×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

پاکستاني پولیسو دوه افغانان د یوه پولیس د وژلو په تور نیولي دي

پاکستاني پولیسو دوه افغانانو له ترهګرۍ سره د اړیکو په تور نیولي دي. د پيښور پولیسو ویلي چې دغه کسان یې په یاد ښار کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیولي دي. سرچینې ویلي چې دغو کسانو څو ورځې وړاندې د مارچ په ۱۹مه پر پولیسو ډزې کړې دي او یو کس یې وژلی دی. امنیتي چارواکو ددغو کسانو د نیولو او تور د ثبتو لپاره رسنیو ته شواهد نه دي وړاندې کړي. د رسنیو د راپور له مخې دغه کسان احمد خان او عبدالرازق نومېږي. هېره دې نه وي چې پاکستان لا هم په خپله خاوره کې په بېلو نومونو د افغانانو نېونې ته ادامه ورکړې او تر هر ترهګریز برید وروسته هلته میشت افغانان په بېلو نومونو زندان ته اچوي. پاکستاني چارواکي دا کار ځکه هم کوي چې پاکستاني وګړي له ترهګریزو بریدونو وروسته قانع کړی شي او دوی ته وښيي چې حکومت یې فعال دی او د ترهګرو په نیولو کې بریالی راوتلی دی. خو تر ډیره په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ددغه هېواد خپل وګړي او پاکستاني طالبان کوي چې وروسته یې پړه هم مني.

د وسله والو په برید کې دوه ملکیانو او دوه پولیس وژل شوي

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته نږدې د هډې په سيمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو په بريد کې څلور کسان وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې دغه بريد پرون له ماښام وروسته شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار سوېل ته د بهسودو ولسوالۍ اړوند د هډې فارم يا نجم الدين اخندزاده په څلورلارې کې شوى دی. هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې د کانال ټولي اړوند پر يوې پوستې بريد وکړ چې له امله يې دوه پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو پوليس ټپي دى. د نوموړي په وينا، د پوليسو په ځوابي برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې نه ده معلومه. د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

دغرغښت تلویزیون ورزشي خپرونه:
چمتوکوونکی: سرورګل سروري.

 په خوست کې د (خپل وطن ـ ګل وطن) تر نامه لاندې د فوټبال د ۱۵ پياوړو لوبډلو ترمنځ څلويښت ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي چې د مرکز ترینکوټ ختیځه سیمه کې د تېرې شپې په نښته کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن یکشنبې خبری رسنیو ته وویل چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د ترینکوټ په ختیځه برخه شامنصور سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې تر سهاره يې دوام درلود چې په پایله کې یې اووه وسله‎وال طالبان ووژل شول او یو شمېر نور يې ټپیان شول.

د نوموړي په وینا په نښته کې ۴ ملي پولیس هم سطحي ټپیان شوي دي.

قوماندان زیاتوي چې که څه هم د تېرې شپې نښته کې کومه امنیتي پوسته نه‎ده سقوط شوې خو یوه امنیتي پوسته یوڅه زیانمنه شوې او اوس يې دوی په بیا جوړولو بوخت دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې امنیتي مسؤلينو د ترینکوټ په شمال لویدیځه برخه کې له خپلو امنیتي پوستو د لیدنې پر مهال ویلي وو چې دوی د پسرلي موسم په راتلو سره نوي عملیات پلان کړي او ژر به يې پیل کړي.

په ننګرهار کې به د دوشنبې په ورځ د ماشومانو د فلج یا ګوزڼ پرضد د واکسین درې ورځنی کمپاین پېل شي.

د ننګرهار ولایت خبرپاڼه وايي چې د هغه ولایت په ټولو سیمو کې د دې کمپاین لپاره تیاریانې نیول شوي او د واکسین ډل‎ګیو ته د هغوی د مسؤلیت سیمې ور معلومې شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، د کوچنیانو د فلج یا ګوزڼ ویروس لا هم د افغانستان ختیځو، جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کې موجود دی.

دا سازمان وايي چې تېر کال کونړ کې د پولیو څلور، پکتیکا کې شپږ، کندهار کې یوه او هلمند کې هم یوه پېښه ثبت شوې وه.

د ملي وحدت حکومت پر ۶۲ سلنه خلکو او ۵۷ سلنه خاوره حاکمیت لري

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وايي، د بحران د پای ته رسولو لپاره ۵ زره نورو بهرنیو سرتیرو ته اړتیا ده. جنرال جان نیکولسن ویلي، چې که وغواړو په افغانستان کې ترهګر او داعش وځپو نو پنځو زرو نورو امریکايي او اروپايي سرتیرو ته اړتیا لرو. ده دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه سرتیري به افغانستان ته را ولېږل شي که نه، خو ټینګار یې کړی چې په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې روانې دي. نیکولسن یوې برېتانوۍ نشریې ته ویلي، موږ نه شو کولی هغه جګړه دلته بې پایلې پرېږدو چې کلونه وړاندې مو پیل کړې ده. هېره دې نه وي چې نیکولسن تر دې وړاندې هم د نورو امریکايي ځواکونو د رالېږلو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي و چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي نو ښه به وي چې د بحران د پای ته رسولو لپاره نور امریکايي عسکر هم په افغانستان کې میشت شي. په افغانستان کې بیا ډيری خلک او سیاسیون د امریکايي جنرالانو له دغه غوښتنې سره مخالف دي، ددوی په وینا که امریکا رښتیا غواړي چې افغانستان امن شي نو له افغان ځواکونو دې ملاتړ وکړي. نیکولسن دغه نشریې ته دا هم ویلي، چې افغان حکومت پر ۶۲ سلنه جمعیت او ۵۷ سلنه خاوره حاکمیت لري.

جو بایډن
که مې د امریکا په ټاکنو کې ځان نوماند کړی وی ګټلی مې شوی

د بارک اوباما مرستیال وايي که یې په ۲۰۱۶ کال کې ځان د امریکا ټاکنو ته نوماند کړی وی نو ټاکنې یې ګټلی شوای. هغه چې د جمعې په ورځ یې په نیویارک ښار کې د کالګټ پوهنتون محصلینو ته وینا کوله، ویلي، زه باوري یم چې ما سیال نه درلود. د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن ویلي، چې د زوی مغزي سرطان او مړینه یې ددې سبب شوه چې هغه په ټاکنو کې ګډون و نه شي کړی. ده زیاته کړې چې پر ځان یې باور درلود او د امریکا په ټولو مهمو مسایلو او روانو حالاتو خبر و. بایډن زیاته کړې چې د امریکا اوسني ولسمشر ته یې په چارو کې بریا غواړي.

پداسې حال کې چې طبابت هغه مسلک دې چې د هر ناروغ په درملنه کې نیکمرغي محسوسوي ،ددی مسلک کارکوونکې بیمار ته یوازې دبیمار په سترګه ګوری.

طبابت هغه مسلک دې چې د هر ناروغ په درملنه کې نیکمرغي محسوسوي ،ددی مسلک کارکوونکې بیمار ته یوازې دبیمار په سترګه ګوری، نه ورته سپین نه او تور نه دولت مخالف او نه هم موفق ارزښت لري یوازې ورته دا ارزښت لري چې باید ژوندي وژغورل شي ولی ترهګرو او دهشتګر یوازې ویره خوروی انسانیت ته ګواښ دی .

څو ورځې وړاندې په کابل کې دداودخان په روغتون ځانمرګو برید کوونکو په څومره وخشیانه ډول په روغتون برید وکړ د څومره بي ګناه انسانانو ژوند یې واخیست پکي تنکي ماشومان میرمنېئ نارینه په داسي حال کې په شهادت ورسیدل چې هغوي په چپرکټونو کې بستر او دنور انسانانو په ځانګړي ډول ډاکترانو ته یې یوازې او یوازې دژوند پاتې کیدو طمعه درلوده .
دوی نه یوازې بي ګناه بیماران په خپلو چپارکټونو کې په شهادت ورسول بلکې په روغتیا پالانو نرسانو او طبیبانو یې هم هیله ونه کړه په بی رحمي او او دوحشت نه په دکه کړنه یې هغوې په شهادت ورسول چې وروسته یې پړه داعش ډلې په غاړه واخیسته دداډول کړنو ترشا دشنونکو په اند دګاونډيو په ځانګړي ډول د پاکستان مستقیم لاس دي .

دوی ترهګر هغه که د حقاني ډله ده که داعش او یانور په خپله غیږه کې روزی ،حمایه او بیا ورته د افغانانو د وژلو او دا فعانستان د ورانولو پلانونه ورکوي چې دا ډول بیلګې په په هیواد کې کمی نه دي چې دا ډول کړنې چې پکې ملکي او بی دفاع انسانان وژل کږي
د انسانیت د هر ډول این سره په معایرت کې دي په ځانګړی ډول اسلام چې دبشری خواخوږي انسانیت او دوروی دین د دا وحشیانه کړنې په کلکه ردوي نو په کار ده چې دا ډول ډلې نه له خدای او نه یې هم له عذاب څخه ویره لري نو ځکه ده چې نن دعالم بشریت په نزد رټل کیږي له ورځې نه بلې ته یې د خلکو په لیکو کې ځای ورکیږي .