×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې افغاني محصولاتو او تولیداتو په سعودي عربستان کې ښه مینه وال پیدا کړي دي.

د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له جدې سره د هوايي دهلېز پرانیسته د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې یو مهم ګام و او افغان سوداګر له سعودي عربستان سره د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکي دي.

ده وویل چې د سوداګری خونې اداري هیئت د دغه هدف لپاره روانه اوونۍ په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره ناسته لري، تر څو هغه هېواد ته د لازیاتو وچو او تازه مېوو، سبزیو او نورو حاصلاتو د صادرولو او په افغانستان کې د ګډې پانګونې پر لارو چارو او مېکانیزم ورسره وغږېږي.

افغانستان او سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره د تېرې چنګاښ میاشتې په پنځمه له کابله جدې ته هوايي دهلېز پرانيست چې د سوداګرو په وینا، د سوداګرۍ په غوړېدو کې يې مهم رول لوبولای دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په راتلونکو درېیو ورځو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو نېټه اعلانوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال مرزا محمد حقپرست خبری رسنیو  ته وویل، د دغه کمېسیون غړو تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو نېټې د اعلان لپاره څو ځلې ناستې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو نېټه مشخصه کړې ده او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ یې اعلانوي.))

نوموړي وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې تر اعلان وروسته د هغو زماني مهالوېش برابرولو ته تیاری نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني او اجرائیه رییس هم د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غوښتي دي چې د جمهوري ریاست ترسره کېدو نېټه اعلان کړي.


د بلغاریا سترې محکمې د اروپايي اتحادیې یو تړون چې د ښځو پر وړاندې د تشدد د مخنیوي په هدف جوړ شوی، پرون غیر قانوني اعلان کړ.

د بلغاریا د سترې محکمې پرونۍ پرېکړې د هغه هېواد پارلمان ته د دې تړون د استولو او بحث هر امکان له منځه وړی دی.

د اروپايي اتحادیې دا تړون چې په ۸۱ مخونو کې برابر شوی او هدف یې له ښځو سره د تشدد مخنیوی دی، د اروپايي شورا د بشري حقونو ادارې جوړ کړی دی.

د دې تړون مخالفان چې د بلغاریا د ارتودوکسې کلیسا غړي، اپوزېسیون سوسیالیست ګوند او په بلغاریا کې د ملي وطنپالو حاکم ائتلاف دی، ادعا کوي چې دا تړون ځوانان همجنسګرايۍ، عین جنس ودونو او داسې نورو مسايلو ته تشویقوي چې د بلغاریا په ټولنیز دود کې ځای نه لري.

د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو د ملاتړ ادارو د بلغاریا د سترې محکمې پرېکړه غندلې ده.

د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزیر جيمر مټېس ویلي چې حکومت یې په ایران کې د رژیم د تغیر په لټه کې نه دی.

جيمز مټېس پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت یې په ایران کې د رژیم د بدلون یا د حاکم رژیم د سقوط په اړه کومه پالېسي برابره کړې که نه، وویل چې تر اوسه هېڅ داسې کار نه دی شوی.

د امریکا دفاع وزیر د یوشمېر نورو امریکايي چارواکو دا خبره تکرار کړه چې د متحدو ایالاتو هدف دا دی چې د ایران کړه وړه بدل شي.

هغه وویل، متحد ایالات غواړي چې ایران په یوشمېر مسایلو کې چې نړیوالې ټولنې ته یې متوجې کړي، خپل دریځ بدل کړي.

مټېس په ځانګړي ډول د ایران پوځ، استخباراتي ادارو او د بهرنیو وسله والو ډلو یا پروکسي په مرسته تخریبي فعالیتونو ته اشاره وکړه.

شمالي کوريا پرون د امريکا متحدو ايالتونو ته هغه څه تسليم کړل چې د کوريا جګړې پر مهال د وژل شويو امريکايي سرتېرو د جسد پاتې شوني ګڼل کېږي.

سپينې ماڼۍ وويل، د امريکا پوځي الوتکې په کمساري ډول شمالي کوريا ته سفر وکړ څو په ٥٥ بکسونو کې د سرتېرو د جسدونو پاتې شوني انتقال کړي.

د وژل شويو امريکايي سرتېرو د جسدونو د پاتې شونو د ورسپارلو ژمنه د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون تېره مياشت کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په کتنه کې کړې وه.

امريکا ته د دغو وژل شويو سرتېرو د جسد د پاتې شونو د انتقال لپاره رسمي مراسم به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ جوړ شي.

د دې لپاره چې معلومه شي دغه پاتې شوني د انسانانو د جسد دي که څنګه او ايا په هغه جګړه کې وژل شوي کسان امريکايي يا هم د متحدانو پوځيان دي؟ په هاوايي ايالت کې ورباندې د عدلي طب ازموينه کېږي.

له ١٩٥٠ څخه تر ١٩٥٣مېلادي کاله پورې د کوريا په جګړه کې ٣٦زره امريکايي سرتېري وژل شوي وو.

د روسيې ولسمشر ویلادیمير پوتين وايي خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ ته يې بلنه ورکړې او دواړه لوري د نورو سرمشريزو لپاره چمتووالى لري.

ښاغلي پوتين وويل، دى هم تيار دى چې واشنګټن ته سفر وکړي، خو د يوې کتنې د ترسره کېدو لپاره د شرايطو برابرېدو ته اړتيا ده.

پرون جمعه په جنوبي افريقا کې د بريکس تړون د غړو هېوادونو د سرمشريزې پر مهال خبريالانو ته په خبرو کې ښاغلي پوتين وويل، د مسکو او واشنګټن ترمنځ ټليفوني مکالمې کافي نه دي.

په بريکس تړون کې برازيل، روسيه، هندوستان، چين او جنوبي افريقا شامل دي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين وويل:

"کله چې د کتنو خبره راځي زه کافي پوهېږم چې ولسمشر ټرمپ ويلي، دى نورو غونډو او کتنو ته د تګ لېوال دى، زه هم ورته تيار يم، خو د دې لپاره زموږ په اړوندو هېوادونو کې مناسبو شرايطو ته اړتيا ده، موږ داسې کتنو ته تيار يو."

خو ولسمشر پوتين واضح نه کړه چې له ولسمشر ټرمپ سره د کتنو لپاره کوم ډول شرايطو ته اړتيا ده.

 د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د قابله ګۍ پر روزنيز مرکز ډله ييز بريد شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ٦مه خبری رسنیو  ته وويل چې دغه بريد د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې شوى دی.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو پر ياد روزنيز مرکز بريد کړى، خو قابلې خوندي ايستل شوې دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

امنيتي چارواکي وايي چې د تخار خواجه غار ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده.

پرون مازديګر وسله والو د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د مقام پر ودانۍ او امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريدونه وکړل خو امنيتي ځواکونو له کومې نښتې پرته دغه سيمې طالبانو ته پرېښودې.

خو نن (د زمري شپږمه) په شمال زون کې د کومانډو ځواکونو وياند سليم جاوېد خبری رسنیو  ته وويل چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د خواجه غار ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات کړي دي.

هغه وايي: ((طالبانو له کوم مقاومت پرته نيول شوې سيمې بېرته پرېيښې او اوس د ولسوالۍ مقام او د امنيې قوماندانۍ ودانۍ د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دي.))

جاوېد زياتوي چې د ولسوالۍ په نورو سيمو کې د کومانډو ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير هم د خواجه غار ولسوالۍ د بېرته نيولو موضوع تاييد کړه.

ده هم وويل چې د ولسوالۍ د سقوط او بېرته نيولو پر مهال چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خواجه غار ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي نجيب الله خبری رسنیو  ته وويل: ((پرون مازديګر امنيتي ځواکونو له جګړې پرته ولسوالۍ پرېښوده خو بيا نهه بجې نور ځواکونه راغلل او ولسوالۍ يې بېرته ونيوه.))

بل لور ته طالبان هم د خواجه غار موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې ده او د کوکچې ولسوالۍ پر لور یې پرمختګ دوام لري.

مجاهد وايي چې د خواجه غار ولسوالۍ د نيولو پر مهال ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده، شاوخوا درې کاله وړاندې هم وسله والو طالبانو د درېيو ورځو لپاره د خواجه غار ولسوالۍ نيولې وه.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر د ټاکنیزو شکایاتو د خپلواک کمېسیون د ولایتي کمېشنرانو ۷۵ کسیز نوملړ تایید کړ.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي خبری رسنیو ته وویل، یاد نوملړ د ولسمشر له لوري تایید او اړوند کمېسیون ته لېږل شوی دی.

نوموړي وویل، د دغه نوملړ تر تایید وروسته به د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ویاند علي رضا روحاني وویل: ((موږ ته خبر راکړ شوی چې د یاد کمېسیون د ټولو ولایتي کمېشنرانو لېست تایید شوی، خو تر اوسه مو په رسمي ډول لېست نه دی ترلاسه کړی.))

نوموړي وویل، ولسمشر ۲۸ ولایتي کمېشنران مخکې تایید کړي وو خو پاتې ۷۵ کمېشنران یې تازه تایید کړي او ډېر ژر به ولایتونو ته ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون څو میاشتې مخکې د ۱۰۲ ولایتي کمېشنرانو لېست ولسمشر ته د تایید لپاره استولی و، خو ولسمشر له دې ډلې ۲۸ کسان مخکې او ۷۵ کسان یې تازه تایید کړي دي.

دغه کمېشنران به لومړی په ولایتونو کې شکایتونه څېړي او د وروستۍ پرېکړې لپاره به یې مرکزي دفتر ته رالېږي.

 د پروان په مرکز کې یو پولیس په خپل کور کې د یوې مېرمنې له خوا پر ډزو وژل شوی، بلخوا د سمنګان په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مديریت مرستیال فرهاد هاشمي خبری رسنیو  ته وویل، د پولیسو د ښوونیز مرکز د تحلیل او ارزونې امر عزت الله تېره شپه ۹ بجې د پروان مرکز چاریکارو د جنګل باغ په سیمه کې یوې مېرمنې په خپل کور کې پر ډزو وژلی دی.

د نوموړي په خبره، عزت الله داسې مهال درې ښځې کور ته راوستلې وې چې په کور کې یې نور هېڅوک نه و.

نوموړي زیاته کړه: ((موضوع ناموسي وه، فساد او...عزت الله یوې مېرمنې په خپله تومانچه وژلی او بیا تښتېدلې ده، د پېښې په تړاو مو یوه مېرمن او یوه نجلۍ نیولې او یوه مېرمن مو تر څارنې لاندې ده.))

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان د دره صوف پايين ولسوالۍ په دایکنډي کلي کې د ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالوهاب ظفري وویل، ماین وسله والو طالبانو د یو قومي مشر بابه نور د کادانې په دروازه کې ځای پر ځای کړی و.

د هغه په خبره، کله چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې طالبانو سیمه ونیوه، بابه نور هم له یادې سیمې کډه وکړه او اوس د دغه ولایت په مرکز ایبک کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي.

نوموړي وویل، د بابه نور دوه دوستان چې شپني یې کوله، تېره ورځ مازدیګر کادانې ته تر دننه کېدو وروسته د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.