×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

 له څو مياشتني اوږده ځنډ وروسته ولسمشر محمد اشرف غني له خپل لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم سره وليدل.

له ارګه د زمري په ٨ مه خبری رسنیو  ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم، دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله هم ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې چې د دې ناستې پر مهال يادو مشرانو د هېواد پر مهمو مسايلو خبرې اترې وکړې.

بلخوا د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله هم په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د دې ليدنې يادونه کړې او ويلي يې دي چې د هېواد پر وروستيو مهمو سياسي او امنيتي حالاتو يې خبرې کړې دي.

د يادونې ده، عبدالرشيد دوستم شاوخوا ١٣ مياشتې مخکې د درملنې په موخه ترکيې ته تللى و او څو ورځې مخکې بېرته هېواد ته را ستون شو.

هغه له راتګ سره سم وويل چې د درملنې په موخه ترکيه کې و او اوس چې ښه شو، نو ډاکترانو ورته هېواد ته د بېرته ستنېدو مشوره وکړه.

خو نورې سرچينې بیا وايي چې پر  احمد ايشچي د ظلم او تاوتريخوالي له امله هغه څارنوالۍ ته مطلوب کس و او په ترکيه کې د همدې قضيې له امله ايسار پاتې شوى و.

يوې دولتي سرچينې رسنیو  ته وويل چې دوستم په قضايي ارګانونو کې خپله حقوقي قضيه پر مخ وړي.

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ د ځانمرګي بريد له امله د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د نوماند او قومي مشر حاجي حيات الله خان په ګډون څلور تنه و وژل شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په اتمه خبری رسنیو  ته وويل چې نن مازيګر نږدې شپږنيمې بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند د جلال اباد- تورخم پر لويه لار د کابل کمپ په سيمه کې د قومي مشر حاجي حيات الله خان پر موټر ځانمرګى بريد وشو.

ده زياته کړه، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې حاجي حیات خان له کوټ ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته پر لاره وو، چې د روداتو کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې پرې ځانمرګي بریدګر د ډینا موټر په وسیله موټر بم چاودنه وکړه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات، د هغه دوه خوريونه چې د ساتونکو دنده یې ورسره درلوده او د خوريي زوی یې چې موټر چلوونکی و، وژل شوي او يو زوى يې سطحي ټپي شوی دی .

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل بيا رسنیو  ته وويل چې له دې پېښې څخه دوى ته دوه تنه ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ د حاجي حیات خان  عالي شخصیت ته په اشارې د ولسونو د سوکالۍ او ښېرازۍ لپاره د نوموړي ټولنیز خدمتونه او سوله ییزې هڅې د قدر وړ وبللې.

سرچينه کاږي، نوموړي د افغانستان د دیني علماو متفقې فتوا او په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د علمای کرامو د اعلامیې په استناد د ملکي وګړو، مشرانو، علماو او ښځو وژنه د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو خلاف او حرام عمل وباله.

سرچينه زياتوي چې ده په ټینګار سره وویل، د افغانستان دښمنان  د ترور، وحشت، زور او تاوتریخوالي له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د افغان ولس پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولی.

محمد اشرف غني د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ د حاجي حیات خان کورنۍ او د ننګرهار ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د نوموړي ټپي زوی ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

په کونړ کې تښتول شوي دولس ماین پاکان د قومي مشرانو له لارې خوشې شول.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وويل چې د اریا موسسې د ماین پاکانو ١٢ کسيز ګروپ چې د ماڼوګي ولسوالۍ د غونډۍ سر په سیمه کې خپل خدمات ترسره کول، د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا دیارلس ورځې په همدې سيمه کې وتښتول شول او څو ورځې تري تم وو.

ده زياته کړه، د تښتول شويو ماین پاکانو د راخوشې کولو لپاره په سیمه کې د قومي مشرانو، ولایتي شورا او ولایت مقام له لوري هلې ځلې پیل شوې وې.

د هغه په وينا، د کونړ ولایت د بېلابېلو سیمو قومي مشران، ولایتي شورا او ولایت مقام په دې بریالی شول چې نن مازیګر تښتول شوي ماین پاکان پرته له کومې معاملې را خوشې کړي.

د کونړ والي وويل، د دې کسانو د تښتونې په تور يې څو تنه نيولي هم دي چې پوښتنو او ګروېږنې ترې روانې دي.

په ختیځ کې د اریا موسسې مسوول خان محمد بیا د ولایت مقام او د کونړ ولایت له قومي مشرانو نه مننه وکړه چې د دوی د کارکوونکو په راخوشې کولو کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.

نوموړی زیاتوي، دغه ماین پاکان چې د اریا په موسسه کې يې کار کاوه، د کونړ، لوګر، ننګرهار او کندوز ولایت اوسېدونکي دي، چې اوسمهال د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شول.

یو تن ماین پاک چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، رسنیو  ته وویل: "موږ چې د ماڼوګي ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې کار کاوه، یو کس راغی، راته يې وویل چې تاسې راشئ، هلته زمونږ امیر درسره خبره کوي او سامانونه مو هم راواخلئ، موږ چې هلته ورغلو، لاسونه يې راباندې وتړل او روان يې کړو، موږ دیارلس ورځې له دوی سره په بېلابېلو ځایونو کې بندیان يو."

ده زياته کړه، وهل ټکول يې نه دي ورکړي او نه يې ورسره بد چلند شوى دى.

 د افغانستان ماليې وزارت او نړیوال بانګ د افغانستان د اقتصادي ودې، په دغه هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او عامه خدمتونو لپاره د۳۵۰ ميلیون ډالرو مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو مرستو کې چې د نړیوال بانګ له لارې د ۳۴ ملاتړکوونکو په استازیتوب کنټرولېږي ۹۰ ميلیون ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې، ۲۰ ميلیون ډالر د نړیوال بانګي ګروپ د نړیوالې پراختیايي ادارې او ۲۴۰ ميلیون ډالر د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې رامنځته شوې دي.  

د دغو مرستو هوکړه لیک نن د ماليې وزارت د سرپرست محمد همایون او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د رییس شوبهم چوهدري(Shubham Chaudhuri) تر منځ په کابل کې لاسلیک شو.

قیومي په دغو مراسمو کې وویل: ((د نړیوال بانګ د یادو مرستو موخه د سولې د ملي چوکاټ سره سم د اصلاحاتو ملاتړ او د افغانستان پرمختګ دی، دغه مرستې د لوی اقتصاد د پراختیا لپاره د مناسبې او تل پاتې فضا رامنځته کولو تر څنګ له شخصي پانګوالو، اقتصادي ودې، د بېوزلۍ کمولو او د عامه مالي مديریت د ښه والي د ملاتړ ضمانت کوي.))

نوموړي زیاته کړه، اصلاحات داسې پلان شوي چې د دولت له خوا د خدماتو د ترسره کېدو ډول او څرنکوالی ښه کړي، اغېزمنتوب یې لوړ او په پایله کې د عایداتو د زیاتېدو لامل شي.

هغه د نړیوال بانګ له مرستو او د افغانستان د بیارغونې د صندوق له ملاتړ کوونکو څخه مننه وکړه او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یې د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه.

د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانګ مرستیال هارتوګ شفر(Hartwig Schafer) هم د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون درلود او ويې ویل: ((له شک پرته دا پروژه د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې په برخه کې د موجوده مالي سرچینو د ډېروالي لپاره یو اقدام دی، دغه پروژه د شخصي پانګوالو د تنظیمولو او له دوی څخه د لویو پانګوالو په ډول د کار اخیستو له لارې کولی شي د افغانستان له لومړيتوبونو څخه د ملاتړ په برخه کې ډېر مهم رول ولري.  دغه مشارکت نه یواځې د دولت لپاره، بلکې د خصوصي سکتور او په ټولېز ډول د ټولو افغانانو لپاره ګټوره تمامېږي.

نوموړي د خبرو په پای کې د دغه بانک د مرستو په دوام ټینګار  وکړ.


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د منرالي صنعتونو یوه طرحه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأيید شوه.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن دوشنبه خبری رسنیو  ته وویل، د دغې طرحې له مخې د یاد وزارت له لوري دوی د مرمرو د کانونو د سروې لپاره ټیمونه هرات، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، بامیان او ډایکندي ته لېږلي دي.

د ښاغلي مطفي په وینا، د دغې سروې هدف دا دی چې باالقوه ظرفیتونه وپېژندل شي.

د کانونو وزارت وايي، تر دې مهاله د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، ۱۰۸ شرکتونو د قیمتي ډبرو د پروسس لپاره پانګونه کړې چې له دې لارې شپږو زرو تنو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار پیدا کېږي.


څېړونکي وايي، تر اوسه هم د مالیزیا د هوايي شرکت د اړوند (ایم اېچ ۳۲۱) الوتکې د تري تم کېدو علت څرګند نه دی.

دا بوینګ ۷۷۷ الوتکه څلور کاله مخکې له کولالمپور څخه پیکینګ ته روانه وه چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د مارچ میاشتې په اتمه له راداره ورکه شوه.

په هغه راپور کې چې نن په دې اړه د اتلس کسیز څېړونکي هیئت له خوا خپور شوی، ویل شوي، څو چې د دې الوتکې ټوټې نه وي موندل شوي، د برخلیک په اړه به یې هر ډول اټکل نهايي نه وي.

ګومان کېده چې دا الوتکه په سمندر کې لوېدلې وي، خو د هند په سمندر کې د ۱۲۰ زره کیلومتره مربع سیمې له لټون وروسته هم، د دې الوتکې نښې نښانې پیدا نه شوې.

دا په تاریخ کې د لټون تر ټولو ستر عملیات بلل کېږي.

ددې پېښې په اړه د ترهګرۍ او یرغمل نیونې اټکلونه هم په فرضیاتو کې شامل دي.

هند، مالیزیا او استرالیا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ددې الوتکې د لټون عملیات ودرول.

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف مسلم لیګ «ن» ګوند په وروستیو پارلماني انتخاباتو د درغلیو د ادعاوو په اړه د رسمي پلټنو غوښتنه وکړه.

د مسلم لیګ «ن» لوړ رتبه غړي خواجه اصف د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو د پایلو د پلټلو لپاره د یوه قضايي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان په وروستیو عامو انتخاباتو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ګتلي دي او د زنداني نواز شریف مسلم لیګ «ن» بیا په دوهم قدم کې زیاتې رأیې ترلاسه کړې دي.

که څه هم د تحریک انصاف ګوند په یوازې سر د حکومت د جوړولو لپاره په پارلمان کې اړین اکثریت نه‌دی ګټلی، خو وايي چې د یوه ائتلافي حکومت د تشکیل لپاره د نورو ډلو ملاتړ له ځانه سره لري.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف د پاکستان د پارلمان د ۲۶۹ څوکیو نه ۱۱۵ او د نواز شریف مسلم لیګ «ن» ګوند ۶۴ سیټونه خپل کړي دي.


د تاجکستان په جنوب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د دوو امریکایانو په شمول څلور بهرني بایسکل چلوونکي وژل شوي دي.

هغه موټر چلوونکی چې دا بایسکل چلوونکي یې وهلي له سیمې تښتېدلی دی.

په دې پېښه کې درې نور کسان ټپيان شوي هم دي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې درې بایسکل چلوونکو د پېښې په سیمه کې ساه ورکړه او یوه روغتون ته په لار له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

یو ۲۱ کلن ځوان د دې پېښې په تړاو نیول شوی دی.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په بیان کې دا هم راغلي چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي او د ځینو اندېښنو په سبب زیات جزئیات نه‌شي شریکولی.

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې دوه نور وژل شوي بهرنیان هالندیان وو.

پېښه د پلازمینې دوشنبې په ۱۵۰ کېلو مترۍ دانغاره ولسوالۍ کې شوې ده.


د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د پارلماني ټاکنو د اکثریت ګټونکي عمران خان ویلي چې د حکومت له جوړولو وروسته کابل ته سفر کوي.

ښاغلي خان او افغان ولسمشر اشرف غني پرون یکشنبه په ټيلیفون خبرې کړې دي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل افغان ولسمشر د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو د پياوړتیا په اړه په ټینګار سره عمران خان دعوت کړ چې کابل ته سفر وکړي.

عمران خان په پاکستان کې د جولای د ۲۵مې پارلماني ټاکنې ګټلي او ویلي یې دي چې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره به تر وروستي حده خپله هڅه کوي.

د ننګرهار والي ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه له بل هر وخت د خلکو د خونديتوب لپاره چمتووالى لري.

حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د وسله والو مخالفینو له پروني بريد وروسته دا خبره وکړه.

هغه بريد د جلال اباد ښاریان او د ولایتي شورا غړي اندیښمن کړي دي.

ښاغلي حیات د یکشنبې په ورځ خبری رسنیو  ته وویل، د دولت د وسلوالو مخالفینو ګواښونه دومره جدي نه دي.

د ده په خبره په تېره یوه میاشت کې د داعش ډلې ۲۱۷ جنګيالي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او په همدغه موده کې په جلال اباد ښار کې ۱۱۷ نور مشکوک وسلوال نیول شوي دي.