×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927


افغان امنیتي چارواکي وايي، د هلمند په ګرشک او ګرمسیر ولسوالیو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې اړه په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي چې په ګرشک او ګرمسیر کې پرون افغان ګډون امنیتي او دفاعي ځواکونو پنځه وسله وال طالبان وژلي او د هغوی ګڼې وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.


د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو هغه شپږ تنه خوشې کړي چې دوه ورځې مخکې یې له ځانه سره وړي وو.

درې نجونې، دوه روغتیايي کارکوونکي او یو موټر چلوونکی دوه ورځې مخکې د غور په دولت یار ولسوالۍ کې طالبانو بیولي وو.

د دولت یار سرپرست ولسوال عبدالولي اخندزاده خبری رسنیو  ته وویل، دا کسان د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب له قید او شرط پرته تېره شپه خوشې شوي دي.

خوشې شوي کسان بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.


د جرمني صدراعظمې، انګلا مېرکل د سوریې او اوکراین د کړکېچ په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړې.

د راپورونو پر اساس انګلا مېرکل پرون سې شنبه په برلین کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف او د روسیې د وسله‌والو ځواکونو له لوی درستیز ولري ګراسیموف سره کتلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو خواوو په سوریه کې امن سیمو ته د بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو په اړه هم بحث کړی او په اوکراین کې پر روان وضعیت‌یې هم مهمې خبرې کړې دي.

د اوکراین د حکومت او بېلتون غوښتونکو وسله‌والو چې روسیه‌یې ملاتړ کوي، په جګړه کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې تر ۱۰ زره زیات وګړي وژل شوي او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

 د لوګر ځينې ښوونځي د قومي مشرانو په منځګړیتوب بېرته پرانیستل شوي دي. د لوګر د ولایتي شورا غړي وایي، د محمد آغې ولسوالۍ ځینې ښوونځي چې وسله والو طالبانو تړلي وو، بېرته پرانیستل شوي دي او د زده کوونکو تګ راتګ ورته پيل شوی دی. دوی د پوهنې ریاست هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکي ښوونځي د ګرمۍ له امله رخصت کړل شوي دي. د ولایتي شورا غړي وايي، قومي مشرانو دغه ښوونځي پرانیستي دي او طالبانو بېرته د فعالیت اجازه ورکړې ده. د پوهنې ریاست هم مني چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د ځینو ښوونځیو ستونزه حل شوې ده، خو د نورو د پرانیستلو لپاره هم هڅې روانې دي. وسله والو طالبانو څو اونۍ مخکې په لوګر کې ښوونځي وتړل او ځینو ښوونځیو ته یې اور ورته کړ. پاتې ښوونځي بیا د پوهنې ریاست له لوري رخصت کړل شول، خو اوس په محمد اغه ولسوالۍ کې ځینې ښوونځي پرانیستل شوي دي.

په پاکستان کې نن چهارشنبه پارلماني انتخابات دي

پاکستانیان د نن ماخوستن تر اتوبجو وخت لري چې د راییو مرکزونو ته ولاړ او د خپلې خوښې کاندید ته رايه ورکړي.

په پاکستان کې 106 ملیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي او لږترلږه پینځه اتیا زره انتخاباتي مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د پاکستان حکومت نن د انتخاباتي مرکزونو او رایه ورکونکو د امنیت ټینګولو لپاره درې لکه او اویا زره عسکر او څلورنیم لکه پولیس په دنده ګومارلي دي.

په دې ټاکنوکې د پاکستان د پارلمان ۳۴۲ چوکیو ته د دې هېواد له ټولو صوبو، ۳۷۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

د ننیو ټاکنو پایلې به د جمعې په ورځ اعلان شي.

 په لاووس کې د اوبو یو ستر بند نړېدلی او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې په لاووس کې د برېښنا داسې بند نړېدلی چې تر اوسه یې لا د جوړولو چارې په پوره توګه بشپړې شوې نه وې. په پېښه کې ۲۰ کسه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي. د بند نړېدلی دېوال ۷۷۰ متره اوږد و او لوړوالی یې ۱۶ مترو ته رسېده. په پېښه کې ۸ کلي په بشپړه توګه تر اوبو لاندې شوي دي. ویل کېږي چې ۶۰۰ کورنۍ بې سرپناه شوې او کورونه یې په سیلاب کې ورک دي. حکومت وايي سیمې ته د مرستندویه ډلو د رسولو هڅې روانې دي او د بېړیو پر مټ به خلک وژغوري.

د یونان پلازمېنې اتن ته په نږدې ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله د مړو شمېر ۷۴ ته ورسېد.

د چارواکو په وینا، په تېره یوه لسیزه کې د یونان په ځنګلونو کې داسې شدید اور نه‌دی لګېدلی.

د ژغورنې ډلو پرون یوازې په یوه ساحلي کلي کې د ۲۶ ځوانانو جسدونه وموندل.

اور د دوشنبې په ماښام د اتن په ختیځ کې د ماتي په نوم یوه سیمه کې بل شو او لمبې یې په چټکۍ نورو سیمو ته ورسېدې.

د اور له وېرې زرګونه کسان له خپلو کورونو تېښتېدلي دي.

د یونان صدراعظم، الکسس سپراس ویلي چې هېواد یې له داسې خواشینوونکي حالت سره مخامخ دی چې د بیان وړ نه‌دی.

الکسس سپراس پرون د یونان پر ملي ټلوېزیون په وینا کې وویل:

"یونان نن ورځ ویر لړلی دی، د خپلو عزیزانو په یاد، درې ورځې ملي ماتم اعلانوو. خو اجازه نه‌ورکوو چې ویرجنه فضا پر موږ غالبه شي ځکه دا وخت د جنګ، د اتحاد، د جرأت او تر ټولو مهم، د یووالي د څرګندولو دی."

د یونان صدراعظم له اروپايي اتحادیې مرستې غوښتي او په ګاونډیو هېوادونو کې يې هم د اطفائيې پر ادارو غږ کړی چې مرستې ته ورودانګي.

د مرستې رسولو ډلې وايي چې تر سلو زیات وګړي زخمیان شوي او تر یو زرو زیات کورونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

په بلخ کې ولایت کې کوچیان د تعلیمي امکاناتو له نشتون او روغتیايي مرکزونو ته د نه‎لاس رسي په اړه شکایت کوي.

دې ولایت کې د کوچیانو عمومي ریاست مشر غلام فاروق عبیدي خبری رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د بلخ په ۹ ولسوالیو کې کوچیان مېشت دي، خو له څو کلونو راهیسې ورته هېڅ ډولت تعلیمي امکانات نه‎دي مساعد شوي او ماشومان یې ښوونځیو ته له تلو محروم شوي دي.

نوموړی وايي:

"ښوونځي نه‎لرو، زموږ ماشومان تعلیمي خدماتو ته لاس رسی نه‎لري، هېڅ ډول پروژه او تعلیمي برنامې د پوهنې ریاست له‎خوا کوچیانو ته نه‎دي تطبیق شوي او زموږ ماشومان بې زده‎کړې لویږي."

په عین حال کې د بلخ د پوهنې ریاست مشر صبغت الله مستقیم وايي؛ ترهغو چې کوچیان له کوچي حالت څخه راونه وځي او په یوه ځانګړي سیمې کې مېشت نه‎شي، دوی نه‎شي کولی کوچیانو ته د زده‎کړې زمینه مساعده کړي.

نه یوازې په بلخ کې کوچیان د تعلیمي امکاناتو او روغتیايي خدماتو له نه شتونه ځوریږي، بلکې د شمال زون د کوچیانو د ټولنې د معلوماتو پر اساس چې په جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې هم کوچیان له ورته ستونزې سره مخ دي.

 د رسنیو د راپورونو له مخې په پېښور کې د دوو کورنیو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده او په پایله کې یې د یو کورنۍ شپږ غړي چې ټول سره وروڼه دي وژل شوي دي. همدا راز د وژل شوو یو ورو او پلار په پېښه کې ټپیان دي. رسنۍ وایي چې له بلې کورنۍ هم یو کس وژل شوی دی. پولیسو د نښتې د لامل په اړه څه نه دي ویلي خو وایي په دې اړه پلټنې روانې دي. بل پلو یوې سرچینې ویلي، نښته له هغه وروسته رامنځ ته شوې چې یوې کورنۍ بلې ته د نجلۍ له ورکړې انکار کړی و او دا رشته یې ورسره نه وه منلې. خو ددغه پېښې اصلي رېښه تر اوسه نه ده معلومه شوې.

 د رسنیو د راپورونو له مخې په پېښور کې د دوو کورنیو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده او په پایله کې یې د یو کورنۍ شپږ غړي چې ټول سره وروڼه دي وژل شوي دي. همدا راز د وژل شوو یو ورو او پلار په پېښه کې ټپیان دي. رسنۍ وایي چې له بلې کورنۍ هم یو کس وژل شوی دی. پولیسو د نښتې د لامل په اړه څه نه دي ویلي خو وایي په دې اړه پلټنې روانې دي. بل پلو یوې سرچینې ویلي، نښته له هغه وروسته رامنځ ته شوې چې یوې کورنۍ بلې ته د نجلۍ له ورکړې انکار کړی و او دا رشته یې ورسره نه وه منلې. خو ددغه پېښې اصلي رېښه تر اوسه نه ده معلومه شوې.