب او یوځای کېدلو پروسه پیل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې،د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تمه لري چې ددغه پروژې څخه په پوره توګه د ګټې اخیستنې سره به په هېواد کې د انټرنيتي خدماتو نرخونه را کم شي، کيفيت او د معلوماتو د خونديتوب لپاره به زمينه برابره شي، تر څو وکولی شو د خپلو هېوادوالو لپاره خوندي فضا رامنځته کړو.


د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له بېګاه شپې راهیسې ۲۰۰ داعش جنګیالي افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.

دا خبره د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمدجوزجاني نن سهار ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل په درزاب کې د طالبانو او داعش ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې لسګونه غړي له خپلو وسلو سره تښتېدلي او افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان وايي په دې سره په شمال کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې اصلي مرکز له‌منځه تللی دی.

اخوا د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل خبری رسنیو  ته وویل چې هر ساعت د داعش یوه نیمه ډله افغان پوځیانو ته تسلیمېږي او دا لړۍ همداسې روانه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې داعش به په افغانستان کې له‌منځه یوړل شي.

اخوا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ۱۰ ورځې مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو او داعش ترمنځ جنګ روان دی او دوی دا کار هڅوي ځکه د ده په خبره داعش باید له‌منځه لاړ شي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، سر له نن ورځې «چهارشنبه» د جلال‌اباد ښار امنیت د نورو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي حیات‌الله حیات پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د کډوالو د چارو پر ریاست وروستي برید ته په اشارې، وویل:

​"د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسېدونکي په توګه ورته نور د دې ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د قناعت او منلو وړ نه‌دی."

نوموړي زیاته کړې چې د قول اردو د قوماندانۍ په همکارۍ یې د جلال‌اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل، داعش او نور وسله‌وال غواړي پر ولسي اهدافو د بریدونو په کولو سره پر حکومت د ننګرهار د خلکو بې‌باوري رامنځته کړي.

ښاغلي رادمنش وویل، جلال‌اباد ښار کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه، نویو ګواښونو ته په پام خپل تدابیر او په ښار کې دننه عملیات پراخ کړي.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد په وروستیو میاشتو کې پرله‌پسې د خونړیو بریدونو او چاودنو شاهد دی چې په لسګونه کسان په‌کې مړه او ټپیان شوي دي.

ولسمشر غني د کابل ولایت له ولسوالانو سره په کتنه کې ويلي چې د ځمکو له غاصبینو سره دې جدي چلند وشي.

نوموړي دغه خبرې نن له غرمې مخکې د کابل ولایت له ولسوالانو سره په کتنه کې په ډاګه کړې دي.

له ارګ څخه خبری رسنیو  ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو، لاسته راوړنو، اصلاحاتو، اوربند او سولې په اړه خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د کابل ولایت د عمومي وضعیت په اړه هراړخیز معلومات ورکړل، ويې ویل، د پخوا په پرته په ولسوالیو کې امنیتي حالت مخ په ښه کېدو دی او دغه راز په ملي پروسو کې د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.

سرچينه زياتوي، وروسته د کابل ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو په خپلو ولسوالیو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي، د ناقانونه وسله‎والو د شتون، په ځینو ولسوالیو کې د ملي پولیسو د شمېر د زیاتوالو، د بېکارۍ، په څو ولسوالیو کې د ښوونځیو د ودانیو او د کافي انکشافي پروژو، د روغتیایي اسانتیاوو او پخو سړکونو د نشتوالي او د ځینو زورواکانو له لوري د ځمکو د غصب په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، ولسمشر غني د یادو ویناوالو د ستونزو او وړانديزونو له اورېدو وروسته کابل والي او ولسوالانو ته په خطاب کې وویل، یواځینۍ ستونزه د ولسوالیو ترمنځ د ادارو ناهمغږي ده او باید په دې برخه کې واضح تفکیک رامنځته شي.

دغه راز ولسمشر په ولسوالیو کې د غیرمسلکي پولیسو شته والي ته په اشارې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ريیس او کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د ولسوالیو اړوندو ادارو کې دې د لا زیاتې همغږۍ په خاطر هراړخیزه طرحه چمتو کړي.

نوموړي د کابل ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې دې ولسي شوراګانې فعالې او په پښو ودروي او دغه راز دې د بېکارۍ د له منځه وړلو او اوبو د مهارولو په برخه کې د سیمې له خلکو سره په مشورې واضح طرحې جوړې او د جمهوري ریاست مقام سره شریکې کړي.

غني په یادو ولسوالیو کې د امنیتي وضعیت د لا زیات ښه والي په خاطر د اړوندو امنیتي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په ګډه دې امنیتي طرحه جوړه کړي، دغه راز یې امنیتي ادارو ته په ټینګار وویل چې له غاصبینو سره دې جدي چلند وکړي.

د غونډې په پای کې اشرف غني د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې دې د ښوونځو فهرست ترتیب کړي ترڅو په راتلونکو دوو کلونو کې د جوړېدونکو ۶۰۰۰ ښوونځیو په لیست کې شامل شي.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای. سي. سي» په نوې درجه بندۍ کې نبي عیسی خېل د شل اوریزو او يو ورځینو لوبو د الروانډارانو په ډله کې دوهم مقام خپل کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې،ګلوین مکسویل د شل اوریزو او شکیب الحسن بیا د يو ورځنیو لوبو د لومړي مقام لرونکي غوره الراونډاران دي.

د یو ورځینو لوبو د الرونډرانو په نوملړ کې درېیم ځای پاکستاني محمد حفیظ او د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې بیا درېیم ځای بنګله دېشي شکیب الحسن خپل کړی دی.

۳۳ کلن محمد نبي په يو ورځنيو سيالیو کې ۲۲۸۷ او ۲۰ اووريزو لوبو کې ۹۹۵ رنزونه جوړ کړي دي، دغه ډول نوموړي په يو ورځنو سياليو کې۱۰۳ او په ۲۰ اووريزو کې ۶۵ وکټې ترلاسه کړي دي.

بلخوا د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د زونونو په کچه د معلولینو لوبډلو ترمنځ په روانو شل اوریزو لوبو کې مس عینک امو ته د ۸ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د پاکستان د هاکي ملي لوبډلې لوبغاړو ګواښ کړی که ورته ډیلي الاونس يا ورځنی لګښت ور نه کړل شي نو په اسیايي جام سیالیو کې به ګډون و نه کړي.

د اردو پوائنټ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، پاکستاني لوبغاړو دغه ګواښ د اسیا جام سیالیو لپاره د پاکستانۍ لوبډلې له اعلان څو دقیقې وروسته کړی.

دغو لوبغاړو ویلي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې ورته د هاکي فدارسیون لخوا ډیلي الاونس ندی ورکړل شوی چې له امله یې دوی له يو ډول ذهني فشار سره مخ دي.

د پاکستان د هاکي لوبډلې کپتان رضوان سنئیر ویلي چې هاکي فدراسیون د لوبغاړو د ډيلي الاونس له درکه ۸ لکه روپۍ باقي دی.

بلخوا د پاکستان د هاکي فدراسیون مشر خالد سجاد کهوکهر بیا لوبغاړو ته ډاډ ورکړی چې د اسیايي جام سیالیو وړاندې به دوی ته خپل حقوق وسپاري.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، لېواله دی چې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره له قید او شرط پرته وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ایټالیا له صدراعظم سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې او ویې‌ویل چې دی غواړي له هر چا سره وویني او پر غونډو باور لري.

ټرمپ زیاته کړه، په تېره بیا کله چې د جګړې او مرګ، لوږې او ډېر نور مسایل مطرح کېږي، دی له نورو کسانو سره پر کتنو باور لري.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی د کتنې لپاره کوم شرطونه هم لري وویل، هېڅ شرط نه‌لري او زیاته‌یې کړه که دوی د غونډې غوښتونکي وي، دی حاضر دی هر وخت چې یې غوښتي وي ورسره وګوري.

د ټرمپ په وینا دا به‌یې د هېواد، د دوی او هم زموږ او د نړۍ په ښه وي.

ایراني مشرانو تر اوسه د ټرمپ دغه وړاندیز نه‌دی رد کړی.

د روحاني یوه لوړپوړي سلاکار پرون د ورځې ناوخته وویل چې له امریکا سره د خبرو د پیلېدو لپاره په کار ده چې د نورو مسئلو تر څنګ واشنګټن بېرته د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته غاړه کېږدي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د پاکستان د انتخاباتو له ګټونکي عمران خان سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د بریا مبارکي ویلې او دواړو مشرانو په سیمه کې د سولې لپاره هیله څرګنده کړې ده.

د جولای د ۲۵مې په انتخاباتو کې چې په ترڅ کې یې د پراخو درغلیو ادعاوې شوي، د تحریک انصاف له بریا وروسته دا لومړی ځل دی چې مودي او عمران خان خبرې سره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نوې ډېلي او اسلام‌اباد اړیکې خورا ترینګلې شوي او د اټمي وسلو د لرونکو دې دوو هېوادونو ترمنځ خبرې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د وخت ناوخت نښتو له وجې ځای پر ځای ولاړې دي.

خان چې د څارونکو په نظر ښايي د پاکستان راتلونکی صدراعظم وي، د خپل ګوند د بریا په مناسبت په وینا کې وویل، دی غواړي چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر پخوانۍ لانجه حل کړي.

هغه وویل که هند په دې برخه کې یو قدم پر مخ واخلي، نو پاکستان به دوه واخلي.

ویل کېږي چې عمران خان اوس‌مهال له خپلواکو کاندیدانو او وړو ګوندونو سره په خبرو اترو بوخت دی څو یو ائتلاف جوړ کړي.

 د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو چارو پر رياست د وسله والو له ‌‌ډله ييز بريده تر اوسه يوولس ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي رسنیو  ته وويل چې د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د کډوالو په ریاست نن نږدې ۱۲ بجې ترهګريز برید کړی.

دی وايي، بريد په داسې حال کې پیل شو،چې په یاد ریاست کې نن د کډوالو سره د مرستو ترسره کولو په موخه له اړوند همکارو ادارو سره غونډه وه .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د همکارو موسسو استازو چې ټول افغانان وو، شتون درلود، خو د پېښې د رامنځته کېدو پر مهال د همکارو ادارو استازو او د کډوالو ريیس په ګډون ګڼ شمېر کارکوونکي په خوندي ډول ايستل شوي دي.

هغه زياتوي، له دې پېښې تر اوسه ۱۱  برسېرن ټپیان روغتون  ته لېږدول شوي دي.

خوږياڼي دا هم وويل چې دغه برید د دوو بریدګرو له لوري پیل شوی و چې یو بریدګر یې ووژل شو او پاتې بل کس د وژلو په موخه هم تاکتیکي عملیات جریان لري، څو د احتمالي بند پاتې کسانو ژوند وژغورل شي.

د يادونې ده، پرون هم د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله د ولسي جرګې د يو کانديد حاجي حيات خان په ګډون ٤ تنه وژل شوي وو.

د دې پېښي مسووليت تر اوسه هېچا نه دى اخيستی.