×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

د افغانستان کرکټ بورډ د چال چلن د اصولو د ماتولو له امله په شهزاد محمدي د يوې نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبې بندیز ولګاوو.

د کرکټ بورډ په وېبپاڼه کې د خپرو شوېو معلوماتو له مخې شهزاد محمدي به د ياد بندیز ترڅنګ د يوې شل اورېزې لوبې نیمايي فېس جریمه هم پرې کوي.

د ملي لوبډلې دغه تکړه لوبغاړی د غازي امان الله خان يو ورځينو سیالیو پر مهال لوبڅارانو ته په يو ډول سپکاوي تورن شوی.

شهزاد محمدي د دغو سیالیو د پای مراسمو کې د ژوندۍ ټلوېزیوني مرکې پر مهال لوبڅاران په ناسمو پرېکړو تورن کړي وو.

د دغې پرېکړې پر بنسټ، شهزاد محمدي به د ایرلنډ پر وړاندې په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې چې د روان کال د اګسټ په ۲۷ مه ترسره کېږي، ګډون ونه شي کړلی.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې ناومېش ولسوالۍ د دايکنډي ولایت اړوند ده، خو د ټاکنو کمېسيون يې ټاکنيزې چارې له هلمند سره تړلې دي.

ناومېش ولسوالۍ چې ٤٩ کلي او ١٢٢٠٠ نفوس لري، په ١٣٩٢ لمريز کال کې په هلمند ولايت کې جوړه شوه خو د ١٣٩٥ لمريز د ولسمشر د ٩٨ حکم فرمان له مخې له دايکنډي ولایت سره يو ځاى شوه.

خو له کله راهيسې چې د ټاکنو مهالوېش اعلان شوى، د ټاکنو کمېسيون يې ټاکنيزې چارې بېرته له هلمند سره يو ځاى کړې دي.

بلخوا د هلمند يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ناومېش ولسوالۍ يوازې ټاکنيزه برخه په دغه ولايت پورې تړل غير قانوني او ظلم دی؛ ځکه ټولې چارې يې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې په رسمې ډول په دايکنډي پورې تړل شوې دي.

د هلمند ولایتي شورا رييس عطاءالله افغان وايي، دغه ولسوالي په ۹۳ کال کې د هلمند په تشکیل کې اظافه شوه، خو په ۹۵ کال کې په دایکنډي ولایت پورې وتړل شوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، اوس په حکومت کې ځينې کړۍ غواړي چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې يې د هلمند له ادرسه ترسره شي.

د نوموړي په وينا، دا هېڅ امکان نه لري او نه به هم دوى اجازه ورکړي چې د دايکنډي ولسوالۍ ټاکنې دې د هلمند له ادرسه ترسره شي.

افغان له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه ډول مشکل په مرکز کې حل کړي او دلته د ولسونو تر منځ قومي او ژبني تعصباتو ته لمن ونه وهل شي.

د دغه ولايت يوې سرچينې پژواک ته وويل، کله چې ناومېش بېرته له دايکنډي سره وتړل شوه، نو هلته ٣٠زره کسانو پر خپلو تذکرو سټېکر لګولي او ټاکنو ته يې نوم ليکنه کړې، اوس چې ټاکنې يې له هلمنده ترسره کېږي، نو د هلمند کانديدان به له همدې يوې سيمې او خلکو څخه راشي.

د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وايي، د هلمند له اوسېدونکو سره په اړوند برخه کې له وړاندې ظلم شوی، ډېره برخه يې د دولت له واکه وتلي، خلک يې په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلی.

هغه زياته کړه ((دا څنګه امکان لري چې ټولې چارې به يې په بل ولایت پورې اړه لري او د ټاکنو لپاره حق په هلمند کې غواړي، په داسي حال کې چې د ټاکنو په برخه کې يي هم نظارت هغه ولایت ته ورکړل شوی دی.))

رودي پژواک اژانس ته وويل، د احصايي له مخې په ناومېش کې تول نفوس ۱۷زره تنه دی، خو د دوی د معلوماتو له مخې، هلته ۳۶زره کسانو پر تذکرو سټېکرونه لګولي چې غواړي يوه ډېره برخه له هلمند څخه ولسي جرګې ته يوه قوم ته ورکړل شي.

نوموړى وايي: ((که ناومېش د هلمند اړوند وي، نو بيا يي ادارې چارې ولې په بل ولایت پورې اړه لري، نظامي او ملکي چارې هلته ترسره کوي او په پارلمان کې حق دلته غواړي.

د هغه په وينا، دا هېڅ کله د هلمند خلک نه مني او که چېرې حکومت يې حل نه کړي، دوی به پراخ لاریونونه وکړي او له پارلماني ټاکنو به لاس پر سر شي.

د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر سرپرست احمد شاه حاصب زاده وايي چې په لومړی سر کې د ناومېش چارې ور پورې تړل شوې وې، خو وروسته بيا نه دي خبر شوي چې محلونه يې څو دي، څومره سټېکرونه وهل شوي او څومره مامورين او امکانات لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له دې ولسوالۍ د پروسې په وروستيو کې دوه کسان راغلل او غوښتل يي چې پارلمان ته د نوماندۍ فورمې واخلي، خو دوی ځواب کړل او بيا يې له مرکزي دفتره امر راووړ او اوس يې د نوماندۍ چارې بشپړې کړې دي.

د صاحب زاده په وينا، دوی ته د ناومېش د ټاکنیز پروګرام په اړه هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی او نه يې دوى معاشونه اجرا کړي ډي، په داسې حال کې چې د هلمند د نورو ولسوالیو او مرکز راپورونه هره ورځ ورکول کېږي او چارې يې دوی ترسره کوي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د ناومېش لپاره لومړی ټاکنیز مواد دوی ته راوړل شول، خو له دې امله يې ځواب ورکړ چې هلته دوی د امنیت لپاره مسووليت نه لري او بیا د کندهار له لارې دایکنډي ته ولېږدول شول.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پر دې ستونزه دوی هم نه پوهېږي، د خلکو غوښتنې يي مرکزي حکومت ته لېږلي، خو زیاته يي کړه چې ناومېش په ۹۵ کال کې دایکنډي ته سپارل شوې او هلمند هلته کومه فعاله اداره نه لري.

هغه زياته کړه، دغه ولسوالي چې نوې تشکیل شوه، چارې يې په هلمند پورې تړاو درلود خو د نا امنیو له امله بېرته دایکنډي ته وسپارل شوه؛ ځکه دغه ولایت ته نږدې وه.

ځواک وايي، دا چې د پارلماني ټاکنو لپاره يې چارې هلمند ته ورکول کېږي، په دې اړه مرکزي حکومت سره خبرې روانې دي څو ستونزه حل شي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وياند ګل اغا ضميري وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې، ناومېش د دایکنډي ولایت مربوط شوې ده او ټولې چارې یې له هغه ځايه مديريت کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له هلمند ولايت څخه د يادې ولسوالۍ واټن ډېر دى، نو پر دې اساس حکومت ياد پرېکړه وکړي چې ياده ولسوالي د دايکنډي مربوط شي.

ضميري وايي، دا چې اوس د انتخاباتو کمېسیون په دې اړه څه تصمیم نیولی، هغه باید له کمېسیون سره مطرح شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر او وياند سيد حفيظ الله هاشمي بيا وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې، د نومېش لوجستيکي او اداری چارې په دايکنډي پورې تړاو لري، خو ټاکنيزې چارې يې هلمند ته ورکړل شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: "موږ خپلې ټولې چارې د حکومت د راپورونو او احکامو له مخې پر مخ وړو، حکومت د رسمي مکتوبونو له لارې دا ولسوالي په هلمند پورې تړلې ده."

هاشمي وايي، د ولسمشر فرمان کې داسې راغلي چې يو شمېر چارې يې د دايکنډي او ځينې يې په هلمند پورې اړوند دي، دا چې لارې يې سختې دي، نو لوجستيکي او اداري کارونه يې د دايکنډي له لارې کېږي، خو دا په اصل کې د هلمند ولسوالي ده.

نوموړي د ناومېش ولسوالۍ د خلکو له نفوس څخه په زيات شمېر کې د سټېکر لګولو په اړه وويل چې کمېسيون تر اوسه په دې اړه کومه څېړنه نه ده کړې.

د هغه په وينا، کمېسيون دا موضوع څېړي او بيا به يې پايلې شريکې کړي.

د غور ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله د موږک ضد درملو په واسطه ځان وژلی دی.

د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي رسنیو  ته وویل، دغې مېرمنې چې ۲۰ کاله عمر لري، د غور د چهارسدې ولسوالۍ په «قال حوض» کلي کې نن سهار د موږک ضد درملو په خوړلو د خاوند په کور کې ځان وژلی دی.

نوموړي زیاته کړه، یادې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژلی دی.

د هغه په خبره، دا چې د «قال حوض» کلی د طالبانو تر واک لاندې دی پولیس نه  دي توانېدلي چې په دغه کلي کې فعالیت ترسره کړي.

د فابریکو چلوونکي د کندهار صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا له ورو چارو شکایت کوي او وايي د دې پروژې چارې هغسې نه دي روانې چې ژمنه یې شوې وه.

د دې پروژې کار له درې کلن ځنډ وروسته تېر کال (د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سپټمبر ۲۴مه) پيل شوی او ژمنه شوې وه چې د دوولسو میاشتو په اوږدو کې (د ۲۰۱۸ کال تر اګسټ میاشتې) به بشپړ شي.

له هماغه مهاله شاوخوا یوولس میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د دې پروژې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارۍ چارې هم نه دي بشپړې شوې.

د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دغه پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت ترسره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ (زولارستان) له خوا ورکول کېږي.

د دغه پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ۱۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د پروژې د پيل پر مهال چارواکو ویلي وو چې له دې پروژې د ګټې اخیستنې لپاره بشپړ کال انتظار ته اړتیا نشته، بلکې هر څلور میاشتې وروسته به دوه مېګاواټه برېښنا تولید ته چمتو کېږي او په دې توګه به د دوولسو میاشتو په پوره کېدو د ۱۰ میګاواټه برېښنا د تولید چارې بشپړې شي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د حبوباتو د پروسس د یوه فابریکې مسوول حاجي سید محمد خبری رسنیو  ته وویل، هغه موده چې د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره ټاکل شوې وه په پوره کېدو ده خو ایله اوس یې یوازې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارولو چارې بشپړې شوې.

دی وايي، یو خو له لویه سره دغه پروژه درې کاله ځنډېدلې وه خو چې کار یې پیل شو نو دا دی وینو چې ډېر ورو روان دی.

حاجي سید محمد غوښتنه کوي چې د دې پروژې ټکنۍ چارې دې ګړندۍ شي څو د صنعتني پارک د برېښنا ستونزه حل شي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني خبری رسنیو  ته وویل، د برېښنا کمښت نه یوازې د کندهار د اوسېدونکو لپاره، بلکې د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو مشکاڼى زیاتوي چې ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلې او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی هم غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې چټکې شي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله فاروقي هم وايي، لکه څنګه چې ژمنه شوې وه د یادې شوې پروژې کارونه هغسې تر سره نه شول.

نوموړي پژواک پژواک اژانس ته وویل، په لومړني براورد کې د دې پروژې د احاطې د دېوال لپاره خښتې په پام کې نیول شوې وې خو دا چې ځمکه ښرنه ده او بل د دې پروژې عمر ۲۵ کاله دی، خښتو هومره مقاومت نه درلود او دغه دېوال په ډبرین دېوال بدل شو چې دغه کار وخت واخیست.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ځمکې نقشه له هوا څخه اخیستل شوې وه او د ځمکې د هموارولو چارې په پام کې نه وې نیول شوې چې دغه کار هم وخت واخیست او ایله په دې وروستیو کې بشپړې شوې دي.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې اړوندې کمپنۍ له مالیې وزارت سره د اړتیا وړ توکو پر راوړلو د مالیې د معافیت ستونزه هم لرله چې حل شوه.

نوموړی خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې ورځو کې د دې پروژې اړوند توکي او سامان الات د کراچۍ تر بندره را رسېدلي چې ډېر ژر به کندهار ته راوړل شي او د فلانټ نصبولو عملي چارې به پیل شي.

دغه راز فاروقي وویل چې د ۱۰ میګاواټه برېښنا تر څنګ د ۳۰ مېګاواټه نورې لمریزې برېښنا د پروژې چارې هم روانې دي چې سروې یې بشپړه شوې او اوس یې تخنیکي کارونه روان دي.

ده زياته کړه، د دغې پروژې ۱۵ مېګاواټه برېښنا د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ او ۱۵ مېګاواټه برېښنا د زولارستان کمپنۍ له خوا بشپږېږي چې په دې سره به د کندهار صنعتي پارک د برېښنا ستونزه یو مخ حل شي او اضافي برېښنا به ښاریانو ته ووېشل شي.

د نوموړي په وینا، په همدې موخه د برېښنا ریاست له خوا د نوو پایو د نصبولو چارې هم پيل شوي دي.

فاروقي په کندهار کې د برېښنا د اوسني وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، اوس مهال د کندهار صنعتي پارک ته د ۱۰ ساعتونو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاوټه برېښنا ورکوي.

د ده په خبره، د دې تر څنګ له کجکي بند څخه کندهار ته ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې پر ښاریانو په نوبتي توګه وېشل کېږي.

خو ده یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې په کجکي بند کې د اوبو کچه ډېره ټېټه شوې او د برېښنا د ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولید ۴۰ ته راټیټ شوی دی.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې د برېښنا په کارولو کې سپما وکړي څو له دې کمې برېښنا ټول خلک برخمن شي.

د وارداتي برېښنا په اړه هغه وویل چې له غزني تره کندهار د پایو د نصبولو د استملاک چارې پيل شوې او یوه هندۍ کمپنۍ د سروې او ټیسټونو پر چارو بوخته ده.

دغه راز ټاکل شوې د روان کال تر پایه د دهلې بند پروژه هم پیل شي چې یوه برخه یې د ۲۴ مېګاواټه برېښنا د تولید ده.

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امریکا ته ګواښ کړی دی، چې که یې جنګي الوتکې ورنه کړي نو په جدي عمل به لاس پورې کړي. نوموړی دا ګواښونه وروسته تر هغه کوي، چې امریکا ترکیې ته د ژمنه شویو جنګي الوتکو ورکړه ځنډولې ده. نوموړي پرون ویلي، چې که امریکا پر ترکیې کړۍ ټینګوي نو دا په دې مانا ده چې له ترکیې هم د خپلو اعمالو غبرګون غواړي، نو امریکا دې سر خلاص کړي، چې که چېرته له ترکیې سره لوبې کوي نو ترکیه به هم پر جدي غبرګونونو لاس پورې کړي. هغه ویلي امریکا اوس لا ګواښونه کوي، خو که چېرته ورته اف ۳۵ ډوله الوتکې ورنه کړي نو دوی به هم نړیوالو مراجعو ته مراجعه وکړي. اردوغان وړاندې ویلي، که چېرته دا درمل هم ګټه ونه کړي نو امریکا دې خبره وي چې یو پیاوړی متحد به له لاسه ورکړي.

 هند وايي هیله لري چې د پاکستان نوی حکومت تر هر څه وړاندې د ترهګرۍ پر ضد اقدام وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان نوي حکومت ته په کار ده، څو د ترهګرۍ ضد اقدامات ترسره کړي او په دې توګه په جنوبي اسیا کې د ثبات په راتګ او تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې مهم ګام اوچت کړي. خبرپاڼه زیاتوي که پاکستان وغواړي نو ټوله سیمه به له وسله والو فعالیتونو او ترهګریزو حرکتونو پاکه شي او دلته به وسله وال ترهګر له منځه ولاړ شي. سرچینه کاږي هیله لري چې د پاکستان نوی حکومت د سیمې لپاره له پرمختګ ډک پلانونه ولري او له وسله والو کشمکشونو او تاوتریخوالي ټوله سیمه پاکه کړي.


د منځني اسیا د ۱۵کلنو نه کم عمره ځوانانو فوټبال سیالیو په لړ کې افغانستان، ترکمنستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغه لوبه کې افغان لوبډلې د ترکمنستان د فوټبال لوبډلې په وړاندې ۳ د صفر په پایلې سره بریا خپله کړه.

له دې وړاندې افغان کمکیو ځوانانو قرغزستان ته ۲ د ۱ په وړاندې ماتې ورکړې وه، خو له ایران نه يې ۱ د صفر او د تاجکستان نه یې ۳ د صفر په وړاندې ماتې منلې وه.

افغانستان په دغو سیالیو کې له دوو بریاوو او دوو ماتې وروسته خپله وروستۍ ګروپي لوبه د ازبکستان په وړاندې کوي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو نه د کم عمره ځوانانو لوبډلې تېرکال د دغه سیالیو اتلولي ترلاسه کړې وه.

 سوېس په بامیانو کې د کچالیو د کرکيلې او حاصلاتو د لا ډېرېدو په برخه کې اته ميلیونه ډالره مرسته کوي. د بامیانو والي طاهر زهیر ویلي د دغې مرستې ډېره برخه به د بزګرانو په تخنيکي ملاتړ ولګېږي. بامیان یو له هغو ولایتونو دی چې د افغانستان د اړتیا وړ نیمايي کچالو تولیدوي او د یاد ولایت د والي په وینا، په دې برخه کې د تخنیکي مرستې دا کچه نوره هم لوړه کړي. له دې ټولو سره سره د کچالو د حاصلاتو په وخت کې د یاد کرنیز محصول ټيټه بیه هغه څه دي چې د دغه ولایت بزګران ترې زورېږي. دوی وايي، د کچالو د کښت خواري ډېره، خو ګټه یې کمه ده.

د پکتیا چارواکي وایي، څلور لسیزې وړاندې، په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د جرمني هېواد په مرسته د حجارۍ او نجارۍ په جوړه شوې فابریکه کې د تعمیراتي توکو او فرنیچر د تولید ترڅنګ، د سيمې کابو درې زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم مساعده شوې وه.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي​ او د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد​په افغانستان کې د جرمني هېواد سفیر ښاغلي والټر هیسمن چې په ګردېز کې یې د خلکو او ولایتي چارواکو په ګډه غونډه کې ګډون کړی و، وړاندیز کړی چې هېواد یې د منډهیر غره د ځنګلونو په بیا احیا او د حجارۍ او نجارۍ فابریکې پر فعالولو اقدام وکړي.

په افغانستان کې د جرمني هېواد سفیر ښاغلي والټر هیسمن وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د رښتنې دوستۍ لرغوني سابقه لري او اوس هم په افغانستان او په ځانګړې توګه په پکتیا کې د رغنیزو پروژو پلي کولو ته ژمن دی. ​

منډهیر غر د پکتیا ولایت د هغو غرونو له جملې څخه دی چې پر ګڼو مثمرو او غیر مثمرو ونو پوښلی دی.

 په شمالي کلفورنیا کې د اورلګېدنې څلورمه ورځ ده. راپورونه وایي چې اوس اور کابو شوی دی، خو په ځينو سیمو کې یې خطرونه شته دي. اورلګېدنې پنځه سوه ودانۍ په بشپړه توګه سوځولې دي. چارواکي وايي چې پنځه زره نورې ودانۍ هم د سوځېدو له خطر سره مخ دي. دغه اور په یوه طبیعي ځنګل کې لګېدلی چې سلګونه سیلانیان یې لیدنې ته ورتلل. زرګونه خلکو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره سیمه پرې اېښې ده او سلګونه سیلانیان له سیمې وتلي دي. چارواکو ویلي چې د راتلونکې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې به ټوله سیمه تړلې وي او چا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي. دغه اورلګېدنې زرګونه هکتاره ځمکه سوځولې ده. د یاد ښار چارواکي وايي، هڅه کوي له زیانمنو سره مرسته وکړي او مرکزي حکومت ته یې هم په دې اړه راپورونه ورکړي دي.