×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د عامه نظم درې پوستې بمبار کړې دي.

په یاده ولسوالۍ کې يوې باوري امنيتي سرچينې د زمري په شپږمه خبری رسنیو  ته وويل چې وړمه شپه افغان کومانډو ځواکونه د دشت ارچي بازار ته نږدې په يوه سيمه کې را ټول شوي وو.

هغه وايي: ((په دې وخت کې چا کوم ډز کړی، بيا کومانډو ځواکونو خارجيانو ته احوال ورکړی، هغوى راغلي او په دې سيمه کې يې د عامه نظم درې پوستې بمبار کړې دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پوستو کې ٤٥ سرتېري وو، خو دا چې دغو پوستو ته له مخکې د طالبانو د بريد په اړه راپور ورکړ شوی و، سرتېري له پوستو وتلي وو.

ده وويل چې په دې پېښه کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، خو پوستې او په پوسته کې شته وسايل او ځيني تجهيزات يې له منځه تللي دي.

خو بل لور ته په شمال زون کې د کومانډو ځواکونو وياند سليم جاوېد پژواک ته وويل چې دشت ارچي کې د کومانډو ځواکونو او د عامه نظم د پوليسو تر منځ لنډه جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((هوايي بمبار نه دى شوى، يواځې سهواً څو ډزې سره تبادله شوې دي.))

ده وويل چې په دې پېښه کې د عامه نظم يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په کندوز کې په ورته پېښو کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون تر څنګ د امنيتي ځواکونو ډېرې پوستې بمبار شوې دي.


د سولې ولسي حرکت غړيو پرون په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته خپل پرلت يا تحصن پيل کړ.

د دغه حرکت وياند بسم اله وطندوست تېره شپه خبری رسنیو  ته وويل:

"د سولې ولسي حرکت غړيو د جمعې د ورځې پر څلورو بجو د بريتانيا سفارت مخې ته پرلت پيل کړى او تر نامعلومې نېټې پورې به دلته ناست وي. له دغه ځايه د بريتانيا پر ولس غږ کوي، چې پر خپل حکومت فشار راولي څو له اوسني حالت څخه لاس واخلي."

ښاغلي وطندوست بريتانيا په افغانستان کې ژبنيو، سمتي او قومي مسايلو ته په لمن وهلو تورنه کړه، خو د بريتانيا سفارت رسماً د دغه تور په اړه څه نه دي ويلي.

د سولې ولسي حرکت پرون په کابل کې د ایران سفارت مخې ته خپل درې ورځنى پرلت دغه سفارت ته د يوه ليک په سپارلو سره پاى ته ورساوه.

په ليک کې د ايران له خلکو غوښتل شوي چې پر خپل حکومت فشار راوړي څو په افغانستان کې له هر ډول لاسوهنو لاس واخلي.

د سولې ولسي حرکت غړيو تر دې مخکې د پاکستان، روسيې او امريکا د سفارتونو او د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما مخې ته هم دا ډول پرلت کړى و.

د ايرلينډ پر وړاندې د شل اووريزو او يو ورځنيو نړيوالو سياليو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه.

ټاکل شوې ده د افغانستان او ايرلينډ تر منځ د کرکټ دغه سيالۍ راتلونکې مياشت د ايرلينډ په کوربه توب ترسره شي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د زمري په ٣مه د ملي لوبډلې د اعلان پر مهال وويل چې له ډېر غور وروسته يې غوره لوبډله ټاکلې ده.

هغه زیاته کړه، دغه لوبې به د افغانستان لوبغاړو لپاره یوه غوره پایله ولري او د راتلونکي نړیوال جام لپاره د لوبغاړو چمتووالي برخه کې اغېزناکې تمامې شي او تر څنګ به یې د لوبغاړو لا ډېره روزونه وشي.

منګل وايي: ((تمه ده چې په دغو لوبو کې افغان لوبغاړي ډېر ښه وځلېږي، لوبې به که څه هم ستونزمنې وي، خو موږ د دواړو فارمټونو لپاره غوره لوبغاړي ټاکلي دي.))

د هغه په وینا، په یاد نوملړ کې د ځوان او تکړه لوبغاړو نومونه شامل دي چې حضرت الله ځاځی، وفادار مومند، سیداحمد شېرزاد او د میرویس اشرف بېرته راتګ یې غوره بېلګې دي.

منګل زیاته کړه چې شاهپور ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ او حمید حسن د ټپي کېدو له امله د غوراوي لپاره په پام کې نه دي نیول شوي، یاد درې لوبغاړي اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

د غوراوي کمېټې غړي حاجي ولي امین وویل: ((زموږ ډېر تمرکز راتلونکي نړیوال جام ته د لوبغاړو پر بشپړ چمتووالي دی، څو تر هغه مهاله ورته لوبغاړي ښه وروزل شي.))

د ایرلنډ پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله: محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغرستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک."

او د نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند شامل دي.

ولسي جرګه په داسې حال کې سر له سبا د اوړي خپله یوه نیمه میاشتنۍ رخصتي پیلوي چې د جرګې ځینو غړو د هېواد جاري وضعیت ته په کتو غوښتنه وکړه چې د جرګې لومړۍ نیمايي اجلاس دې ۱۵ ورځې وغځېږي.

د اساسي قانون ۱۰۷ ماده کې راغلي چې ملي شورا هرکال دوه عادي غونډې جوړوي، د شورا د دواړو غونډو موده ۹ میاشتې ده، شورا یوه نیمه میاشت په اوړي او ورته موده په ژمي کې رخصت وي.

مشرانوجرګې، دوه ورځې وړاندې خپله د اوړي رخصتي پیل کړې ده.

 خو د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې د جرګې یو شمېر غړو د جرګې روان اجلاس د غځېدو غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو استازي غلام حسین ناصري د جرګې اداري پلاوي ته په خطاب کې وویل: (( ولسي جرګه مه رخصتوئ، پر حکومت فشار وارد کړئ، څوکوم کسان چې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي د باور رايې ترلاسه کولو لپاره دې جرګې ته وروپېژندل شي او روان امنیتي وضعیت دې په غونډه کې وڅېړل شي.))

نوموړي زیاته کړه چې که د ولسي جرګه غړي د دوبي په رخصتیو لاړه شي، د قانون په ماتولوکې به له حکومت سره همغږي شي،ځکه د هغه په وینا، د سرپرستانو کار دوام د قانون خلاف عمل دی.

د یادونې ده چې دمګړۍ،اته وزارتونه (د اطلاعاتو او فرهنگ، پوهنې، کانونو او پټرولیم، بهرنیو چارو، سوداګرۍ، مالیې، ښار اوکور جوړولو وزارت، د اوبو او برېښنا)  او د سرې میاشتې خپلواک ریاست د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمد نعیم حمیدزي لالي هم د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کال د لومړي اجلاس د ۱۵ ورځو غځېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل: (( باید دامنیتي وضعیت څېړلواومدیریت او نوماندوزیرانو ته د باور رایي تر ورکولوپورې، جرګه خپل کار ته دوام ورکړي.))

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د جرګې کاري مودې د غځېدو غوښتنه وکړه؛ خو د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وویل چې سبا د ولسي جرګې غړي خپله د اوړي رخصتي پیلوي.

نوموړي له امنیتي چارواکو غوښتنه وکړه، څو په مرکز او ولایتونو کې دجرګې غړو خوندیتوب ته پام وکړي؛ ځکه جدي امنیتي ګواښونه شتون لري.

هغه د جرګې له غړو غوښتنه وکړه چې له قانون سره سم دې د روان کال وږي په شپاړسمه خپلو دندو ته حاضرشي.

د جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان وویل چې د دې جرګې روان کال لومړي اجلاس کې د ملي امنیت عمومي رييس استیضاح شو؛ خو بریالی شو او ۱۱ استجوابیه غونډې ترسره شوې دي.

نوموړي وويل چې له ۸۰۰ څخه زیات موارد د جرګې غړو له لوري په ازاد بحث کې وړاندې شوي   چې جرګې یې په اړه یا مصوبه درلوده او یا یې موضوع حکومت ته ارجاع کړې ده.

هغه وویل چې په دې موده کې  د خلکو څه باندې ۳۱۰۰ شکایتونو ته د جرګې د دایمي کمېسیونونو له لوري لاسرسی شوی دی.


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت مني چې د شجاع‌الدین خراساني په نوم د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد د ملي امنیت د ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

د دې وزارت ویاند محمد ضیا ساحل نن له رسنیو  سره په خبرو کې پرته له دې چې د استاد خراساني جرم تأیید کړي وویل د هغه په اړه پلټنې روانې دي.

له دې وړاندې یو شمېر سرچینو ویلي دي چې د افغانستان ملي امنیت نن د برهان‌الدین رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد شجاع‌الدین خراساني له یوې محصلې سره د جبري جنسي اړیکې پر مهال نیولی دی.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې له پلټنو وروسته به د دغه خبر د تصدیق یا رد په اړه بشپړ جزئیات خپاره کړي.

په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نږدې زر پایو مخابرو لېږدوونکی، یو کس د انسان تښتولو، درې داعش وسله وال او دوه طالبان نیولي دي.

نيول شوي کسان او توکي د زمري په ۳مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې خبريالانو ته وښودل شول او تر څنګ يې د دغه ولايت د والي ویاند په تړاو رسنيو ته معلومات ورکړل.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، د راحت الله په نوم يو کس د بهسودو ولسوالۍ په سیمه کې د ملي امنیت مؤظفینو له لوري له ۹۵۴ پايو هغو مخابرو سره یو ځای نیول شوی چې د ترهګريز فعالیت په موخه یې وسله والو مخالفینو ته لېږدولې .

نوموړي زیاته کړه، د ملي امنيت منسوبینو درې داعش وسله وال هم نيولي چې يو يې د داعش ډلې د اکمالاتو مسوول، بل په جلال اباد ښار کې ماین خښوونکی و او درېيم یې هم د داعش وسله والو د ښځو د انتقال مسووليت درلود.

دی زياتوي: ((په نيول شوو داعشيانو کې د اسدالله په نوم د داعش غړی چې له کابل او يو شمېر نورو سيمو يې د داعش وسله والو ښځې د خوږياڼو وزيرو تنګي سيمې ته لېږدولې هم شامل دی.))

خوږياڼي وړاندې دا هم وويل چې د ملي امنيت مسوولينو د خپلو عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان هم نيولي چې يو يې په جلال اباد ښار او بل يې هم غني خېلو ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د محمد امين په نوم د انسان تښتونې ګروپ غړی د ملي امنیت مؤظفینو له لوري د سره رود ولسوالۍ په دوه سړکې سیمه کې نیول شوی دی.

د ملي امنيت ادارې له لوري رسنيو ته يوه ويډيوي سي ډي هم ورکړل شوه، چې نيول شويو کسانو په کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

بلخوا په کابل کې د ملي امنيت رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې په پروان و کې يو کس ځانمرګى بريدګر نيولى دى.

سرچينې زياته کړې چې ياد تن په جبل السراج ولسوالۍ کې نيول شوى او د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

داعش او طالب وسله والو بيا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د کوزې پښتوخوا پېښور ښار کې د يوې شخړې پر مهال شپږ افغان وروڼه وژل شوي دي.

ځايي رسنيو د زمري په ٣مه خبر ورکړى چې دا پېښه پرون د پېښور ښار اړوند په سروزۍ مټې سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په ياده سيمه کې د يوې پېښورۍ ځايي کورنۍ او افغان کډوالو د يوې کورنۍ تر منځ د رشتې پر سر شخړه رامنځته شوې وه.

د يادې سيمې د پوليسو مشر شوکت خان رسنيو ته ويلي چې په دې نښته کې د افغان کډوالو د کورنۍ شپږ وروڼه او د مقابل لوري يو کس وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې له دواړو لورو يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ويلي چې ځايي کورنۍ د عبدالغفار په نامه د افغان کډوالو له یوې کورنۍ د خپل زوى لپاره نجلۍ غوښتې وه خو یادې افغان کورنۍ د هغوی دغه غوښتنه رد کړې وه.

سرچينه وايي چې له همدې امله د دواړو کورنيو تر منځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته يې ډزې کړې دي.

د يادونې ده، اوس هم په کوزه پښتونخوا او نورو سيمو کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي او له ځايي اوسېدونکو سره يې خېښۍ کړې دي.

 د غزني امنيه قوماندان وايي چې ملي امنيت په اندړو ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې عمليات کړي او ٣٦ وسله وال طالبان يې له ځان سره بيولي، خو طالبان بيا وايي چې نیول شوي کسان د مدرسې زده کوونکي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل نن (د زمري درېيمه) خبری رسنیو  ته وويل چې تېره شپه له کابل څخه د ملي امنيت صفر يو قطعه راغلې وه او د اندړو ولسوالۍ په کمالخېلو سيمه کې يې په نورالمدارس مدرسې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ملا عبدالله او دانش په ګډون ٣٦ وسله وال طالبان نيول شوي دي.

ده وويل چې د يادو وسله والو طالبانو د نيولو پر مهال د ملي امنيت ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه هم شوې ده.

د مشعل په وينا، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي، پنځه نور ټپيان شوي او د طالبانو دوه رينجر او يو فيلډر موټر هم له منځه وړل شوي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ له نورالمدارس الفاروقيه مدرسې څخه ٤٥ زده کوونکي بيولي دي.

مجاهد وايي چې يادو ځواکونو د همدې سيمې په بازار کې درې عام وګړي وژلي او پنځه نور يې له ځان سره بيولي دي.

دغه راز د غزني امنيه قوماندان دا هم وويل چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په نودې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ مخامخ جګړه شوې ده.

ده وويل چې په دې جګړه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دې اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د ولسوالیو شوراګانو غړي به له معاش او نورو قانوني امتیازاتو برخمن وي.

د يادې ادارې مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٣مه خبری رسنیو  ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا پرېکړه وکړه چې د ولسوالیو شوراګانو غړي به له معاش او نورو اړوند قانوني او لازمو امتیازاتو برخمن وي.

سرچينې زياته کړې، د زمري میاشتې په ۳مه نېټه د یادې شورا په غونډه کې چې ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د ولسوالیو شوراګانو ټول غړي به له معاشاتو او نورو قانوني او لازمو امکاناتو برخمن وي.

سرچينې زیاته کړه، د سیمه ییزو ارګانونو اداره همدا مهال د سیمه ییزو شوراګانو د قانون د نوې مسودې پر جوړولو کار کوي چې د ولسوالیو شوراګانو د معاشاتو او نورو امتیازاتو په اړه به په کې په پوره وضاحت سره یادونه وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د سیمه ییزو شوراګانو د سمون عمومي ریاست له لوري د سیمه ییزو شوراګانو د قانون د نوې مسودې پر تدوین عملاً کار روان دی، تر دې مهاله د یاد قانون په اړه په څلورو زونونو کې مشورتي غونډې جوړې شوې او په یادو مشورتي غونډو کې د ولایتي شوراګانو د غړو، د محلي ادارو د بېلابېلو مسوولینو، د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو غړو او د ټولنې د نورو نخبه کسانو نظرونه راټول او له توحید وروسته به په قانون کې ځای پر ځای شي.

د سیمه ییزو شوراګانو د قانون له بشپړېدو وروسته به د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو، د کلیو شوراګانو او د ښاروالیو د مجلسونو ټول مسایل په دغه قانون کې په څرګند ډول واضح شي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای د لومړي ځل لپاره د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم ترسره او د هېواد په ټولو ولسوالیو کې له اساسي قانون سره سم د ولسوالیو شوراګانې جوړې او غړي یې د ازادو ټاکنو له لارې وټاکل شي.

تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د ولسوالیو شوراګانو غړي به له معاش او نورو قانوني امتیازاتو برخمن نه وي.


د پنجشیر ولایت پولیس وايي، د طالبانو پوځي مسوول یې نیولی دی.

د پنجشیر ولایت د امنیه قوماندانۍ امنیت امر نجم الدین رضايي نن سهارخبری رسنیو  ته وویل چې طالبانو تېره شپه په ابشار ولسوالۍ کې دوه ملکیان ووژل چې ورپسې افغان پوځیانو په دې سیمه کې تصفیوي عملیات وکړل.

د رضايي په خبره د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو پوځي مسوول مولوي اغامیر په همدې تصفیوي عملیاتو کې ونیول شو.

دا لومړی ځل دی چې په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د فعالیت په اړه راپور ورکول کېږي او افغان پوځیان یې د تصفیې لپاره د چمتووالي خبره کوي.