×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

نن سې شنبه نږدې څلور بجې د خوست ښار د الفتح لېسې پله ته څېرمه چاودنه وشوه چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس په‌کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر بینا خبری رسنیو  ته وویل چې د پېښې ځای ته امنیتي کسان ورغلي او وروسته به معلومه شي چې دا څه ډول چاودنه وه او هدف‌يې څه و.

ده وویل، ټپان چې یوه په‌کې ښځه ده، ټول ملکي کسان دي او د پولیسو له‌خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې یوه عیني شاهد وویل چې دا ماین د ریموټ کنټرول په واسطه عیار شوی و او کله چې له دې ځایه یو موټر تېر شو، نو په تعقیب‌يې چاودنه وشوه.

نوموړي چې ټپیان لیدلي وو، د ښځې روغتیايي حالت‌يې نازک وښود.

د دې چاودنې مسؤلیت تر دې دمه چا نه‌دی منلی.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د وري مياشتې په ٣١مه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي د زمري په نهمه خبری رسنیو  ته وويل چې نن د ولسمشرۍ ټاکنو نېټې معلومولو په موخه د سياسي خوځښتونو، مدني ټولنو او کمېسيون د غړو تر منځ ګډه غونډه وشوه.

هغه وايي چې په دې غونډه کې وپتېيل شوه چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې به د راتلونکي کال د پسرلي په موسم کې ترسره شي.

ابراهيمي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ټاکنې په پسرلي کې ترسره کېږي او کره نېټه به يې سبا د کمېسيون له لوري اعلان شي.))

خو د ټاکنو کمېسيون يوې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د وري مياشتې په ٣١مه نېټه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غوښتي وو، هر څومره ژر چې ممکنه وي، د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه دې اعلان کړي.

د يادونې ده، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د روان کال د تلې مياشتې په ٢٨مه ترسره شي.

 امنيتي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د ګردېزـ کابل لويې لارې ۲۲ مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي نن (د زمري ۹مه)خبری رسنیو  ته وويل چې وسله والو ياد مسافر د تېرې کنډو په غفورخېلو سيمه کې ښکته کړي دي.

مندوزی وايي چې پولیسو د مسافرو ژغورلو لپاره پر وخت اقدام کړی او شپږ مسافر يې له وسله والو ژغورلي دي.

نوموړي وويل چې د نورو کسانو په ژغورلو ځکه بريالي نه شول چې د ملکي خلکو خونديتوب لپاره يې پر وسله والو طالبانو بريد نه شوای کولای.

ده وويل: ((مسافر وسله والو طالبانو ښکته کړي، ټول نارينه دي. د طالبانو هدف يوازې د خلکو ازار او اذيت دی، دوی تل خلک ځورولي او مشکلات يې ورته پېښ کړي دي. د مسافرو د راخلاصون لپاره کوشش کوو.))

دغه راز د غفورخېلو سيمې اوسېدونکی اجمير چې د مسافرو د ښکته کولو جريان يې ليدلی، وايي چې وسله والو ياد مسافر له دوو کرولا، دوو مرسيډيز او دوو مازدا موټرو ښکته کړي دي.

ده وويل چې يو مسافر له وسله والو طالبانو په تېښه بريالی شوی او د ښځو په ګډون څو پاتې مسافر بېرته پوليسو ګردېز ته بيولي دي.

نوموړی وايي: ((له دوه مازدا موټرو يې هم څلور کسان ښکته کړل، ډېر نفر يې له مرسيډيز موټرو بوتلل، له کرولاګانو يې هم ښکته کړي وو. په موټرو کې دوه ښځې او څلور، پنځه کسان نور پاتې شول، نور ټول طالبانو بوتلل.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ۲۵ غړي نن په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د جوزجان د درزآب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل خبری رسنیو  ته د دې خبر په تأیید وویل چې تسلیم شوي وسله‌وال د ملي اردو په هلیکوپټرو کې شبرغان ته ولېږدول شول.

د جوزجان امنیع قوماندان فقیر محمد جوزجاني وایي چې د درزاب له دوو کلیو پرته نورې ټولې سیمې د داعش له حضوره پاکې شوي دي.

په دې وروستیو کې له دې ولایته د وسله والو طالبانو او د داعش ترمنځ د سختو نښتو راپورونه هم ورکول شوي وو.

د جوزجان د امنیتي چارواکو په وینا په دغو نښتو کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي چې د مړو او ټپیانو شمېر یې له ۳۰۰ تنو اوړي.

په فراه ولایت کې د یوه ماین چادونې لسګونه مسافرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري خبری رسنیو  ته وویل چې دغه ماین نن سهار وختي په بالا بلوک ولسوالۍ کې هغه مهال وچاودېد چې پرل اره د سپرلیو یو ۴۰۴ ډوله بس پرې وخوت.

ښاغلي مهري زیاته کړه:

"د دغه ماین د چاودنې په نتیجه کې ۱۱ مسافر شهیدان شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي."

د فراه د والي په وینا د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک دی او ښایي د مړو شمېر زیات شي.

ښاغلي مهري زیاته کړې چې دغه بس له هراته کابل ته په لاره و.

درې کسان، د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند دلاور ایماق د وسله والو په ملاتړ او د لسو کسانو په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي او غواړي په دې اړه خپل شکایت ثبت کړي؛ خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یې شکایت نه ثبتوي.

دغه کمېسیون وايي، د ټاکنیزو شکایاتو د ثبت موده (د چنګاښ له ۷ مې تر ۹ مې) تر پای ته رسېدو وروسته دوی شکایت نه ثبتوي.

د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ دوه نارینه او یوه مرمن د خپل شکایت د ثبتولو لپاره له بغلان څخه کابل ته راغلي دي. دوی د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون غواړي چې ایماق د ولسي جرګې له نوماندانو لرې کړي.

دغو درېیو کسانو په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخې ته د خپلوانو یو یو انځور لېږداوه او ادعا یې کوله چې قوماندان جبار د هغو درېیو کسانو چې دوی يې انځورونه لېږدول په ګډون د جلګې ولسوالۍ لس اوسېدونکي وژلي او ایماق له قوماندان جبار څخه ملاتړ کوي.

یوه لاریون کوونکي حاجي حبیب وویل، د هغو اوو کسانو خپلوان چې ایماق وژلي و، د بېوزلۍ له امله کابل ته رانه غلل، خو دوی غواړي د هماغو خلکو پر استازيتوب هم شکایت ثبت کړي.

د هغه په خبره، دغه درې کسان د وژل شوو کسانو د دوستانو په استازيتوب کابل ته راغلي او د بغلان په دولتي ادارو کې د دوی شکایت ته رسېدنه نه ده شوې.

حاجي حبیب ادعا لري چې دوه زامن یې چې یو یې عبدالرحیم نومېده او د جلګې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اوپراسیون امر هم و، قوماندان جبار چې په دلاور ایماق پورې تړلی او محافظ یې هم دی، وژلي دي.

نوموړي وویل، ایماق د قوماندان جبار ملاتړ کوي او د هغو کسانو شکایت ته چې د قوماندان جبار له خوا په سیمه ییزو ادارو کې پاملرنه نه کېږي؛ ځکه ایماق ډېر نفوس لري.

یوې مېرمنې چې د زوی (اسلام الدین) انځور يې لېږدولو وویل: ((موږ له ډېر لرې ځایه راغلي یو تر څو غږ مو واورېدل شي، په بغلان کې مو چا غږ نه دی اورېدلی، په ډېره بېوزلۍ مې اسلام الدین لوی کړی و؛ خو جبار ووژلو.))

دوی د هغه کسانو قضیو ته د رسېدو غوښتنه کوي چې د دوی په خبره د جبار له خوا وژل شوي دي.

دغو درېیو کسانو غوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون ته یې شکایت وسپاري؛ خو کمېسیون یې له منلو ډډه کوي او وايي، د شکایتونو د ثبت نېټه پای ته رسېدلې ده.

پژواک هڅه وکړه په دې اړه له قیماق او قوماندان جبار (هغه کسانو چې د دغو دریو کسانو له لوري د لسو کسانو په وژنه تورن دي) سره خبرې وکړي؛ خو له دوی سره اړیکه ټینګه نه شوه.

فاریاب کې امنیتي سرچینو د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو له لوري د یوې مېرمنې او د هغې د ځوانې لور د وژنې خبر ورکړ.

د فاریاب پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش خبری رسنیو  ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا اته بجې یو ۳۵ کلنه ښځه چې له خپلې ۱۵ کلنې لور او څلورو ماشومانو سره له لولاش سیمې د ولایت مرکز میمنې ښار ته پر لاره وو، دا چې خاوند یې د ولسي پاڅون کوونکو په لیکو کې دنده لري، د قرمقول درې په سیمه کې پر ډزو ووژل.

یورش وویل چې څلور ماشومان، د لور او مور مړي د پېښې په ځای کې پاتې دي، قومي مخور هڅه کوي څو هغوی انتقال کړي.

د کوهستان امنیه قوماندان محمد ناصر وویل چې مور او لور د ملا روح الله او مخدوم ذبیح الله له لوري چې طالبان دي، وژل شوي دي.

د طالبانوقوماندان مخدوم ذبیح الله، د یادې مور او لور د وژنې په قضیه کې لاس لرل رد کړل.

هغه زیاته کړه: ((دولتي کارکوونکی سید علي والدین، له یو سیمه ییز طالب سره اړیکه نیولې وه او د ولسوالۍ له مرکز تر میمنې ښار پورې د خپلې کورنۍ د لېږد لپاره یې له نوموړي څخه مرسته غوښتې وه، کله چې یاد طالب د سیدعلي والدین کورنۍ د کوهستان او پښتونکوټ ولسوالۍ ګډې پولې د قرمقول درې سیمې ته ورسوله، بېرته راستون شوی، له سیمې څخه د ترلاسه شوو اطلاعاتو له مخې، پښتونکوټ ولسوالۍ کې پر موټرسایکل سپور یو وسلوال د هغوی موټر ودرولی او دا جنایت یې ترسره کړی دی.))

د طالبانو یاد ډلمشر وویل چې د دوی کسان د پېښې له ځای څخه یاد مړي او ۶ ماشومان د ولسوالۍ مرکز ته لېږدوي.

بلخوا سیدعلي والدین هم د ټیلېفوني اړیکې په ترڅ کې پژواک ته وویل چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان په توګه د دولتي امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، ځکه یادې ډلې یې مېرمن او لور پر ډزو وژلي او د یو ۱۲ کلن ماشوم په ګډون ۶ ماشومان یې د پېښې په ځای کې پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((مېرمن مې صفورا ۳۹ کلنه او عزیره لور مې ۱۷ کلنه وه، له پنځو کلونو راهیسې کوژدنه وه، تېره اوونۍ مې زوم له ترکیې څخه رد مرز شو، پرېکړه مې وکړه چې کورنۍ مې میمنې ښار ته ولېږدوم او د دې تر څنګ د خپلې لور واده مراسم ترسره کړم؛ له بل پلوه خیراباد کلي کې له شته قحطۍ او لوږې خپل ماشومان خوندي کړم.))

په ورته وخت کې د کوهستان امنیه قوماندان وویل، یوه نیم میاشت وړاندې د ولسوالۍ مرکز له ټولو کلیو سره سقوط شو، امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي د خیراباد کوچني کلي او د ډاکتر سعادت کلا کې پوځي او اقتصادي کلابند شول، دغو کلیو کې څو کورنیو ژوند کاوه، تېره شپه یې یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې له کلابندي او لوږې د خلاصون لپاره د دولت له ملاتړه لاس پر سر شي او له هرې ممکنې لارې له کلي څخه ووځي.

هغه زیاته کړه چې د تېرې شپې پرېکړې پر اساس سیدعلي والدین نن پرېکړه وکړه څو خپله کورنۍ میمنې ښار ته واستوي چې د لارې په اوږودو کې طالبان خبر شول، ښځه او لور یې ورته پر ډزو ووژل.


د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون د څه باندې يو میلیارد افغانیو په ارزښت، څلور قراردادونه منظور کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، په دغو قراردادونو کې د سټلایټونو د ساتنې، د ملکي هوايي چلند قضايي کنټرول، د دولتي او شخصي ډومېنونو د ثبت او د توبرکلوز د ملي پروګرام اړوند د ۵۰ سلنه درملو د پروژو تړونونه شامل دي.

دا شان په غور ولایت کې د پوزه لېچ د اوبو برښنا د دستګاه د جوړولو پروژې تړون د ملي تدارکاتو کمېسیون له ارزونې او بحث څخه وروسته منظور شو.

د دې تر څنګ، د سید جمال‌الدین افغان د ښوونکو د روزنې د ۴۰ ټولګیو لرونکي کمپلکس ودانۍ د جوړولو پروژې قرارداد د تعدیل غوښتنه د کمېسیون له‌خوا رد شوه او د پوهنې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له دولتي تصدۍ سره دې نوی قرارداد او له سرغړوونکي داوطلب سره دې قانوني چلند وشي.


د کندز پولیس وايي چې د وسله‌والو غلو یوه نهه کسیزه ډله‌یې په دې ولایت کې نیولې ده.

د کندز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني نن «د سې شنبې په ورځ» سهارخبری رسنیو  ته وویل، دې نهه کسیزې ډلې له څه مودې را په دې خوا د کندز-تخار، کندز-شیر خان بندر او کندز-بغلان په لویو لارو کې شوکې کولې او د مسافرو پیسې او نور قیمتي شیان به‌یې په زور ترې اخیستل.

مل پاسوال عبدالباقي وايي چې دا شوکماران د همدې لارو په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.

د ښاغلي نورستاني په وینا د تورنو کسانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او له ارزونو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

 د ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، ولایتي کمیشنران به له یو ورځني ټرنینګ وروسته سر له سبا په ولایتونو کې خپل کارونه پیل کړي. که څه هم مهالویش سره سم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د څېړل شویو شکایتونو اعلان ته ایله څلور ورځې پاتې دي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، د دوی ولایتي کمیشنران به د سه شنبې په ورځ په کار پیل وکړي. د یاد کمیسیون کمیشنر او منشي علي رضا روحاني نن په کابل کې د یادو کمیشنرانو د لوړې د مراسمو تر ادا کولو وروسته وویل، چې ولایتي کمیشنران ځکه ناوخته ټاکل شوي چې د ولسمشرۍ ریاست لخوا یې لیست ناوخته تایید شوی دی.