Super User

Super User

Curabitur ultrices commodo magna, ac semper risus molestie vestibulum. Aenean commodo nibh non dui adipiscing rhoncus.

د غرغښت تلويزيون ځانګړي مرکه خپرونه:
چمتوکوونکی : نسیم لیوال
مېلما:په ولسي جرګې کې د خوست ولايت استازې ساهره شريف

 افغان سوداګر پاکستان ته د اوسپنې پر قاچاق اندېښمن دي. د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان ته د داغمه وسپنې قاچاق په دغه ولایت کې د اووسپنې د ویلي کولو یو شمېر فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخامخ کړې دي. د ننګرهار د سوداګریزو خونو رئیس شمس الحق مجاهد وویل؛ هره ورځ د وسپنې د ویلې کولو فابریکې له ۳۰ تر څلوېښت ټنه اوسپنه تولیدوي، خو د نوموړي په وینا که د اوسپنې د قاچاق مخنیوی ونه شي، ښایي دغه رقم اتیا تر سلو ټنو پورې ورسېږي. له دې وړاندې د مالیې وزارت ويلي و د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له هېواده بهر د اووسپني د قاچاق مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات په پام کې لري خو دا چې دا اقدامات څه دي تر اوسه یې څرک نه لیدل کېږي.

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو او معلولینو وزیر وایي، د شهیدانو د ورثې د بایومټریک چارو لومړني پړاوونه یې پیل کړه.

فیض الله ذکي په کابل کې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو پر لور په نوم یوه سیمینار کې وویل چې د دې پروسې هدف شفافیت او د فساد مخنیوی دی.

ښاغلی ذکي وایي، راتلونکې اوونۍ به په ټولو ولایتونو کې په یوه وخت رسماً د شهیدانو د ورثې د بایومټریک لړۍ پیل کړي:

"نننی سیمینارد دې بهیر پیل دی، د کار او ټولنیزو چارو ریسان رابلل شوي دي چې په مرکز کې د یوه عالي کمېسیون تر څار لاندې او په ولایتونو کې د ولایتي کمېسیونونو تر څار لاندې چې مشري یې والیان کوي، څو د دغه بهیر عملي چاري پیل شي، دوی نن دلته روزنه وینې، له راتلونکې اوونۍ څخه به ټولو ولایتونو کې په یوه وخت دا بهیر پیل شي."

ښاغلی ذکي زیاتوي ځینو جرمي شبکو د شهیدانو د ورثې جعلي وثیقې جوړي کړې دي.

دغه وزارت په افغانستان کې د معلولینو او د شهیدانو د ورثې شمېر نېږدې درې سوه زره کسان یادوي، خو دا معلومه نه ده چې څومره شمېر یې د شهیدانو ورثه ده.

 د افغانانو بریا د دوی په یووالي کې ده. ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کې د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، ځینې کړۍ وايي چې افغانان یو ملت نه دی او دوی د واحد ملت په حیث د یو بل تر څنګ ژوند نه شي کولی. نوموړي دغو څرګندونو ته په اشارې وویل، افغانانو پېړۍ پېړۍ د یوه ملت په توګه د یو بل تر څنګ ژوند کړی دی او لا به هم خپل دغه تاریخي ژوند ته د یووالي په فضا کې ادامه ورکوي. هغه د روسانو پر وړاندې د افغانانو جهاد ملي ارزښت وباله او په وینا یې هغه کسان چې دا مسئله د یوه ملي ارزښت په توګه نه مني له افغانیت او اسلامیت وتلي او څوک چې له اسلامیت او افغانیت وتلي وي دلته یې ځای نه شته دی. ولسمشر همدا راز وویل، چې افغانستان یو مستقل هېواد دی، قوي ملت لري او د هېچا تر اغېز لاندې نه دی. ولسمشر په خپلو خبرو کې د شفافو ټاکنو پر تر سره کولو هم ټينګار وکړ. دده په خبره ددې پلوی نه دی او نه یې غواړي چې په قدرت کې پاتې شي او په خبره یې اساسي قانون ددې هر څه لپاره کرښې واضح کړې دي. هغه له ټولو هېوادوالو او سیاسي جریانونو وغوښتل چې د شفافو ټاکنو په ترسره کولو کې ورسره مرسته او همکاري وکړي. ولسمشر غني یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلي او دوی یې رښتیني اتلان وبلل.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، د برېښنايي تذکرو وېش یوه ملي موضوع ده او له دې ملي پروسې سیاسي ګټه اخیستنه د منلو وړ نه ده.

نوموړی زیاتوي، د هغو اشخاصو او کړيو پر وړاندې به ودرېږي چې د برېښنايي تذکرو د وېش مخالفت کوي.

امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنايي تذکرو د وېش اړوند ټول تخنیکي مسایل لا له وړاندې حل شوي او د ځنډ لپاره يې هېڅ راز قانوني توجيه نشته.

هغه زیاته کړه، هېڅوک حق نه لري چې له دې موضوع سیاسي ګټه پورته کړي.

نوموړي د برېښنايي تذکرو پر وېش ټینګار وکړ او ویې ویل هېچا ته به حق ور نه کړي چې په دې برخه کې ستونزې جوړې کړي.

دی وايي، هغه چې ځانونه افغانان نه ګڼي، له هېواده دې ووځي.

د کندهار امنیه قوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د حکومت ځینو لوړو پوړو مشرانو له تېرو څو ورځو راهیسې د برېښنايي تذکرو د بایومټریک له لارې ځانونه ثبت کړي او ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شي.

خو د حکومت اجرائیه ریاست د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش سره مخالفت کړی او د اوس لپاره یې د دې لړۍ د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، د برېښنايي تذکرو وېش یوه ملي مسئله ده او په دې اړه دې یوه ملي اجماع رامنځ ته شي.

خو ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړی چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ به پیلېږي.

 طالبان د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په ارګ کې د وینا پرمهال پر طالبانو غږ وکړ، چې روانه جګړه نه شي ګټلی نو ښه به وي، چې د سولې خبرو ته مخه کړي. دده په خبره طالبانو ته په کار ده، چې له جګړې لاس واخلي، ځکه دغه جګړه نه شي ګټلی او له سیاسي لارو باید خپلو موخو ته ځان ورسوي. نوموړي همدا راز پر افغان حکومت غږ وکړ، چې له طالبانو سره د رښتینې سولې لپاره خپله غېږ خلاصه کړي. دده په خبره یوه ډله طالبان دي، چې دوی په رښتیا د افغانستان سرلوړي غواړي او له جګړو ستړي شوي دي، نو له دوی سره سوله په کار ده، خو یوه ډله بیا د پردیو د ګټو لپاره دلته جګړه کوي او دوی دا جګړه نه شي ګټلی. حکمتیار همدا راز پر حکومت غږ وکړ، چې جګړې لپاره رامنځ ته شوي اسباب له منځه یوسي. دده په خبره د ځانګړې کړۍ له لوري د واک انحصار، د بهرنیانو پر مټ د ځينو اشخاصو واکمني او زیاتی، زندانونو ته د بې ګناه افغانانو اچول، بهرنیانو ته د بریدونو واک ورکول او بې عدالتي هغه څه دي چې د اوسنۍ جګړې اسباب بلل کېږي. حکمتیار همدا راز له حکومت وغوښتل چې د شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي او ټولې خواوې باید د شفافو ټاکنو پایلې ومني، څو د دویم جان کیري د راتګ اړتیا پېښه نه شي.

 د هېواد ټولو سیاسي اړخونو ته په کار ده، چې تر شخصي او ژبنیو مسایلو وړاندې ملي مسایلو ته ارزښت ورکړي. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال وویل، د هېواد دښمنان په کمین کې ناست دي او د هر واړه فرصت په رامنځ ته کېدو هڅه کوي افغانان په خپلو کې سره وویشي او دوی له پرمختګه را وګرځوي. د دانش په خبره ټولو سیاسي اړخونو ته په کار ده، چې د احساساتي خبرو او اقداماتو پر ځای خپلې ټولې ستونزې د اساسي قانون په چوکاټ کې له قانوني لارو حل کړي. سرور دانش ټینګار وکړ، چې د افغانانو دښمنان غواړي د ژبې، مذهب او سمت د مسئلو په رامنځ ته کولو دوی سره وویشي او په دې منځ کې خپلې ګټې تر لاسه کړي. هغه له ټولو سیاستوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د روان بحران د حل لپاره باید له ژبنیو، سیاسي او شخصي مسایلو لرې اقدامات وکړي او د قوانینو په رڼا کې خپلې ستونزې حل کړي.

 افغانستان له بحران سره مخ دی او له دې بحران د وتلو لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي. د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د روسي پوځیانو دوتلو د ۲۹مې کلیزې په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان له بحران سره مخ دی. دده په خبر امنیت خراب دی، امنیتي بحران دومره خراب دی، چې حکومتي چارواکي له شنې ساحې بهر نه شي وتلی، بې کاري اوج ته رسېدلې ده، جګړه هره ورځ د خلکو ژوند اخلي او د افغانستان د نفوس لوړه سلنه له فقر او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان ده. د ډاکټر عبدالله په خبره حکومت دومره په امنیتي بحران کې دی، چې له ارګه بهر غونډې نه شي جوړولی. هغه همدا راز وویل، چې افغان حکومت ته په کار ده، څو د هېواد لومړیتوبونه وپېژني او دغو لومړیتوبونو ته په پام د ستونزو د حل لپاره اړین او کوټلي ګامونه اوچت کړي.


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا هېوادونو د لویو درستیزانو او نظامي استازو تر منځ په دوه ورځنۍ غونډه کې له نشه يي موادو سره د جدي مبارزې ژمنه وشوه.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې نشه يي مواد د ترورېزم د تمویل اصلي سرچینه وبلل شوه او پر دې ټینګار وشو چې ټول هېوادونه باید په ګډه ورسره مبارزه وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې تولید شوي نشه يي مواد د ګاونډیو هېوادونو له لارې، نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي چې دې کار په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید دوام ته زمینه برابره کړې ده.

رپوټ: بیت الله میاخېل
د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې په دې ولایت کې يې د هغو ساحو لپاره، چې صحي خدماتو ته په کې سخته اړتیا وه او روغتیايي مرکزونه يې نه درلودل ۱۸ بېلابېل کلینیکونه منظور کړي.
د دوی په خبره چې د د یادو روغتیايي مرکزونو په فعالیدو سره به د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې تر ډېره بریده راکمې شي.
خوست ولایت چې د ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه سرحدي پوله لري او ګڼ نفوسه ولایت دی، په ځينو لېرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي.
د خوست د عامې روغتیا ریس ډاکټر حبیب شاه انصاري وايي، چې د هغو لېرو پرتو سیمو لپاره يې ۱۸ کلینیکونه منظور کړي، چې روغتیايي مراکزو ته په کې لاسرسی نه وو موجود او تر ډېره بریده خلک له صحي خدماتو څخه بې برخې وو.
انصاري زیاتوي، چې اوس به د دغو کلینیکونو په ایجاد سره د سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې راکمې شي.
خوست عامې روغتیا ریس د دې ولایت په تخصصي روغتون کې د  ځينو ستونزو د راکمولو په برخه کې هم په جدي هڅو ټینګار وکړ، چې خلک ورڅخه شکایت لري.
که څه هم د خوست مرکز اړوند په ډېری لېرې پرتو سیمو کې ځينې روغتیايي مرکزونه فعال دي، خو د دې ولایت اوسیدونکي تر ډېره بریده په ځینو مرکزونو کې د درملو او نورو اړینو توکو د کمښت څخه شکایت لري، چې په دې برخه کې  له دولت او اړونده مسؤلینو څخه غوښتنه لري، چې د روغتیايي مراکزو د زیاتیدا په برخه کې دې خپلې څې لاهم پراخې کړي، ترڅو خلک وکولای شي، په وخت سره نږدې صحي مرکزونو ته د اړتیا پرمهال ورشي.