Super User

Super User

Curabitur ultrices commodo magna, ac semper risus molestie vestibulum. Aenean commodo nibh non dui adipiscing rhoncus.

ټاکل شوې چې د سویډن د پلازمېنې اسټکهلم د خونړۍ حملې تورن نن سې شنبه په محکمه کې خبرې وکړي.

ازبکستانی ۳۹ کلن رحمت اقلیوف چې په سوېډن کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، د تېر کال د اپریل په اوومه د اسټکهلم د مرکزي برخې په یوه ګڼه ګوڼي واټ کې د یوې لارۍ په ذریعه پنځه تنه وژلي او ۱۰ تنه ټپیان کړي وو.

نوموړی چې پر ترهګرۍ تورن شوی، اعتراف یې کړی چې دغه حمله ده ترسره کړې ده.

څارنوالانو هغه ته د عمري بند سزا غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا متحده ایالات او یو شمېر اروپایي هېوادونه تورن کړل چې په بالکان کې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ کړکېچ ته لمن وهي.

سرګي لاوروف دغه څرګندونې صربیا ته له سفر مخکې چې ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې یې ترسره کړي، د صربیا له بیتا خبري آژانس سره نن سې شنبه په مرکه کې کړې دي.

لاوروف وویل، په لویدیځ کې یو شمېر هېوادونه چې د روسیې ضد دي، د بالکان د سیمې هېوادونو ته یوازې دا انتخاب ورکوي چې که له اروپايي اتحادیي یا ناټو سره یوځای کیږئ، یا به لویدیځ او یا به هم له روسیې سره درېږئ.

هغه زیاته کړه چې د بالکان هېوادونه دې ته اړ کول چې باید خپل لوری معلوم کړی، یو ډېر غلط سیاست دی.

اروپایي اتحادیې تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې په دغه اتحادیه کې د صربیا او مونته‌نګرو د غړیتوب لپاره یو لړ شرایط وضع کړي چې بلګراد هم هغه منلي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې، د بالرانو لومړی مقام خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا دا خبر نن سې شنبه خپور کړی او راشد خان ته یې د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې دی په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د بالنګ په برخه کې لومړي مقام ته رسېږي.

راشد خان په ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ ویکټو په ترلاسه کولو او د ۷۸۷ پاینټونو په لرلو د یو ورځنیو سیالیو لومړي مقام ته رسېدلی دی.

هغه په یوازې وروستیو پنځو لوبو کې چې افغانستان له زمبابوې سره وکړې، ۱۶ ویکټې اخیستې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا همداراز ویلي چې هندي لوبغاړی جسپرت بومرا هم د اوس لپاره له راشد خان سره په ګډه د ۷۸۷ امتیازونو په لرلو په لومړي مقام کې پاتې شوی دی.

بومرا هم د راشد خان په څېر ۳۷ لوبې کړي، خو ۶۴ ویکټې یې ترلاسه کړې دي.

 امنیتي سرچینې وایي چې جنرال داود امین د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی وړاندې تر دې د کابل امنیه قومندانۍ د مرستیال، د لغمان ،لوګر او خوست ولایتونو د امنیه قومندان په توګه دنده تر سره کړې ده.

د کندز پولیس وايي چې اووه کسان یې د بېلابېلو قضیو په تړاو نیولي دي.

د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د وسله‎والو غلاوو، شوکو او د خلکو د ټپي کولو په تورونو بندیان دي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو دوسیې د پولیسو تر څېړنې لاندې دي او له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته واستول شي.

 داعش ډلې په یوه کمین کې ۷۲ عراقي ملیشه سرتېري وژلي دي. دا برید داسې مهال شوی چې دوه میاشتې وړاندې بغداد په ټول عراق کې د داعش پر وړاندې د کامیابۍ اعلان کړی و. په عراق کې د عمومي بسیج ځواکونو چې د شیعه ملېشو یوه ډله ده، په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا برید په حویجه سیمه کې شوی دی. برید کوونکي په پوځي یونیفورم کې وو او د جعلي پوستې په توګه ‌یې د دوی لاره نیولې وه. حویجه د بغداد شمال ته په ۳۰۰ کېلو مترۍ کې پروت دی.

 د پاکستان په اسلام اباد کې د پښتنو له پراخو لاریونونو وروسته په خیبر پښتونخوا باجوړ کې د پنجابي حکومت ضد لاریونونه شوي دي. دوی د کرښې ها غاړه د پښتون نسل وژنې په غبرګون کې لارو کوڅو ته راوتلي او د پښتنو نسل وژنه بس کړئ، موږ نور د پنجابي ادارې لخوا له پښتنو سره روان ظلم نه غواړو، شعارونه ورکوي. دا لاریونونه لا هم دوام لري او له ټولنیزو رسنیو پرته یې په اړه هیڅ کومې رسنۍ راپور نه دی ورکړی. د لاریونونو دا څپه وروسته له هغه یو ځل بیا را پورته شوې، چې د کراچۍ په یو پوهنتون کې د احمد شاه منصور په نامه یو پښتون محصل په مرموز ډول ووژل شو او مړی یې دوه ورځې وړاندې کراچۍ ښار کې یو دوکان ته څېرمه وموندل شو.

 نن غرمه مهال د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دې خبر د پخلي تر څنګ وویل، چې پیښه د جلال اباد ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. په ورته وخت کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د چاودنې له امله لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د پیښې پړه تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

عبداللطيف ابراهيمي د سمنګان د والي په توګه په داسې حال کې معرفي شو چې د هغه له مقررۍ سره مخالف مخکني والي عبدالکريم خدام هم حضور درلود.

عبداللطيف ابراهيمي د سلواغې په ٢٩مه د عبدالکريم خدام پر ځاى د سمنګان والي وټاکل شو، خو خدام ورسره مخالفت وکړ او ويل يې، تر هغه له دندې نه لرې کېږي چې د جمعيت اسلامي ګوند او د ترکمن قوم يې په اړه پرېکړه وکړي.

خو عبداللطيف ابراهيمي نن په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونو بدرګه کاوه، له بغلان ولايته د سمنګان مرکز ايبک ښار ته ورسېد، او دا مهال (له غرمې مخکې نږدې ١٢ بجې) د ولايت د غونډو په سالون کې د ولايت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د سمنګان مخکني والي خدام وويل چې د دغه ولايت د والي په توګه د ابراهيمي له مقررۍ سره ستونزه نه لري او مخکې يې په دې اړه احساساتي عمل کړى و.

ياد مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.

 د سولې عالي شورا رییس استاد کریم خلیلي نن جهادي او قومي مشرانو ته د وینا پر مهال وویل، چې سوله د تسلیمۍ په مانا نه ده، خو جګړه ددې وطن د بربادۍ لامل ده. نوموړي پر قومي او جهادي مشرانو غږ وکړ، چې د سولې لپاره کار وکړي او په خپلو سیمو کې د هغو کسانو پر وړاندې غږ اوچت کړي چې جګړه کوي. د خلیلي په خبره طالبان د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. هغه زیاته کړه، طالبان دې په دې پوه شي، که دوی فکر کوي، چې د جګړو د شدت، ځانمرګو بریدون او وژنو له لارې به خپلو موخو ته ورسېږي، نو پر غلطه روان دي. کریم خلیلي وویل، په هېواد کې د روان بحران د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. دده په خبره طالبانو ته په کار ده، چې راشي له خپلو هېوادوالو سره د یوه مېز څنګ ته کیني او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.